• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي په کندهار کې له پاکستان څخه د قاچاق کېدونکو تازه مېوو مخه نېول شوې

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۱۲:۴۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۱۴:۰۹ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو د کرنې ریاست مسولین وايي، چې د کندهار ښار د اوومۍ حوزې د باغ‌پُل په سیمه کې یې د ۵۸۱ کیلوګرامه پاکستاني امو د قاچاق مخه نیولې ده. طالبانو ویلي، دغه قاچاقي ام د هلمند د بهرامچي له لارې له پاکستان څخه افغانستان ته را انتقال شوې وو.

د کندهار د کرنې ریاست چارواکو ویلي، دغه قاچاقي امونه په ۸۳ کرېټونو کې ځای پر ځای شوي وو او د یوه ټونس ډوله موټر په واسطه له هلمند ولایت څخه کندهار ته لېږدول کېدل.
طالبانو ویلي، چې د قاچاقي او غیرقانوني کرنیزو توکو د مخنیوي لپاره یې خپلې هڅې ګړندۍ کړې او ټینګار کوي چې په دې برخه کې د قرنطین مسوولینو څارنې او پلټنې په جدي توګه دوام لري.

100%

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي سوداګریزو لارو پرله پسې تړل کېدو د دواړو لورو ترمنځ قانوني سوداګریز فعالیتونه تر ډېره په ټپه درولي دي.

خو د طالبانو راپورونو پر بنسټ، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د رسمي لارو د بندښت له امله د پاکستاني توکو د قاچاق کچه لوړه شوې او اوسمهال په بېلابېلو پټو لارو او په ناقانونه توګه ګڼ شمېر پاکستاني تولیدات او مېوې افغانستان ته قاچاق کېږي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۵

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

•
•
•

نور کیسې

له دولتي پوهنتونونو وروسته؛ طالبان د خصوصي پوهنتونونو له محصلانو ژمنې اخلي چې ږیرې پرېږدي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۱۲:۰۶ GMT+۱
له دولتي پوهنتونونو وروسته؛ طالبان د خصوصي پوهنتونونو له محصلانو ژمنې اخلي چې ږیرې پرېږدي
100%

په کابل کې د خصوصي پوهنتونونو ځینو مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت پر محصلانو ژمنلیکونه لاسلیک کوي چې ږېرې پرېږدي. طالبانو له دې وړاندې د دولتي پوهنتونو پر محصلانو هم ورته ژمنلیکونه لاسلیک کړي دي.

په کابل کې د خصوصي پوهنتونو ځینو مسوولانو او محصلینو نن دوشنبه، د غويي پر ۲۸ وویل، چې دا پروسه د تېرو څو اوونیو راهسې پیل شوې ده.

د ژمنلیک پر بنسټ محصلان د ږیرې په پرېښودلو او پرځان د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون په عملي کولو مکلف ګڼل کیږي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په ټول هېواد کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو له محصلانو څخه د یوې ۱۴ ماده‌ییزې ژمنپاڼې د لاسلیک غوښتنه کړې، چې له مخې یې هغوی د امربالمعروف قانون د عملي کولو ژمنه کوي.

د دغه ژمنلیک یوه کاپي، چې تر دې مخکې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې، ښيي چې زده‌کړیالان مکلف شوي څو ږیره پرېږدي او د اهل سنتو د فقهې پیروي وکړي.

د سند په نورو مادو کې ټینګار شوی چې محصلان باید د موسیقۍ له اورېدو، د نشه‌يي توکو له کارولو او همداراز د ساکښو (ژونديو موجوداتو) د انځورونو او ویډیوګانو له اخیستلو ډډه وکړي، ځکه دا کړنې د طالبانو له‌خوا منع شوې دي.

د ژمنپاڼې په وروستیو بندونو کې هم ویل شوي چې محصلان باید د امربالمعروف د نوي تصویب شوي قانون په ګډون، د طالبانو د ټولو فرمانونو او نافذو قوانینو اطاعت او درناوی وکړي.

همداراز، د ژمنلیک په پنځمه ماده کې راغلي چې محصلان به له هېڅ ډول سیاسي ډلې سره اړیکه نه ساتي او په شپږمه ماده کې یې د امام ابو حنیفه د مذهب پر پیروي ټینګار شوی دی.

د سند په پای کې خبرداری ورکړل شوی چې د یادو مادو د سرغړونې په صورت کې به سرغړوونکي مجازات شي او د شکایت حق به ونه لري.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د امربالمعروف قانون له اعلان وروسته، د طالبانو محتسبان پر لارو او سړکونو ځوانان دروي او د ږیرې، موسیقۍ او ظاهري بڼې په اړه سپارښتنې ورته کوي.

ملګري ملتونه سبا په باکو کې د افغان کډوالو په اړه ناسته کوي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۱۱:۵۴ GMT+۱
ملګري ملتونه سبا په باکو کې د افغان کډوالو په اړه ناسته کوي
100%

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدو پروګرام ویلي، له ۲۰۲۳ کال راهیسې افغانستان ته د میلیونونو کډوالو په راستنېدو سره د دغه هېواد د نفوس کچه په بې‌ساري ډول زیاته شوې. یادې ادارې ویلي، چې د افغان کډوالو د مدریت او مرستې په موخه سبا په باکو کې یوه ځانګړې غونډه ترسره کېږي.

یاد سازمان ویلي، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر اوسه له ۵ میلیونو څخه ډېر افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي دي، چې دا د هېواد د نفوس په کچه کې یو بې‌ساری بدلون دی.

یاد سازمان زیاتوي چې هېواد ته د افغان کډوالو دغه پراخې راستنېدنې د افغانستان پر ټولنیز، اقتصادي او بشري وضعیت خورا ژور اغېز کړی او په ټولنه کې یې د خدماتو، کارموندنې او ټولنیزو ملاتړونو اړتیا تر پخوا نوره هم زیاته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدو سازمان د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده سبا د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د ښاري پراختیا د ۱۳مې نړېوالې ناستې په لړ کې د ملګرو ملتونو د څلورو بېلابېلو هېوادونو دفترونه سره راټول شي او دا به ور ارزوي، چې څنګه کولای شي په ګډه او همغږې بڼه په افغانستان کې د راستنېدونکو افغانانو د بیا مدغم کېدو د ملاتړ پروسه لا پیاوړې او ګړندۍ کړي.

ذبیح‌الله مجاهد وايي د افغانستان او قرغیزستان اړیکې دوستانه دي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۱۰:۵۹ GMT+۱
ذبیح‌الله مجاهد وايي د افغانستان او قرغیزستان اړیکې دوستانه دي
100%

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان په اړه د قرغیزستان د ولسمشر سدیر جباروف د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې دوستانه دي. مجاهد زیاته کړې، چې په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره کار روان دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې طالبان د قرغیزستان په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو او مثبتو اړیکو غوښتونکي دي.

مجاهد دا څرګندنې پر داسې مهال کړې، چې تردې وړاندې د قرغیزستان ولسمشر سدیر جباروف په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړیو ، چې د منځنۍ اسیا امنیت او ثبات د افغانستان له وضعیت سره مستقیم تړاو لري.

نوموړي د یکشنبې په ورځ، د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو مشرانو ته په یوه پیغام کې زیاته کړې، چې قرغیزستان د همدې لیدلوري پر بنسټ د افغانستان خلکو، په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته دوامداره بشري مرستې برابروي.

سدیر جباروف همداراز د نړۍوالې ټولنې د برخې کېدو په موخه، د افغانستان د تدریجي اقتصادي او سیاسي ادغام ملاتړ کړی. د قرغیزستان ولسمشر په دغه پیغام کې د افغانستان له زیانمنو ډلو سره د بشري مرستو د دوام لپاره د بشکېک پر ژمنتیا یو ځل بیا ټینګار کړی.

د راپورونو له مخې، دغه څرګندونې د دې لپاره شوې دي چې قرغیزستان وکولای شي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړیتوب څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره د نړۍ د نورو هېوادونو ملاتړ او رایې خپلې کړي.

طالبان وايي په څلورو ولایتونو کې یې د بېلابېلو جرمونو په تور ۲۲ کسان نیولي دي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۱۰:۵۳ GMT+۱
طالبان وايي په څلورو ولایتونو کې یې د بېلابېلو جرمونو په تور ۲۲ کسان نیولي دي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په هلمند، کندوز، بغلان او اروزګان ولایتونو کې یې د غلا، قتل او نشه‌يي توکو د پېر او پلور په تور ۲۲ کسان نیولي دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو په تېرو درېیو ورځو د هلمند په مرکز لښکرګاه کې ۱۲ تنه غله د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې په څو جلا جلا اقداماتو کې ۴ تنه د قتل په تړاو، د بغلان په انداب کې تنه د غلاو په تړاو او درې نور هم د ارزګان ولایت په ترینکوټ کې د غلا په تړاو نیول شوي دي.

که څه هم طالبان وايي، چې د جنايي جرمونو او غلاو د مخنیوي لپاره یې هڅې ګړندۍ کړې، خو نږدې هره ورځ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وسله‌والو غلاو او نورو جینايي پېښو په تړاو راپورونه ورکول کېږي.

طالبان: د دولتي ځمکو پېر او پلور منع دی او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۰۹:۴۵ GMT+۱
طالبان: د دولتي ځمکو پېر او پلور منع دی او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي
100%

د طالبانو عدلیې وزارت د دوشنبې په ورځ (د غویي ۲۸مه) په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، هغه دولتي ځمکې او نمرې چې د دوی له لوري خلکو ته د استوګنې لپاره وېشل شوې یا پلورل شوې دي؛ د سوداګریزې ګټې لپاره یې پېر او پلور منع دی.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دولتي ځمکو د نمرو پلور، وېش او د ودانیزو جوازونو د ورکړې قانون له مخې دغه ځمکې یوازې د سرپناه جوړولو په موخه خلکو ته سپارل کېږي او سوداګریزې معاملې پرې قانوني بڼه نه‌لري.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې د افغانستان په کچه د معاملاتو د لارښوونې ټولو دفترونو ته سپارښتنه شوې؛ څو د دغه دولتي ځمکو د هر ډول معاملې له ترسره کولو په کلکه ډډه وکړي.

دغه وزارت خبرداری ورکړی، که کوم دفتر یا شخص د دغه ځمکو په پېر او پلور کې ښکېل وموندل شي؛ نو اړوند د معاملاتو لارښوونې دفتر به وتړل شي او د دفتر مسوول، د معاملې دواړه لوري او نور ښکېل کسان به له قانوني څار سره مخ شي.