• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي چې له نړیوالو بنسټونو سره د نشه يي توکو پرضد مبارزه کې همکاري کوي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۲:۰۳ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معیین عبدالرحمان منیر په کابل کې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو ضد دفتر له سرپرست اردراغلي سره په کتنه کې د دوه اړخیزې همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن سې شنبه، د غويي پر ۳۰مه وویل، چې د ددغه وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معیین عبدالرحمان منیر په کابل کې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر له سرپرست اردراغلي سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر ګډو همکاریو او همغږۍ خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، عبدالرحمان منیر د ملګرو ملتونو د دغه دفتر سرپرست ته ویلي چې دوی هڅه کوي له ټولو هغو نړیوالو بنسټونو سره چې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کوي، خپلې اړیکې او همکارۍ وساتي.

په دې کتنه کې د نړیوالو بنسټونو او د طالبانو د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو ضد ادارې د معیین دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي ، چې طالبانو په جنوب لویدیزو ولایتونو کې په غير مستقيم ډول خلکو ته ويلي چې تارياک له سترګو پناه او په کلاوو کې دننه کرلی شي.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

د طالبانو د مخابراتو وزیر ویلي د ډیجیټلي سکټور د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي

۳

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

۴

فراګیر بنسټ: د طالبانو د ښځو ضد محدودیتونو افراط‌ګري او ټولنیزه ناامني زیاته کړې

۵

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

•
•
•

نور کیسې

هند د افغان کډوالو په ګډون د پاکستان او بنګله‌دېش وګړو لپاره د تابعیت قانون سخت کړی

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۹:۵۷ GMT+۱

هند اعلان کړی، چې د تابعیت د اصلاح شوي قانون له مخې له افغانستان، پاکستان او بنګله‌دېش نه د هند تابعیت غوښتونکي باید د خپلو اوسنیو یا پای‌ته رسېدلو پاسپورټونو بشپړ معلومات دوی ته وړاندې کړي.

د هند کورنیو چارو وزارت په تازه خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، هغه مذهبي لږکۍ چې له افغانستان، پاکستان او بنګله‌دېش نه د هند تابعیت غواړي؛ باید د خپلو پاسپورټونو اړوند ټول معلومات ثبت کړي.
د هندي چارواکو په وینا؛ دغه پرېکړه وروسته له هغې شوې، چې ځینې کسان د هند تابعیت تر ترلاسه کولو وروسته هم د افغانستان، پاکستان یا بنګله‌دېش پاسپورټونه لري. هند دوه‌ګونی تابعیت نه‌مني.

د نوو مقرراتو له مخې؛ هغه کسان چې د هند تابعیت ترلاسه کوي، اړ دي چې د ۱۵ ورځو په موده کې خپل پخوانی پاسپورټ دوی ته وسپاري. له تابعیت غوښتونکو غوښتنه شوې، چې د پاسپورټ شمېره، د صادرېدو نېټه، د صادرېدو ځای او د پای نېټې اړوند معلومات هم وړاندې کړي.

د هند پارلمان په ۱۳۹۸کال کې د تابعیت جنجالي قانون تصویب کړی و. د دغه قانون له مخې؛ هند کولای شي هغو مذهبي لږکیو ته تابعیت ورکړي، چې له افغانستان، پاکستان او بنګله‌دېش نه د ځورونې او تبعیض له امله دغه هېواد ته تللي.

مسلمانان د دغه قانون برخه نه‌دي. د قانون له مخې؛ هندوان، سېکان، بودایان، زردشتیان او عیسویان چې تر ۲۰۱۵کال وړاندې هند ته تللي، د دغه هېواد تابعیت لپاره غوښتنه کولای شي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د قومي او مذهبي لږکیو وضعیت خورا کړکېچن شوی او ګڼ شمېر سېکان هند، کاناډا او نورو هېوادونو ته کډه شوي دي.

پر یوټیوب چلوونکو تازه بندیز؛ طالبانو په کندهار کې د ویډیويي منځپانګې پرجوړولو بندیز لګولی

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۹:۵۴ GMT+۱

په کندهار کې یوشمېر یوټیوب چلوونکي او د خواله رسنیو فعالان وایي، چې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست له لوري یو ځل بیا د ویډیو جوړولو او خپرولو پر فعالیتونو محدودیتونه لګېدلي دي. یوشمېر یوټیوب چلوونکي د طالبانو د امربالمعروف ادارې ته هم غوښتل شوي او په دې اړوند ګواښ هم ورته شوی.

په کندهار کې ځایي سرچینې وایې، په وروستیو ورځو کې د کندهار یوشمېر یوټیوب چلوونکي د طالبانو د امر بالمعروف ریاست ته ورغوښتل شوي او په کلکه ورته ویل شوي چې نور دې ویډیویي منځپانګې نه جوړوي او نه دې پر خواله رسنیو خپروي.

څه موده وړاندې هم په کندهار کې پر یوټیوب چلوونکو ورته محدودیتونه لګېدلي وو؛ خو وروسته دغه بندیزونه تر یوې اندازې نرم شوي وو. اوس بیا د تازه محدودیتونو له امله د خواله رسنیو فعالان او ځوانان اندېښمن شوي دي.

یوشمېر یوټیوب چلوونکي وایي، دوی یوازې تفریحي ویډیوګانې نه جوړولې؛ بلکې هڅه یې کوله د افغانستان او په ځانګړي ډول د کندهار مثبت تصویر نړۍ ته وړاندې کړي. د کندهار یوه ځوان یوټیوب چلوونکی په دې اړه وایي: «موږ به د ښار، تاریخي سیمو، بازارونو، دودونو او د خلکو د ژوند په اړه ویډیوګانې جوړولې، نړۍ ته مو ښودله چې افغانستان یوازې جګړه نه‌ده».

هغه وویل، دغه راز دوی به د ټولنې د ناوړه دودونو، نشه‌يي توکو، بې‌سوادۍ او نورو مهمو موضوعاتو په اړه هم عامه پوهاوی ورکاوه؛ خو دغه لاره یې هم پرې بنده کړه. ځینې نور یوټیوب چلوونکي وایي، د دوی ویډیوګانې زرګونه او حتی مېلیونونه خلکو کتلې او د افغانستان د کلتور، دودونو او ورځني ژوند په معرفي کولو کې یې مهم رول درلود.

یوشمېر ته بیا دا د عاید یوه سرچینه هم وه. یو یوټیوب چلوونکی په دې اړه وایي: «موږ کلونه زحمت اېستلی و، یوټیوب زموږ د عاید یوه مهمه منبع وه؛ خو اوس چې ویډیو بندېږي عملي معنا یې دا ده چې موږ بې‌کاره کېږو».

هغه زیاتوي، چې په افغانستان کې د بې‌کارۍ کچه لا دمخه لوړه ده او ډېری ځوانان د کار مناسب فرصتونه نه‌لري. د کندهار یوشمېر ټولنیز فعالان وایي، دغه محدودیتونه تر ډېره یوازې په کندهار کې عملي کېږي؛ په داسې حال کې چې د افغانستان په نورو ولایتونو کې یوټیوب چلوونکي خپل فعالیتونه کوي.

د رسنیو او فرهنګي چارو یوشمېر فعالان وایي، خواله رسنۍ او ډیجیټلي پلاټفورمونه د افغانستان د ځوان نسل لپاره د بیان، معلوماتو شریکولو او اقتصادي فعالیت مهمې وسیلې ګرځېدلې دي.

یوشمېر ځوانان وایي، د خواله رسنیو له لارې یې عاید ترلاسه کاوه، کوچني کاروبارونه يې تبلیغول، رسنیز مهارتونه یې زده کول او دغه راز د ټولنیزو ستونزو په اړه یې پوهاوی خپراوه چې اوس به دغه فرصتونه هم له‌منځه ولاړ شي.

بي‌بي‌سي: افغانان د خپلو ماشومانو پلورلو ته اړ شوي دي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۸:۳۶ GMT+۱

بي‌بي‌سي په یوه راپور کې په غور ولایت کې د پراخې بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ د روان وضعیت په اړه لیکلي، چې افغان کورنۍ د سختې مجبورۍ له امله د خپلو لګښتونو برابرولو لپاره د خپلو ماشومانو د پلورلو په ګډون سختو انتخابونو ته اړ اېستل کېږي.

د غور یو اوسېدونکي سعید احمد بي‌بي‌سي ته ویلي، هغه اړ شو چې خپله پنځه کلنه لور شایقه وروسته له هغې وپلوري چې نوموړې ته اپنډېکس او د ځيګر کېسټ ناروغي پیدا شوه او د درملنې وس یې نه لاره.

هغه وویل: «ما د درملنې د لګښت لپاره پیسې نه‌لرلې؛ نو ځکه مې خپله لور پر یوه خپلوان وپلورله». د شایقې جراحي عملیات بریالي وو. د عملیاتو لګښت د همدغه ۲۰۰زره افغانیو (۳۲۰۰ ډالرو) څخه ورکړل شو، چې شایقه پرې پلورل شوې وه.

د شایقې پلار وویل، له خپلو خپلوانو سره یې هوکړه کړې چې اوس به یوازې د درملنې پیسې ورکوي او پاتې پیسې به په راتلونکو پنځو کلونو کې ورکړي. هغه وویل: «که مې ټولې پیسې یوځل اخیستې وای، هماغه وخت به یې هغه له ځان سره بېوله».

سعید وایي: «که مې پیسې لرلې، هېڅکله به مې دغه پرېکړه نه‌وای کړې؛ خو ما له ځان سره فکر وکړ، که له عملیاتو پرته مړه شي نو څه؟ لږ تر لږه په دې ډول خو ژوندۍ پاتې کېږي».
بي‌‌بي‌‌سي په خپل راپور کې لیکلي، چې د غور په چلچراغ سیمه کې هر سهار نارینه د کار پيدا کولو په لټه کې د یوې څلورلارې پر سر راټولېږي. هغوی یوازې هغه وخت خپلو کورنیو ته ډوډۍ وړلای شي، چې څوک یې د کار لپاره بوځي؛ خو ډېرې ورځې داسې تېرېږي چې هغوی تش لاس کور ته ستنېږي.

۴۵ کلن جمعه‌ خان وايي، په تېرو شپږو اوونیو کې یې یوازې درې ورځې کار موندلی چې ورځنی عاید یې د ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانیو پورې و. هغه وایي: «زما ماشومان درې شپې پرله‌‌پسې وږي ویده شوي. زما ښځې ژړل، ماشومانو مې هم ژړل. ما له ګاونډي پور واخیست څو اوړه واخلم. زه په دې وېره کې ژوند کوم، چې ماشومان مې له لوږې مړه نه‌شي».

د غور یو بل اوسېدونکي عبدالرشید عظیمي په داسې حال کې چې خپلې اووه کلنې غبرګونې لوڼې رقیه او روحیلا یې په غېږ کې نیولې وې، وایي حاضر دی هغوی وپلوري. هغه په ژړا سره زیاته کړه: «زه چمتو یم خپلې لوڼې وپلورم. فقیر یم، پوروړی یم، بې‌وسه یم. کله چې له کاره کور ته راځم، شونډې مې وچې وي، وږی یم، تږی یم، پرېشانه او لالهانده یم. ماشومان مې راځي او وایي: پلاره، ډوډۍ راکړه؛ خو زه څه ورکړم؟ کار چېرته دی؟»

دغه پلار په داسې حال کې چې خپله لور روحیلا یې په غېږ کې ټینګه نیولې او ښکلوله وایي: «زړه مې اور اخلي؛ خو دا یوازینۍ لار ده چې خپلو نورو ماشومانو ته خواړه برابر کړم». د یادې کورنۍ مور کیهان وویل: «یوازینی څه چې موږ یې خورو ډوډۍ او ګرمې اوبه دي، حتی چای هم نه‌لرو».

د یادې کورنۍ دوه تنکي زامن د ښار په مرکز کې بوټان رنګوي. یو بل زوی ښځلې راټولوي او مور یې هماغه د پخلي لپاره د سون توکو په توګه کاروي.

د ماشومانو د مړینې زیاتوالی

په دغه راپور کې همداراز ویل شوي، چې په افغانستان کې د بې‌‌وزلۍ او لوږې له امله د ماشومانو د مړینې پېښې زیاتې شوې دي. محمد هاشم چې څو اوونۍ وړاندې یې خپله ۱۴ میاشتنۍ لور له لاسه ورکړه، بي‌‌بي‌‌سي ته وویل: «زما ماشومه د لوږې او د درملو د نشتوالي له امله مړه شوه... کله چې یو ماشوم ناروغ وي او وږی هم وي، طبیعي ده چې مري».

د سیمې یو مشر ویلي، د ماشومانو مړینه چې ډېری یې د خوارځواکۍ له امله ده؛ په تېرو دوو کلونو کې «رښتیا هم زیاته شوې ده». بي‌‌بي‌‌سي لیکلي، چې په غور ولایت کې د ماشومانو د مړینې کوم رسمي اسناد نه‌وو؛ نو دوی د دغه پېښو د یوازیني شاهد په توګه یو ځایي هدیرې ته تللي.

په راپور کې راغلي: «موږ واړه او لوی قبرونه جلا وشمېرل. د کوچنیو قبرونو شمېر د لویو قبرونو نږدې دوه برابره و، چې ښيي د لویانو پرتله دوه برابره ډېر ماشومان مړه شوي دي». په راپور کې دا هم ویل شوي، چې نور شواهد د چغچران په مرکزي ولایتي روغتون کې موندل شوي دي.
د بېلګې په توګه د نویو زېږېدلو ماشومانو څانګه د دغه روغتون تر ټولو بوخته برخه ده او ځینې بسترونو کې ان دوه ماشومان پراته دي. ډېری یې کم‌وزنه دي او اکثره د ساه اخیستلو لپاره مبارزه کوي.

د دغه روغتون روغتیاپاله فاطمه حسیني وايي، چې ځینې وخت په یوه ورځ کې تر درېیو پورې نوي زېږېدلي ماشومان مري: «په پیل کې راته ډېر سخت وو کله چې مې لیدل ماشومان مري؛ خو اوس دا زموږ لپاره عادي شوې ده».

د دغه کورنیو کیسه د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ډېرو اوسېدونکو ګډه کیسه ده. د ملګرو ملتونو په وینا؛ اوس‌مهال له هرو څلورو کسانو څخه درې تنه د خپلو لومړنیو اړتیاوو، لکه کافي خوړو برابرولو توان نه‌لري.

په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې بې‌کاري پراخه شوې، روغتیايي سیستم د ړنګېدو په حال کې دی او هغه مرستې چې پخوا یې د مېلیونونه خلکو بنسټیزې اړتیاوې پوره کولې په شدیده توګه کمې شوې دي.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې د مېلیونونه کورنیو لپاره د اوبو، خوړو، روغتیايي خدمتونو، سرپناه، تودوخې او جامو د پراخ کمښت یادونه کړې وه او ویلي یې و، چې له ۸۰ سلنې څخه ډېرې کورنۍ پوروړې دي.

د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دغه راپور د موندنو په غبرګون کې بي‌بي‌سي ته وویل: «د شل کلن اشغال پرمهال د امریکايي ډالرو د بهیر له امله یو مصنوعي اقتصاد رامنځته شوی و. د اشغال له پای ته رسېدو وروسته موږ د بې‌وزلۍ، سختیو، بې‌کارۍ او نورو ستونزو وارثان شو».

مرستندویه او د بشري حقونو سازمانونه تل وایي، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه افغانستان ته د مرستو د کمېدو او د مرستندویو هېوادونو د زړه‌ توروالي اصلي لاملونه دي؛ خو ښاغلي فطرت دغه موضوع رد کړه او ویې ویل: «بشري مرستې باید سیاسي نه‌شي».

د موزیم نړۍواله ورځ: تېر کال ۲۱زره کسانو د افغانستان له ملي موزیم څخه لیدنه کړې

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۷:۳۹ GMT+۱

د افغانستان د ملي موزیم د بیارغونې څانګې مشر یحیی محب‌زاده وايي، تېر کال شاوخوا ۲۱زره کسانو له یادې ادارې څخه لیدنه کړې چې نږدې ۶زره او ۷۵۰ یې بهرنيان وو. هغه ویلي: «له نېکه مرغه د تېرو کلونو پرتله د سېلانیانو شمېر زیات شوی دی».

هغه زیاته کړې، چې دغه موزیم د هېواد د میراثونو د ساتنې لپاره هم د تاریخي او کلتوري اثارو د ساتنې د پوهاوي منظم پروګرامونه ترسره کوي. هغه د موزیم نړۍوالې ورځې په مناسبت رسنیو ته ویلي، چې د افغانستان ملي موزیم، د هېواد د یو له مهمو کلتوري مرکزونو په توګه د دغه خاورې د زرګونه کلونو تاریخ په ساتنه او معرفي کولو کې مهم رول لوبوي.

100%

(د مئ ۱۸مه) د موزیمونو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. سږکال دغه ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې افغانستان لاهم د خپل فرهنګي میراث، تاریخي اثارو او موزیمونو د ساتنې له جدي ننګونو سره مخ دی.
د فرهنګ‌پالو په باور، دغه میراث یوازې د تېرو تمدنونو خاموشې نښې نه؛ بلکې د یوه ملت تاریخي حافظه، هویت او د تمدن ژوندی سند بلل کېږي. فرهنګ‌پال وایي، افغانستان د نړۍ د هغه هېوادونو له ډلې شمېرل کېږي، چې د زرګونه کلونو تمدنونو، لرغونو ښارونو او تاریخي اثارو بډایه تاریخ لري.

یو چینایي پانګه‌وال د افغانستان طبیعي زېرمو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۷:۱۲ GMT+۱

د طالبانو د رسنیو مرکز خبر ورکړی، چې د یادې ډلې د ریاست‌الوزرا د دفتر رییس ملا عبدالواسع له یوه چینایي پانګه‌وال وانګ بن چاینګ سره کتلي دي. په خپرې شوې خبرپاڼه کې د دغه پانګه‌وال په حواله راغلي، چې په افغانستان کې د طبیعي زېرمو او بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونې ته لېواله دی.

نوموړي زیاته کړې، چې شرکت یې د لوړپوړو ودانیو، لویو لارو، تونلونو، د کانونو کېندنې، د تېلو تصفیې، بندونو او د برېښنا تولید په برخو کې پراخه تجربه او پرمختللې ټېکنالوژي لري او غواړي دغه امکانات افغانستان ته انتقال کړي.

هغه همداراز ویلي، چې له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د افغانستان د صادراتو او سوداګرۍ د اسانتیاوو د زیاتېدو لپاره د لویو لارو په برخه کې هم پراخې پانګونې ته چمتو دي.
له بلې خوا ملا عبدالواسع ویلي، چې د طالبانو حکومت کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړې او د لازیاتې همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی. هغه ټینګار کړی، بهرني پانګه‌وال باید د خپلو اقتصادي ګټو ترڅنګ د افغانستان ملي ګټو او د حکومت اصولو ته هم پام وکړي.

که څه هم چین د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني؛ خو په ۲۰۲۱کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې له دې ډلې سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي.