• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ازبکستان په حیرتان کې د اورګاډي نوې کرښه او د توکو لپاره ګودامونه جوړوي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۲:۲۸ GMT+۱

د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولانو د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ته ویلي، چې غواړي د نایب اباد تمځي په سیمه کې د اورګاډي یونیم کیلومټر نوې پټلۍ جوړه کړي او د دې پټلۍ ترڅنګ د بارونې او تخلیې لپاره څو ګودامونه هم جوړوي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د پنجشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په بلخ ولایت کې د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره لیدلي او د حیرتان بندر د پراختیا او د رېل پټلۍ د نویو پروژو په اړه یې خبرې کړې دي.

ملا عبدالغني برادر د یادې پروژې هرکلی کړی او د طالبانو د ټولګټو وزارت مسوولینو ته یې سپارښتنه کړې چې له ازبکستاني لوري سره په ګډه د دې پروژې تخنیکي او ساختماني چارې پرمخ یوسي.

طالبان وایي، د نوې رېل کرښې او ګودامونو په جوړېدو سره به د حیرتان بندر ظرفیت لوړ شي او سوداګرو ته به د انتقال او بارونې په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

ترویج لرونکی

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی
۱

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۲

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۳

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۴

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۵

د ماشومانو کورنۍ: په ځینو خصوصي ښوونځیو او وړکتونونو کې د ماشومانو روغتیا ته پام نه کیږي

•
•
•

نور کیسې

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۲:۰۹ GMT+۱
•
خبرخونه

د ۲۰۱۶ کال د مې پر ۲۱مه د طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور او د هغه موټرچلوونکی د بلوچستان د احمدوال ښارګوټي په څنډه کې ووژل شول. دغه ښارګوټی د بلوچستان ایالت له مرکز کوټې څخه تر ایران پورې پر غځېدلې لویه لار، له تفتان سرحد څخه شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره لرې پروت دی.

د منصور موټرچلوونکی محمد اعظم نومېده، چې له تفتان څخه یې کوټې ته په ټکسي کې مسافر لېږدول.

د ولي محمد (د منصور مستعار نوم) پر پاسپورټ مهرونو ښودله، چې د مارچ په وروستیو کې ایران ته تللی او د مې پر۲۱مه بېرته پاکستان ته ستون شوی.

له دې وړاندې ملا منصور د پیسو ټولولو لپاره دوبۍ ته تللی و او مخکې له دې چې سي ای اې هغه ونیسي، ایران ته وتښتېد.

د امریکا د هغه وخت د ولسمشر بارک اوباما د ملي امنیت سلاکارې سوزان رایس غوښتنه کړې وه چې د منصور الوتکه بېرته وګرځول شي، خو اماراتي چارواکو ویلي وو چې نور ناوخته شوی دی.

په طالبانو کې ځینې سرچینې په دې باور دي، چې منصور د اماراتو له چارواکو سره نږدې اړیکې درلودې او خپله سوداګري یې هم سمبالوله. ایران ته د هغه د تېښتې په مساله کې هم اماراتي چارواکي ښکیل ګڼل کېدل.

منصور له ایران وروسته پاکستان ته لاړ او امریکایي چارواکي یو ځل بیا پوهېدل چې نوموړی چېرې دی.

منصور د ولي محمد په نامه په پاکستاني پاسپورټ په پټه متحده عربي اماراتو ته سفرنه کول.

اخترمحمد منصور څوک و؟

اختر محمد منصورد محمدجان زوی، په ۱۹۶۸ م کال د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په بند تیمور کلي کي زیږیدلی و او په قبیله اسحاقزی و.

پر افغانستان د شوروي ځواکونو د برید په کلونو کې هغه د بلوچستان اړوند په ګردي ځنګل کمپ کې اوسیده او د کوټې د عبدالله خان کراس په سیمه کې یې په یوه مدرسه کې دیني کتابونه لوستل. وروسته پیښور ته لاړ او هلته یې په کچه ګړۍ او نورو سیمو کې دینی درسونه وویل او وړه دوره یې د پیښور د جلوزو په کمپ کې ولوسته.

نوموړي په ۱۹۸۵کال كې د کندهار ولایت د یوه قوماندان قاري عزیزالله جبهه کې فعالیت کاوه او د پنجوايي ولسوالۍ په پاشمول سیمه کې یې د ملامحمد حسن اخوندتر سرپرستي لاندې د شوروي ځواکونو او د وخت افغان حکومت خلاف جګړې کولې.

د طالبانو تحریک د جوړېدو پرمهال منصورپه پیښور کې د جلوزو کمپ د هجرت کلي په امینیه مدرسه کې له مولوي شهاب الدین دلاور او سید قریش بابا سره سبقونه ویل او وروسته له طالبانو سره یوځای شو. هغه د طالبانو په لیکو کې پر لوړو څوکیو کار وکړ او په وروستیو کې ملا عمر ته نږدې او منلی کس ګڼل کېده.

منصور د طالبانو په لومرۍ دوره کې له ۱۹۹۶ کال څخه تر ۲۰۰۱کال پورې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزیر و.

د طالبانو د دویم مشر په توګه تر ټاکل کېدو وړاندې نوموړی د دې ډلې ځواکمن مالي مسوول و او د یو شمېر جنګي قوماندانانو قوي ډله یې هم درلوده.

د هغه نژدې جنګي قوماندانان صدر ابراهیم، قیوم ذاکر، ملا منصور دادالله، محمدمزمل، اوسنی د کانونو وزیر هدایت الله بدري مشهور په مولویګل اغا، ملامحمدزی، پير اغا مشهور د داعش په قصاب، چې دوه کاله وړاندې په غزنې کې په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شو، عبدالاحد طالب مولوي او یو شمېر نور نږدې ملګري ول.

کله چې ملا محمد عمر په ۲۰۱۳ کال مړ شو، دا یوازې اختر محمد منصور و چې دغه راز یې وساته. تر ۲۰۱۵ کال پورې طالبانو ته ویل کېدل چې ملا عمر لا هم ژوندی دی. هغه به د عمر په غږونو کې فرمانونه خپرول، لیکلي پیغامونه یې استول او د مشر د امنیت او احتیاط په نامه یې د غږیزو کیسټونو خپرېدل بندکړل.

د اختر محمد منصور یو نږدې ملګری، چې اوس مهال د ناروغۍ له کبله رسمي دنده نه لري، وايي: «د ۲۰۱۵ کال په جولای کې چې د ملا محمد عمر مړینه په رسمي توګه اعلان شوه، د طالبانو مشرتابه شورا او یو شمېر دیني عالمانو او مشرانو په کویټه (پاکستان) کې غونډه وکړه او اختر محمد منصور یې د نوي "امیرالمؤمنین" په توګه وټاکه»..

اخترمحمد منصور د ۲۰۱۵ کال د جولای مياشتي له ۲۹مې څخه د ۲۰۱۶ کال د می میاشتې تر ۲۱ پورې ددې ډلې مشر و. نوموړی د ۲۰۱۶ کال د می میاشتې پر ۲۱مه نېټه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې یوې امریکايي ډرون په هوايي برید کې وواژه.

د مشرۍ پر سر خپلمنځي اختلاف

د ملا قیوم ذاکر نوم د هغو لومړیو کسانو په فهرست کې یادېږي چې د ملا عمر له مرګ څخه خبر کړای شوی و.

دغه محدوده حلقه د ملا محمد یعقوب، د ملا عمر ورور ملا عبدالمنان، د دارالافتا مشر شیخ عبدالحکیم، د قضا مشر مولوي هبت‌الله اخوندزاده، د ملا عمر نږدې قاصد عبدالسلام، مولوي نور محمد ثاقب او امیرخان حقاني رانغاړله.

د سرچینو په وینا، د ملا عمر د ځای‌ناستي پرېکړه د طالبانو څلورو مخکښو مشرانو شیخ عبدالحکیم، هبت‌الله اخوندزاده، عبدالسلام او مولوي نور محمد ثاقب په یوه جلا ناسته کې وشوه، خو دغه پرېکړه له داخلي مخالفتونو خالي نه وه، ځکه د ملا عمر ورور ملا عبدالمنان د مشرتابه انتقال د خپلې کورنۍ له حقونو سرغړونه بلله.

د سرچینو د څرګندونو له مخې، قیوم ذاکر لومړنی کس و، چې عبدالمنان یې له ملا اختر محمد منصور سره بیعت ته هڅولی و، خو د وحدت د تضمین دا هڅې ډېر ژر په داخلي شخړو بدلې شوې.

اختلافات له هغه وروسته جدي شول چې ذاکرد ملا منصور له اجازې پرته په جنوبي ولایتونو کې د طالبانو جنګي ډلې سره یوځای کړې. نوموړي قوماندانان اړ کړل چې خپلې وسلې او نظامي وسایل ثبت کړي. منصور دا چارې د خپل واک لپاره تهدید وګڼلې او د قیوم ذاکر صلاحیتونه یې محدود کړل. په پایله کې، قیوم ذاکر له نظامي کمیسیون څخه استعفا وکړه او خپل فعالیتونه یې لنډمهاله ودرول. خو ډېر ژر یې انتقادي ناستې پيل کړې، چې نور ناراضه طالب مشران ملا محمد رسول، ملا عبدالرازق او حسن رحماني هم پکې شامل شول. د ذاکر په مشرۍ دې ډلې له ملا منصور څخه لس‌ماده‌ییزه غوښتنه وکړه او ګواښ یې وکړ چې که ویې نه مني، د ملا عمر د مړینې پټ راز به افشا کړي.

په داسې حال کې چې د طالبانو مشرانو هڅه کوله دغه داخلي کړکېچ مهار کړي، سرچینې وایي چې ملا منصورد فشارونو په نتیجه کې، د ذاکر له لسو غوښتنو څخه ۹ ومنلې، خو د هغه تر ټولو مهمه غوښتنه « د نظامي کمیسیون بېرته ورسپارل» یې رد کړه. ملا منصور د استدلال په ډول ويلي و، «څوک چې په خپله خوله منصب غواړي، زه یې نه شم ورکولای».

د ۲۰۱۵ کال په منځ کې، قیوم ذاکر له خپلو نږدې پلویانو سره د ملا عمر د فاتحې مراسم ترسره کړل، خو دغه حرکت منصور او د هغه بیعت کوونکي اړ کړل، چې د ملا عمر د مړینې اعلان وکړي او خپله مشرتابه رسمي کړي. کله چې د طالبانو د مشرتابه شورا او نوي امیر اعلان کېده، ذاکر او ملا عبدالمنان له غونډې ووتل او مخالفت یې وکړ چې د مشرۍ په نوملړ کې دې د منصور نوم نه وي.

د منصور پراخو اړیکو، په شورا کې نفوذ او له مهمو سیمه‌ییزو قوماندانانو سره اړیکو دا مخالفتونه بې‌اغېزې کړل. د طالبانو د رهبري شورا له ۱۹ غړو څخه ۱۵ تنو له هغه سره بیعت وکړاو ذاکر، چې تر دې مهاله یې رسمي مخالفت نه و اعلان کړی، بالاخره اړ شو چې د یو لیک له لارې د ملا اختر محمد منصور مشري ومني.

د طالبانو سرچینې او د اختر محمد منصور د سنګر څو ملګرو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې ملا یعقوب (د ملا عمر زوی)، قیوم ذاکر، ملا منصور دادالله ( د طالبانو د مشهور قوماندان ملا داداللهاخوند ورور)، صدر ابراهیم، ملامحمدزي، ملامزمل او یو شمېر نورو طالب مشرانو د ملامنصور له مشرۍ سره مخالفت درلود او دا یې د پاکستان د استخباراتو کودتا بلله.

د سرچینو په وینا، د اختر محمد منصور د ټاکل کېدو پر مهال د ملامحمد عمر تر ټولو نژدې کس ملا برادر د افغانستان له پخواني ‌ولسمشر حامد کرزي سره د اړیکو په تور، پاکستان زنداني کړی و او نه یې غوښتل چې د طالبانو واک هغه ته وسپارل شي.

د طالبانو د پخوانۍ دورې پر مهال یوه چارواکي، چې اوس مهال د طالبانو د مشر هبت الله اخونزاده د مشورتي بورډ غړی دی، وویل: «ددې لپاره ، چې د طالبانو تر منځ بې باوري ختمه او دغه تحریک یو موټی وساتل شي د طالبانو رهبرۍ شورا پرېکړه وکړه، چې اختر محمد منصور ته ملا هبت الله او سراج حقاني‌د مرستیالانو په توګه وټاکي».

سرچينو دا هم وویل، چې له دې بې باورۍ او شکونو سره - سره منصور داد الله او ملا قیوم ذاکر خپلې لارې بیلې کړې.

طیب اغا د منصور د سترګو اغزی

په ۲۰۱۲ کال کې، چې د طالبانو جګپوړي استازي طیب اغا د بندیانو د تبادلې د چارو د تنظیم لپاره له ملا عمر څخه د دفتر د پرانېستلو اجازه وغوښته، دغه ګام د طالبانو په دننه کې د واک او تصمیم نیونې یو نوی لوری وټاکه. ملا عمراجازه ورکړه، خو په دې پرېکړه کې د هغه وخت د ځای ناستي ملا منصور مشوره رضایت او حضور نه و.

د سرچینو په باور، دې مسالې د قطر دفتر او منصور ترمنځ اړیکې سړې کړې، ځکه طیب اغا وروسته نه یوازې له منصور سره خپل معلومات نه شریکول، بلکې د مهمو پرېکړو لپاره یې مشورې هم نه اخیستې. د قطر دفتر د ملا عمر له مرګ څو میاشتې وروسته پرانېستل شوی و.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، ملا منصور په قطر کې د دفتر له فعالیتونو ناخوښه و او په دې باور و چې هلته استازي په بشپړه توګه د طالبانو د مشرتابه او شورا له لارښوونو بې برخې دي او له لویدیزو استخباراتي ادارو سره خپلسري تماسونه لري. د ده اندېښنه دا وه چې دغه اړیکې نه یوازې بې ثمره دي، بلکې سرچینې، پیسې او فرصتونه ضایع کوي.

منصور د قطر دفتر له غړو نه له سترو استخباراتي ادارو سره د اړیکو په برخه کې نهیلی شوی و او فکر یې کاوه، چې دوی څه نه شي کولای او باید خپله لاس په کار شي. هغه ویل، چې د قطر دفتر روابط د سي ای اې له نظره پټ نه دي او له روسیې، چین او ایران سره په اړیکو کې رول نه شي لوبولای. له همدې امله هغه غوښتل، چې له ایران او روسیې سره خپله اړیکې ټینګې کړي، خو دغه هڅې یې په مرګ تمامې شوې.

واک ته د اختر محمد منصور له رسېدو سره سم طالبانو د هغه په مشرۍ په افغانستان کې خپل بریدونه زیات کړل، خو له دې سره سره هغه د سولې د مذاکراتو ملاتړ هم کاوه، چې هغه مهال دغه خبرې د چین او پاکستان په کوربه توب تر سره کېدې.

د سولې مذاکراتو سره د هغه نږدې اړېکې د پاکستان له استخباراتي ‌ادارو سره د ځينو طالب مشرانو او شنونکو له خوا د نیوکو لامل شوې.

د سرچینو په وینا، د هغه د وژل کېدو یو بل لامل دا هم و، چې په وروستیو کې یې خپلو جنګیالیو ته ویلي و، چې له پاکستان څخه یو بل خوندي ځای ته پناه یوسي.

د منصور وژنه د افغانستان په اړه د اوباما د ادارې په پالیسۍ کې یو خورا حساس پړاو و، ځکه دا د سولې د خبرو لپاره د فشار زیاتول او د احتمالي‌ پوځي‌ عملیاتو د زیاتېدو هڅه وه . همداراز داپاکستان ته هم یو پیغام و، چې متحده ایالات د اړتیا په صورت کې د پاکستان په خاوره کې له مخکینۍ خبرتیا او مشورې پرته ګام اخېستی شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدرينثار علي خان هغه مهال خبرداری ورکړی و،چې دا برید به له امریکا سره په اړیکو کې «جدي پایلې» ولري او دا یې «په بشپړه توګه د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوال قانون خلاف» بللی و.

خو د افغانستان په سویل کې تر ټولو ځواکمنې څېرې او د کندهار وژل شوي امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په ګډون د تېر حکومت چارواکو هغه مهال وویل، چې اختر محمد منصور د پاکستان په لوبه کې خپل ژوند بایلود .رازق زیاته کړه، چې اختر محمد منصور نور د پاکستان له غوښتنو او فشارونو په تنګ راغلی و او غوښتل یې ددغه تحریک د نورو قوماندانانو په څېر ایران ته ولاړ شي.

جنرال رازق په دې باور و، چې اختر محمد منصور نور د پاکستان له غوښتنو او فشارونو په تنګ راغلی و او غوښتل یې ددغه تحریک د نورو قوماندانانو په څېر ایران ته ولاړ شي. د رازق په وینا، اختر محمد منصور د ایران په مرجاوه کې خپل دفتر پرانیستی و او کورنۍ یې هم لېږدولې وه، خو په پاکستان کې ځیني‌ کړۍ د منصور له دې پرېکړي خبرې نه وې او د هغه هېواد استخباراتو په یوه غشي څو نښې وویشتې.

اخترمحمد منصور ولې له ایران سره اړیکې وغځولې؟

اخترمحمد منصور ته ایران په خپله خاوره کې رسمي دفترونه او امن ځایونه ورکړي وو او یو شمېر روسي چارواکو هم څو ځله په ایران کې له هغه سره لیدنې کړې وې.

د دې لیدنو په پایله کې اخترمحمد منصور ته څو ځله روسي کلاشنکوف، نورې وسلې او نغدي پیسې هم ورکړل شوې وې.

یوې سرچینې، چې د هغه وخت له امنیتي وضعیت سره نږدې پاتې ده، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې «روسیې ځکه منصور ته پیسې او وسلې ورکولې چې هغه تازه د هلمند د کجکي ولسوالۍ په زمینداور او همدارنګه په کونړ او ننګرهار کې د داعش پر ضد عملیات کول او د هغه انډيوالان پر داعشیانو برلاسي وو».

د اخترمحمد منصور کورنۍ ته نږدې کسانو افغانستان اڼترنشل ته ویلي، له۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۶ پورې د روسیې د استخباراتو په همکارۍ په تاتارستان کې د طالبانو لپاره چندې راټولېدې او هغه پیسې د ایران په منځګړیتوب اخترمحمد منصور ته سپارل کېدې.

د منصور کورنۍ ته نږدې سرچینې وايي، چې هغه په کوټه کې د خپل یوه نږدې ملګري ملا منان له نیول کېدو وروسته له ایران سره اړیکې ټینګې کړې.

په هلمند کې د طالبانو دغه پخوانی والي (ملا عبدالرحیم مشهور په ملامنان) چې په قبیله اسحاقزی و او د منصور له نږدې او باوري کسانو څخه و، پاکستاني استخباراتو نیولی و. د هغه له نیول کېدو وروسته د منصور ملګري د ارام لپاره نور د کوټې پرځای مشهد او نورو ښارونو ته تلل.

ملا منان د اخترمحمد منصور له نږدې او مهمو کسانو څخه و، چې د هبت‌الله له ټاکل کېدو وروسته یې له هغه سره مخالفتونه پیدا شول او بیا د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر پر لومړۍ د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې امریکايي الوتکو په یوه برید کې وواژه.

منصور د «ګل محمد» او «محمد ولي» په نومونو جعلي شناختي کارډونه جوړ کړي وو او په کراچۍ کې یې دوه نومرې او څلور نور کورونه درلودل، چې قیمت یې لسګونه میلیونه روپۍ اټکل شوی و. د پاکستان د فدرالي څیړنو ادارې ویلي و، چې د منصور جایدادونه او بانکي حسابونه به د «محمد یاسر د زوی عمار» په نوم ثبت شي.

اختر محمد منصور دوه ودونه کړي وو، چې یوه ښځه یې د طالبانو د مشهور غړي مولوي یاسر لور او یوه ښځه یې هم د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې له خپل قوم څخه وه. منصور څلور زامن او درې لوڼې لري.

د اخترمحمد منصور مشر زوی فتح‌الله منصور چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته د کندهار د هوايي ځواکونو قوماندان وټکل شو، خو د کندهار له هوايي ډګر څخه د امریکایانو د پاتې شویو وسلو د خرڅلاو او له هوايي ډګر څخه د نشه‌يي توکو د انتقال له شکایتونو وروسته په کابل کې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مرستیال وټاکل شو.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، فتح‌الله منصور د کندهار، ترڅنګ په هلمند او کابل کې هم مجلل کورونه او جایدادونه لري.

د طالبانو د پخواني مشر زوی د طالبانو د نورو غړو په څېر د نشه‌يي توکو په قاچاق کې په لاس لرنه تورن دی او د سرچینو په وینا، د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د نشه‌يي توکو د پروسس دوه فابریکي لري، چې له دې ځایه د نشه‌يي توکو له پروسس وروسته همدا نشه‌يي توکو د هلمند او نیمروز ولایتونو له لارې ایران ته قاچاق کېږي.

فتح الله منصور هم د پلار په څېر ارامه څېره لري او تر ډېره له اوسني مشر هبت الله اخوندزاده سره په جنجالي موضوعاتو کې ښکیل نه دی او نه هم د ملامحمد عمر د زویملایعقوب په څېر واک او شهرت لري.

طالبان د خپل لومړي مشر ملا محمد عمر په څېر د اخترمحمد منصور د وژل کېدو ورځ په ځانګړومراسمو نه نمانځي او یوازې یې د یوې غونډې په بڼه د خاطرو یادونه کوي.

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۱۱:۰۲ GMT+۱

یورو اسیا پراختیايي بانک له ازبکستان سره د افغانستان د قوشتېپې د اوبو لګولو کانال پروژې په اړه لومړنۍ مشورې پیل کړې دي. دغه بانک ویلي، چې د قوشتېپې کانال پروژه «د اوبو د معقول او محتاط استعمال» له پلوه ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.

د بانک د اجرایوي بورډ مشر نیکولای پودګوزوف په تاشکند کې د قوشتېپې کانال په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، « موږ د دې پروژې په اړه پوهېږو. موږ پوهېږو چې دا پروژه د اوبو د معقول او محتاط استعمال له پلوه ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري. دلته ټکنالوژي ډېر مهم رول لري. اوس مهال لومړنۍ مشورې روانې دي».

د بانک مشر د خبرو جزئیات نه دي افشا کړي او ویلي یې دي چې وروسته به د کار له بشپړې ارزونې وروسته نور معلومات شریک کړي.

د یاد بانک دا علاقه تصادفي نه ده، ځکه د مرکزي اسیا د اوبو او انرژۍ د مدیریت موضوع د بانک له مهمو ستراتیژیکو لویو پروژو څخه ګڼل کیږي.

قوشتېپه د افغانستان د اوبو لګولو لوی کانال دی چې پر امو سیند جوړېږي. هدف یې د افغانستان د کرنې د پراختیا لپاره د تازه اوبو اخیستل دي. له دغه سیند نه افغانستان تر دې دمه هیڅ ګټه نه ده پورته کړې.

د پلان له مخې، دا کانال به ۲۸۵ کیلومتره اوږد، ۱۰۰ متره پلن او ۸،۵ متره ژور وي. تمه ده چې هر کال به له امو سیند شاوخوا ۵۵۰ زره هکټاره وچه ځمکه خړوبه شي.

د منځنۍ اسیا کارپوهان اندېښنه ښيي چې د قوشتېپې له بشپړ فعالیت وروسته به دا کانال د امو سیند تر ۲۰ سلنې پورې اوبه ځان ته واړوي. ددوی په وینا، دا به د ازبکستان د اوبو تضمین شاوخوا ۱۵سلنه کم کړي او د ترکمنستان لپاره به تر ۸۰سلنې پورې زیانناک وي، خو افغانستان له اوږدو کلونو راهیسې ددغه سیند اوبه نه دي کارولې.

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۹:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د طالبانو او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په ګډ کنفرانس کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د سوداګرۍ د کچې پر لوړوالي، سوداګریزو اړیکو او د ګډې پانګونې پر اسانتیاوو خبرې شوې.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د عملي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټينګار کړی او افغان سوداګر یې له ازبکستان سره ګد کار ته هڅولي.

طالب وزیر دا هم ویلي، چې ازبکستان په افغانستان کې د کشمیرې، چرم، پنبې او تار په برخو کې ګډې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. په کنفرانس کې د ازبکستان جمهوریت وزیرانو شورا د صنایعو پراختیا ادارې مشر ناظم جان خالمرادوف ویلي: «افغانستان د مناسب اقلیم او ډېرو مالدارۍ سرچینو له امله د پنبې د کر او د ورېښمو د تولید لپاره ښه فرصتونه لري او ازبکستان په دې برخو کې مالي او تخنیکي امکانات لري».

نوموړي په دې برخه کې د پانګونې او ګډ کار ډاډ ښودلی. د ازبکستان د سوداګرو دغه پلاوي د دواړو هېوادونو د تولیداتو او محصولاتو له جوړ شوي‌ نندارتون هم لیدنه وکړه.

کندهار کې د سختو توپاني دوړو او بادونو له امله ۳ تنه مړه او ۶ نور ټپيان شوي دي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۸:۴۸ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو تر واک لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست وایي، د تېرې ورځې او شپې سختو توپاني بادونو او دوړو په ښار او یوشمېر ولسوالیو کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. د یاد ریاست په وینا؛ په یادو پېښو کې درې تنه مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د یاد ریاست د لومړنیو معلوماتو له مخې؛ په دغه طبیعي پېښو کې درې کسان مړه او شپږ نور ټپیان دي. په کندهار کې د طالبانو تر واک لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، چې مرګ‌ژوبله په میوند ارغنداب او ډنډ ولسوالیو کې رامنځته شوې ده.

یادې ادارې ویلي، چې په ښار او ولسوالیو کې شاوخوا ۲۰۵ استوګنیز کورونه او یو جومات تخریب شوی او تر ۷۰۰ زیاتې د لمریزې برېښنا هېندارې هم ماتې شوې دي. د سیمې اوسېدونکي وایي، توپاني بادونه دومره شدید وو چې د ګڼو کورونو چادري چتونه یې الوځولي او د دوړو سختو څپو د خلکو ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی وو.

خلک وایي، په کندهار او نورو سویلي ولایتونو کې د اقلیمي بدلونونو له امله په وروستیو کې سخت بادونه، دوړې او ناڅاپي موسمي پېښې زیاتې شوې دي؛ خو د مخنیوي او چمتووالي برخه لاهم کمزورې ده.

دوی ټینګار کوي، چې طالبان باید د بېړنیو حالاتو د مدیریت، د زیانمنو کورنیو د ملاتړ او د عامه پوهاوي لپاره عملي او اوږدمهاله پروګرامونه پیاوړي کړي؛ څو د ورته پېښو پرمهال د خلکو ځاني او مالي زیانونه راکم شي.

د کندهار د زڼکۍ بازار سقوط؛ د بدیلو لارو نشتوالي کروندګر او سوداګر له زیانونو سره مخ کړي

۳۱ غویی ۱۴۰۵ - ۲۱ می ۲۰۲۶، ۰۷:۰۷ GMT+۱

د کندهار د سپینې او تورې زڼکۍ کروندګر وايي، په دې وروستیو کې د زڼکۍ بازارونه په بې‌ساري ډول راولوېدلي او د دوی کلونه زحمت یې له سخت اقتصادي زیان سره مخ کړی. د دوی په خبره؛ د لارو تړل کېدو او د بدیلو سوداګریزو لارو نه موندلو له امله د زڼکۍ بیې تر نیمايي ډېرې راټیټې شوې دي.

د زڼکۍ سوداګر وایي، سپینه زڼکۍ چې پخوا یې یو کیلو له ۱۸۰۰ تر ۲زره او ۱۰۰ افغانیو پورې پلورل کېده؛ اوس یوازې د ۴۵۰ او ۵۰۰ افغانیو ترمنځ پلورل کېږي. دغه راز د تورې زڼکۍ بیه چې مخکې له ۲زره او ۲۰۰ تر ۲زره او ۵۰۰ افغانیو پورې رسېده، اوس ۱۶۵۰ او ۱۷۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

100%

کروندګر وايي، د دغه حاصلاتو د تولید لپاره یې ډېر لګښتونه کړي؛ خو اوسني بازارونه نه یوازې د دوی مصرفونه نه پوره کوي، بلکې ګڼ شمېر بزګران یې له پورونو او اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

سوداګر د بازار د سقوط اصلي لامل د لارو تړل پاتې کېدل بولي او وايي، د افغانستان زڼکۍ تر ډېره هند ته صادرېده؛ خو اوس د ایران له لارې د انتقال بهیر د جګړو او سیمه‌ییزو کړکېچونو له امله له خنډونو سره مخ شوی او د پاکستان لاره هم له اوږدې مودې راهیسې د سوداګرۍ پر مخ تړلې ده.

د کندهار یو سوداګر په دې اړه وایي: «کله چې د صادراتو لارې بندې شي بازار خامخا سقوط کوي، زموږ ډېر مال په ګدامونو کې بند پاتې دی. هند او نورو هېوادونو ته د رسېدو لپاره بدیله لاره نه‌شته او حکومت هم تر اوسه کوم عملي اقدام نه‌دی کړی».

سوداګر نیوکه کوي، چې د طالبانو حکومت ونه توانېده؛ څو د افغان سوداګرو لپاره لکه د منځنۍ اسیا دهلېزونه، هوايي دهلېزونه او یا هم د چابهار بندر په څېر د بدیلې سوداګریزې لارې اسانتیاوې پراخې کړي.

د دوی په باور؛ که پر وخت بدیلې لارې برابرې شوې وای، نو اوس به کروندګر او سوداګر له دومره درنو زیانونو سره نه مخ کېدل. اقتصادي شنونکي هم وايي، د افغانستان کرنیز سکتور تر ډېره پر محدودو صادراتي لارو متکي دی او هر ځل چې سیمه‌ییز سیاسي یا امنیتي کړکېچونه رامنځته شي؛ نو د هېواد کروندګر یې مستقیم زیان ویني.

په همدې حال کې د کندهار د زڼکۍ کروندګر د طالبانو له حکومته غواړي، چې د دوی ستونزو ته بېړنۍ پاملرنه وکړي، د صادراتو بدیلې لارې فعالې کړي او د کرنیزو محصولاتو د بازار موندنې لپاره عملي ګامونه پورته کړي؛ څو د بزګرو د زیانونو مخه ونیول شي.