د منصور موټرچلوونکی محمد اعظم نومېده، چې له تفتان څخه یې کوټې ته په ټکسي کې مسافر لېږدول.
د ولي محمد (د منصور مستعار نوم) پر پاسپورټ مهرونو ښودله، چې د مارچ په وروستیو کې ایران ته تللی او د مې پر۲۱مه بېرته پاکستان ته ستون شوی.
له دې وړاندې ملا منصور د پیسو ټولولو لپاره دوبۍ ته تللی و او مخکې له دې چې سي ای اې هغه ونیسي، ایران ته وتښتېد.
د امریکا د هغه وخت د ولسمشر بارک اوباما د ملي امنیت سلاکارې سوزان رایس غوښتنه کړې وه چې د منصور الوتکه بېرته وګرځول شي، خو اماراتي چارواکو ویلي وو چې نور ناوخته شوی دی.
په طالبانو کې ځینې سرچینې په دې باور دي، چې منصور د اماراتو له چارواکو سره نږدې اړیکې درلودې او خپله سوداګري یې هم سمبالوله. ایران ته د هغه د تېښتې په مساله کې هم اماراتي چارواکي ښکیل ګڼل کېدل.
منصور له ایران وروسته پاکستان ته لاړ او امریکایي چارواکي یو ځل بیا پوهېدل چې نوموړی چېرې دی.
منصور د ولي محمد په نامه په پاکستاني پاسپورټ په پټه متحده عربي اماراتو ته سفرنه کول.
اخترمحمد منصور څوک و؟
اختر محمد منصورد محمدجان زوی، په ۱۹۶۸ م کال د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په بند تیمور کلي کي زیږیدلی و او په قبیله اسحاقزی و.
پر افغانستان د شوروي ځواکونو د برید په کلونو کې هغه د بلوچستان اړوند په ګردي ځنګل کمپ کې اوسیده او د کوټې د عبدالله خان کراس په سیمه کې یې په یوه مدرسه کې دیني کتابونه لوستل. وروسته پیښور ته لاړ او هلته یې په کچه ګړۍ او نورو سیمو کې دینی درسونه وویل او وړه دوره یې د پیښور د جلوزو په کمپ کې ولوسته.
نوموړي په ۱۹۸۵کال كې د کندهار ولایت د یوه قوماندان قاري عزیزالله جبهه کې فعالیت کاوه او د پنجوايي ولسوالۍ په پاشمول سیمه کې یې د ملامحمد حسن اخوندتر سرپرستي لاندې د شوروي ځواکونو او د وخت افغان حکومت خلاف جګړې کولې.
د طالبانو تحریک د جوړېدو پرمهال منصورپه پیښور کې د جلوزو کمپ د هجرت کلي په امینیه مدرسه کې له مولوي شهاب الدین دلاور او سید قریش بابا سره سبقونه ویل او وروسته له طالبانو سره یوځای شو. هغه د طالبانو په لیکو کې پر لوړو څوکیو کار وکړ او په وروستیو کې ملا عمر ته نږدې او منلی کس ګڼل کېده.
منصور د طالبانو په لومرۍ دوره کې له ۱۹۹۶ کال څخه تر ۲۰۰۱کال پورې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزیر و.
د طالبانو د دویم مشر په توګه تر ټاکل کېدو وړاندې نوموړی د دې ډلې ځواکمن مالي مسوول و او د یو شمېر جنګي قوماندانانو قوي ډله یې هم درلوده.
د هغه نژدې جنګي قوماندانان صدر ابراهیم، قیوم ذاکر، ملا منصور دادالله، محمدمزمل، اوسنی د کانونو وزیر هدایت الله بدري مشهور په مولویګل اغا، ملامحمدزی، پير اغا مشهور د داعش په قصاب، چې دوه کاله وړاندې په غزنې کې په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شو، عبدالاحد طالب مولوي او یو شمېر نور نږدې ملګري ول.
کله چې ملا محمد عمر په ۲۰۱۳ کال مړ شو، دا یوازې اختر محمد منصور و چې دغه راز یې وساته. تر ۲۰۱۵ کال پورې طالبانو ته ویل کېدل چې ملا عمر لا هم ژوندی دی. هغه به د عمر په غږونو کې فرمانونه خپرول، لیکلي پیغامونه یې استول او د مشر د امنیت او احتیاط په نامه یې د غږیزو کیسټونو خپرېدل بندکړل.
د اختر محمد منصور یو نږدې ملګری، چې اوس مهال د ناروغۍ له کبله رسمي دنده نه لري، وايي: «د ۲۰۱۵ کال په جولای کې چې د ملا محمد عمر مړینه په رسمي توګه اعلان شوه، د طالبانو مشرتابه شورا او یو شمېر دیني عالمانو او مشرانو په کویټه (پاکستان) کې غونډه وکړه او اختر محمد منصور یې د نوي "امیرالمؤمنین" په توګه وټاکه».
اخترمحمد منصور د ۲۰۱۵ کال د جولای مياشتي له ۲۹مې څخه د ۲۰۱۶ کال د می میاشتې تر ۲۱ پورې ددې ډلې مشر و. نوموړی د ۲۰۱۶ کال د می میاشتې پر ۲۱مه نېټه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې یوې امریکايي ډرون په هوايي برید کې وواژه.
د مشرۍ پر سر خپلمنځي اختلاف
د ملا قیوم ذاکر نوم د هغو لومړیو کسانو په فهرست کې یادېږي چې د ملا عمر له مرګ څخه خبر کړای شوی و.
دغه محدوده حلقه د ملا محمد یعقوب، د ملا عمر ورور ملا عبدالمنان، د دارالافتا مشر شیخ عبدالحکیم، د قضا مشر مولوي هبتالله اخوندزاده، د ملا عمر نږدې قاصد عبدالسلام، مولوي نور محمد ثاقب او امیرخان حقاني رانغاړله.
د سرچینو په وینا، د ملا عمر د ځایناستي پرېکړه د طالبانو څلورو مخکښو مشرانو شیخ عبدالحکیم، هبتالله اخوندزاده، عبدالسلام او مولوي نور محمد ثاقب په یوه جلا ناسته کې وشوه، خو دغه پرېکړه له داخلي مخالفتونو خالي نه وه، ځکه د ملا عمر ورور ملا عبدالمنان د مشرتابه انتقال د خپلې کورنۍ له حقونو سرغړونه بلله.
د سرچینو د څرګندونو له مخې، قیوم ذاکر لومړنی کس و، چې عبدالمنان یې له ملا اختر محمد منصور سره بیعت ته هڅولی و، خو د وحدت د تضمین دا هڅې ډېر ژر په داخلي شخړو بدلې شوې.
اختلافات له هغه وروسته جدي شول چې ذاکرد ملا منصور له اجازې پرته په جنوبي ولایتونو کې د طالبانو جنګي ډلې سره یوځای کړې. نوموړي قوماندانان اړ کړل چې خپلې وسلې او نظامي وسایل ثبت کړي. منصور دا چارې د خپل واک لپاره تهدید وګڼلې او د قیوم ذاکر صلاحیتونه یې محدود کړل. په پایله کې، قیوم ذاکر له نظامي کمیسیون څخه استعفا وکړه او خپل فعالیتونه یې لنډمهاله ودرول. خو ډېر ژر یې انتقادي ناستې پيل کړې، چې نور ناراضه طالب مشران ملا محمد رسول، ملا عبدالرازق او حسن رحماني هم پکې شامل شول. د ذاکر په مشرۍ دې ډلې له ملا منصور څخه لسمادهییزه غوښتنه وکړه او ګواښ یې وکړ چې که ویې نه مني، د ملا عمر د مړینې پټ راز به افشا کړي.
په داسې حال کې چې د طالبانو مشرانو هڅه کوله دغه داخلي کړکېچ مهار کړي، سرچینې وایي چې ملا منصورد فشارونو په نتیجه کې، د ذاکر له لسو غوښتنو څخه ۹ ومنلې، خو د هغه تر ټولو مهمه غوښتنه « د نظامي کمیسیون بېرته ورسپارل» یې رد کړه. ملا منصور د استدلال په ډول ويلي و، «څوک چې په خپله خوله منصب غواړي، زه یې نه شم ورکولای».
د ۲۰۱۵ کال په منځ کې، قیوم ذاکر له خپلو نږدې پلویانو سره د ملا عمر د فاتحې مراسم ترسره کړل، خو دغه حرکت منصور او د هغه بیعت کوونکي اړ کړل، چې د ملا عمر د مړینې اعلان وکړي او خپله مشرتابه رسمي کړي. کله چې د طالبانو د مشرتابه شورا او نوي امیر اعلان کېده، ذاکر او ملا عبدالمنان له غونډې ووتل او مخالفت یې وکړ چې د مشرۍ په نوملړ کې دې د منصور نوم نه وي.
د منصور پراخو اړیکو، په شورا کې نفوذ او له مهمو سیمهییزو قوماندانانو سره اړیکو دا مخالفتونه بېاغېزې کړل. د طالبانو د رهبري شورا له ۱۹ غړو څخه ۱۵ تنو له هغه سره بیعت وکړاو ذاکر، چې تر دې مهاله یې رسمي مخالفت نه و اعلان کړی، بالاخره اړ شو چې د یو لیک له لارې د ملا اختر محمد منصور مشري ومني.
د طالبانو سرچینې او د اختر محمد منصور د سنګر څو ملګرو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې ملا یعقوب (د ملا عمر زوی)، قیوم ذاکر، ملا منصور دادالله ( د طالبانو د مشهور قوماندان ملا داداللهاخوند ورور)، صدر ابراهیم، ملامحمدزي، ملامزمل او یو شمېر نورو طالب مشرانو د ملامنصور له مشرۍ سره مخالفت درلود او دا یې د پاکستان د استخباراتو کودتا بلله.
د سرچینو په وینا، د اختر محمد منصور د ټاکل کېدو پر مهال د ملامحمد عمر تر ټولو نږدې کس ملا برادر د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د اړیکو په تور، پاکستان زنداني کړی و او نه یې غوښتل چې د طالبانو واک هغه ته وسپارل شي.
د طالبانو د پخوانۍ دورې پر مهال یوه چارواکي، چې اوس مهال د طالبانو د مشر هبت الله اخونزاده د مشورتي بورډ غړی دی، وویل: «ددې لپاره ، چې د طالبانو تر منځ بې باوري ختمه او دغه تحریک یو موټی وساتل شي د طالبانو رهبرۍ شورا پرېکړه وکړه، چې اختر محمد منصور ته ملا هبت الله او سراج حقانيد مرستیالانو په توګه وټاکي».
سرچينو دا هم وویل، چې له دې بې باورۍ او شکونو سره - سره منصور داد الله او ملا قیوم ذاکر خپلې لارې بیلې کړې.
طیب اغا د منصور د سترګو اغزی
په ۲۰۱۲ کال کې، چې د طالبانو جګپوړي استازي طیب اغا د بندیانو د تبادلې د چارو د تنظیم لپاره له ملا عمر څخه د دفتر د پرانېستلو اجازه وغوښته، دغه ګام د طالبانو په دننه کې د واک او تصمیم نیونې یو نوی لوری وټاکه. ملا عمراجازه ورکړه، خو په دې پرېکړه کې د هغه وخت د ځای ناستي ملا منصور مشوره رضایت او حضور نه و.
د سرچینو په باور، دې مسالې د قطر دفتر او منصور ترمنځ اړیکې سړې کړې، ځکه طیب اغا وروسته نه یوازې له منصور سره خپل معلومات نه شریکول، بلکې د مهمو پرېکړو لپاره یې مشورې هم نه اخیستې. د قطر دفتر د ملا عمر له مرګ څو میاشتې وروسته پرانېستل شوی و.
طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، ملا منصور په قطر کې د دفتر له فعالیتونو ناخوښه و او په دې باور و چې هلته استازي په بشپړه توګه د طالبانو د مشرتابه او شورا له لارښوونو بې برخې دي او له لویدیزو استخباراتي ادارو سره خپلسري تماسونه لري. د ده اندېښنه دا وه چې دغه اړیکې نه یوازې بې ثمره دي، بلکې سرچینې، پیسې او فرصتونه ضایع کوي.
منصور د قطر دفتر له غړو نه له سترو استخباراتي ادارو سره د اړیکو په برخه کې ناهیلی شوی و او فکر یې کاوه، چې دوی څه نه شي کولای او باید خپله لاس په کار شي. هغه ویل، چې د قطر دفتر روابط د سي ای اې له نظره پټ نه دي او له روسیې، چین او ایران سره په اړیکو کې رول نه شي لوبولای. له همدې امله هغه غوښتل، چې له ایران او روسیې سره خپله اړیکې ټینګې کړي، خو دغه هڅې یې په مرګ تمامې شوې.
واک ته د اختر محمد منصور له رسېدو سره سم طالبانو د هغه په مشرۍ په افغانستان کې خپل بریدونه زیات کړل، خو له دې سره سره هغه د سولې د مذاکراتو ملاتړ هم کاوه، چې هغه مهال دغه خبرې د چین او پاکستان په کوربه توب تر سره کېدې.
د سولې مذاکراتو سره د هغه نږدې اړېکې د پاکستان له استخباراتي ادارو سره د ځينو طالب مشرانو او شنونکو له خوا د نیوکو لامل شوې.
د سرچینو په وینا، د هغه د وژل کېدو یو بل لامل دا هم و، چې په وروستیو کې یې خپلو جنګیالیو ته ویلي و، چې له پاکستان څخه یو بل خوندي ځای ته پناه یوسي.
د منصور وژنه د افغانستان په اړه د اوباما د ادارې په پالیسۍ کې یو خورا حساس پړاو و، ځکه دا د سولې د خبرو لپاره د فشار زیاتول او د احتمالي پوځي عملیاتو د زیاتېدو هڅه وه . همداراز داپاکستان ته هم یو پیغام و، چې متحده ایالات د اړتیا په صورت کې د پاکستان په خاوره کې له مخکینۍ خبرتیا او مشورې پرته ګام اخېستی شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان هغه مهال خبرداری ورکړی و،چې دا برید به له امریکا سره په اړیکو کې «جدي پایلې» ولري او دا یې «په بشپړه توګه د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوال قانون خلاف» بللی و.
خو د افغانستان په سویل کې تر ټولو ځواکمنې څېرې او د کندهار وژل شوي امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په ګډون د تېر حکومت چارواکو هغه مهال وویل، چې اختر محمد منصور د پاکستان په لوبه کې خپل ژوند بایلود .رازق زیاته کړه، چې اختر محمد منصور نور د پاکستان له غوښتنو او فشارونو په تنګ راغلی و او غوښتل یې ددغه تحریک د نورو قوماندانانو په څېر ایران ته ولاړ شي.
جنرال رازق په دې باور و، چې اختر محمد منصور نور د پاکستان له غوښتنو او فشارونو په تنګ راغلی و او غوښتل یې ددغه تحریک د نورو قوماندانانو په څېر ایران ته ولاړ شي. د رازق په وینا، اختر محمد منصور د ایران په مرجاوه کې خپل دفتر پرانیستی و او کورنۍ یې هم لېږدولې وه، خو په پاکستان کې ځیني کړۍ د منصور له دې پرېکړي خبرې نه وې او د هغه هېواد استخباراتو په یوه غشي څو نښې وویشتې.
اخترمحمد منصور ولې له ایران سره اړیکې وغځولې؟
اخترمحمد منصور ته ایران په خپله خاوره کې رسمي دفترونه او امن ځایونه ورکړي وو او یو شمېر روسي چارواکو هم څو ځله په ایران کې له هغه سره لیدنې کړې وې.
د دې لیدنو په پایله کې اخترمحمد منصور ته څو ځله روسي کلاشنکوف، نورې وسلې او نغدي پیسې هم ورکړل شوې وې.
یوې سرچینې، چې د هغه وخت له امنیتي وضعیت سره نږدې پاتې ده، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې «روسیې ځکه منصور ته پیسې او وسلې ورکولې چې هغه تازه د هلمند د کجکي ولسوالۍ په زمینداور او همدارنګه په کونړ او ننګرهار کې د داعش پر ضد عملیات کول او د هغه انډيوالان پر داعشیانو برلاسي وو».
د اخترمحمد منصور کورنۍ ته نږدې کسانو افغانستان اڼترنشنل - پښتو ته ویلي، له۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۶ پورې د روسیې د استخباراتو په همکارۍ په تاتارستان کې د طالبانو لپاره چندې راټولېدې او هغه پیسې د ایران په منځګړیتوب اخترمحمد منصور ته سپارل کېدې.
د منصور کورنۍ ته نږدې سرچینې وايي، چې هغه په کوټه کې د خپل یوه نږدې ملګري ملا منان له نیول کېدو وروسته له ایران سره اړیکې ټینګې کړې.
په هلمند کې د طالبانو دغه پخوانی والي (ملا عبدالرحیم مشهور په ملامنان) چې په قبیله اسحاقزی و او د منصور له نږدې او باوري کسانو څخه و، پاکستاني استخباراتو نیولی و. د هغه له نیول کېدو وروسته د منصور ملګري د ارام لپاره نور د کوټې پرځای مشهد او نورو ښارونو ته تلل.
ملا منان د اخترمحمد منصور له نږدې او مهمو کسانو څخه و، چې د هبتالله له ټاکل کېدو وروسته یې له هغه سره مخالفتونه پېدا شول او بیا د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر پر لومړۍ د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې امریکايي الوتکو په یوه برید کې وواژه.
منصور د «ګل محمد» او «محمد ولي» په نومونو جعلي شناختي کارډونه جوړ کړي وو او په کراچۍ کې یې دوه نومرې او څلور نور کورونه درلودل، چې قیمت یې لسګونه میلیونه روپۍ اټکل شوی و. د پاکستان د فدرالي څیړنو ادارې ویلي و، چې د منصور جایدادونه او بانکي حسابونه به د «محمد یاسر د زوی عمار» په نوم ثبت شي.
اختر محمد منصور دوه ودونه کړي وو، چې یوه ښځه یې د طالبانو د مشهور غړي مولوي یاسر لور او یوه ښځه یې هم د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې له خپل قوم څخه وه. منصور څلور زامن او درې لوڼې لري.
د اخترمحمد منصور مشر زوی فتحالله منصور چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته د کندهار د هوايي ځواکونو قوماندان وټکل شو، خو د کندهار له هوايي ډګر څخه د امریکایانو د پاتې شویو وسلو د خرڅلاو او له هوايي ډګر څخه د نشهيي توکو د انتقال له شکایتونو وروسته په کابل کې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مرستیال وټاکل شو.
د سرچینو د معلوماتو لهمخې، فتحالله منصور د کندهار، ترڅنګ په هلمند او کابل کې هم مجلل کورونه او جایدادونه لري.
د طالبانو د پخواني مشر زوی د طالبانو د نورو غړو په څېر د نشهيي توکو په قاچاق کې په لاس لرنه تورن دی او د سرچینو په وینا، د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د نشهيي توکو د پروسس دوه فابریکي لري، چې له دې ځایه د نشهيي توکو له پروسس وروسته همدا نشهيي توکو د هلمند او نیمروز ولایتونو له لارې ایران ته قاچاق کېږي.
فتح الله منصور هم د پلار په څېر ارامه څېره لري او تر ډېره له اوسني مشر هبت الله اخوندزاده سره په جنجالي موضوعاتو کې ښکیل نه دی او نه هم د ملامحمد عمر د زوی ملایعقوب په څېر واک او شهرت لري.
طالبان د خپل لومړي مشر ملا محمد عمر په څېر د اخترمحمد منصور د وژل کېدو ورځ په ځانګړومراسمو نه نمانځي او یوازې یې د یوې غونډې په بڼه د خاطرو یادونه کوي.