د بلوچستان په هرنایي کې د وسلهوالو په ډزو کې څلور کسان وژل شوي او یو ټپي دی

د بلوچستان ایالت د هرنایي ولسوالۍ د شاهرګ سیمې په شیخ موسی بابا چونګي سیمه کې ناپېژاندو وسلهوالو پر ملکي خلکو ډزې کړې، چې له امله یې څلور کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د بلوچستان ایالت د هرنایي ولسوالۍ د شاهرګ سیمې په شیخ موسی بابا چونګي سیمه کې ناپېژاندو وسلهوالو پر ملکي خلکو ډزې کړې، چې له امله یې څلور کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د راپورونو له مخې؛ وسلهوالو لومړی د شاهرګ پولیسو حوزې اړوند سیمه کلابنده کړې وه او وروسته یې پر ملکي وګړو ډزې وکړې. د یادې پېښې ټپیان او مړي لومړی د شاهرګ روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي وو او وروسته د نورو درملنو لپاره کوټې ته لېږدول شوي دي.
بل لور ته د ملي ډیموکراتیک غورځنګ عمومي منشي مزمل شاه د برید غندنه کړې او ویلي یې دي، سره له دې چې په شاهرګ سیمه کې امنیتي ځواکونه پراخ حضور لري بیا هم دغه ډول بریدونه ترسره کېږي.
هغه ادعا وکړه، چې په سیمه کې د سکرو کانونو او کانکېندنې پر سر د واکمنۍ لپاره دغه ډول پېښې رامنځته کېږي. نوموړي زیاته کړه، چې د پېښې پرضد به له قبیلو او سیاسي ګوندونو سره تر سلامشورو وروسته احتجاجي غورځنګ پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ هم په هرنایي کې وسلهوالو د کاني توکو پر لېږدوونکو لاریو برید کړی و؛ څو موټرونه یې سوځولي او څلور ځايي کسان یې له ځان سره بوولي وو، چې تراوسه لادرکه دي.

د ملي ډيموکراټیک غورځنګ مشر محسن دواړ، د بلوچستان ایالت په هرنايي ولسوالۍ کې، د ناپېژاندو وسله والو په يوه بريد کې لږ تر لږه څلور کسان وژل کېدو ته په اشارې سره وایي، چې «زموږ خلک د دولت تر څارنې لاندې وژل کېږي. زموږ سیمې زموږ د خلکو د وژلو په ډګرونو بدلې شوې دي».
ياده پېښه د سې شنبې په شپه ناوخته د هرنايي په شاهرګه سیمه کې رامنځته شوې ده. پولیسو تر دې دمه د پېښې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
مُحسن داوړ پر اېکس حواله رسنۍ وويل، «هرنایي کې په یوه ترهګریز برید کې زاهد شاه، ضیاءالحق، زمان شاه او محمد قاهر ووژل شول او اکرام الله شاه ټپي شو».
په ټولنيزو رسنیو د پېښې ځينې ويډيوګانې خپرې شوې، چې پکې ليدل کیږي، ټپيانو ته په روغتون کې درملنه ورکول کيږي.
هرنايي د بلوچستان ایالت پښتون مېشته سیمه ده، چې د سکرو کانونه په کې موقعيت لري، او اکثر په کې د ناامنۍ پېښې رامنځته کيږي.
د روانې می د میاشتې په لومړو کې په هرنايي کې ناپېژاندو وسلهوالو د سکرو له یوه کان نه درې کارګر تښتولي وو.
په پاکستان کې افغان زده کړيالان هلکان او نجونې وايي، دوی په پاکستان کې د ويزو د نه نوې کېدو له ستونزې سره مخ دي، چې له کبله یې د دوی په خبره د سياسي بنديانو په څېر ژوند کوي.
زده کړيالانو له پاکستان او طالبانو له چارواکو غوښتنه کړې، «بايد محصيلين د خپلو سياسي موخو لپاره ونه کاروي».
د اسلام اباد په اسلامي نړيوال پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو زده کړیال او افغان محصيليونو د اتحاديې مشر صديق شريعتي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وويل، په پاکستان کې د زرګونو په شمېره کې افغان محصيلين زده کړې کوي، په دوی کې يو ډول په بورسونو او بل ډول یې بیا په شخصي لګښتونو زده کړې کوي.
هغه وويل، د بورسیه لرونکي کسان ډېرې ستونزې نه لري خو هغه، چې په شخصي لګښتونو زده کړو لپاره راغلي، «هغوی تر ټولو غټې، د ويزو د نه نوې کېدو له ستونزې سره مخ دي»، ډېری محصيليونو د يو کال څخه تر ۱۸ مياشتو پورې مودې راهيسې ويزې نوې کولو ته عريضې کړي خو لا هم په تمه ناست دي، ويزې یې نه دي نوې شوي.
د زده کړيالانو د ويزو د نه نوې کېدو له کبله دوی ته د ورپېښو ستونزو په اړه هغه وويل، دوی نه شي کولی چې بهر لاړ شي، دوی نه شي کولی چې ډاکټر ته مراجعه وکړي، د دوی د بانک اکاونټونه تړل کيږي، په لېليو او پوهنتونونو کې د نورو ورته ستونزو سره مخ کيږي «دوی په لېليو کې د سياسي بنديانو په څېر ژوند کوي».
همداراز صدیقي زياته کړه، محصيلين وروسته له هغې د دغې ستونزې سره مخامخ کېدل پيل شو، د کله نه چې پاکستان د افغان کډوالو پرضد خپله پاليسي جوړه کړې ده، چې «تر ټولو زيات ترې افغان محصيلين اغېزمن شوي دي».
د افغان محصيليونو د ستونزو د حل په اړه د چارواکو سره اړيکو په اړه هغه وويل، «د ويزو د ستونزې د حل د موخې په خاطر باندې مو د پاکستان دولتي چارواکو، کورنيو چارو وزارت او نورو چارواکو سره ليده کاته کړي دي، فقط دوی راسره وعدې کړي او تر دې دمه مو هېڅ نتيجه لاسته نه ده راوړې».
د طالب چارواکو سره د دغه ستونزې شريکولو په اړه یې وويل، «په اسلام اباد کې مو د طالبانو سفارت ته په کراتو کراتو مراجعه کړې، د هغوی لخوا راته تل د هڅو ویل شوي، خو تر دې دمه د هغوی هڅه هم لا نه ده بريالۍ شوې».
د ده په خبره، «د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت رييس ته مو دا ستونزه وړاندې کړې، هغې هم تر دې دمه کومه پايله ور نه کړه».
«زموږ غوښتنه له پاکستاني او افغاني چارواکو څخه دا ده چې، لطفاً افغان محصيلين د خپلو سياسي موخو په کار مه ګرځوئ» او د دوی ستونزه حل کړئ، تر څو هر محصيل وکړی شي په ازادانه فضا کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.
هغه وويل، تر دې دمه د ټول پاکستان څخه تر ۱۵۰ پورې محصيلين نيول شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي، د ډېرو سمسټرې نيمګړې ودرول شوي دي، «دې هر څه افغان محصيلين د ذهني خپګان سره مخ کړي دي».
صدیق شريعتي وويل،زده کړيالان د دواړو هېوادونو د چارواکو څخه د محصيلينو د ستونزې د هواري هيله لري.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجارېک د پاکستان په کوټې ښار کې پر یوه مساپر وړونکي اورګاډي مرګونی برید وغانده. دوجارېک وویل، د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کوي چې «ترهګري» په هر ډول او بڼه د منلو وړ نهده.
هغه د برید د عاملینو پېژندلو او عدالت ته د راکاږلو غوښتنه وکړه. دوجارېک همداراز د پاکستان له خلکو او حکومت سره د ملګرو ملتونو پر پیوستون او ملاتړ ټینګار وکړ.
د یکشنبې په سهار د پاکستان په سوېل لوېدیځ د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پاکستاني سرتېرو پر لېږدونکي اورګاډي د موټر بم برید وشو، چې شاوخوا ۲۴ کسان پهکې ووژل شول او تر ۵۰ ډېر ټپیان شول.
د بلوڅانو د ازادۍ پوځ چې یوه بېلتون غوښتونکې ډله ده، د دغه برید مسوولیت یې په غاړه اخیستی دی. الجزیرې راپور ورکړی، چې د اورګاډي پټلۍ ته نږدې ګڼ کورونه او ودانۍ سختې زیانمنې شوې دي.
پر خواله رسنیو خپرو شویو انځورونو کې د اورګاډي سوځېدلي واګونونه هم ښکاري، چې چپه پراته دي او د تورو لوګیو ګڼې څپې یې اسمان ته پورته کېږي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې؛ په دغه پېښه کې د پاکستان شاوخوا درې سرحدي پولیس هم وژل شوي دي؛ خو ډېری قربانیان ملکي وګړي دي، چې پهکې لارویان، مساپر او د چاودنې ځای ته نږدې د سیمې اوسېدونکي شامل دي.
له دې پېښې وروسته د کوټې ښار په ټولو لویو دولتي روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او روغتیايي کارکوونکي په بېړني ډول خپلو دندو ته راغوښتل شوي. افغان طالبانو هم دغه برید غندلی دی.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په تېرو درېیو ورځو کې ۳۷۳ هغه افغانان چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د یاد وزارت لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د قانوني اسنادو نه لرلو له امله په پاکستان کې نیول شوي او زنداني شوي وو. د خبرپاڼې له مخې؛ یاد کسان له ثبت او بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې له دې ډلې ۲۹۶ کسان د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې او پاتې ۷۷ نور د کندهار د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او اېستلو لړۍ لاهم دوام لري.
د افغانستان انټرنشنل – پښتو لهخوا د راټولو شویو شمېرو له مخې؛ یوازې په غویي میاشت کې ۲زره او ۲۸۳ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
په پاکستان کې مېشت افغان زدهکړیالان د نیولو، شړلو او د ویزو له خنډونو سره مخ دي، چې له امله یې د هغوی د کلونو زدهکړې، قربانۍ او هیلې له ګواښ سره مخ کوي. د بېځایه شویو نړۍوال سازمان وایي، په وروستیو میاشتو کې د افغان زدهکړیالانو زدهکړې د همدغه ننګونو له امله ګډوډې شوې دي.
یاد سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې په وروستیو میاشتو کې د جبري ستنولو د سختو اقداماتو، بند، قانوني او مالي ستونزو له امله د ګڼو افغانو زدهکړیالانو د زدهکړو سفرونه ګډوډ شوي. په راپور کې له اغېزمنو زدهکړیالانو سره مرکې هم شوې؛ هغوی په دغه مرکو کې ويلي، چې نه یوازې د دوی زدهکړې د پاکستان د سختو پالیسیو له امله زیانمنې شوې؛ بلکې د زدهکړیالانو د کورنیو ملاتړ، د زدهکړو بشپړولو او په ټولنه کې د معنا لرونکې ونډې اخیستلو په اړه یې د جبري بېځایه کېدو زیان هم زیات کړی.
د فراغت په درشل کې نیول شوي زدهکړیالان
ابرار احمد چې په ملاکنډ پوهنتون کې د بایو کیمیا څانګې د وروستي سمسټر زدهکړیال و، وایي: «زه په پاکستان کې زېږېدلی او لوی شوی یم. هلته مې مټریک او اېفاېسسي بشپړ کړل او وروسته د ملاکنډ پوهنتون ته شامل شوم».
د نوموړي په وینا؛ هغه د خپلو ښوونیزو اسنادو د تصدیق لپاره تللی و، چې د وروستي سمستر د ازموینو پرمهال ونیول شو. هغه پولیسو ته ویلي و، چې زدهکړیال دی او یوازې د اسنادو رسمي تصدیق ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړې: «ما پولیس افسر ته وویل، چې دا زما وروستی سمستر دی او یوازې د بهرنیو چارو دفتر ته د اسنادو د تصدیق لپاره راغلی یم؛ خو د دې پر ځای چې زما خبره واوري، هغه زه پر مخ ووهلم».
احمد وویل، چې هغه یوه ورځ په زندان کې او یوه شپه د پېښور په ناصر باغ کې د افغان کډوالو د اېستلو په مرکز کې تېره کړه او وروسته افغانستان ته وشړل شو. هغه هېواد چې ډېری بېرته ستنېدونکي پهکې له جدي امنیتي ګواښونو، ناامنۍ او بنسټیزو خدمتونو ته د نه لاسرسي له ستونزو سره مخ دي.
هغه وویل: «دا زما د ژوند تر ټولو بده ورځ وه. ما مخکې هېڅکله زندان نه و لیدلی. افسر راته وویل، چې خپل اسناد ښځلو کې ګوزار کړه». اوس چې احمد بېرته افغانستان ته ستون شوی، وېره لري چې ښايي بېرته پاکستان ته ستنېدل او خپل وروستی سمستر بشپړول له قانوني او مالي پلوه ناشوني وي.
بند، ناڅرګندتیا او رواني فشار
یو بل افغان زدهکړیال چې د امنیتي دلایلو له امله یې نه غوښتل نوم خپور شي، د بند پر مهال د ناڅرګندتیا او رواني فشار ورته تجربه شریکه کړې. هغه چې د ماسټرۍ وروستي سمستر کې و وویل، چې پنځه ورځې یې د اېستلو په یوه مرکز کې په سختو شرایطو کې تېرې کړې.
هغه وویل: «شاوخوا ۲۵ کسان په یوه سالون کې یوځای اوسېدو. موږ ساعتونه په تړلي ځای کې تېرول، هېڅ کار نه و، یوازې به ناست وو او خبرې مو کولې. دا له ذهني او احساساتي پلوه ډېر ستړی کوونکی و».
هغه زیاته کړه:« بندیانو خپلو موبایلونو ته محدود لاسرسی لاره او یوازې به یې د لنډ وخت لپاره له خپلو کورنیو سره اړیکه نیوله. دغه حالت د زدهکړیالانو او د هغوی د کورنیو اندېښنې نورې هم زیاتولې، ځکه هغوی لا دمخه د بېځایه کېدو او قانوني ناڅرګندتیا تر فشار لاندې ژوند کاوه».
په پاکستان کې مېشتو زدهکړیالانو سره له شته ستونزو لا هم هیله لرله، چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي؛ که څه هم د ویزې ځنډ او ناڅرګند حالت یې د راتلونکي لپاره پلان جوړول سخت کړي دي.
هغه ټینګار وکړ، ملي او نړۍوال بنسټونه باید له هغو زدهکړیالانو سره مرسته وکړي چې د خپلو زدهکړو بشپړولو ته نږدې دي. هغه وویل: «چارواکي کولای شي زموږ په څېر زدهکړیالانو ته د ویزې د پروسو په اسانه کولو کې مهم رول ولوبوي».
د جبري بېرته ستنولو پر مهال د زدهکړو ساتنه
د بېځایه شویو نړۍوال سازمان وایي، د افغان زدهکړیالانو کیسې هغه پراخ بشري ناورین څرګندوي چې افغانستان ته د جبري بېرته ستنولو له امله د لوړو زدهکړو پر څارونکو کډوالو ځوانانو اغېز کوي.
په پاکستان کې ډېری افغان زدهکړیالان یا هلته زېږېدلي او یا هم هلته لوی شوي دي. هغوی خپلې لومړنۍ او لوړې زدهکړې په یاد هېواد کې بشپړې کړې او خپل راتلونکی یې د هغو ښوونیزو فرصتونو پر بنسټ جوړ کړی و، چې اوس د اېستلو، د ویزې خنډونو او مالي ستونزو له امله له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.
یاد سازمان وایي، په زدهکړو کې خنډونه یوازې پر زدهکړیالانو اغېز نه کوي؛ بلکې د اوږدمهاله اقتصادي ستونزو، ټولنیز بېلتون، رواني فشار او بیاځلې بېځایه کېدو لامل هم ګرځي. یاد سازمان له اړوندو چارواکو، علمي بنسټونو، د ملګرو ملتونو ادارو او بشري مرستندویه شریکانو غواړي، چې په ګډه کار وکړي څو افغان زدهکړیالان د جبري اېستلو له ګواښ څخه خوندي کړي، ویزو او اسنادو ته لاسرسی اسانه کړي او ډاډ ترلاسه کړي.