پاکستاني پولیسو افغان خبریال سید قاسم هاشمي نیولی دی

د سید قاسم هاشمي کورنۍ ویلي، چې پاکستاني پولیسو نوموړی د ایبټاباد او اسلاماباد پر لویه لاره نیولی او نامعلوم ځای ته یې لېږدولی دی.

د سید قاسم هاشمي کورنۍ ویلي، چې پاکستاني پولیسو نوموړی د ایبټاباد او اسلاماباد پر لویه لاره نیولی او نامعلوم ځای ته یې لېږدولی دی.
د افغان خبریال سیدقاسم هاشمي کورنۍ ویلي، چې نوموړی نن د پنجشنبې په ورځ، د ایبټاباد او اسلاماباد پر لویه لاره د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوی او نامعلوم ځای ته لېږدول شوی.
د نوموړي کورنۍ ویلي، چې اوس له هاشمي سره هېڅ ټیلیفوني اړیکه نه لري.
پر همدغه مهال د رسنیو د ملاتړ سازمان امسو دپاکستاني پولیسو له لوري د سیدقاسم هاشمي پر نیول کېدو ژوره خواشیني ښودلې او د پاکستان له حکومت څخه یې غوښتنه کړې، چې د ښاغلي هاشمي د روغتیا او امنیت ډاډ ورکړي او نوموړړی په سملاسي توګه خوشې کړي.
امسو ویلي، چې د سیدقاسم هاشمي د بندي کېدو د ځای او د هغه د نیول کېدو د علتونو پټ ساتل د قانون خلاف عمل دی.
یاد سازمان پر نړۍوالو بنسټونو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د کډوالو پر عالي کمېشنرۍ او د خبریالانو د خوندیتوب پر نړۍوالو سازمانونو غږ کړی، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو او رسنیزو فعالانو د جدي امنیتي ګواښونو مخنیوي ته پاملرنه وکړي او د هغوی د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

په کندهار کې د لوی اختر له پيل سره، سره هغه دودیز شور او ځوږ، د مېلو ګڼهګوڼه او د ځوانانو خوښۍ چې پخوا به د اختر په ورځو کې د ښار په پارکونو، تفریحي ځایونو او مېلهځایونو کې لیدل کېدې؛ سږ کال تر ډېره پیکه ښکاري.
د ښار اوسېدونکي وایي، ګرمې هوا او د طالبانو د امربالمعروف ادارې سخت څار او محدودیتونه د دې لامل شوي چې ډېری خلک او په ځانګړي ډول ځوانان مېلو او پارکونو ته له تګ څخه ډډه وکړي.
د کندهار یو اوسېدونکی عبدالواسع وایي، چې د تېرو کلونو پرتله سږکال د اختر فضا بېخونده شوې ده. هغه وویل: «پخوا به د اختر په دویمه او درېیمه ورځ پارکونه دومره ډک وو، چې پښه به نه اېښودل کېده؛ خو اوس خلک زړه نه ښه کوي چې ووځي، نه لوبې شته، نه خوشحالي، نه هغه ازادي، هر ځای امربالمعروف والا درته ولاړ وي».
د ښار یو بل ځوان صدیقالله هم ورته نظر لري او وایي، د امربالمعروف د محتسبینو دوامداره حضور او د ځینو دودیزو لوبو بندیزونو د خلکو ذهني فضا اغېزمنه کړې ده. هغه وايي: «کله چې ځوانان ویني هره شېبه څوک درته وايي دا مه کوه، موسیقي مه اوره، هګۍ مه جنګوه؛ نو طبیعي ده چې خلک مېلو ته زړه نه ښه کوي، لا سپکې هم وایي، چې ږېره مو ولې وهلې ده، ورښتان مو ولې د انګرېزانو په شان جوړ کړي دي؛ نو داسې حالت مایوسه کوونکی وي».
په کندهار کې د اختر پرمهال د هګیو جنګول، دودیزې لوبې او د کورنیو تفریح هغه دودونه وو چې کلونه یې دوام درلود؛ خو اوس د طالبانو د امربالمعروف لهخوا ځینې دغه دودونه نامناسب بلل شوي او محدود شوي دي.
په وروستیو کلونو کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت محتسبینو په عامه ځایونو، پارکونو او بازارونو کې خپل حضور پراخ کړی دی. د خلکو په خبره؛ د دوی سخت چلند او دوامداره سپارښتنې د دې لامل شوې، چې د تفریح عامه فضا محدوده شي.
یوشمېر ځوانان وایي، په پارکونو کې د ګرځېدو، تصویر اخیستلو او ان له ملګرو سره د ناستې پرمهال هم له پوښتنو او محدودیتونو سره مخ کېږي. عینومېنې ښارګوټی، د ښار مشهور پارکونه، د ارغنداب سیمې، د شاولي کوټ ولسوالۍ د دهلې اوبو بند، تفریحي باغونه او د ښار شاوخوا مېلهځایونه به د زرګونه خلکو کوربه وو.
سره له دې چې خلک د طالبانو د امربالمعروف محدودیتونه د اختر د پیکهوالي بنسټیز لامل بولي؛ خو اقتصادي ستونزې او ګرمه هوا هم مهم لاملونه ګڼل کېږي. خو بیا هم ډېری ځوانان ټینګار کوي، که فضا ازاده او د خوښۍ دودیزو مراسمو ته اجازه ورکړل شي؛ نو خلک به بېرته پارکونو او مېلو ته راوګرځي.
د طالبانو تر واک لاندې په هلمند کې د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، په دغه ولایت کې هر کال له پنبې څخه شاوخوا ۵۰۰ زره ټنه غوړي او اته ټنه صابون تولیدېږي.
هلمند چې د افغانستان یو له کرنیزو ولایتونو څخه دی، په دغه ولایت کې د پنبې له کر وروسته د پروسس په فابریکو د غوړیو او صابون په ګډون نور توکي هم له یادې پنبې څخه تولیدېږي.
په هلمند کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عطامحمد اخلاقي وايي:« هلمند د پنبه و ۵۰ فابریکي لري. په دې فابریکو کې ټولټال ۵ سوه زره ټنه غوړي تولیديږي».
په یادو فاریکو کې هر کال شاوخوا اته ټنه صابون هم تولیدېږي.
هلمند وايي، په هلمند کې تولیدیدونکي غوړي او صابون د نورو غوړیو او صابونونو په پرتله لوړ کیفیت لري او د یاد ولایت ګڼ اوسېدونکي له همدي هلمندي تولیداتو څخه استفاده کوي.
د معلوماتو لهمخې، هلمند کې هر کال پر زرګونه جریبه ځمکه دانه لرونکي پنبه کرل کېږي او د یادې پنبې ډېره برخه، پاکستان، هند او بنلګه دېش ته هم صادرېږي.
افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د لهمنځه وړلو هڅو سره، سره د پولیو ویروس د خپرېدو نوې چاپېریالي نښې لاهم د خپرېدو په حال کې دي. تازه راپورونه ښيي، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د چاپېریالي څار له لارې د پولیو ویروس ۱۱ نوې مثبتې بېلګې موندل شوې دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې؛ دغه مثبتې بېلګې له ننګرهار، هلمند، کندهار او زابل ولایتونو ترلاسه شوې دي. تر ټولو ډېرې بېلګې په ننګرهار ولایت کې ثبت شوې دي، چې درې یې د جلالاباد ښار او پاتې یې د بټيکوټ او بهسودو ولسوالیو پورې تړاو لري.
همداراز هلمند ولایت کې د نهرالسراج او لښکرګاه ولسوالیو څخه درې مثبتې نمونې ترلاسه شوې دي. په کندهار ښار کې دوه او د زابل ولایت په قلات ولسوالۍ کې یوه مثبته بېلګه هم ثبت شوې ده.
د راپور له مخې؛ دغه نمونې د روان ۲۰۲۶کال د اپرېل میاشتې د ۲۵مې او ۲۷مې ترمنځ راټولې شوې دي.
په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ویروس ګواښ
راپور زیاتوي، چې په ۲۰۲۵کال کې ټولټال ۷۴۵ د پولیو ویروس مثبتې چاپېریالي بېلګې ثبت شوې وې، چې له ډلې یې ۹۴ په افغانستان او ۶۵۱ په پاکستان کې موندل شوې وې. همداراز، په ۲۰۲۶کال کې تر دې مهاله ۱۱۵ مثبتې چاپېریالي نمونې ثبت شوې دي، چې ۳۴ یې په افغانستان او ۸۱ یې په پاکستان پورې تړاو لري.
کارپوهان وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خلکو پراخ تګراتګ، د واکسیناسیون نیمګړتیاوې او ناامني هغه عوامل دي، چې د پولیو ویروس د بشپړ لهمنځه تلو مخه نیسي.
د یادونې وړ ده، چې د روان ۲۰۲۶کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو کې څلور او په پاکستان کې درې پېښې ثبت شوې دي. د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې وروستۍ پېښه د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې ثبت شوې او په ماشوم کې یې د ناروغۍ نښې د ۲۰۲۶کال د اپرېل په ۲مه څرګندې شوې وې.
په بلخ کې د طالبانو د کرنې ریاست خبر ورکړی، چې سږکال په دغه ولایت کې پر ۲۳۰ جریبه ځمکه نوي بڼونه جوړ شوي. د یاد ریاست په وینا؛ په دې کې د بادامو، انګورو، زردالو او شفتالو بڼونه شامل دي.
په بلخ کې د طالبانو د کرنې ریاست د نباتاتو د ودې او پراختیا مدیر محمد حسین عظیمي وايي، چې یوازې په یوه دولتي بڼ کې چې پر ۳۰۰ هکټاره ځمکه جوړ شوی؛ په طبعیي ډول ۱۵۰زره بوټي کېنول شوي دي.
د نوموړي په خبره؛ په دې برخه کې پر شاوخوا ۲۵۰ هکټاره ځمکه یوازې د پستې شاوخوا ۱۵۰زره ونې کېنول شوې دي. د عظمي په خبره؛ سږکال د مرستندویه ادارو په همکارۍ یې ۱۶زره د بادامو، زردالو او پستې نوي بوټي هم لګولي دي.
دغه طالب مسولین دا هم ویلي، که څه هم سږکال وچکالۍ یوشمېر کروندې او باغونه ځپلي؛ خو د بڼوالۍ د پراختیا لپاره دوی پراخې هڅې کوي. په بلخ کې د طالبانو د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې؛ په دغه ولایت کې د انار، انګور، شفتالو، بادام، پستې، هندواڼې او خټکیو حاصلات ښه دي او په کور دننه سربېره نړۍوال بازار هم لري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د اسیا او ارام سمندر اړوند د سیمهییزو بشري مرستو په راپور کې ویلي، چې یوازې د افغانستان په لغمان ولایت کې (د مئ په ۲۲مه) سېلابونو او ورښتونو ۵ کسان مړه کړي. یاد سازمان زیاته کړې، چې د سېلابونو له امله سلګونه کورونه اغېزمن شوي دي.
د دغه سازمان د راپور له مخې؛ په مړو شویو کسانو کې د ډنمارک د کډوالو شورا یو کارکوونکی هم شامل دی. دوی زیاته کړې، چې دغه سېلابونو کرنیزې ځمکې او د تګراتګ لارې هم زیانمنې کړې او لویې لارې هم په لنډمهالي ډول تړل شوې دي.
یاد سازمان وايي، چې (د مئ په ۲۲مه او ۲۳مه) د افغانستان په شمالي ولایتونو بغلان، تخار او بدخشان کې هم سېلابونو یوشمېر کورنۍ اغېزمنې کړې دي. په راپور کې د مړو او ټپیانو یادونه هم شوې؛ خو شمېره یې نهده ښودلې.
اوچا د مرستندویه ادارو د لومړنیو ارزونو له مخې ویلي، چې شاوخوا ۲۶۰ کورنۍ د سېلابونو له امله د افغانستان په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې اغېزمنې شوې دي. یاد سازمان په بنګلهدېش او چین کې هم د موسمي ناروغیو، سېلابونو او بېځایه شویو کورنیو په اړه راپور او شمېرې خپرې کړې دي.