• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له ناورینه ډکه ستنېدنه؛ لغمان کې د راستنو شویو کډوالو د لارۍ اوښتو له امله ۱۸ تنه مړه شوي

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۰۵:۳۴ GMT+۱

په لغمان ولایت کې طالب ځايي چارواکو ویلي چې د قرغي ولسوالۍ د سرخکانو په سیمه کې د راستنو شویو کډوالو یوه لارۍ اوښتې، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ تنه مړه شوي دي.

د چارواکو په وینا، دغه پېښه نن شنبه، د غبرګولي ۹مه، د سهار شاوخوا پنځه بجې رامنځته شوې ده. په پېښه کې ۲۹ تنه نور ټپیان هم دي.

ټپیان د درملنې لپاره د ننګرهار سیمه‌ییز روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه تر اوسه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي
۱

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۲
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

د کابل د پنځمې حوزې درېیو قاضیانو د پېسو په بدل په جعلي شهادت د یو کور قباله جوړه کړې

•
•
•

نور کیسې

علي‌خېل: د سیمې هېوادونو د امریکا د وتلو لپاره له طالبانو سره اړیکې جوړې کړې وې

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۰۵:۱۳ GMT+۱

د جمهوریت پر مهال په پاکستان کې د افغانستان سفیر نجیب الله علي خېل، ویلي چې روسیې، چین او ایران په افغانستان کې د خپلو ګټو او امنیتي اندېښنو له امله له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې وې او موخه یې له افغانستانه د امریکا د ځواکونو ایستل وو.

علي‌خېل په خپلې ایکس‌پاڼه کې د «د ګاونډیانو او سیمې په سیاستونو کې افغانستان» تر سرلیک لاندې لیکلي چې په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا له برید وروسته د سیمې ډېری هېوادونو، لکه روسیې، چین، ایران او پاکستان، د بېلابېلو دلایلو له مخې د امریکا د حضور ملاتړ کړی و یا یې لږ تر لږه ښکاره مخالفت نه کاوه.

هغه ویلي، خو د وخت په تېرېدو سره دغو هېوادونو د امریکا پوځي حضور د خپلو ملي ګټو او امنیت لپاره ګواښ وباله او دا احساس یې کاوه چې د افغانستان د مسلې او سیمه‌ییزو تعاملاتو په اړه له پامه غورځول شوي دي.

علي‌خېل لیکلي: «له همدې امله روسیې، چین او ایران له طالبانو سره د اړیکو جوړولو لاره خپله کړه، څو په هره ممکنه وسیله امریکا له افغانستانه وباسي.»

نوموړي د پاکستان د تګلارې په اړه هم ویلي چې اسلام‌اباد له یوې خوا د جمهوري نظام د سقوط پلوی و، خو له بلې خوا یې نه غوښتل طالبان مطلق او بشپړ واک ترلاسه کړي.

د هغه په وینا، د جمهوري نظام پر مهال، په ځانګړي ډول هغه وخت چې بهرني ځواکونه د وتلو په اړه غور کاوه، د افغانستان حکومت د روانو تحولاتو روښانه تحلیل نه درلود او ونه توانېد چې د سولې او د هېواد د وضعیت په اړه دننه او له سیمه‌ییزو هېوادونو سره اجماع رامنځته کړي.

پخوانی افغان سفیر زیاتوي چې په تېرو پنځو کلونو کې روسیې، چین، ایران، هند او د منځنۍ اسیا هېوادونو له طالبانو سره د تعامل سیاست غوره کړی، څو د افغانستان او سیمې د راتلونکو تحولاتو په اړه خپل نفوذ او موقعیت وساتي.

هغه ویلي چې د سیمې د هېوادونو په دریځ کې یو ګډ ټکی دا دی چې ټول د امنیتي مسایلو په اړه د امریکا هر ډول احتمالي فعالیت ته په حساسیت ګوري.

علي‌خېل په خپل تحلیل کې پاکستان د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ استثنايي بللی او ویلي یې دي چې اسلام‌اباد د خپلې اوږدمهالې تګلارې له لارې ښايي د افغانستان په تړاو د نویو سناریوګانو لپاره زمینه برابره کړي.

هغه همداراز ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د سیمې سیاسي واقعیتونه بدل شوي، لوېدیځ په نورو نړیوالو کړکېچونو بوخت شوی او افغانستان نور د نړیوالو لومړیتوب نه ګڼل کېږي.

نوموړي ټینګار کړی چې له ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره د نږدې اړیکو ساتل، اقتصادمحوره سیاست تعقیبول او له جیوپولیټیکو سیالیو څخه ډډه کول د افغانستان د اقتصادي ودې او تلپاتې ثبات لپاره اساسي شرط او د تېرو څو لسیزو مهم درس دی.

د برېتانیا ځانګړو ځواکونو د افغانستان د عملیاتو د احتمالي سرغړونو څېړنه په چټکۍ تړل شوې

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۰۴:۴۶ GMT+۱

د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو « ایس اې ایس» د جګړې د جرمونو په اړه نوي خپاره شوي اسناد ښيي چې په افغانستان کې د دوی د عملیاتو پر مهال د احتمالي سرغړونو لومړنۍ داخلي څېړنه یوازې په یوه ورځ کې پای ته رسېدلې او تړل شوې.

د اسنادو د څېړنې د قضیې په اړه ویل شوي چې دا پلټنه د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د هغو عملیاتو پر مهال د شاوخوا ۸۰ افغانانو د وژل کېدو د ادعاوو په تړاو روانه ده، چې په ۲۰۲۳ کال کې د اوږدو قانوني شخړو او رسنیزو افشاګریو وروسته پیل شوې ده.
د اسنادو له مخې، د ځانګړو ځواکونو لوړپوړو چارواکو څو ځله هغه راپورونه له پامه غورځولي چې پکې ویل شوي وو بې‌وسلې افغانان د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي. په ځینو پېښو کې د ترلاسه شویو وسلو شمېر د وژل شویو کسانو له شمېر څخه کم ښودل شوی دی.

په خپرو شويو اسنادو کې د یوې پېښې یادونه هم شوې چې په ۲۰۱۱ کال کې پکې یو ۱۵ کلن هلک وژل شوی و. د راپور له مخې، دا موضوع د ځواکونو د حقوقي سلاکارانو تر کچې رسېدلې وه.

د اسنادو په اړه ویل شوي چې د ملکي افغانانو د احتمالي ناقانونه وژنو راپورونه د کلونو لپاره یوازې اوازې بلل کېدې او د پلټنې لپاره پوځي پولیسو ته نه سپارل کېدل.
شنونکي وايي، د دې اسنادو خپرېدل ښيي چې د برېتانیا دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو د پټ ساتلو او د هغوی د نوم د خوندي کولو هڅې کړې دي، خو لا هم د قربانیانو کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي.

طالبان: افغانستان د درملو ۳۸ سلنه اړتیا له کورنیو تولیداتو پوره کوي

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۰۴:۱۲ GMT+۱

طالبان وایي، د دوی د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د هغې پرېکړې له عملي کېدو وروسته چې له مخې یې له پاکستان څخه د درملو واردات محدود شوي، په افغانستان کې د درملو کورنی تولید د پام وړ زیات شوی دی.

د درملو تولیدوونکو شرکتونو مسولان وايي چې اوس مهال افغانستان کولای شي د خپلو اړتیاوو شاوخوا ۳۸ سلنه درمل په کور دننه تولید کړي. د دوی په وینا، د کورنیو فابریکو تولیدات د منلو وړ کیفیت لري او د بازار اړتیاوې تر یوه بریده پوره کوي.

د اسیانور فارما د تولیدي څانګې ریس ضیاالدین مایار، ویلي چې کورني شرکتونه دا مهال د هېواد د درملو د اړتیا ۳۸ سلنه تولیدوي. د هغه په وینا دغه تولید له ۲۵تر ۳۸سلنې رسېدلې دی. نوموړي ټینګار کړی چې تولیدېدونکي درمل له کیفیتي معیارونو سره سم جوړېږي.

د روغتیايي سکټور یو شمېر متخصصینو هم د دغو درملو د کیفیت په اړه ډاډ څرګند کړی دی.

د طالبانو د روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوس مهال په افغانستان کې د درملو او روغتیايي توکو د تولید ۱۳۵ فابریکې فعالیت لري، چې د راپورونو له مخې شاوخوا ۴۵۰ میلیونه ډالره پانګونه پرې شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو له محدودېدو وروسته افغانستان د نورو توکو ترڅنګ له ګڼو اسیایي هېوادونو څخه د درملو واردات هم زیات کړي دي. همدارنګه، د روسیې د درمل جوړونې شرکت «فارماسینټېز» اعلان کړی چې له طالبانو سره یې هوکړه کړې او په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته د درملو صادرات پیل کړي.

څانګه صدیقي: د افغان ښځو لپاره د هالند پرېکړه د طالبانو جنسیتي تبعیض په رسمیت پېژني

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۰۳:۳۵ GMT+۱

په هالند کې مېشتې افغان‌الاصله حقوقي او سیاسي فعالې څانګې صدیقي د هالند هغه پرېکړه ستایلې چې له مخې یې افغان ښځو ته د پناه او ملاتړ زمینه برابریږي.

مېرمن صدیقي ویلي، د هالند دغه پرېکړه د طالبانو له لوري پر افغان ښځو د روانو محدودیتونو، ځورونو او جنسیتي تبعیض د واقعیت په رسمیت پېژندل دي. د هغې په وینا، افغان ښځې د امنیت، کرامت او د خپلو بنسټیزو حقونو د خونديتوب مستحقې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هالند د کډوالو وزارت اعلان کړی، هغه افغان ښځې چې په دغه هېواد کې د پناه غوښتنه کوي، د نوي سیاست له مخې به په ډېرو مواردو کې د استوګنې اجازه ترلاسه کړي.

هالند دغه پرېکړه وروسته له هغې کړې چې د افغان ښځو د سختو او اندېښمنو شرایطو په اړه خبرداری ورکړل شو او د هغوی پر وړاندې د محدودیتونو او تبعیضي چلند په اړه اندېښنې زیاتې شوې.

د پښتو ملي ورځ؛ اتمر د ژبې د پراختیا لپاره د ملي تعهد د نوي کولو غوښتنه وکړه

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۰۳:۲۳ GMT+۱

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف اتمر، د پښتو ملي ورځې په مناسبت ویلي چې د دې ورځې نمانځنه باید د پښتو ژبې د پراختیا، ودې او علمي څېړنو لپاره د ملي ژمنتیا د نوي کولو په ارزښتمن فرصت بدله شي.

اتمر په خپله ایکس‌پاڼه کې د پښتو ملي ورځې مبارکي ورکړې او ویې ویل چې پښتو ژبې د هېواد د نورو ملي او بومي ژبو ترڅنګ، د افغانانو په هویتي بنسټونو کې مهم رول لوبولی او د هېواد د ګډ فرهنګ، ادب او تمدن په بډاینې کې یې ستره ونډه اخیستې ده.

هغه همداراز زیاته کړې چې پښتو ژبې د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان د خلکو په ملي یووالي او ازادۍ غوښتونکو مبارزو کې هم دوامدار او اغېزناک رول ادا کړی دی.

اتمر زیاته کړې: «د دې ژبې د ورځې نمانځنه باید د پښتو ژبې د انکشاف، پراختیا او علمي څېړنو په برخه کې د ملي تعهد د نوي کولو لپاره یو ارزښتمن فرصت وګرځي، څو له نورو خوږو ملي ژبو سره په همغږۍ او ګډ پرمختګ کې لا نوره وده وکړي.»

نوموړي د افغانستان ملت، د پښتو ژبې لیکوالان، ویناوال او د دې تاریخي ژبې پالونکي د پښتو ملي ورځې په مناسبت مبارک بللي او د ژبني او ملي یووالي پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی.