څانګه صدیقي: د افغان ښځو لپاره د هالند پرېکړه د طالبانو جنسیتي تبعیض په رسمیت پېژني

په هالند کې مېشتې افغانالاصله حقوقي او سیاسي فعالې څانګې صدیقي د هالند هغه پرېکړه ستایلې چې له مخې یې افغان ښځو ته د پناه او ملاتړ زمینه برابریږي.

په هالند کې مېشتې افغانالاصله حقوقي او سیاسي فعالې څانګې صدیقي د هالند هغه پرېکړه ستایلې چې له مخې یې افغان ښځو ته د پناه او ملاتړ زمینه برابریږي.
مېرمن صدیقي ویلي، د هالند دغه پرېکړه د طالبانو له لوري پر افغان ښځو د روانو محدودیتونو، ځورونو او جنسیتي تبعیض د واقعیت په رسمیت پېژندل دي. د هغې په وینا، افغان ښځې د امنیت، کرامت او د خپلو بنسټیزو حقونو د خونديتوب مستحقې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د هالند د کډوالو وزارت اعلان کړی، هغه افغان ښځې چې په دغه هېواد کې د پناه غوښتنه کوي، د نوي سیاست له مخې به په ډېرو مواردو کې د استوګنې اجازه ترلاسه کړي.
هالند دغه پرېکړه وروسته له هغې کړې چې د افغان ښځو د سختو او اندېښمنو شرایطو په اړه خبرداری ورکړل شو او د هغوی پر وړاندې د محدودیتونو او تبعیضي چلند په اړه اندېښنې زیاتې شوې.

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف اتمر، د پښتو ملي ورځې په مناسبت ویلي چې د دې ورځې نمانځنه باید د پښتو ژبې د پراختیا، ودې او علمي څېړنو لپاره د ملي ژمنتیا د نوي کولو په ارزښتمن فرصت بدله شي.
اتمر په خپله ایکسپاڼه کې د پښتو ملي ورځې مبارکي ورکړې او ویې ویل چې پښتو ژبې د هېواد د نورو ملي او بومي ژبو ترڅنګ، د افغانانو په هویتي بنسټونو کې مهم رول لوبولی او د هېواد د ګډ فرهنګ، ادب او تمدن په بډاینې کې یې ستره ونډه اخیستې ده.
هغه همداراز زیاته کړې چې پښتو ژبې د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان د خلکو په ملي یووالي او ازادۍ غوښتونکو مبارزو کې هم دوامدار او اغېزناک رول ادا کړی دی.
اتمر زیاته کړې: «د دې ژبې د ورځې نمانځنه باید د پښتو ژبې د انکشاف، پراختیا او علمي څېړنو په برخه کې د ملي تعهد د نوي کولو لپاره یو ارزښتمن فرصت وګرځي، څو له نورو خوږو ملي ژبو سره په همغږۍ او ګډ پرمختګ کې لا نوره وده وکړي.»
نوموړي د افغانستان ملت، د پښتو ژبې لیکوالان، ویناوال او د دې تاریخي ژبې پالونکي د پښتو ملي ورځې په مناسبت مبارک بللي او د ژبني او ملي یووالي پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی.
د بریتانیا د لېسټر پوهنتون څېړونکو موندلې چې د ککړې هوا تنفس کول د ماشومانو د سږو وده ورو کولی شي او اغېزې یې ان د ځوانۍ تر لومړیو کلونو پورې دوام مومي. په دې څېړنه کې له وخت مخکې زېږون، د مور شیدې، د والدینو لهخوا د تنباکو کارول او د کور چاپېریالي شرایط لکه رطوبت هم ارزول شوي.
ساینسپوهانو د څه باندې پنځه زرو هغو کسانو د سږو فعالیت څېړلی چې د ۱۹۹۰مې لسیزې پر مهال د بریسټول ښار او شاوخوا سیمو کې زېږېدلي وو.
د «نویمې لسیزې ماشومان» په نوم د دې ډلې روغتیایي وضعیت له زېږون څخه تر ځوانۍ پورې څارل شوی او د دوی د سږو فعالیت په اته، پنځلس او بیا څلېرویشت کلنۍ کې اندازه شوی دی؛ هغه عمر چې عموماً سږي باید خپل اعظمي ظرفیت ته رسېدلي وي.
څېړونکو د امیندوارۍ د هرې درې میاشتنۍ دورې او همدارنګه د ماشومتوب د لومړنیو کلونو په هر پړاو کې د هوا له ککړتیا سره د ماشومانو د مخامخ کېدو اندازه محاسبه کړې ده. په دې کې معلقې ذرې او نایتروجن ډای اکساید هم شامل وو؛ هغه ګاز چې تر ډېره د ډیزلي موټرو او فوسیلي سونګ د تودوخې له سیستمونو څخه خپرېږي.
د څېړنې پایلو وښودله، چې امیندوارۍ، زیږون او د ماشومتوب په لومړیو پړاوونو کې د هوا له ککړتیا سره مخامخ کېدل د سږو وده تر ځوانۍ پورې ورو کولی شي. د دې اغېزو تر ټولو ډېر اغېز د ځوانۍ په دوره کې لیدل شوی، ځکه په همدې پړاو کې د سږو وده تر ټولو چټکه وي.
انا هینسل، چې د دې څېړنې مشري یې کوله، وویل: «د هوا د ککړتیا د اغېزو ډېری شواهد د لویانو او یا د امیندوارۍ له دورې سره تړاو لري، خو موږ باور لرو، چې دا ککړتیا د ماشومانو د سږو پر ودې او بشپړېدو هم مستقیم اغېز لري».
نوموړې زیاته کړه: «هغه کسان چې سږي یې په ماشومتوب کې خپل بشپړ ظرفیت ته نهرسېږي، په راتلونکي کې د تنفسي ناروغیو پر وړاندې ډېر زیانمن وي، ځکه د تنفس ذخیره یې کمه وي. دغه راز دوی د نورو روغتیایي ستونزو له زیات خطر سره هم مخامخ وي».
د نوموړې په وینا، نورو څېړنو هم ښودلې چې د هوا ککړتیا د سږو روغتیا زیانمنوي او دا چاره د زړه د ناروغیو خطر هم زیاتوي.
انا هینسل وویل: «موږ کلونه وخت ولګاوه څو د امیندوارۍ او د ژوند د لومړیو کلونو لپاره د معلقو ذراتو د ککړتیا دقیق اټکلونه برابر کړو، چې پهکې د بریسټول ښار د ټرافیکي معلوماتو کارول هم شامل وو؛ هغه معلومات چې په ملي ډیټابېسونو کې موجود نه وو».
تر دې وړاندې یوې بلې څېړنې هم ښودلې وه، چې د هوا ککړتیا د ختیځ لندن د ماشومانو د سږو وده کمه کړې ده. په هغې څېړنه کې د نهو کلنو ماشومانو د سږو اندازه په اوسط ډول له طبیعي کچې څخه له ۹۰ تر ۱۰۰ میلیلیټرو پورې کمه وه، چې د دوو هګیو د حجم معادل ګڼل کېږي.
په سوېډن کې ترسره شویو څېړنو هم ښودلې، چې د هوا د کیفیت له ښه کېدو سره د ماشومانو د سږو وده ښه شوې ده. څېړونکي باور لري، چې د هوا د ککړتیا کمېدل ښايي د بریسټول د ماشومانو د سږو وده هم له طبیعي حالت سره نږدې کړې وي.
د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رييس رحمتالله نبیل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور ته په غبرګون کې چې په افغانستان کې طالبانو له ۲۱ ښځو او نجونو سره تاوتریخوالی او ان پرې جنسي تېری یې کړی ویلي، دا راپور د طالبانو دیني او انساني مشروعیت لا نور هم تر جدي پوښتنې لاندې راولي.
رحمتالله نبیل د جمعې په ماخوستن (د غبرګولي ۸مه) په خپله اېکس پاڼه وویل: «که د ملګرو ملتونو دغه راپورونه رښتیا وي چې په افغانستان کې پر زندانی ښځو جنسي تېری شوی، نو دا نور نه یوه عادي پېښه ده او نه هم د څو کسانو شخصي تېروتنه؛ بلکې داسې تورونه دي چې د افغانستان د اوسنیو واکمنانو اخلاقي، ديني او انساني مشروعیت لا نور هم تر جدي پوښتنې لاندې راولي».
رحمت الله نبيل دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو د غړو او چارواکو له لوري د ۲۱ ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي او جنسي تېري پېښې ثبت او تایید شوې دي.
د یوناما د راپور له مخې؛ په دغو پېښو کې جنسي تېری، ډلهییز جنسي تېری، جبري ودونه او په جبري توګه د ښځو بربنډول شامل دي. ملګرو ملتونو ویلي، چې دغه پېښې د ۲۰۲۵ کال پرمهال د ۱۵ ښځو او ۶ نجونو پر وړاندې ترسره شوې دي.
رحمتالله نبیل زیاته کړې: «نن د طالبانو د مشرانو په وړاندې یوه اساسي پوښتنه ولاړه ده: که دا راپورونه دروغ وي، نو ولې له خپلواکو، شفافو او بې پرې څېړنو وېرېږئ؟ ولې زندانونه او توقیف ځایونه د نړیوالو حقیقت موندونکو پلاوو پر مخ تړلي دي؟»
نبیل د طالبانو د مشرانو د واک او مسووليتونو په اړه وويل: «د طالبانو مشران نهشي کولای چې ټول واک په خپل لاس کې وساتي، خو کله چې د داسې درنو تورونو خبره راشي، ځانونه بې مسوولیته وښيي».
هغه زیاته کړې، دغه پوښتنه يوازې له طالبانو څخه نه، «له هغو علماوو هم ده، چې هره ورځ پر منبرونو د حلال او حرام، زکات او سوقات، مسواک او ږیرې په اړه خبرې کوي، خو د داسې درنو تورونو په وړاندې چوپ پاتې دي».
نوموړي همداراز څرګنده کړه: « د ظلم په وړاندې چوپتیا بې طرفي نهده؛ بلکې له اخلاقي، ديني او انساني مسوولیت څخه تېښته ده».
طالبانو لا تر اوسه د یوناما دغه راپور او د رحمتالله نبیل څرګندونو ته څه غبرګون نهدی ښودلی.
د هالنډ «اېناېل ټایمز» رسنۍ راپور ورکړی، چې افغان ښځې او نجونې به له دې وروسته په ډېرو مواردو کې د استوګنې د اجازې د ترلاسه کولو وړ وبلل شي.
د هالنډ د پناه غوښتنې چارو وزیر ویلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو له امله افغان ښځې «په نږدې ټولو مواردو» کې په هالنډ کې د استوګنې د ترلاسه کولو شرایط پوره کوي.
د هالند د پناه غوښتنې او کډوالۍ وزیر بارت فان دن برېنک د افغانستان د پناه غوښتنې د دوسیو اړوند تګلاره د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د نوي راپور له ترلاسه کولو وروسته بدله کړې ده.
په دغه راپور کې، چې د ۲۰۲۳ کال د جون له میاشتې د ۲۰۲۵ کال تر اکتوبر پورې موده رانغاړي، ویل شوي، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حالت ډېر خراب شوی دی.
د «اېناېل ټایمز» د راپور له مخې، د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د طالبانو محدودیتونو، په ځانګړي ډول د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون، د ښځو د تګ راتګ ازادي او د هغوی د ټولنیز او تعلیمي ژوند فرصتونه لا زیات محدود کړي دي.
هالنډي چارواکي وايي، دا بدلون په دې معنا دی، چې د افغان ښځو د پناه غوښتنې دوسیې به د د خوندینې په موخه له پراخ لیدلوري وارزول شي او د هغوی د غوښتنلیکونو د منل کېدو احتمال به ډېر شي.
د رسمي شمېرو لهمخې، په ۲۰۲۵ کال کې په هالنډ کې د افغانانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ۷۶۰ ته رسېدلي، چې د تېرو کلونو پرتله زیاتوالی ښيي.
دغه نوې پرېکړه داسې مهال شوې، چې تر دې وړاندې د هالنډ د پناه غوښتنې او کډوالۍ وزارت د یو شمېر افغان ښځو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد کړي وو او ویلي یې وو، سره له دې چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګېدلي، خو د اوسني سیاست د بدلون لپاره کافي دلیل نهشته.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له ابراهيمي تړون سره د پاکستان د یو ځای کېدو اوازې رد کړې او ټینګار یې کړی، چې د فلسطین د خپلواک دولت تر پېژندلو پورې به په دې اړه د اسلاماباد په دریځ کې هېڅ ډول «نرمښت» رانهشي.
د پاکستان د اېکسپرېس ورځپاڼې د خبر لهمخې، اسحاق ډار د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۸مه) په واشنګټن کې د پاکستان په سفارت کې رسنیو ته وویل: «د ابراهيمي تړون په اړه ډېرې اوازې خپرېږي، خو په دې اړه د پاکستان دریځ خورا روښانه او ثابت دی. تر هغې چې فلسطین د ۱۹۶۷ کال له ماډل سره سم، چې قدس شریف یې پلازمېنه وي په رسمیت ونهپېژندل شي، هېڅ نرمښت به ونهښي».
د خبر لهمخې، اسحاق ډار د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره تر کتنې وروسته دغه خبره کړې ده.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير لهخوا دا سپيناوی څو ورځې وروسته له هغې څرګندېږي، چې د مې پر ۲۵مه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، ده د قطر، سعودي عربستان، پاکستان، مصر، اردن او ترکیې په ګډون له څو هېوادونو څخه غوښتي، چې له اسراییل سره د اړیکو د عادي کولو لپاره له ابراهيمي تړون سره یوځای شي.
ټرمپ ويلي وو، له ايران سره د جګړې د پای ته رسولو د هڅو په اړه هم د دغو هېوادونو له مشرانو سره یې خبرې کړې دي.
ابراهيمي تړون
ابراهیمي تړون هغه تړون ته ویل کېږي، چې په ۲۰۲۰ کال کې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال، د امریکا په منځګړیتوب د اسرایيل او ځینو عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره لاسلیک شو.
په دغه تړون کې لومړی متحده عربي امارات او بحرين شامل شول او له اسرایيل سره یې رسمي اړیکې جوړې کړې، وروسته بيا سوډان او مراکش هم ورسره یوځای شول.
په دې تړون کې؛ د اسرايیل او عربي هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو جوړېدل، سوداګریز، اقتصادي او امنیتي همکارۍ، د الوتنو او سیاحت اسانتیاوې، د ټکنالوژۍ او پانګونې پراختیا شاملې دي.
هغه وخت ویل شوي وو، چې دغه تړون ته د ابراهيم نوم ځکه ورکړل شوی، چې مسلمانان، عیسویان او یهودیان ټول ابراهیم (ع) خپل ګډ پیغمبر ګڼي، نو د سولې او ګډ تفاهم د سمبول په توګه دا نوم ورته غوره شوی دی.
خو ځینې یې په ځانګړي ډول فلسطینیان، پر دې تړون نیوکې لري او وايي، چې فلسطين پهکې له پامه غورځول شوی، خو ملاتړ کوونکي یې په اړه څرګندوي، چې دا تړون د منځني ختیځ د ثبات او اقتصادي همکاریو لپاره مهم دی.