هالنډ د افغان ښځو لپاره د استوګنې د ترلاسه کولو شرایط اسانه کړل

د هالنډ «اېناېل ټایمز» رسنۍ راپور ورکړی، چې افغان ښځې او نجونې به له دې وروسته په ډېرو مواردو کې د استوګنې د اجازې د ترلاسه کولو وړ وبلل شي.

د هالنډ «اېناېل ټایمز» رسنۍ راپور ورکړی، چې افغان ښځې او نجونې به له دې وروسته په ډېرو مواردو کې د استوګنې د اجازې د ترلاسه کولو وړ وبلل شي.
د هالنډ د پناه غوښتنې چارو وزیر ویلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو له امله افغان ښځې «په نږدې ټولو مواردو» کې په هالنډ کې د استوګنې د ترلاسه کولو شرایط پوره کوي.
د هالند د پناه غوښتنې او کډوالۍ وزیر بارت فان دن برېنک د افغانستان د پناه غوښتنې د دوسیو اړوند تګلاره د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د نوي راپور له ترلاسه کولو وروسته بدله کړې ده.
په دغه راپور کې، چې د ۲۰۲۳ کال د جون له میاشتې د ۲۰۲۵ کال تر اکتوبر پورې موده رانغاړي، ویل شوي، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حالت ډېر خراب شوی دی.
د «اېناېل ټایمز» د راپور له مخې، د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د طالبانو محدودیتونو، په ځانګړي ډول د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون، د ښځو د تګ راتګ ازادي او د هغوی د ټولنیز او تعلیمي ژوند فرصتونه لا زیات محدود کړي دي.
هالنډي چارواکي وايي، دا بدلون په دې معنا دی، چې د افغان ښځو د پناه غوښتنې دوسیې به د د خوندینې په موخه له پراخ لیدلوري وارزول شي او د هغوی د غوښتنلیکونو د منل کېدو احتمال به ډېر شي.
د رسمي شمېرو لهمخې، په ۲۰۲۵ کال کې په هالنډ کې د افغانانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ۷۶۰ ته رسېدلي، چې د تېرو کلونو پرتله زیاتوالی ښيي.
دغه نوې پرېکړه داسې مهال شوې، چې تر دې وړاندې د هالنډ د پناه غوښتنې او کډوالۍ وزارت د یو شمېر افغان ښځو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد کړي وو او ویلي یې وو، سره له دې چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګېدلي، خو د اوسني سیاست د بدلون لپاره کافي دلیل نهشته.

د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو یو شمېر افسران وايي، چې برېتانیا ته د لېږد لپاره له کلونو انتظار وروسته د افغانانو د ځایپرځای کېدو او مرستې پروګرام (ARAP) کې د دوی غوښتنلیکونه رد شوي او اوس په افغانستان کې له سرګردانۍ، ناهیلۍ او امنیتي ګواښونو سره ژوند کوي.
دغو افسرانو په هغو لیکونو او پیغامونو کې چې افغانستان انټرنشنل ته یې استولي ویلي، په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د حضور پر مهال یې له هغوی سره مستقیمه یا غیرمستقیمه همکاري کړې وه، خو سره له دې چې انځورونه، ویډیوګانې، ستاینلیکونه، د همکارۍ اسناد او د مرګ ګواښونو شواهد یې وړاندې کړي، غوښتنلیکونه یې «په ډلهییز ډول» او د تکراري دلایلو لهمخې رد شوي دي.
د لیکونو رالېږونکي ځانونه د افغانستان د امنیتي ځواکونو د بېلابېلو قطعو پخواني غړي معرفي کوي، چې پهکې د ۴۴۴ ایټياېف، ۳۳۳ ایټياېف، د سياریو ۲۲۲، د افغانستان د ملي اردو، د ملي امنیت ریاست او د پولیسو د ځانګړې قطعې غړي شامل دي.
دوی ویلي، چې په ګډو عملیاتو، پوځي اډو او ماموریتونو کې یې د بریتانوي او د ایساف ځواکونو ترڅنګ دندې ترسره کړې دي.
د دغو افسرانو په وینا، د دوی غوښتنلیکونو ته په ورکړل شویو ځوابونو کې تر ډېره دا ویل شوي، چې د بریتانیا له حکومت سره د مستقیم استخدام سند نهلري یا وړاندې شوي شواهد د تایید وړ نهدي. دوی ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د بریتانیا جګړهییز ماموریتونه او میداني همکارۍ تل له رسمي او لیکلي قراردادونو سره نهوي ملګرې او ډېری همکارۍ د جګړې په ډګر کې او له رسمي اسنادو پرته ترسره شوې دي.
په یوه پیغام کې، چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، د ځانګړو ځواکونو یوه پخواني غړي لیکلي، چې د «ترهګرو دښمنانو» پر ضد په ځانګړو عملیاتو کې ټپي شوی او اوس په ایران کې په «ډېر زیانمن او نامعلوم» وضعیت کې ژوند کوي.
هغه لیکلي: «زه سم قدم نهشم وهلی، خو د ARAP پروګرام زما دوسیه دوه ځله رد کړې او تړلې یې ده».
هغه پروګرام چې بریتانیا د افغان همکارانو لپاره جوړ کړی وو
د ARAP پروګرام د ۱۴۰۰ کال د وري په ۱۲مه پیل شو. د دې پروګرام موخه د هغو افغانانو لېږد او ملاتړ وو، چې په افغانستان کې یې د بریتانیا له حکومت یا د هغه ترڅنګ په خطرناکو او مهمو ماموریتونو کې کار کړی وو.
د بریتانیا حکومت وايي، دغه پروګرام د هغو کسانو لپاره جوړ شوی وو، چې د بریتانیا له ماموریت سره د همکارۍ له امله له ګواښ سره مخ کېدای شول.
دا پروګرام د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ په ۱۰مه د نویو غوښتنلیکونو پر مخ وتړل شو. خو پخواني افسران او سرتېري وايي، د دوی دوسیې د پروګرام له تړل کېدو ډېر مخکې ثبت شوې وې.
له ARAP پروګرام سره هممهاله، بریتانیا د افغانانو د بیا مېشتېدو بله لاره (ACRS) هم وتړله. د بریتانیا حکومت وايي، د افغانانو د مېشتېدو د پروګرامونو له لارې یې تر ۳۴ زرو ډېر افغانان بریتانیا ته انتقال کړي او د هغو د دوسیو ارزونه لا هم روانه ده، چې د پروګرامونو له تړل کېدو مخکې ثبت شوې وې.
د ځانګړو افغان قطعو لانجه او د سلګونو پخوانیو پرېکړو بدلون
په ARAP پروګرام کې د افغان افسرانو د غوښتنلیکونو د رد موضوع په بریتانیا کې اوږده مخینه لري. تر ټولو مهمه قضیه د افغانستان د ځانګړو قطعو د پخوانیو غړو وه، چې په بریتانوي سیاسي بحثونو کې د «ټرېپلز» په نوم یادېږي. دا نوم د ۳۳۳ او ۴۴۴ قطعو غړو ته کارول کېږي، چې په افغانستان کې یې له بریتانوي ځواکونو سره اوږه په اوږه دندې ترسره کولې.
د ۱۴۰۳ کال په تلې میاشت کې د بریتانیا حکومت ومنله، چې د دغو واحدونو د غړو د غوښتنلیکونو د ارزونې په بهیر کې ستونزې او ناهمغږۍ موجودې وې. له هغې وروسته د رد شویو دوسیو د بیا ارزونې بهیر پیل شو.
د خوندي لارو د ناڅاپي تړل کېدو په اړه نیوکې
د ARAP پروګرام تړل کېدل د هغو بنسټونو له غبرګون سره هم مخ شول، چې له افغان همکارانو څخه ملاتړ کوي.
د سولې اېتلاف، چې د بریتانیا د افغان ژباړونکو او همکارو کارکوونکو د حقونو ملاتړ کوي ویلي وو، چې د خوندي لارو تړل کېدل د ګڼو افغانانو لپاره چې له خطر سره مخ دي، یوه «ټکان ورکوونکې» پرېکړه وه.
دغه بنسټ د دوسیو د ارزونې پر ورو بهیر او د عادلانه فرصتونو پر نشتوالي هم نیوکه کړې ده.
د بریتانیا حکومت د مهاجرتي بدلونونو په تشریحي سند کې ویلي، چې ARAP پروګرام د معمول ۲۱ ورځني خبرتیايي مهلت پرته وتړل شو. د سند لهمخې، د بریتانیا دفاع وزارت اندېښنه لرله، که د پروګرام د تړل کېدو په اړه مخکې خبر ورکړل شي، د غوښتنلیکونو شمېر به ناڅاپه زیات او د دوسیو کتار به لا اوږد شي.
د بریتانیا حکومت په باور، دا پرېکړه په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته د بېړنیو لارو د پای ته رسولو او د مېشتېدو د بهیر د مدیریت برخه وه. خو پخواني افغان افسران وايي، دا پرېکړه داسې وخت کې وشوه، چې ډېری یې لا هم په افغانستان کې پاتې وو، روښانه ځوابونه یې نهوو ترلاسه کړي او یا له وروستي رد سره مخ شوي وو.
افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو لیکونو کې دغو افسرانو له رسنیو، د بشري حقونو له بنسټونو او د بریتانیا د پارلمان له غړو غوښتي چې د ARAP پروګرام د پرېکړو بهیر په خپلواکه او علني توګه وڅېړي.
دوی لیکلي، چې بریتانیا باید د خپلو افغان متحدانو پر وړاندې خپلې «اخلاقي ژمنې» ته وفاداره پاتې شي.
د اداري رد او د ژوند د خطر ترمنځ
پخواني افغان افسران وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هغه کسان چې له بهرنیو ځواکونو یا پخواني حکومت سره یې کار کړی، د پېژندل کېدو، ګواښونو، نیولو او غچ اخیستنې له خطر سره مخ دي.
د دوی په لیکونو کې راغلي، چې ځینې همکاران یې لا هم په افغانستان کې په خورا خطرناکو شرایطو کې ژوند کوي او د غوښتنلیکونو ردېدل دوی او کورنۍ یې بېسرپناه حالت ته ټېل وهي.
په یوه لیک کې راغلي، چې دغه افسران ځانونه د وخت پر وړاندې په یوې ترخې سیالۍ کې ویني. دوی لیکلي، ځینې هغه کسان چې مخکې بریتانیا ته انتقال شوي، اوس په هوټلونو کې مېشت دي او ځینو یې د دایمي استوګنې وړاندیزونه هم نهدي منلي.
د لیک لیکوونکي ټینګار کوي، چې د مېشتېدو ستونزې باید د هغو کسانو د انتقال د ځنډ لامل نهشي چې لا هم له جدي خطر سره مخ دي.
دوی ویلي: «د انسانانو ژوند باید د اداري پرېکړو، د مېشتېدو د ځنډ او اوږدو ارزونو قرباني نهشي.»
د معلوماتو افشا کېدل او د پخوانیو افسرانو د ژوند لا سختېدل
د ARAP پروګرام له تړل کېدو مخکې هم له یوې جدي ستونزې سره مخ شوی وو.
د بریتانیا حکومت تایید کړې، چې د ۱۴۰۰ کال په سلواغې میاشت کې د معلوماتو د ضایع کېدو د یوې پېښې له امله د ARAP او اېکسګریشیا پروګرامونو د ځینو غوښتونکو شخصي معلومات ښايي افشا شوي وي.
وروسته حکومت وویل، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د دوسیو د ارزونې یو کاري جدول د داخلي تېروتنې له امله د حکومت له رسمي سیستم څخه بهر واستول شو.
له دې افشا کېدو وروسته، بریتانیا د «افغانستان ریسپانس روټ» په نوم جلا او محرم بهیر جوړ کړ، څو هغه کسان وارزوي چې د معلوماتو د افشا کېدو له امله له خطر سره مخ بلل کېدل او بریتانیا ته د هغوی د انتقال امکان وڅېړي.
پخواني افسران اندېښنه لري، چې د دوی د نومونو، مشخصاتو او دوسیو د جزییاتو احتمالي افشا کېدل او همدارنګه د غوښتنلیکونو رد یا د ارزونې اوږدېدل، دوی په داسې چاپېریال کې پرېږدي، چې د دوی په وینا هره ورځ نوې امنیتي ستونزې او ګواښونه زېږوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، اسلاماباد له واشنګټن سره د افغانستان له خاورې پاکستان کې د ترهګرۍ په تړاو اندېښنې شريکې کړي او د امنيتي ننګونو او د ترهګرۍ پرضد پر همکاریو یې ټينګار کړی دی. طالبانو بیا په وار وار په ډاګه کړې، چې افغانستان به د هېڅ هېواد پر ضد ونهکارول شي.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۸مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په واشنګټن کې د امریکا له بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو سره وکتل.
د خبرپاڼې لهمخې، په دې ليدنه کې اسحاق ډار له مارکو روبيو سره «د پاکستان پر وړاندې د ترهګرو ډلو لهخوا د افغانستان د خاورې د کارولو په اړه د پاکستان اندېښنې شریکې کړې او د امنیتي ننګونو د هوارولو لپاره یې د ترهګرۍ پرضد د همکاریو» پر زیاتېدو هم ټينګار کړی دی.
پاکستان له اوږدې مودې څخه ادعا لري، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره کاريږي، خو طالبان د پاکستان دغه ادعا او تور ردوي او وايي، چې ناامني د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.
د اسحاق ډار او مارکو روبيو ترمنځ د ليدنې په اړه د پاکستان بهرنيو چارو وزارت زياته کړه: «د دوه اړخیزو ملګرتیاوو په ترڅ کې دواړو لورو موافقه وکړه، چې د پاکستان او امریکا د ملګرتیا د لا پیاوړتیا لپاره په ګډه کار ته دوام ورکوي، کوم چې د لوړ پوړي تعامل او سیمهییزې سولې، امنیت او اقتصادي سوکالۍ کې د ګډو ګټو پر بنسټ مشخص شوي دي».
خبرپاڼه زیاتوي، په دې ليدنه کې دواړو لورو «د دوه اړخیزو ګټو پر اړوند مسایلو هم خبرې وکړې او موافقه یې وکړه، چې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې، کلتوري همکارۍ او همدارنګه د ترهګرۍ پرضد او امنیتي برخو کې ملګرتیا پیاوړې او پراخه کړي».
د يادې ليدنې په اړه مارکو روبيو هم په خپله اېکسپاڼه ویلي: «په منځني ختیځ کې د سولې د پرمختګ په برخه کې د پاکستان د پرلهپسې رول لوبولو له امله مې له اسحاق ډار څخه مننه وکړه».
هغه زياته کړې: «موږ د دواړو ملتونو د غوره امنیت او سوکالۍ لپاره د یوې معنا لرونکې ملګرتیا د لا پیاوړتیا په موخه د ګډ کار پر ارزښت هوکړه وکړه».
دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د روسیې په کوربهتوب د امنیت شورا نړۍوال فورم په لومړۍ غونډه کې ویلي: «موږ هېڅکله چا ته اجازه نه ورکوو، چې زموږ خاوره د بل هېواد په ضرر وکاروي».
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې رییس ملا نورالدین ترابي ویلي، له راستنو شویو افغانانو سره مرسته اسلامي او انساني مسوولیت دی او ټولې ادارې باید په ګډه د هغوی لاسنیوی وکړي. هغه د جمعې په ورځ کندهار کې له نساجۍ سیمې تر عینو مېنې پورې د مېشتو راستنېدونکو وضعیت له نږدې ارزولی دی.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې د جمعې په ماخوستن (د غبرګولي ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نورالدین ترابي د راستنو شویو ستونزې، اړتیاوې او اوسنی وضعیت ارزولی او اړوندو مسوولینو ته یې سپارښتنه کړې، چې لازمې اسانتیاوې او پر وخت مرستې ورته برابرې کړي. د نوموړي په وینا، اداره یې هڅه کوي، چې د شته امکاناتو په کارولو سره د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي.
ترابي د راستنېدونکو افغانانو خدمت د طالبانو د حکومت مسوولیت ګڼي او ټینګار لري، چې د همغږۍ او ګډو هڅو له لارې به د مرستو بهیر چټک کړي. هغه ویلي، د ادارو ترمنځ همکاري د کډوالو د عاجلو اړتیاوو د پوره کېدو لپاره ضروري ده.
د افغانستان انټرنشنل معلومات ښيي، چې د افغان کډوالو د ستنولو او اېستلو بهیر په سیمه او اروپا کې چټک شوی؛ پاکستان او ایران په یوه ورځ کې زرګونه کسان بېرته لېږي او په اروپا کې هم ګڼو افغانانو ته د وتلو امرونه ورکړل شوي.
له دې سره هممهاله د طالبانو په واکمنۍ کې افغانان له سخت بشري ناورین، فقر او بې روزګارۍ سره مخ دي. هېواد ته یو شمېر ستانه شوي کډوال هم د دغه ناورین برخه ګرځېدلي او ملګرو ملتونو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې په دې برخه کې له افغانستان سره همکارۍ او مرستې وکړي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر له یو شمېر دولتي چارواکو او مسوولینو سره په کتنو کې د خلکو او حکومتي بنسټونو تر منځ پر همکاریو او یووالي له ټينګار سربېره کډوالو او راستنېدونکو ته د خدماتو رسول د ټولو دولتي ادارو ګډ مسوولیت وباله.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کې له یو شمېر حکومتي لوړ پوړو چارواکو او مسوولینو سره په اختریزه کتنو کې د کډوالو د وضعیت، د راستنېدونکو هېوادوالو ستونزو ته د رسېدنې او په دې برخه کې د دولتي ادارو تر منځ د همغږیو په تړاو خبرې کړې دي.
عبدالکبیر په دې کتنو کې د خلکو او حکومتي ادارو تر منځ پر همکاریو او یووالي له ټينګار سربېره ویلي: «کډوالو او راستنېدونکو ته د خدماتو رسول د ټولو ادارو ګډ مسوولیت دی».
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې شاوخوا ۵ میلیونه افغانان په جبر له ګاونډیو هېوادونو بېرته هېواد ته ستانه کړای شوي دي. دغه ستانه شوي، د سرپناه د نهلرلو تر څنګ د ورځني ژوند د دوام په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي. طالبانو په دې موده کې یوازې څه باندې ۳۰ زره ستنو شویو کورنیو ته د استوګنې نمرې ورکړي او پاتې نور لا هم په کېږدیو او دښتو کې شپې او ورځې تېروي.
افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلي سند له مخې، طالبانو تر خپل واک لاندې سفارتونو او کونسلګریو لپاره نوې وېبپاڼې جوړې او فعالې کړې دي. طالبانو په دغو وېبپاڼو کې د «افغانستان اسلامي جمهوریت» نوم لرې کړی او د افغانستان د ملي بیرغ پر ځای یې د خپلې ډلې بیرغ ځای پر ځای کړی دی.
د ترلاسه شویو سندونو له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په متحده عربي اماراتو کې د «حومادي» په نامه له یوه خصوصي شرکت سره د دغو نویو وېبسایټونو د جوړولو تړون لاسلیک کړی دی. په دغه تړون کې لیکل شوي، چې دا شرکت به د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اړوند ټولې وېبپاڼې جوړوي. په دغو نوېو وېبسایټونو کې د انلاین وېزې له خدمتونو نیولې، د پاسپورټونو د وېش او د بېلابېلو سندونو د تاییدۍ ځانګړې برخې او سیسټمونه پکې رامنځته شوي دي.
په اروپايي هېوادونو کې یو شمېر پخوانیو افغان ډېپلوماټانو پهدې اړه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دې سره د افغانستان وګړو ټول رسمي او هویتي سندونه د یوې شخصي کمپنۍ لاس ته ورځي او دا چاره د افغانانو د شخصي معلوماتو د امنیت پر وړاندې ستر او جدي ګواښ رامنځته کوي.
که څه هم له روسیې پرته نورو هېوادونو طالبان په رسمیټ نه دې پېژندلي، خو په ځینو اروپايي هېوادونو کې د سفارتونو او کونسلګریو کنټرول د طالبانو ډېپلوماټونو ته په واک کې ور کړل شوی دی.
طالبانو تر اوسه د دغه دوبی مېشتې کمپنۍ سره د تړون په اړه معلومات نه دې ورکړي، چې دا تړون د کومو شرایطو پر اساس شوی دی.
طالبانو په دې نوي وېب سایټونو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت پر ځای «اسلامي امارت» لیکلی او د ملي بیرغ پرځای د خپلې ډلې بیرغ ځای پر ځای کړی دی.
د طالبانو له لوري جوړ شوي ویب سایټونو کې ساکښو انځورونه هم نه لیدل کېږي.
که سه هم دا انټرنیټي وېب سایټونه پر لیکه شوي دي، خو تروسه د پخوانیو افغان سفیرانو او ډېپلوماټانو پېغامونه لیدل کېږي.