دغو افسرانو په هغو لیکونو او پیغامونو کې چې افغانستان انټرنشنل ته یې استولي ویلي، په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د حضور پر مهال یې له هغوی سره مستقیمه یا غیرمستقیمه همکاري کړې وه، خو سره له دې چې انځورونه، ویډیوګانې، ستاینلیکونه، د همکارۍ اسناد او د مرګ ګواښونو شواهد یې وړاندې کړي، غوښتنلیکونه یې «په ډلهییز ډول» او د تکراري دلایلو لهمخې رد شوي دي.
د لیکونو رالېږونکي ځانونه د افغانستان د امنیتي ځواکونو د بېلابېلو قطعو پخواني غړي معرفي کوي، چې پهکې د ۴۴۴ ایټياېف، ۳۳۳ ایټياېف، د سياریو ۲۲۲، د افغانستان د ملي اردو، د ملي امنیت ریاست او د پولیسو د ځانګړې قطعې غړي شامل دي.
دوی ویلي، چې په ګډو عملیاتو، پوځي اډو او ماموریتونو کې یې د بریتانوي او د ایساف ځواکونو ترڅنګ دندې ترسره کړې دي.
د دغو افسرانو په وینا، د دوی غوښتنلیکونو ته په ورکړل شویو ځوابونو کې تر ډېره دا ویل شوي، چې د بریتانیا له حکومت سره د مستقیم استخدام سند نهلري یا وړاندې شوي شواهد د تایید وړ نهدي. دوی ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د بریتانیا جګړهییز ماموریتونه او میداني همکارۍ تل له رسمي او لیکلي قراردادونو سره نهوي ملګرې او ډېری همکارۍ د جګړې په ډګر کې او له رسمي اسنادو پرته ترسره شوې دي.
په یوه پیغام کې، چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، د ځانګړو ځواکونو یوه پخواني غړي لیکلي، چې د «ترهګرو دښمنانو» پر ضد په ځانګړو عملیاتو کې ټپي شوی او اوس په ایران کې په «ډېر زیانمن او نامعلوم» وضعیت کې ژوند کوي.
هغه لیکلي: «زه سم قدم نهشم وهلی، خو د ARAP پروګرام زما دوسیه دوه ځله رد کړې او تړلې یې ده».
هغه پروګرام چې بریتانیا د افغان همکارانو لپاره جوړ کړی وو
د ARAP پروګرام د ۱۴۰۰ کال د وري په ۱۲مه پیل شو. د دې پروګرام موخه د هغو افغانانو لېږد او ملاتړ وو، چې په افغانستان کې یې د بریتانیا له حکومت یا د هغه ترڅنګ په خطرناکو او مهمو ماموریتونو کې کار کړی وو.
د بریتانیا حکومت وايي، دغه پروګرام د هغو کسانو لپاره جوړ شوی وو، چې د بریتانیا له ماموریت سره د همکارۍ له امله له ګواښ سره مخ کېدای شول.
دا پروګرام د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ په ۱۰مه د نویو غوښتنلیکونو پر مخ وتړل شو. خو پخواني افسران او سرتېري وايي، د دوی دوسیې د پروګرام له تړل کېدو ډېر مخکې ثبت شوې وې.
له ARAP پروګرام سره هممهاله، بریتانیا د افغانانو د بیا مېشتېدو بله لاره (ACRS) هم وتړله. د بریتانیا حکومت وايي، د افغانانو د مېشتېدو د پروګرامونو له لارې یې تر ۳۴ زرو ډېر افغانان بریتانیا ته انتقال کړي او د هغو د دوسیو ارزونه لا هم روانه ده، چې د پروګرامونو له تړل کېدو مخکې ثبت شوې وې.
د ځانګړو افغان قطعو لانجه او د سلګونو پخوانیو پرېکړو بدلون
په ARAP پروګرام کې د افغان افسرانو د غوښتنلیکونو د رد موضوع په بریتانیا کې اوږده مخینه لري. تر ټولو مهمه قضیه د افغانستان د ځانګړو قطعو د پخوانیو غړو وه، چې په بریتانوي سیاسي بحثونو کې د «ټرېپلز» په نوم یادېږي. دا نوم د ۳۳۳ او ۴۴۴ قطعو غړو ته کارول کېږي، چې په افغانستان کې یې له بریتانوي ځواکونو سره اوږه په اوږه دندې ترسره کولې.
د ۱۴۰۳ کال په تلې میاشت کې د بریتانیا حکومت ومنله، چې د دغو واحدونو د غړو د غوښتنلیکونو د ارزونې په بهیر کې ستونزې او ناهمغږۍ موجودې وې. له هغې وروسته د رد شویو دوسیو د بیا ارزونې بهیر پیل شو.
د خوندي لارو د ناڅاپي تړل کېدو په اړه نیوکې
د ARAP پروګرام تړل کېدل د هغو بنسټونو له غبرګون سره هم مخ شول، چې له افغان همکارانو څخه ملاتړ کوي.
د سولې اېتلاف، چې د بریتانیا د افغان ژباړونکو او همکارو کارکوونکو د حقونو ملاتړ کوي ویلي وو، چې د خوندي لارو تړل کېدل د ګڼو افغانانو لپاره چې له خطر سره مخ دي، یوه «ټکان ورکوونکې» پرېکړه وه.
دغه بنسټ د دوسیو د ارزونې پر ورو بهیر او د عادلانه فرصتونو پر نشتوالي هم نیوکه کړې ده.
د بریتانیا حکومت د مهاجرتي بدلونونو په تشریحي سند کې ویلي، چې ARAP پروګرام د معمول ۲۱ ورځني خبرتیايي مهلت پرته وتړل شو. د سند لهمخې، د بریتانیا دفاع وزارت اندېښنه لرله، که د پروګرام د تړل کېدو په اړه مخکې خبر ورکړل شي، د غوښتنلیکونو شمېر به ناڅاپه زیات او د دوسیو کتار به لا اوږد شي.
د بریتانیا حکومت په باور، دا پرېکړه په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته د بېړنیو لارو د پای ته رسولو او د مېشتېدو د بهیر د مدیریت برخه وه. خو پخواني افغان افسران وايي، دا پرېکړه داسې وخت کې وشوه، چې ډېری یې لا هم په افغانستان کې پاتې وو، روښانه ځوابونه یې نهوو ترلاسه کړي او یا له وروستي رد سره مخ شوي وو.
افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو لیکونو کې دغو افسرانو له رسنیو، د بشري حقونو له بنسټونو او د بریتانیا د پارلمان له غړو غوښتي چې د ARAP پروګرام د پرېکړو بهیر په خپلواکه او علني توګه وڅېړي.
دوی لیکلي، چې بریتانیا باید د خپلو افغان متحدانو پر وړاندې خپلې «اخلاقي ژمنې» ته وفاداره پاتې شي.
د اداري رد او د ژوند د خطر ترمنځ
پخواني افغان افسران وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هغه کسان چې له بهرنیو ځواکونو یا پخواني حکومت سره یې کار کړی، د پېژندل کېدو، ګواښونو، نیولو او غچ اخیستنې له خطر سره مخ دي.
د دوی په لیکونو کې راغلي، چې ځینې همکاران یې لا هم په افغانستان کې په خورا خطرناکو شرایطو کې ژوند کوي او د غوښتنلیکونو ردېدل دوی او کورنۍ یې بېسرپناه حالت ته ټېل وهي.
په یوه لیک کې راغلي، چې دغه افسران ځانونه د وخت پر وړاندې په یوې ترخې سیالۍ کې ویني. دوی لیکلي، ځینې هغه کسان چې مخکې بریتانیا ته انتقال شوي، اوس په هوټلونو کې مېشت دي او ځینو یې د دایمي استوګنې وړاندیزونه هم نهدي منلي.
د لیک لیکوونکي ټینګار کوي، چې د مېشتېدو ستونزې باید د هغو کسانو د انتقال د ځنډ لامل نهشي چې لا هم له جدي خطر سره مخ دي.
دوی ویلي: «د انسانانو ژوند باید د اداري پرېکړو، د مېشتېدو د ځنډ او اوږدو ارزونو قرباني نهشي.»
د معلوماتو افشا کېدل او د پخوانیو افسرانو د ژوند لا سختېدل
د ARAP پروګرام له تړل کېدو مخکې هم له یوې جدي ستونزې سره مخ شوی وو.
د بریتانیا حکومت تایید کړې، چې د ۱۴۰۰ کال په سلواغې میاشت کې د معلوماتو د ضایع کېدو د یوې پېښې له امله د ARAP او اېکسګریشیا پروګرامونو د ځینو غوښتونکو شخصي معلومات ښايي افشا شوي وي.
وروسته حکومت وویل، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د دوسیو د ارزونې یو کاري جدول د داخلي تېروتنې له امله د حکومت له رسمي سیستم څخه بهر واستول شو.
له دې افشا کېدو وروسته، بریتانیا د «افغانستان ریسپانس روټ» په نوم جلا او محرم بهیر جوړ کړ، څو هغه کسان وارزوي چې د معلوماتو د افشا کېدو له امله له خطر سره مخ بلل کېدل او بریتانیا ته د هغوی د انتقال امکان وڅېړي.
پخواني افسران اندېښنه لري، چې د دوی د نومونو، مشخصاتو او دوسیو د جزییاتو احتمالي افشا کېدل او همدارنګه د غوښتنلیکونو رد یا د ارزونې اوږدېدل، دوی په داسې چاپېریال کې پرېږدي، چې د دوی په وینا هره ورځ نوې امنیتي ستونزې او ګواښونه زېږوي.