اروپایي ټولنه: د لغمان د خونړۍ پېښې له امله خواشیني یوو

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ ویلي، چې د لغمان ولایت د وروستۍ خونړۍ ترافيکي پېښې له امله ژوره خواشیني څرګندوي او د قربانیانو کورنیو ته یې د خواخوږۍ پیغام وړاندې کړی دی.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ ویلي، چې د لغمان ولایت د وروستۍ خونړۍ ترافيکي پېښې له امله ژوره خواشیني څرګندوي او د قربانیانو کورنیو ته یې د خواخوږۍ پیغام وړاندې کړی دی.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د لغمان ولایت د یوې خونړۍ پېښې له امله سخت خواشیني دي.
یادې ادارې د پېښې د قربانیانو کورنیو او خپلوانو ته د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته یې د ژر روغتیا هیله څرګنده کړې ده.
اروپایي ټولنې زیاته کړې چې د دې ډول پېښو له امله د زیانمنو کورنیو درد درک کوي او له هغوی سره خپله همدردي شریکوي.
دغه پېښه تېره ورځ هغه مهال رامنځته شوه، چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو یوه لارۍ د کابل - لغمان پر لویه لاره له سړک څخه واوښت او چپه شو. په دې پېښه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان، چې ۱۰ یې ماشومان او ۵ یې ښځې دي، مړه شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.
تر دې مخکې د یادې مرګونې ټرافیکي پېښې په تړاو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، متحده عربي امارات او په کابل کې د سعودي عربستان سفارت هم ورته د خواخوږۍ پیغامونه خپاره کړي دي.