ښایي چې اوزمپیک د وزن کمولو تر څنګ د مغز جوړښت هم بدل کړي

یوه نوې څېړنې ښيي چې د چاغښت ضد مشهور درمل «اوزمپیک» د اشتها د کنټرول تر څنګ د مغز پر هغو برخو هم اغېز لرلی شي چې د خوړو، انګېزې او روږدو چلندونو سره تړاو لري.

یوه نوې څېړنې ښيي چې د چاغښت ضد مشهور درمل «اوزمپیک» د اشتها د کنټرول تر څنګ د مغز پر هغو برخو هم اغېز لرلی شي چې د خوړو، انګېزې او روږدو چلندونو سره تړاو لري.
واشنګټن پوسټ په یوه تازه راپور کې ویلي چې د وزن کمولو مشهور درمل «اوزمپیک» او ورته نور درمل ښايي یوازې د اشتها په کمولو او د وزن په راټیټولو بسنه ونه کړي، بلکې د انسان د مغز په جوړښت او فعالیت کې هم بدلونونه رامنځته کړي.
د راپور له مخې، څېړونکو د هغو کسانو د مغزو سکنونه څېړلي چې د GLP-1 په نوم هورموني درمل یې کارولي دي. دغه درمل د خوړو له خوړلو وروسته په بدن کې د مړښت احساس پیاوړی کوي او د اشتها په کمولو کې مرسته کوي.
د کلراډو ایالتي پوهنتون یوې څېړونکې الیسن شاپیرو ویلي چې د درملنې مخکې او وروسته د ګډونوالو د مغزو انځورونه د پام وړ توپیرونه ښيي. د هغې په وینا، په ځینو مواردو کې د مغز د بېلابېلو برخو ترمنځ اړیکې یوازې د څو میاشتو په موده کې بدلې شوې دي.
راپور زیاتوي چې اوزمپیک او ورته درمل په لومړي سر کې د شکرې ناروغۍ او چاغښت د درملنې لپاره جوړ شوي وو، خو اوس داسې نښې نښانې لیدل کېږي چې ښايي د مغز پر هغو برخو هم اغېز ولري چې د انعام احساس، انګېزې، د خوړو عادتونه او حتا ځینې روږدي چلندونه تنظیموي.
څېړونکي وايي چې لا هم د دغو درملو د اوږدمهاله اغېزو په اړه پراخو علمي څېړنو ته اړتیا شته، خو لومړني شواهد ښيي چې د وزن کمولو دغه درمل د بدن د میتابولیزم تر څنګ د مغز په فعالیت کې هم مهم بدلونونه رامنځته کولای شي.
اوس مهال په ټوله نړۍ کې میلیونونه کسان د چاغښت او شکرې د درملنې لپاره له اوزمپیک او ورته درملو ګټه اخلي او ساینسپوهان هڅه کوي معلومه کړي چې دغه درمل د مغز پر جوړښت او چلندونو څه ډول اغېزې پرېږدي.

د امریکا فضايي ادارې ناسا ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال د جون میاشت به د اسمانڅارونکو لپاره له مهمو او نادرو ستوریزو پېښو ډکه وي. ناسا زیاته کړې، چې په دغه میاشت کې د زهره او مشتري نږدې کېدل، د سپوږمۍ ځانګړی حرکت او د اوړي د موسم پیل شامل دي.
ناسا ویلي، چې د جون په نهمه نېټه به د زهره او مشتري سیارې د ماښام له لمر لوېدو وروسته په لوېدیځ اسمان کې یو بل ته ډېرې نږدې ښکاره شي. دې حالت ته په ستورپوهنه کې د سیارو نږدې کېدل ویل کېږي.
د جون له ۱۱مې تر ۱۵مې نېټې پورې به عطارد هم له زهره او مشتري سره یوځای په اسمان کې ښکاره شي، چې د ماښام په وخت کې به درې سیارې په یو وخت لیدل کېدای شي.
ناسا زیاتوي چې د جون په ۱۷مه نېټه به له ځینو سیمو څخه سپوږمۍ د زهره مخې ته تېره شي، چې د لنډ وخت لپاره به دا سیاره پټه کړي. دا نادره پېښه د شمالي او جنوبي امریکا په ځینو برخو کې لیدل کېدای شي.
دغه اداره همداراز وایي چې د جون په ۲۱مه نېټه به د شمالي نیمه کرې د اوړي موسم رسمي پیل شي، چې په همدې ورځ به د کال تر ټولو اوږده ورځ او لنډه شپه وي.
ناسا همداراز اسمانڅارونکو ته سپارښتنه کړې چې د اوړي په شپو کې د «د اوړي ستوریز مثلث» او د لرې فضا ځینې روښانه اجرام لکه د ډمبل سحابي او حلقوي سحابي هم په اسانه ډول لیدل کېدای شي، چې د ستورو د ژوند د پای او د کهکشاني ګازونو ښکلي انځورونه وړاندې کوي.
وروسته له هغې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ بهیر له خنډونو، محدودیتونو او د لارو پرلهپسې تړل کېدو له امله له بندیزنو سره مخ شو، په افغانستان او په ځانګړي ډول د کندهار د درملو بازارونه سخت اغېزمن شوي دي.
په کندهار کې یوشمېر ناروغان، درمل پلورونکي او روغتیايي کارکوونکي وایي، چې په وروستیو میاشتو کې د درملو بیې خورا لوړې شوې، ځینې مهم درمل کم شوي او ځینې درمل بیا په بشپړه توګه له بازارونو ورک شوي دي.
خلک شکایت کوي، چې پخوا به درمل په اسانه پیدا کېدل؛ خو اوس هم د درملو بیې لوړې شوې او هم یې کیفیت له ستونزو سره مخ شوی دی. د کندهار ښار د درملو مارکېټونو یوشمېر درمل پلورونکي وایي، له پاکستان سره د سوداګرۍ تر محدودېدو وروسته د درملو واردات کم شوي او ډېری سوداګر اړ شوي چې درمل په نارسمي او قاچاقي لارو راوړي.
د کندهار ښار یو درمل پلورونکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي: «پخوا به اکثره درمل په منظم ډول له پاکستان نه راتلل؛ خو اوس لارې بندې دي، مالیې زیاتې شوې او واردات کم شوي دي. ځینې درمل پیدا کېږي هم نه؛ که وي نو بیه یې دوه برابره شوې ده».
هغه زیاتوي، چې په وروستیو میاشتو کې د زکام، تبې، انتان، شکرې، فشار او ماشومانو د ناروغیو ګڼ درمل کم شوي دي. پناډول، بروفین، اګمنټېن، اموکسیسلین، انسولین، د وینې فشار درمل، سیرومونه، د ماشومانو انټيبیوټیک شربتونه، د سالنډۍ سپرې او د زړه ناروغیو درمل په بازار کې تر ټولو ډېر کم شوي او بیې یې لوړې شوې دي.
ځینې درمل پلورونکي وایي، پخوا چې به کوم درمل په ۱۰۰ یا ۱۵۰ افغانۍ پلورل کېدل اوس یې بیه تر ۳۰۰ او ۴۰۰ افغانیو رسېدلې ده. د کندهار یو اوسېدونکی عزیز احمد وایي، د درملو لوړو بیو د خلکو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی؛ ځکه ډېری کورنۍ د اقتصادي ناورین له امله لا دمخه له سختو مالي ستونزو سره مخ دي.
یو بل ناروغ رحمتالله بیا وایي: «د شکرې ناروغي لرم، مخکې به مې انسولین په ارزانه اخیستل؛ خو اوس هم کم پیدا کېږي او هم یې بیې لوړې شوې دي. ځینې وخت اړ کېږو، چې درمل نیم واخلو او نیم پرېږدو».
خلک وایي، د ماشومانو درمل هم کم شوي او کورنۍ اړې دي؛ څو درمل په لوړو بیو وپېري یا ناروغان بې درملو پرېږدي. د درملو بازار یوشمېر سوداګر او روغتیايي سرچینې وایي، د رسمي سوداګرۍ تر کمښت وروسته په وروستیو میاشتو کې ګڼ درمل له قاچاقي لارو له پاکستان نه افغانستان ته راوړل شوي دي.
د دوی په وینا؛ ځینې دغه درمل له قاچاقي لارو بازارونو ته رسېدلي، خو یوشمېر نور بیا د طالبانو لهخوا نیول شوي او سوځول شوي دي. روغتیا پالان خبرداری ورکوي، چې قاچاقي درمل اکثره وخت معیاري نهوي، د ساتنې مناسب شرایط نهلري، د ختمېدو نېټه یې نږدې وي او دغه راز جعلي یا ټیټ کیفیت لرونکي وي.
په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو، بېکارۍ او د خلکو د عاید کمېدو له امله روغتیايي خدمتونه لا دمخه له ستونزو سره مخ وو؛ خو اوس د درملو ناورین دغه وضعیت نور هم سخت کړی دی.
د کندهار یو ډاکټر منیر احمد په دې اړه وایي: «کله چې ناروغ نسخه واخلي خو درمل نهشي اخیستلای یا نه وي یا یې بیه لوړه وي؛ نو درملنه نیمګړې پاتې کېږي. اوس ډېری ناروغان درمل په بشپړ ډول نهشي اخیستلای تر وس یې لوړ دي».
هغه زیاتوي، چې په ځانګړي ډول د مزمنو ناروغیو ناروغان لکه؛ د شکرې، د زړه، د فشار او سالنډۍ ناروغان تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي. یوشمېر کسان او درمل پلورونکي وایي، چارواکو تر اوسه د درملو بیو د کنټرول او کمښت د حل لپاره جدي او عملي ګامونه نهدي پورته کړي.
روغتیايي شنونکي وایي، افغانستان تر ډېره پر وارداتي درملو متکي دی او که له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ ستونزې دوام وکړي؛ نو د درملو بازار به نور هم اغېزمن شي.
دوی ټینګار کوي، چې د درملو رسمي واردات باید اسانه شي، د بیو د کنټرول جدي مېکانیزم جوړ شي، د قاچاقي او بېکیفیته درملو مخنیوی وشي، د داخلي درمل جوړونې سکتور ملاتړ وشي او د روغتیايي خدماتو لپاره بېړني اقدامات وشي.
دوی خبرداری ورکوي، که روان وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو په کندهار او د افغانستان په نورو ولایتونو کې به د درملو کمښت او لوړې بیې د خلکو پر روغتیا لا جدي منفي اغېز وکړي.
د ډیجیټل امنیت یوې سایبر څېړنیزې ډلې د طالبانو «ملي کیبورډ» اپلیکیشن د محرمیت او امنیت له جدي خطرونو سره مل بللی، ځکه په وینا یې، د کاروونکو ټایپ شوي معلومات پروسس کوي، بهرنیو سیسټمونو ته یې لېږي او د معلوماتو د ساتنې کمزورې لارې لري.
د رازنېټ سایبري ډلې د یوې نوې تخنیکي ارزونې له مخې، د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون سره تړلی یو کیبورډ اپلیکیشن د جدي امنیتي او محرمیتي ستونزو نښې لري، چې د کاروونکو د معلوماتو د خوندیتوب او د ممکنه څارنې په اړه نوې پوښتنې راپورته کوي.
افغانستان انټرنشنل د ۲۰۲۶ کال په می میاشت کې د سرچینو له قوله راپور ورکړی و چې د طالبانو ادارو او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د یو داسې موبایلي اپلیکیشن د جوړولو په برخه کې همکاري شوې، چې په افغانستان کې د کاروونکو د فعالیتونو د څارنې وړتیا لري.
د ملي تلویزیون کلیدړې اندروید نسخه تازه خپره شوې ده.
د راز نېټ د امنیتي تحلیل له مخې، د اپلیکیشن ۱،۴ نسخه د ثابت کوډ د شننې پر بنسټ څیړل شوې او دا ډول شننه د اپلیکیشن داخلي جوړښت، شبکوي اړیکې، پټ معلومات او امنیتي کمزورۍ ښيي، خو دا نه شي ثابتولی چې په واقعي وخت کې معلومات څنګه پروسس کېږي یا کره کوم لوري ته لېږدول کېږي.
د ارزونې له مخې، کیبورډ اپلیکیشنونه د موبایل په اکوسیستم کې تر ټولو حساس اپلیکیشنونه ګڼل کېږي، ځکه د کاروونکي د ټایپ ټولو معلوماتو ته لاسرسی لري. په دې کې شخصي پیغامونه، پاسورډونه، د لټون معلومات، مالي جزئیات او نور حساس متن شاملېدای شي. د داسې اپلیکیشن په اړه هر ډول شک چې دا معلومات بهرني سرورونو ته استوي، د محرمیت د جدي خطر په توګه ارزول کېږي، په ځانګړي ډول په هغه چاپېریال کې چې سیاسي فشارونه او د بیان محدودیتونه موجود وي.
ارزونه وايي، چې په اپلیکیشن کې د اوپن ای یوه پټه اې پي ای کیلي موندل شوې چې په مستقیم ډول په کوډ کې ځای پر ځای شوې ده. دا کیلي د اوپن ای له سیسټم سره د اړیکې، په ځانګړي ډول د چټ جی پي ټي د چټ بشپړونې خدمت ته د لاسرسي لپاره کارول کیږي.
د دې تخنیکي جوړښت له مخې، د کاروونکي لیکل شوی متن د ژباړې یا پروسس لپاره بهرني مصنوعي ځیرکتیا سیسټم ته لېږدول کېږي، چې دا کار د شفافیت، رضایت او معلوماتي خوندیتوب په اړه پوښتنې راپورته کوي.
تحلیل همدارنګه ښيي چې اپلیکیشن حساس معلومات په داخلي لاګ یا ثبت سیستم کې ساتي. په ثبت شویو معلوماتو کې د اې پي ای کیلي، د سیسټم ځوابونه، د ژباړل شویو متنونو جزئیات او تخنیکي تېروتنې شاملې دي.
د امنیتي متخصصینو په وینا، د داسې معلوماتو ثبت په ځانګړي ډول په کیبورډ اپلیکیشن کې د محرمیت له پلوه لوړ خطر رامنځته کوي، ځکه دا معلومات ممکن د کاروونکي له شخصي اړیکو مستقیم اخیستل شوي وي.
سره له دې، څېړنه یادونه کوي چې اپلیکیشن داسې کلاسیک لوړ خطر اجازې نه کاروي لکه تماسونو، پیغامونو، کمرې، مایکروفون یا موقعیت ته لاسرسی. همدارنګه د مستقیم جاسوسي فعالیت یا قصدي کیلوګینګ لپاره واضح ثبوت نه دی موندل شوی. خو څېړونکي ټینګار کوي چې د کیبورډ اپلیکیشن د ماهیت له مخې د ټایپ شوي متن هرډول پروسس، لېږد یا ذخیره کول پخپله د لوړ حساسیت موضوع ده.
د امنیتي ارزونې له مخې، اپلیکیشن د تولیدي کچې کمزوری خوندیتوب لري. کوډ یې په اسانۍ سره لوستل کېدای شي، د حساسو معلوماتو د پټولو اغیزناک میکانیزم نه لري او د بشپړتیا یا لاسکاري ضد قوي محافظت پکې محدود دی. دا ضعفونه د دې امکان زیاتوي چې اپلیکیشن د ناوړه استفادې یا غیرمجاز تحلیل لپاره اسانه هدف وګرځي.
څېړونکي د خطر عمومي کچه لوړه بولي، ځکه چې اپلیکیشن د کاروونکي حساس ټایپ شوي معلومات پروسس کوي، بهرنیو سیسټمونو ته یې لېږي، او په ورته وخت کې یې د شفافیت کچه محدوده ده. د دوی په وینا، دا شرایط کولی شي د معلوماتو د ناوړه استفادې یا ناڅرګندې څارنې لپاره زمینه برابره کړي، حتا که دا عمل قصدي نه وي.
په همدې بنسټ سپارښتنه شوې چې کاروونکي دې تر هغې پورې له دې اپلیکیشن څخه ډډه وکړي چې بشپړ امنیتي اصلاحات، خپلواکې څېړنې او د معلوماتو د پروسس شفافه پالیسي نه وي وړاندې شوې.
څېړونکي همدارنګه وړاندیز کوي چې که دا ډول اپلیکیشنونه دوام وکړي، باید د بهرني معلوماتي پروسس لپاره جلا خوندي سرورونه وکارول شي او د حساسو معلوماتو ثبت بند شي.
د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز اعلان کړی، چې تر اوسه لږترلږه د اېبولا وبا له امله د ۱۷۷ کسانو د مړینې پېښې ثبت شوې؛ خو ښايي اصلي شمېر تر دې هم لوړ وي. د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې تر ۹۰۰ ډېرې د اېبولا شکمنې پېښې پېژندل شوې دي.
دغه سازمان زیاته کړې، که څه هم په کانګو کې د اېبولا د خپرېدو ګواښ لوړ دی؛ خو په نړۍواله کچه د یادې ناروغۍ د خپرېدو ګواښ لاهم کم دی. اېبولا یوه سخته ویروسي ناروغي ده، چې ډېر ژر له یو کس نه بل کس ته انتقالېږي او ډېری وخت مرګونې وي. پر دغه ناروغۍ انسانان او ځینې څاروي اخته کېدای شي.
یاد ویروس لومړی ځل په ۱۹۷۶ کال کې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د اېبولا سیند ته نږدې وپېژندل شو. خو تر اوسه د اېبولا د پرمختللې بڼې لپاره نه کوم بشپړ واکسین او نه هم درملنه شته او له یادې ناروغۍ د ژوندي پاتې کېدو چانس شاوخوا ۵۰ سلنه دی.
د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې؛ د کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې د اېبولا ویروس چټک خپرېدو د دغه هېواد زاړه او کمزوري روغتونونه او کلینیکونه تر سخت فشار لاندې راوستي او د یادې مرګونې ناروغۍ د چټک مهار هیلې یې کمزورې کړې دي.
په کانګو کې د هرو ۱۰زره کسانو لپاره یوازې یو ډاکټر شته، چې دا په نړۍ کې تر ټولو ټیټه شمېره ده. ناامنۍ هم د مرستې او غبرګون بهیر پېچلی کړی دی. تېره اوونۍ داعش پورې تړلو وسلهوالو د ختیځې کانګو پر هغو کلیو بریدونه وکړل، چې د اېبولا د خپرېدو مرکز ته نږدې دي او په دغه بریدونو کې یې ۱۷ کسان ووژل.
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د لوی اختر په رانږدې کېدو سره د کانګو تبې د مخنیوي لپاره د څارویو د حلالې په اړه نوې روغتیایي لارښوونې خپرې کړي. دغه سازمان له خلکو غوښتي چې د ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي لپاره دې د څارویو د قرباني کولو پر مهال احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي.
د روغتیا نړیوال سازمان پر اېکس پاڼه په یوه پیغام کې ویلي چې خلک باید له حلالولو مخکې څاروي د کنو د شتون له پلوه په دقت سره وګوري. همدارنګه دغه سازمان ټینګار کړی چې د څارویو د حلالولو لپاره باید مناسب او داسې ځایونه وکارول شي چې هلته ګڼه ګوڼه نه وي او د قربانۍ پر مهال دې خلک له محافظتي وسایلو څخه کار واخلي.
په دې لارښوونو کې زیاته شوې چې خلک باید غوښې ته له لاس وروړلو مخکې پرېږدي چې د څاروي وینه په بشپړه توګه ووځي. د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه ویلي چې د حلالولو ټول سطوح او وسایل باید په بشپړه توګه پاک شي او د غوښې پاتې شوني دې په تړلو کڅوړو یا ځانګړو کثافت دانیو کې واچول شي.
دغه سازمان د خپلو سپارښتنو په دوام کې له خلکو غوښتي چې د حلالولو د پروسې له بشپړېدو وروسته خپل ځان، جامې او کارول شوي وسایل په سمه توګه ومینځي. د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې خلک باید تل خپل بدن او څاروي د کنو د شتون له پلوه وګوري، ترڅو د کانګو تبې له ګواښ څخه خوندي پاتې شي.
د کانګو تبه یوه شدیده ویروسي ناروغي ده چې تر ډېره له څارویو څخه انسانانو ته د کنې د چیچلو او یا د اخته څاروي د وینې او غوښې سره د مستقیم تماس له لارې لېږدول کېږي. دغه ناروغي د لومړي ځل لپاره په ۱۹۴۴ کال کې په کریمیا او وروسته په کانګو کې وپېژندل شوه. په افغانستان کې هر کال د لوی اختر په ورځو کې د څارویو د حلالولو او له غوښې سره د خلکو د زیات تماس له امله د دې ناروغۍ د خپرېدو ګواښ لوړېږي.