• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو « ملي کیبورډ» اپلیکیشن د کاروونکو ټایپ شوي معلومات بهرنیو سیسټمونو ته استوي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۱:۳۲ GMT+۱

د ډیجیټل امنیت یوې سایبر څېړنیزې ډلې د طالبانو «ملي کیبورډ» اپلیکیشن د محرمیت او امنیت له جدي خطرونو سره مل بللی، ځکه په وینا یې، د کاروونکو ټایپ شوي معلومات پروسس کوي، بهرنیو سیسټمونو ته یې لېږي او د معلوماتو د ساتنې کمزورې لارې لري.

د رازنېټ سایبري ډلې د یوې نوې تخنیکي ارزونې له مخې، د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون سره تړلی یو کیبورډ اپلیکیشن د جدي امنیتي او محرمیتي ستونزو نښې لري، چې د کاروونکو د معلوماتو د خوندیتوب او د ممکنه څارنې په اړه نوې پوښتنې راپورته کوي.

افغانستان انټرنشنل د ۲۰۲۶ کال په می میاشت کې د سرچینو له قوله راپور ورکړی و چې د طالبانو ادارو او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د یو داسې موبایلي اپلیکیشن د جوړولو په برخه کې همکاري شوې، چې په افغانستان کې د کاروونکو د فعالیتونو د څارنې وړتیا لري.

د ملي تلویزیون کلیدړې اندروید نسخه تازه خپره شوې ده.

د راز نېټ د امنیتي تحلیل له مخې، د اپلیکیشن ۱،۴ نسخه د ثابت کوډ د شننې پر بنسټ څیړل شوې او دا ډول شننه د اپلیکیشن داخلي جوړښت، شبکوي اړیکې، پټ معلومات او امنیتي کمزورۍ ښيي، خو دا نه شي ثابتولی چې په واقعي وخت کې معلومات څنګه پروسس کېږي یا کره کوم لوري ته لېږدول کېږي.

د ارزونې له مخې، کیبورډ اپلیکیشنونه د موبایل په اکوسیستم کې تر ټولو حساس اپلیکیشنونه ګڼل کېږي، ځکه د کاروونکي د ټایپ ټولو معلوماتو ته لاسرسی لري. په دې کې شخصي پیغامونه، پاسورډونه، د لټون معلومات، مالي جزئیات او نور حساس متن شاملېدای شي. د داسې اپلیکیشن په اړه هر ډول شک چې دا معلومات بهرني سرورونو ته استوي، د محرمیت د جدي خطر په توګه ارزول کېږي، په ځانګړي ډول په هغه چاپېریال کې چې سیاسي فشارونه او د بیان محدودیتونه موجود وي.

ارزونه وايي، چې په اپلیکیشن کې د اوپن ای یوه پټه اې پي ای کیلي موندل شوې چې په مستقیم ډول په کوډ کې ځای پر ځای شوې ده. دا کیلي د اوپن ای له سیسټم سره د اړیکې، په ځانګړي ډول د چټ جی پي ټي د چټ بشپړونې خدمت ته د لاسرسي لپاره کارول کیږي.

د دې تخنیکي جوړښت له مخې، د کاروونکي لیکل شوی متن د ژباړې یا پروسس لپاره بهرني مصنوعي ځیرکتیا سیسټم ته لېږدول کېږي، چې دا کار د شفافیت، رضایت او معلوماتي خوندیتوب په اړه پوښتنې راپورته کوي.

تحلیل همدارنګه ښيي چې اپلیکیشن حساس معلومات په داخلي لاګ یا ثبت سیستم کې ساتي. په ثبت شویو معلوماتو کې د اې پي ای کیلي، د سیسټم ځوابونه، د ژباړل شویو متنونو جزئیات او تخنیکي تېروتنې شاملې دي.

د امنیتي متخصصینو په وینا، د داسې معلوماتو ثبت په ځانګړي ډول په کیبورډ اپلیکیشن کې د محرمیت له پلوه لوړ خطر رامنځته کوي، ځکه دا معلومات ممکن د کاروونکي له شخصي اړیکو مستقیم اخیستل شوي وي.

سره له دې، څېړنه یادونه کوي چې اپلیکیشن داسې کلاسیک لوړ خطر اجازې نه کاروي لکه تماسونو، پیغامونو، کمرې، مایکروفون یا موقعیت ته لاسرسی. همدارنګه د مستقیم جاسوسي فعالیت یا قصدي کیلوګینګ لپاره واضح ثبوت نه دی موندل شوی. خو څېړونکي ټینګار کوي چې د کیبورډ اپلیکیشن د ماهیت له مخې د ټایپ شوي متن هرډول پروسس، لېږد یا ذخیره کول پخپله د لوړ حساسیت موضوع ده.

د امنیتي ارزونې له مخې، اپلیکیشن د تولیدي کچې کمزوری خوندیتوب لري. کوډ یې په اسانۍ سره لوستل کېدای شي، د حساسو معلوماتو د پټولو اغیزناک میکانیزم نه لري او د بشپړتیا یا لاسکاري ضد قوي محافظت پکې محدود دی. دا ضعفونه د دې امکان زیاتوي چې اپلیکیشن د ناوړه استفادې یا غیرمجاز تحلیل لپاره اسانه هدف وګرځي.

څېړونکي د خطر عمومي کچه لوړه بولي، ځکه چې اپلیکیشن د کاروونکي حساس ټایپ شوي معلومات پروسس کوي، بهرنیو سیسټمونو ته یې لېږي، او په ورته وخت کې یې د شفافیت کچه محدوده ده. د دوی په وینا، دا شرایط کولی شي د معلوماتو د ناوړه استفادې یا ناڅرګندې څارنې لپاره زمینه برابره کړي، حتا که دا عمل قصدي نه وي.

په همدې بنسټ سپارښتنه شوې چې کاروونکي دې تر هغې پورې له دې اپلیکیشن څخه ډډه وکړي چې بشپړ امنیتي اصلاحات، خپلواکې څېړنې او د معلوماتو د پروسس شفافه پالیسي نه وي وړاندې شوې.

څېړونکي همدارنګه وړاندیز کوي چې که دا ډول اپلیکیشنونه دوام وکړي، باید د بهرني معلوماتي پروسس لپاره جلا خوندي سرورونه وکارول شي او د حساسو معلوماتو ثبت بند شي.

ترویج لرونکی

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی
۱
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۲

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۳

اشرف غني: افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

په بدخشان کې د طالبانو قوماندان نظامي رتبه پر اوږه سرچپه ټومبلې

•
•
•

نور کیسې

اسحق ډار یوځل بیا د پاکستان پرضد «د افغان خاورې پر استعمال» اندېښنه ښودلې

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۰:۱۳ GMT+۱

د پاکستان مرستیال صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره په خبرو کې ویلي، چې سوله ییز افغانستان د ټولې سیمې په ګټه دی، خو دده په وینا، لاهم «افغان خاوره د پاکستان خلاف کاریږي».

ډار د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرانیستې مناظرې په څنډه کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره لیدلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ وویل چې دواړو لوریو د سیمه‌ییزو او نړیوالو بېلابېلو موضوعاتو په اړه نظرونه تبادله کړل، چې منځنی ختیځ، جنوبي اسیا، افغانستان، فلسطین او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اړوند اصلاحات پکې شامل وو.

اسحاق ډار د سې‌شنبې په ورځ نیویارک ته د مې له ۲۶مې تر ۲۸مې په یوه رسمي سفر تللی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، ډار له ګوتریش سره په لیدنه کې ویلي، چې یو سوله‌ییز افغانستان د سیمې د ثبات لپاره ډېر مهم دی خو په ورته وخت کې یې د هغو وسله والو ډلو له خوا د افغانستان د خاورې د کارولو په اړه اندېښنه ښودلې چې دده په وینا، د پاکستان پر ضد فعالیتونه کوي.

هغه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې پاکستان د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو سره سم د خپل ملي امنیت د ساتنې هوډ لري.

طالبان د بروکسل په ناسته کې له اروپايي هېوادونو غواړي چې ډیپلوماټان یې ومني

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۰:۱۱ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د بروکسل په ناسته کې له اروپايي هېوادونو غواړي، چې لږترلږه هر هېواد د طالبانو یو ډیپلوماټ ومني او په بدل کې به یې دوی د افغان پناه غوښتونکو د اخراج په بهیر کې له اروپايي هېوادونو سره مرسته کوي. د بروکسل ناسته په راتلونکې میاشت کې کیږي.

د جرمني د این ډي ار او سټنډرډ رسنیو د ګډ رپوټ له مخې، طالبان غواړي هغه هېوادونه چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره د کابل همکاري غواړي، د جرمني ماډل په څېر دې ته تیار شي چې د افغانستان په سفارتونو کې لږ تر لږه یو طالب استازی ومني.

یو شمېر افغان ډیپلوماټانو این ډي ار او سټنډرډ رسنیو ته ویلي چې دا د طالبانو مهمه غوښتنه ده.

منتقدین خبرداری ورکوي چې طالبان کولی شي په دې ډول د افغانستان ډیپلوماټیکې استازولۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي.

تر اوسه پورې د افغانستان ډېری سفارتونه لا هم د هغو ډیپلوماټانو له خوا اداره کېږي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست مخکې ګومارل شوي وو.

په اروپا کې طالبانو تر اوسه یوازې جرمني او ناروې ته خپل ډیپلوماټان استولي دي.

په برلین کې د افغانستان په سفارت او په بن کې په کونسلګرۍ کې له تېر کال راهیسې دوه کونسلي کارکوونکي شته، چې هدف یې د کډوالو د ایستلو بهیر اسانه کول دي.

د راپورونو له مخې، دغو استازو په عملي توګه د دواړو ماموریتونو مشري تر لاسه کړې، خو د جرمني حکومت دا نه ده منلې.

په ناروې کې بیا یو طالب استازی له ۲۰۲۵ کال راهیسې د ماموریت رسمي مشر یا شارژدافیر دی.

بروکسل ته د طالبانو د پلاوي د سفر تر شا د اروپایي ټولنې د ځینو هغو هېوادونو نوښت دی چې له اروپایي کمېسیون څخه یې غوښتنه کړې د کډوالو د ایستلو په اړه تخنیکي خبرې تنظیم کړي. کمېسیون تایید کړې چې له طالبانو سره د کډوالو د ایستلو په تړاو اړیکې شته.

اټکل کېږي چې دا غونډه د جون په نیمایي کې وشي.

په برلین کې د افغانستان سفارت ته اشاره کېږي چې طالبان هڅه کوي د دغه ډول ماموریتونو کنټرول ترلاسه کړي، خو د جرمني حکومت دا ادعا رد کړې ده.

که څه هم نږدې پنځه کاله تېر شوي، خو طالبان لا نه دي توانېدلي چې د افغانستان ټول سفارتونه تر خپل کنټرول لاندې راولي، ځکه تر اوسه یوازې روسیې د طالبانو حکومت په رسميت پېژندلی دی.

په ځینو اسلامي هېوادونو لکه ایران، متحده عربي امارات او پاکستان کې د طالبانو سفیران فعالیت کوي. په ځینو نورو هېوادونو کې بیا لا هم د پخواني حکومت ډیپلوماټان کار کوي، خو له کابل سره همغږي لري.

په اروپایي ټولنه کې د افغانستان ځینې سفارتونه لا هم د پخواني حکومت د ډیپلوماټانو تر کنټرول لاندې دي.

طالبان هڅه کوي د انټرنېټ له لارې هم د افغانستان د سفارتونو کنټرول په ډاګه کړي.

د راپور له مخې، هغوی په دوبۍ کې د ای ټي د یوه خصوصي شرکت په همکارۍ له ۵۰زیاتې نوې ویبپاڼې جوړې کړې دي.

دغه ویبپاڼې د پاسپورټونو او ویزو د خدماتو اعلانونه کوي. ویل کېږي چې دا کار ښايي د خلکو د تېر ایستلو لپاره وي، څو غوښتونکي د طالبانو اړخ ته واړوي.

په ارومچي کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو دویمه غونډه کیږي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۰:۰۹ GMT+۱

چین غواړي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ارومچي د تېرې غونډې په دوام ددغه بهیر دویمه غونډه هم جوړه کړي. د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د دویمې غونډې لپاره د زمینې برابرولو کار لا له وړاندې پیل کړی. هغه دا موضوع د همدې میاشتې په پیل کې کابل ته د سفر پر مهال مطرح کړې ده.

د چین ډیپلوماټیک منځګړیتوب د پاکستان او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو هیلې ژوندۍ ساتلې دي.

وروسته له هغه چې چین په اپرېل میاشت کې د سینکیانګ په ارومچي ښار کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ لومړۍ غونډه جوړه کړه، اوس بیجینګ غواړي دویمه غونډه هم وکړي څو دغه بهیر دوام ومومي.

دا خبره پاکستانۍ ډان ورځپاڼې ته هغو سرچینو کړې چې له دغو بحثونو خبرې دي.

د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ شخړو پر سوداګرۍ، ترانزیټ، د خلکو پر تګ راتګ او په سرحدي سیمو کې د اوسېدونکو پر ژوند ناوړه اغېزې کړې دي.

د ورځپاڼې په باور، دواړه لوري داسې ښکاري چې په مهمو موضوعاتو کې نرمښت نه ښيي؛ لکه د حکومتي اړیکو بیا فعالول، سوداګري او د خلکو ازاد تګ راتګ، خو طالبانو د ارومچي بهیر په اړه ځینې مثبتې نښې له ځانه ښودلې دي.

پاکستان په رسمي ډول د سې ‌شنبې په ورځ په هغه ګډه اعلامیه کې خپله چوپتیا ماته کړه چې د دغه هېواد د لومړي وزیر شهباز شریف د چین د درې ورځني سفر له پای وروسته خپره شوې ده.

اعلامیه وایي: «پاکستاني لوري د چین په ارومچي کې د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ د غیررسمي خبرو د بریالي ترسره کېدو هرکلی وکړ او د چین له خوا یې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو اترو لپاره د یوه پلیټفارم برابرولو ملاتړ وکړ».

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاویونګ د دویمې غونډې لپاره د زمینې برابرولو کار لا له وړاندې پیل کړی دی. هغه دا موضوع د همدې میاشتې په پیل کې کابل ته د سفر پر مهال مطرح کړې ده.

سفیر یو د مې پر۱۳مه په ایکس کې ولیکل: « دواړه لوري د ارومچي بهیر مثبت ارزوي او د سولې، امنیت او ګډ پرمختګ لپاره ګډ کار ته چمتو دي».

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم څو ځله د دې بهیر د پرمختګ خبره کړې ده.

د مې د ۱۱مې د غونډې له اعلامیې سره سم، متقي ټینګار کړی، « د خبرو اترو د بهیر بری په عملي ګامونو، د باور فضا په پیاوړتیا او د تاوتریخوالي د کچې په کمولو پورې تړلی او اسلامي امارت په دې برخه کې مهم ګامونه پورته کړي دي».

خو هغه دا نه ده روښانه کړې، چې کوم مهم ګامونه اخیستل شوي دي.

داسې باور کېږي چې ښايي نوموړي د هغو راپورونو یادونه کړې وي چې وايي،طالب چارواکو د پاکستان ضد وسله‌والو ډلو غړي په خوست، پکتیا، پکتیکا او کونړ کې نیولي او له اوسنیو سرحدي سیمو یې لرې کړي دي.

خو دا راپورونه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

په تېرو څو میاشتو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ناامنو سیمو وضعیت یوڅه ارام شوی او ځینې پرمختګونه د سیمه‌ییزو هوکړو له امله رامنځته شوي دي. د باجوړ، مهمند، کونړ او چترال–نورستان د قبایلي مشرانو په منځګړیتوب ځینې وسله‌وال عناصر له سیمو ایستل شوي دي.

پر دغو هوکړو یو شمېر افغان سیاستوالو، چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم پکې شامل دی، نیوکې کړې دي.

د پاکستان ضد وسله والو پرضد اقدام، چې د اسلام اباد په وینا، د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان بریدونه کوي، د دغه هېواد مهمه غوښتنه ده.

یو پاکستاني چارواکي، چې نوم یې نه دی ښودل شوی، ډان ورځپاڼې ته ویلي چې طالبانو ځینې معلومات په شخصي توګه شریک کړي، خو لا نه ده څرګنده چې له نیول شویو کسانو سره به څه وکړي.

کله چې ترې وپوښتل شول چې پاکستان له طالبانو څه غواړي، هغه وویل، « وژل، نیول، بې‌وسلې کول، پاکستان ته سپارل، یا له سرحديسیمو څخه د پاکستاني وسله‌والو لیرې کول».

بل لور ته افغان طالبانو ویلي چې پاکستان باید له دغو وسله‌والو ډلو سره خبرې وکړي او دا یې د پاکستان کورنۍ موضوع بللې ده.

د یوه طالب چارواکي په وینا، کابل نه غواړي د پاکستان ضد ډلو پر وړاندې نوې جګړه پرانیزي، ځکه دوی په خپله خاوره کې د یوې نوې شخړې توان نه لري.

پاکستان هڅه کړې چې له طالبانو لیکلې ژمنه واخلي چې تحریک طالبان پاکستان یا نورې ډلې به د افغانستان خاوره د بریدونو لپاره نه کاروي، خو تر اوسه داسې کومه رسمي ژمنه نه ده ترلاسه شوې.

د سرچینو په وینا، « طالبانو په ارومچي کې منلې وه چې د احتمالي تړون په متن کې د ټي ټي پي نوم شامل کړي، خو د ترهګر اصطلاح کارولو سره یې مخالفت کړی و».

د ډان په وینا، د ارومچي بهیر ځانګړی اهمیت لري، ځکه پاکستان تر ډېره له کابل سره د دوه اړخیزو خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل هڅې ناکامې ګڼي.

کندهار کې د طالبانو امر بالمعروف لسګونه ځوانان د ږېرو خریلو او سندرو اورېدو په تور نیولي‌

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۰:۰۱ GMT+۱

د کندهار اوسېدونکي وایي، سږ کال یو ځل بیا د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو سخت دریځو اقداماتو د خلکو اختر په وېره او فشار بدل کړی دی. دوی وايي، د اختر په شپه طالبانو لسګونه ځوانان او سلمانیان د ږېرو او وېښتانو جوړولو او سندرو اورېدو په تور نیولي او ګواښلي‌ دي.

له کندهار نه باوري سرچینې وایي، د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو د اختر په شپه د ښار په بېلابېلو سیمو کې سلمانیان تر سخت څار لاندې نیولي وو چې څوک د خلکو ږېرې لنډې یا و نه خروي.

د سرچینو په وینا؛ په همدې لړ کې شاوخوا ۶ سلمانۍ تړل شوې او د سلمانانو ترڅنګ تر ۵۰ زیات ځوانان د ښار له بېلابېلو برخو نیول شوي دي. ویل کېږي، پر دغه کسانو تور لګول شوی چې یا یې ږېرې لنډې کړې، خریلې او یا هم په سلمانیو کې د انتظار پرمهال په خپلو موبایلونو کې یې سندرې اورېدلې دي.

یوې سرچینې وویل: «امربالمعروف والا یوازې سلمانیو ته نه‌وو ورغلي؛ بلکې له نورو هټیو او کوڅو یې هم ځوانان نیول، دلته یوې سلمانۍ ته راغلی یو کس چې ږېره یې جوړوله هغه یې وړی بل یوه بیا سندرې اورېدلې هغه یې هم وړی او سلمان ته یې هم اخطار ورکړی».

د کندهار یوشمېر اوسېدونکي وایي، د امربالمعروف وروستیو اقداماتو په ښار کې د وېرې فضا خوره کړې ده. د دوی په خبره؛ ځوانان اوس ان د اختر په شپه هم د خپل ظاهري بڼې او شخصي موبایل له امله د نیول کېدو وېره لري.

یو ځوان وایي: «موږ فکر کاوه خلک به د اختر لپاره تیاری نیسي؛ خو ښار د تالاشیو او تعقیب په مرکز بدل شوی و. یوازې د ږېرې او سندرو له امله خلک وړل کېږي، موږ نه پوهېږو څه وکړو».

د سرچینو په وینا؛ یوشمېر نیول شوي کسان تر څو ساعتونو پوښتنو او ژمنو اخیستلو وروسته خوشې شوي، خو ځینې نور لا هم ساتل شوي دي. سلمانیان وایي، د امربالمعروف د سختو محدودیتونو له امله یې کاروبار سخت زیانمن شوی دی.

د دوی په خبره؛ خلک نور په وېره سلمانیو ته ورځي او ان د عادي وېښتانو اصلاح یا د ږېرې د برابرولو جرات هم نه‌کوي. د کندهار اوسېدونکي وایي، د اختر په شپو کې د خلکو نیول، د سلمانیو تړل او د شخصي موبایلونو پلټل هغه څه دي چې د خلکو ذهني ارامتیا او ټولنیز ژوند اغېزمنوي.

د سرچینو په خبره؛ د امربالمعروف محتسبینو په وروستیو میاشتو کې په کندهار کې خپل محدودیتونه نور هم سخت کړي او د خلکو پر شخصي ژوند څار زیات شوی؛ هغه څه چې د ګڼو اوسېدونکو په باور د ټولنې د ناراضایتۍ او خاموشۍ وېرې د پراختیا لامل شوی دی.

ملاهبت الله: که یو انسان د امیر له بیعت او اطاعت پرته مړ شي، مرګ یې د جاهلیت دی

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۸:۳۲ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده د اختریزې وینا ټوله برخه پر اطاعت، امر منلو، د خپل‌منځي اختلافاتو په له‌منځه وړلو او یووالي ورټوله وه. نوموړي ویلي: «که یو سړی مړ شي او د یو امیر سره بیعت ونه لري، د امیر په اطاعت کې نه‌وي نو د دې سړي‌ مرګ د جاهلیت مرګ دی».

هغه د خپلې وینا پرمهال وویل، که خپل‌منځي اتفاق رامنځ ته نه‌شي بیا به «انسانان د بنده‌ګانو بنده‌ګي» کوي. د هغه په خبره؛ د یو امیر او د هغه د اطاعت کولو پرته یوالی رامنځ ته کول ناشونې چاره ده. نوموړي زیاته کړه: «یو ساعت پرته له امیره هم فتنې او اختلاف رامنځ ته کېږي؛ نو د فتنې دروازې بندول پر مسلمانانو فرض دي».

نوموړي خپله اداره په نړۍ کې بې‌سارې بللې او ټینګار یې کړی، چې ټول باید د هغه خبره، فرمانونه، قوانین، هدایت او امرونه ومني او له بې‌اطاعتۍ ډډه وکړي.

نوموړي افغانانو ته په خطاب کې وویل: «د خپل دین د ساتنې لپاره د امارت سره ودرېږئ او اطاعت یې وکړئ، د امر اطاعت وکړئ، د فرمانونو اطاعت کوئ، دا فرمانونه شرعي دي. تاسو عقیده ورباندې ولرئ، پر مشرانو او امیر عقیده ولرئ».

هبت الله اخوندزاده زیاته کړې، په اختلافاتو او نافرمانۍ خپه کېږي او هیچا ته به اجازه ورنه‌کړي چې په افغانستان کې «فتنه» رامنځته کړي.

نوموړي په ټینګار سره وویل، که څو ځله مړ او ژوندۍ شي بیا به هم د «فتنو» مخه نیسي: «زه به فتنه ورکوم، که هر څو ځله مړ او ژوندی شم د فتنو مخه به نیسم. دغه خلکو ته چې بښنه مو ورته کړې ګورئ په مقابل کې راپورته نه‌شي که هرڅوک راپورته شي سخته سزا به ورکول شي».

هبت الله اخوندزاده وایي، چې په خپل سر یې د خلکو سرونه ساتلي او نه غواړي د خلکو په سرونو خپل سر وساتي. نوموړي د خپلي‌ وینا په یوه برخه کې وویل، چې د امریکایانو سره د مذاکراتو پرمهال اندېښمن و که بهرنیان له افغانستان نه ووځي له افغانانو سره به څه ډول جنګېږي.

هغه وایي، چې په تېرو شلو کلونو کې یې د افغانانو وژلو موخه نه‌وه. هغه په دې اړه وویل: «د امریکایانو سره چې مذاکرات شروع شوه، په دې جریان کې زما غالب ګمان وو چې امریکا نوره تښتي. زه په دې کې فکرمن وم، که امریکا ولاړه شي، د افغانانو سره به جنګ څنګه کوو. د ټول جنګ په جریان کې د افغانانو وژل زموږ موخه نه وه موږ نه‌وژل، دغه مو ورته ویل چې د کافرانو د مخه لري شي، قصدا مو نه دي‌ وژلي».

د طالبانو مشر یو ځل بیا وویل، چې له نړۍ سره د دین په مقابل کې معامله نه‌کوي او د شریعت په چوکاټ کې تعامل او معاملې ته تیار دي. هغه زیاته کړې: «دنیا دې زموږ څخه دا تمه نه‌کوي چې د دین په مقابل کې به د دوی سره معامله کوو، د شریعت په چوکاټ کې تعامل او معاملې هم کوو».