د چین ډیپلوماټیک منځګړیتوب د پاکستان او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو هیلې ژوندۍ ساتلې دي.
وروسته له هغه چې چین په اپرېل میاشت کې د سینکیانګ په ارومچي ښار کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ لومړۍ غونډه جوړه کړه، اوس بیجینګ غواړي دویمه غونډه هم وکړي څو دغه بهیر دوام ومومي.
دا خبره پاکستانۍ ډان ورځپاڼې ته هغو سرچینو کړې چې له دغو بحثونو خبرې دي.
د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ شخړو پر سوداګرۍ، ترانزیټ، د خلکو پر تګ راتګ او په سرحدي سیمو کې د اوسېدونکو پر ژوند ناوړه اغېزې کړې دي.
د ورځپاڼې په باور، دواړه لوري داسې ښکاري چې په مهمو موضوعاتو کې نرمښت نه ښيي؛ لکه د حکومتي اړیکو بیا فعالول، سوداګري او د خلکو ازاد تګ راتګ، خو طالبانو د ارومچي بهیر په اړه ځینې مثبتې نښې له ځانه ښودلې دي.
پاکستان په رسمي ډول د سې شنبې په ورځ په هغه ګډه اعلامیه کې خپله چوپتیا ماته کړه چې د دغه هېواد د لومړي وزیر شهباز شریف د چین د درې ورځني سفر له پای وروسته خپره شوې ده.
اعلامیه وایي: «پاکستاني لوري د چین په ارومچي کې د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ د غیررسمي خبرو د بریالي ترسره کېدو هرکلی وکړ او د چین له خوا یې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو اترو لپاره د یوه پلیټفارم برابرولو ملاتړ وکړ».
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاویونګ د دویمې غونډې لپاره د زمینې برابرولو کار لا له وړاندې پیل کړی دی. هغه دا موضوع د همدې میاشتې په پیل کې کابل ته د سفر پر مهال مطرح کړې ده.
سفیر یو د مې پر۱۳مه په ایکس کې ولیکل: « دواړه لوري د ارومچي بهیر مثبت ارزوي او د سولې، امنیت او ګډ پرمختګ لپاره ګډ کار ته چمتو دي».
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم څو ځله د دې بهیر د پرمختګ خبره کړې ده.
د مې د ۱۱مې د غونډې له اعلامیې سره سم، متقي ټینګار کړی، « د خبرو اترو د بهیر بری په عملي ګامونو، د باور فضا په پیاوړتیا او د تاوتریخوالي د کچې په کمولو پورې تړلی او اسلامي امارت په دې برخه کې مهم ګامونه پورته کړي دي».
خو هغه دا نه ده روښانه کړې، چې کوم مهم ګامونه اخیستل شوي دي.
داسې باور کېږي چې ښايي نوموړي د هغو راپورونو یادونه کړې وي چې وايي،طالب چارواکو د پاکستان ضد وسلهوالو ډلو غړي په خوست، پکتیا، پکتیکا او کونړ کې نیولي او له اوسنیو سرحدي سیمو یې لرې کړي دي.
خو دا راپورونه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.
په تېرو څو میاشتو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ناامنو سیمو وضعیت یوڅه ارام شوی او ځینې پرمختګونه د سیمهییزو هوکړو له امله رامنځته شوي دي. د باجوړ، مهمند، کونړ او چترال–نورستان د قبایلي مشرانو په منځګړیتوب ځینې وسلهوال عناصر له سیمو ایستل شوي دي.
پر دغو هوکړو یو شمېر افغان سیاستوالو، چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم پکې شامل دی، نیوکې کړې دي.
د پاکستان ضد وسله والو پرضد اقدام، چې د اسلام اباد په وینا، د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان بریدونه کوي، د دغه هېواد مهمه غوښتنه ده.
یو پاکستاني چارواکي، چې نوم یې نه دی ښودل شوی، ډان ورځپاڼې ته ویلي چې طالبانو ځینې معلومات په شخصي توګه شریک کړي، خو لا نه ده څرګنده چې له نیول شویو کسانو سره به څه وکړي.
کله چې ترې وپوښتل شول چې پاکستان له طالبانو څه غواړي، هغه وویل، « وژل، نیول، بېوسلې کول، پاکستان ته سپارل، یا له سرحديسیمو څخه د پاکستاني وسلهوالو لیرې کول».
بل لور ته افغان طالبانو ویلي چې پاکستان باید له دغو وسلهوالو ډلو سره خبرې وکړي او دا یې د پاکستان کورنۍ موضوع بللې ده.
د یوه طالب چارواکي په وینا، کابل نه غواړي د پاکستان ضد ډلو پر وړاندې نوې جګړه پرانیزي، ځکه دوی په خپله خاوره کې د یوې نوې شخړې توان نه لري.
پاکستان هڅه کړې چې له طالبانو لیکلې ژمنه واخلي چې تحریک طالبان پاکستان یا نورې ډلې به د افغانستان خاوره د بریدونو لپاره نه کاروي، خو تر اوسه داسې کومه رسمي ژمنه نه ده ترلاسه شوې.
د سرچینو په وینا، « طالبانو په ارومچي کې منلې وه چې د احتمالي تړون په متن کې د ټي ټي پي نوم شامل کړي، خو د ترهګر اصطلاح کارولو سره یې مخالفت کړی و».
د ډان په وینا، د ارومچي بهیر ځانګړی اهمیت لري، ځکه پاکستان تر ډېره له کابل سره د دوه اړخیزو خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل هڅې ناکامې ګڼي.