طالبانو په کابل کې د اوبلن ګاز د پلورلو «دولتي مرکزونه» پرانېستل

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت ویلي، چې د کابل ښار اوسېدونکو د اسانتیا په موخه یې په کابل ښار کې د اوبلن ګاز د پلورلو دولتي مرکزونه فعال کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت ویلي، چې د کابل ښار اوسېدونکو د اسانتیا په موخه یې په کابل ښار کې د اوبلن ګاز د پلورلو دولتي مرکزونه فعال کړي دي.
یادې ادارې د چارشنبې په ورځ، د غبرګولي ۱۳مه پر اېکسپاڼه لیکلي، د اوبلن ګاز پلورلو دولتي مرکزونه یې د کابل ښار اوسېدونکو د اسانتیا په موخه فعاله کړي.
د افغانستان د نفت او ګاز دولتي شرکت ویلي، چې د کابل ښار اوسېدونکي کولای شي له یادو دولتي مرکزونو څخه معیاري او باکیفیته اوبلن ګاز په وړ بیه ترلاسه کړي.
طالبانو په یادو دولتي پلورنځیو کې د ګازو د بیې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د روسیې او طالبانو تړون لوېدیزې استخباراتي ادارې اندېښمنې کړې، چې روسیه ممکن د طالبانو له لارې د اوکراین جګړې لپاره د جګړهمارو د لېږد زمینه برابره کړي. شنونکي دا د شمالي کوریا له تجربې سره پرتله کوي چې له مسکو سره تر پوځي همکارۍ وروسته یې زرګونه سرتېري اوکراین جګړې ته واستول.
د جرمني ټاګیس څایتونګ (تاز) انلاین ورځپاڼې رپوټ ورکړی، چې د روسیې او د طالبانو ترمنځ پوځي او تخنیکي تړون داسې مهال اعلان شوی چې مسکو هڅه کوي په منځنۍ اسیا او د افغانستان په امنیتي چاپېریال کې خپل ستراتیژیک نفوذ زیات کړي، په داسې حال کې چې لوېدیزې استخباراتي ادارې د دې پرمختګ د احتمالي نظامي پایلو په اړه اندېښنه څرګندوي.
د راپور له مخې، د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو او د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب د مسکو په یوه نړیوال امنیتي فورم کې سره ولیدل او د پوځي همکاریو رسمي تړون یې لاسلیک کړ. محمد یعقوب د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر زوی او د دې ډلې پخوانی لوړپوړی نظامي مشر دی.
روسي چارواکو ویلي چې دغه تړون د افغانستان له اوسني حکومت [طالبانو] سره د «بشپړې عملي او ستراتیژیکې همکارۍ» پیل دی، خو دواړو خواوو د تړون دقیق جزئیات نه دي خپاره کړي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د طالبانو دفاع وزیر د تړون په اړه ویلي، چې د پخوانۍ شوروي اتحاد د وسلو او تجهیزاتو ترمیم رانغاړي.
خو د تړون د محتوا نه افشا کېدو د لوېدیزو استخباراتي ادارو ترمنځ شکونه زیات کړي دي.
د تاز په باور، دوی اندېښنه لري چې روسیه ممکن له طالبانو سره داسې ترتیبات ولري چې د اوکراین جګړې لپاره د جګړهمارو د انتقال زمینه برابره کړي.
تحلیلګر دا حالت د شمالي کوریا له تجربې سره پرتله کوي، چې له مسکو سره له پوځي همکارۍ وروسته یې زرګونه سرتېري د اوکراین جګړې ته لېږلي وو.
ورځپاڼې په خپل رپوټ کې د لویدیزو استخباراتو مشخص ادرس نه دی یاد کړی او نه یې هم دا روښانه کړې، چې د کومو هېوادونو څارګرې ادارې دغه اندېښنه لري.
د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو د تړون له لاسلیکېدو وروسته وویل چې روسیه باید له طالبانو سره اړیکې عادي او پراخې کړي او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې پر طالبانو لګول شوي بندیزونه لرې کړي.
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې په افغانستان یا ګاونډیو هېوادونو کې د امریکا او ناټو پوځي حضور «نه منل کېدونکی» دی.
د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو مشر الکساندر بورتنیکوف ویلي چې له افغانستان نه د سختدریځو اسلامپالو د نفوذ خطر شته او دغه لارې د روسیې لپاره امنیتي ګواښ جوړوي.
هغه ویلي چې ځینې وسلهوال له داعش خراسان ډلې سره یوځای کېږي، چې د منځنۍ اسیا د پخوانیو شوروي جمهوریتونو اتباع او په روسیه کې مېشت کډوال کارګران هم پکې شامل دي.
د روسیې په وینا، د طالبانو رول د داعش خراسان پر ضد مبارزه کې مهم بلل کېږي، ځکه دواړې ډلې په افغانستان کې د یو بل مخالفې دي.
د هند په نوي ډیلي کې دابزرور څیړنیز بنسټ څېړونکی الکسي سخاروف وایي چې طالبان د افغانستان په شمال کې له زیاتېدونکې بېثباتۍ سره مخ دي او د روسیې تخنیکي مرسته لکه د وسلو ترمیم یا محدود پوځي اکمالات ورته مهم کېدای شي.
خو د نیوز یورواسیا ستراتیژیک مرکز شنونکی رسلان سلیمانوف بیا وایي چې د بشپړ نظامي اتحاد احتمال کم دی.
هغه زیاته کړې، « موږ به هېڅکله یو بشپړ پوځي اتحاد یا متقابل دفاعي بلاک ونه وینو».
د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي وايي، طالبانو په دې وروستیو کې د هغې د کورنۍ درې غړي نیولي او د هغې کور یې هم ضبط کړی. نوموړې وایي، غوښتل یې له اروپایي ډیپلوماتانو د خپلې کورنۍ د خوشې کېدو لپاره مرسته وغواړي، خو خبره شوه چې دې ټولنې طالبان بروکسل ته ورغوښتي.
فوزیې کوفي ګارډین ورځپاڼې ته په یوه لیکنه کې پوښتنه کړې چې په نږدې پنځو کلونو کې په افغانستان کې څه بدلون راغلی چې له طالبانو سره د اړیکو پراخول توجیه کړای شي؟
نوموړې وايي، نجونې لا هم له شپږم ټولګي پورته زده کړو څخه محرومې دي؛ ښځې له ګڼو مسلکونو او کارونو منع شوې دي او د میندو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه شوې ده. هغې زیاته کړې، چې ښځې له ټولنیز او اقتصادي ژوند څخه ایستل شوي دي.
کوفي وايي، چې طالبان په دوامداره توګه داسې قوانین تصویبوي چې د ښځو ژوند لا محدودوي.
د هغې په وینا، وروستي مقررات له ښځو سره تبعیض او بېعدالتي لا زیاتوي او د حساب ورکونې هېڅ میکانیزم نشته.
هغې د جنسیتي اپارتاید اصطلاح کارولې او غوښتنه یې کړې چې نړیواله ټولنه دا عمل د نړیوال جرم په توګه په رسمیت وپېژني. د نوموړې په باور، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې سیستماتیک او دولتي تبعیض د اپارتاید یوه بڼه ده.
کوفي د طالبانو د جزايي مقرراتو یوې مادې ته اشاره کوي چې له مخې یې که یو مېړه خپله مېرمن ووهي او د هغې بدن ژوبل شي، سزا یې یوازې ۱۵ ورځې بند ټاکل شوې ده. په ورته وخت کې، د یوې بلې مادې له مخې د مرغانو یا ژویو ځورول تر پنځو میاشتو پورې د بند سزا لري.
هغې له دې پرتلنې داسې پایله اخیستې، چې «په افغانستان کې مرغۍ تر یوې ښځې ښه قانوني خوندیتوب لري».
نوموړې وایي چې افغانستان د ښځو د حقونو له پلوه له ژور بحران سره مخ دی او نړیوال قانون لا هم د داسې سیستماتیک جنسیتي تبعیض د محاسبې لپاره کافي چوکاټ نه لري.
د پخوانۍ ولسي جرګې ددغې غړې په باور، که اروپایي ټولنه د حساب ورکونې او بشري حقونو د شرطونو له مطرح کولو پرته طالبانو ته رسمي ځای ورکړي، نو دا به د طالبانو رژیم ته مشروعیت ورکړي او د ښځو د حقونو د نقض عاملینو ته به د معافیت پیغام واستوي.
کوفي په پای کې له اروپایي هېوادونو غواړي چې د جنسیتي اپارتاید پر ضد قانوني ګامونه واخلي، د نړیوالو قوانینو له لارې د سرغړوونکو د محاسبې زمینه برابره کړي او د افغان ښځو او نجونو ملاتړ د سیاسي مصلحتونو قرباني نه کړي.
د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر د «فیمینسټ بهرنۍ پالیسۍ» په اړه په یوه کنفرانس کې له افغان ښځو او نجونو خپل ملاتړ څرګند کړ. هغه وویل: «دا ځای به تل ستاسو کور وي. د افغان ښځو غږ به تل له دغه وزارت نه اوریدل کېږي، ان که طالبان په مجرمانه توګه هڅه وکړي چې دغه غږ ډب کړي».
دغه دوه ورځنی کنفرانس د سېشنبې په ورځ (د جون په ۲مه) نېټه د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په مرکز ماډریډ ښار کې د «سولې او ډیموکراسۍ جوړولو» تر شعار لاندې پیل شوی دی.
په دغه غونډه کې د شاوخوا ۶۰ هېوادونو دولتي چارواکي، د نړۍوالو ادارو استازي، د مدني ټولنې غړي او د ښځو د حقونو فعالان ګډون لري. د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانویل البارس په خپلو خبرو کې وویل، د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت هر کال د «HearUs» په نوم د یوه کنفرانس کوربه وي چې پهکې په جلاوطنۍ کې مېشتې افغان ښځې او د هغوی ټولنې برخه اخلي.
هغه دا هم وویل، د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه تالار د افغان ښځو په نوم نومول شوی او ټینګار یې وکړ چې دغه نوم باید تل پاتې وي؛ څو د افغان ښځو غږ ډب نهشي. د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې په روانه غونډه کې هم «د افغان ښځو غږ او کړنو» ته ځای ورکړل شوی.
همدارنګه،د نړۍوال مشارکت په برخه کې د فرانسې د دولت وزیرې اېلینور کاروا د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت د ښځو د حقونو د نقض تر ټولو څرګندو بېلګو وباله او د هغوی د ملاتړ لپاره یې د نړۍوالې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
د افغان ښځو د حقونو فعالې او سیاستوالې فوزیه کوفي «د سولې په بهیر او د ډیموکراسۍ په راتلونکې کې د ښځو رول» تر سرلیک لاندې غونډه کې وینا وکړه. هغې وویل، د ځینو هېوادونو لهخوا له طالبانو سره د نرمښت او مصلحت پالنې سیاست د دې لامل شوی چې د ښځو د ځپلو او محدودولو توان یې لا زیات شي.
فوزیه کوفي خبرداری ورکړ، اروپایي هېوادونه باید د کډوالو د اېستلو په پلمه داسې کړنو ته مشروعیت ورنه کړي چې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض (جنسیتي اپارتاید) فرهنګ پیاوړی کوي.
په دغه کنفرانس کې د افغانستان په اړه دوه ځانګړې ناستې، یوه د «جنسیتي اپارتایډ» او بله د سولې او ډیموکراسۍ په برخه کې د ښځو د رول په اړه هم ترسره کېږي. همدارنګه شاوخوا ۱۴۰ د مدني ټولنو بنسټونه او د ښځو د حقونو سازمانونه هم په دغه غونډه کې ګډون لري.
د کنفرانس تنظیموونکو ټینګار کړی، چې تلپاتې سوله او رښتینې ډیموکراسۍ د ښځو له بشپړ ګډون پرته ناشونې ده او د افغان ښځو ملاتړ باید د بشري حقونو او جنسیتي عدالت په برخه کې د نړۍوالو ژمنو یوه مهمه برخه وي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو په وړاندې د مبارزې ادارې خبر ورکړی، چې په ۹ ولایتونو کې یې ۵۰ کسان د «نشهيي توکو د پلور، استعمال او قاچاق» په تور نیولي دي. یاد وزارت ویلي، چې ۱۲ نور کسان یې بیا د بېلابېلو «جنايي جرمونو» په تور نیولي دي.
د طالبانو یادې ادراې د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان یې د ځانګړو عملیاتو پرمهال په ننګرهار، فراه، جوزجان، بلخ، کندهار، خوست، بغلان، کونړ، کاپیسا، سمنګان او نیمروز ولایتونو کې نیولي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې له دغه کسانو سره ۷ کیلو ګرامه تاریاک، ۳ کیلو ګرامه چرس، یوه اندازه ښیښه، ۶ لېټره الکولي مشروبات او ۱۳۶۹ نشهيي ټابلیټونه هم نیول شوي دي.
طالبانو په یوې جلا خبرپانه کې ویلي، چې په فراه، لوګر، غزني، پکتیکا، نیمروز، فراه او بلخ ولایتونو کې یې د «غلا، د وسلو ناقانونه لېږد، د جعلي پیسو اخیستلو، د وسلو ساتلو او نورو جنايي جرمونو» په تور ۱۲ کسان نیولي دي.
طالبانو ویلي، چې نیول شوي کسان به تر لومړنیو پوښتنو ګروېږنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژندل شي. طالبانو له ۲۰۲۲کال راهیسې په افغانستان کې د نشهیي توکو د کښت، تولید، پلور، قاچاق او استعمال پر وړاندي پراخ بندیزونه لګولي دي.
د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده په یوه فرمان کې د کوکنارو کښت، د نشهیي توکو تولید او راکړه ورکړه منع اعلان کړه او امنیتي او قضایي ادارو ته یې د قانوني اقداماتو سپارښتنه وکړه.
له هغه وخت راهیسې طالب چارواکو څو ځلې خبرداری ورکړی، چې د نشهیي توکو په قاچاق، پلور او استعمال کې ښکېل کسان به ونیول شي. طالبان وایي، چې د دوی د بندیزونو له امله د کوکنارو کښت او د نشهیي توکو تولید کم شوی؛ خو ځینې نړۍوالې ادارې ټینګار کوي، چې د نشهیي توکو د قاچاق شبکې، د مصنوعي نشهيي توکو تولید او د روږدو کسانو ستونزه لاهم د افغانستان لپاره مهمې ننګونې پاتې دي.
د کابل ښار د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي وایي، چې له تېرو ۴ کلونو راهیسې د څښاک اوبو له سخت کمښت سره مخ دي او ډېر مهال د اوبو راوړلو لپاره اوږده مزلونه کوي؛ خو طالبان بیا وایي، کابل ته د شاتوت بند او پنجشېر سیند څخه د اوبو رسولو پلان لري، چې یو څه وخت ته اړتیا لري.
د کابل ښار بېلابېلې برخې په ځانګړې توګه د کابل لوېدیځ د ۱۳مې ناحیې اړوند په دشت برچي سیمه کې خلک د څښاک اوبو له سخت کمښت سره مخ دي او له طالبانو د یادې ستونزې د حل غوښتنه کوي.
د سیمې یو اوسېدونکی سیداحمد ضيا وایي: «اوبه نهشته، په ټوله سیمه کې د اوبو یوه سرچینه هم نهشته او ۴ کاله کېږي، چې په پرلهپسې ډول له دغه ستونزې سره مخ یو او له اړوندو ادارو غواړو چې دغه ستونزه راته حل کړي».
د سیمې یو بل اوسېدونکی بیا زیاتوي، چې ماشومان یې د اوبو راوړلو لپاره اوږده مزلونه کوي او زیات انتظار باسي. هغه له طالبانو غوښتنه کړې: «زموږ په سیمه کې د اوبو کمښت د ستونزې حل لپاره دې د اوبو نلونه، شبکې او یا هم ژورې څاګانې جوړې شي».
د طالبانو د ښاري اوبو رسولو او فاضلاتو دولتي شرکت ویاند رحمتالله صارم وايي، د یادې ستونزې د حل لپاره اوږدمهاله پلان لري. نوموړی زیاتوي، د شاتوت اوبو بند او د پنجشېر له سیند نه کابل ته د اوبو رسولو پلان لري چې وخت ته اړتیا لري.
یادې ادارې ویلي، چې په تېرو ۴ کلونو کې د هېواد په ۱۹ ولایتونو د څښاک اوبو تر سلو ډېرې پروژې بشپړې شوې دي. کابل چې د افغانستان تر ټولو لوی ښار او سیاسي مرکز دی، له کلونو راهیسې د څښاک اوبو له مخ پر زیاتېدونکي ناورین سره مخ دی.
د نفوسو چټک زیاتوالی، وچکالي، اقلیمي بدلون او د ځمکې لاندې اوبو بېځایه اېستل د دې لامل شوي چې د ښار په ګڼو سیمو کې د اوبو کچه ښکته شي او زرګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته له محدود لاسرسي سره مخ شي.