په داسې حال کې چې افغانستان د اقلیمي بدلون له سختو اغېزو سره مخ دی، د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې چارواکو د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) او د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له استازو سره په کتنه کې د یاد سازمان د درول شویو پروژو د بیا پیل کېدو غوښتنه کړې ده.
افغانستان چې د اقلیمي بدلون له امله د وچکالۍ، سیلابونو، د اوبو د سرچینو کمېدو او د کرنیزې ځمکې د تخریب له تر ټولو سختو زیانمنېدونکو هېوادونو ګڼل کېږي، د متخصصینو په وینا، د مرستو او چاپیریال ساتنې پروژو په برخه کې له ستونزو سره مخ دی.
د طالبانو د چاپیریال ساتنې ادارې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د دې ادارې مرستیال زینالعابدین عابد له ګډونوالو نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې د بندو شویو او ځنډېدلو پراختیایي پروژو د بیا پیل ترڅنګ د نړیوالو تمویلوونکو او هېوادونو د مرستو د جلب لپاره عملي همکاري وکړي.
هغه همداراز ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو په برخه کې خپل بشري او چاپېریالي مسوولیتونه ادا کړي.
خو د چارو شنونکي وایي چې د دې غوښتنو عملي کېدل له جدي خنډونو سره مخ دي.
د طالبانو ادارې د نړیوال مشروعیت د نشتوالي له امله ډېری پراختیایي پروژې یا بندې شوې او یا هم په محدود ډول د ملګرو ملتونو له لارې تطبیقېږي. پر دې سربېره، د شنونکو په باور، ګڼ هېوادونه د ایران او امریکا او اوکراین په څېر په نورو نړیوالو ناورینونو کې ښکیل دي او د اقلیمي بدلون په برخه کې پروژو ته پاملرنه کمه شوې ده.
دغه وضعیت د تمویل په بهیر کې بېثباتي رامنځته کړې او د اوږدمهاله چاپېریالي پلانونو تطبیق یې سخت کړی دی.
د ملګرو ملتونو د پلاوي استازو د طالبانو د چاپېریال ساتنې له ادارې سره د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د طبیعي سرچینو د دوامدار مدیریت، د واخان ملي پارک د ساتنې او د اقلیمي بدلون اړوندو پروګرامونو ملاتړ ته به ادامه ورکوي.
د واخان ملي پارک چې د افغانستان له مهمو طبیعي زېرمو ګڼل کېږي، د اقلیمي بدلون له امله له تدریجي تخریب سره مخ دی.
د کارپوهانو په باور، که څه هم د نړیوالو بنسټونو تخنیکي مرستې مهمې دي، خو د پراخې مالي او سیاسي همغږۍ نشتوالی د افغانستان د چاپېریالي بحران د حل پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ پاتې دی.
افغانستان د نړۍ د شنو خونو ګازونو یوازې شاوخوا صفر اعشاریه اووه سلنه تولیدوي، خو له دې سره سره د نړیوالو ارزونو له مخې د اقلیمي بدلون له لسو تر ټولو اغیزمنو هېوادونو شمېرل کېږي.
په تېر نومبر کې د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې په برازیل کې د ملګرو ملتونو د اقلیم نړیوالې غونډې «کوپ ۳۰» ته د افغانستان پر نه بلل کېدو نیوکه وکړه او ویې ویل، سره له دې چې افغانستان د اقلیمي بدلون له پلوه له تر ټولو زیانمنو هېوادونو څخه دی، خو کابل ته په رسمي ډول بلنه نه ده ورکړل شوې.
په ۲۰۲۴ کال کې د طالبانو استازو په اذربایجان کې په کوپ ۲۹کې ګډون کړی و، خو یوازې د مېلمنو په توګه بلل شوي وو.
د اقلیمي چارو کارپوهان د ملګرو ملتونو د اقلیم د چوکاټ کنوانسیون (UNFCCC) ددغه محدودیت تر شا اساسي دلیل دا ګڼي، چې له روسیې پرته نور هېوادونه طالبان د افغانستان د مشروع حکومت په توګه نه پېژني. له بشري حقونو جدي سرغړونې، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې سیستماتیک محدودیتونه، د دې انزوا یو مهم عامل بلل کېږي.
طالبان د خپل نه رسمیت له امله ملي اقلیمي ژمنې (NDCs) د پاریس تړون له مخې په رسمي ډول نه شي ثبتولی.
د نړیوالو اقلیمي صندوقونو له لارې هغه پروژې چې د اوبو مدیریت او د طبیعي ناورینونو د خطر کمولو لپاره طرحه شوې وې، د کابل له سقوط وروسته درول شوې دي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د افغانستان د ۲۰۱۵ کال د اټکل له مخې، د اقلیمي بدلون د تطبیق او کمولو لپاره شاوخوا ۱۷ میلیارده ډالر (کلني ۱،۷ میلیارده) اړتیا وه، خو د اقلیمي څپو له امله کلني اقتصادي زیانونه نږدې ۳ میلیارده ډالرو ته رسېږي، چې د شنونکو په باور، دا وضعیت له نړیوالو مرستو پرته د مدیریت وړ نه دی.