د بغلان ـ کندوز لار د سېلابونو له امله تړل شوې

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې په بغلان کې د سېلابونو له امله د بغلان ـ کندوز لار د پُل چارشنبې تپې په سیمه کې د موټرو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې په بغلان کې د سېلابونو له امله د بغلان ـ کندوز لار د پُل چارشنبې تپې په سیمه کې د موټرو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزات ویاند محمد اشرف حقشناس پر اېکسپاڼه لیکلي، د چارشنبې په ورځ د بغلان په ځینو سیمو کې سېلابونه راووتل چې له امله یې د پلخمري ـ دوشي او نهرین ـ برقه لارې د نن ورځې په اوږدو کې د څو ساعتونو لپاره تړل شوې وې.
د نوموړي په خبره چې د پلخمري ـ دوشي لاره بېرته د ترافیکو پرمخ پرانېستل شوې، خو د نهرین ـ برقه او بغلان – کندوز لارې لا هم د هر دول تګ راتګ پر مخ تړلې دي.
په ورته مهال د طالبانو د پېښو پر وړاندې مبارزې ادارې په بغلان ولایت کې د سېلابونو له امله د یو شمېر کورونو د ویجاړیدو خبر هم ورکړی دی.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې د ایران د حکومت د سقوط د کره نېټې وړاندوینه شونې نه ده، خو د هغه په وینا، د دغه رژیم دننه شته درزونه ورځ تر بلې پراخېږي او په پایله کې د حکومت د سقوط لامل کېدای شي.
نتنیاهو له سياېنبيسي شبکې سره په مرکه کې وویل چې د تاریخ په اوږدو کې د ځینو حکومتونو سقوط له مخکې نه و اټکل شوی.
هغه د رومانیا د کمونیستي رژیم او د برلین د دیوال د نړېدو بېلګې یادې کړې او ویې ویل چې دغه بدلونونه د هغو پټو ستونزو او اختلافاتو پایله وو چې د نظامونو په دننه کې مخ په زیاتېدو وو.
د اسراییل لومړي وزیر زیاته کړه چې اوس مهال هم د ایران په حکومت کې ژور اختلافات او درزونه موجود دي، خو دا نه شي اټکل کېدای چې دا وضعیت به کله د لوی سیاسي بدلون لامل شي.
هغه وویل: «باور لرم چې دا درزونه به په پای کې نور هم پراخ شي او رژیم به سقوط وکړي او موږ به د دې لپاره خپله ټوله هڅه وکړو».
نتنیاهو همداراز وویل چې باید د ایران له خلکو سره مرسته وشي څو هغه څه چې نوموړي «کمزوری شوی رژیم» وباله، نسکور کړي. هغه ټینګار وکړ چې د اسراییل دریځ په دې برخه کې نه دی بدل شوی، خو زیاته یې کړه چې د داسې بدلون د رامنځته کېدو وخت د اسراییل په خوښه نه ټاکل کېږي.
د بېلاروس د دفاع وزیر ویکتور خرینین په مسکو کې د ډلهییز امنیت تړون سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې اندېښنه ښودلې، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سرحدي شخړو او او جګړو له امله ښايي ترهګري ډلې د منځنۍ اسیا هېواددونو ته ننوځي.
د بېلاروس د دفاع وزیر ویکتور خرینین د ډلهییز امنیت تړون سازمان د دفاع وزیرانو په غوڼده کې ویلي، چې په ایران کې د وروستي رامنځته شوي وضعیت له امله په منځنۍ اسیا کې خطرونه پیدا شوي دي.
نوموړي په ځانګړې توګه د طالبانو او پاکستان ترمنځ سرحدي شخړې ته اشاره کړې ده او وايي، چې ښايي د یادې شخړې له امله یو لوی بشري بحران او د کډوالۍ سیلابونه رامنځته شي.
د بېلاروس د دفاع وزیر زیاته کړې، چې ښايي د همدې شخړې له امله ترهګرې ډلې منځنۍ اسیا ته ننوځي او د ډلهییز امنیت تړون سازمان غړي هېوادونو سیمې به په نښه کړي.
نوموړي د یادو احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره د غړو هېوادونو ترمنځ پر لا نږدې امننیتي او پوځي همکاریو ټینګار کړی دی.
د اروپايي پارلمان یوه سیاسي ایتلاف «رینیو یورپ» له اروپايي کمیسیون نه غوښتي، چې بروکسل ته د طالبانو د بللو پرېکړه سملاسي لغوه کړي. دغه ایتلاف ویلي، چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو ټول بنسټیز حقونه په منظم ډول له منځه وړي دي.
یاد ایتلاف، چې د اروپايي هېوادونو له بېلابېلو ګوندونو او پارلماني غړو جوړ شوی، په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبانو تر ۱۵۰ ډېر فرمانونه صادر کړي او نجونې یې له شپږم ټولګي وروسته له زدهکړو منع کړې دي.
د ایتلاف په وینا، ښځې له کار، د تګ راتګ له ازادۍ او عدالت ته له لاسرسي بېبرخې شوې دي او په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۱۷۰ ښځې په عام محضر کې په دُرو وهل شوې دي.
د دې ډلې په باور، د طالبانو دا تګلارې یوازې سیاسي قوانین نه دي، بلکې د انسانیت ضد قصدي کړنې دي.
دوی وایي چې طالبانو ته د بلنې ورکول، که هر هدف ولري، هغوی ته رسمي مشروعیت ورکول دي.
رینیو یورپ وايي، د اروپايي کمېسیون له خوا دا اقدام د کډوالۍ د موضوعاتو په نوم عملي چلند بلل شوی، خو منتقدین وایي چې له داسې ډلو سره تعامل د هغوی مشروعیت زیاتوي او ارزښتونه تر پښو لاندې کوي.
د اروپايي پارلمان غړې راکل ګارسیا هرمیډا وان در وال ویلي: «د کډوالۍ د بحث لپاره د طالبانو رابلل زموږ له ارزښتونو سره خیانت دی. هغه کسان چې د بشریت ضد جرمونه کوي باید د هاګ نړیوالې محکمې نه له تېرېدو پرته اروپايي خاورې ته داخل نه شي.»
یاد ایتلاف ټینګار کړی چې اروپايي اتحادیه د بشري حقونو پر نه وېشل کېدونکي اصل ولاړه ده او هر ډول عملي چلند چې دا ارزښتونه تر پښو لاندې کړي، نه عملي سیاست دی او نه هوښیاري، بلکې سیاسي او اخلاقي ناکامي ده.
دې ډلې له اروپايي کمېسیون څخه غوښتي چې دا ناسته لغوه کړي، د طالبانو د نه پېژندنې پالیسي وساتي او د افغانستان په تړاو په هر ډول تعامل کې دې د ښځو د حقونو درناوی په مرکز کې وي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، چې د قرغیزستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې رییس د یادې ډلې د برېښنا اجرايوي رییس سره په لیدنه کې د برېښنا د تولید شبکو په پراختیا او برېښنا د لېږد لویو پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
یادې ادارې د چارشنبې په ورځ پر خپل اېکس لیکلي، چې د قرغیزستان هېواد د RDF کپمنۍ او د قرغیزستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې رییس عظمت ممبیک د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت اجرایوي رییس عبدالحق همکار سره په لیدنه کې د افغانستان د برېښنا تولید شبکو پراختیا کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
طالبانو ویلي، چې د قرغیزستان او افغانستان د سوداګرۍ خونې رییس د نغلو په ګډون د برېښنا د تولید یو شمېر فابریکو د ظرفیت لوړولو په اړه خپلې پراختیايي او رغنیزې طرحې شریکې کړې او د برېښنا تولید شبکو د پراختیا پروژو کې یې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
طالبانو یاد پانګوال ته د پانګونې د خوندیتوب اسانتیاوو په اړه ډاډ ورکړی دی.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، چې په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د برېښنا تولید، لېږد او تاسیساتو جوړولو برخو کې د نړۍوالو او ملي پانګوالو پانګونې خورا زیاتې شوې دي.
د امریکا د سمندري ځواکونو یو پخوانی افسر وایي، په افغانستان کې د یوه مرګوني شنه پر ابي ( پر بهرنیو سرتېرو د افغان سرتېرو) برید تجربه د دې لامل شوه چې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د خطر او باور ارزونې یو نوی سیستم جوړ کړي.
الېکس مارټین، چې د غږیزو معلوماتو د تحلیل شرکت «کلییرسپیډ» اجرایوي رییس او شریک بنسټګر دی، وایي، د شرکت د جوړېدو مفکوره هغه مهال ورپیدا شوه چې په افغانستان کې یې یو نږدې ملګری د سیمهییزو همکارو ځواکونو یوه سرتیري وواژه.
مارټین، چې د عراق او افغانستان په جګړو کې یې د امریکا د سمندري ځواکونو په پلي، کشفي او ځانګړو کشفي واحدونو کې دنده ترسره کړې، وایي د یوه ماموریت پر مهال له خپل پخواني ملګري سره بیا یوځای شو، خو دغې لیدنې یوازې څو دقیقې دوام وکړ. بله ورځ د سیمهییزو همکارو ځواکونو یوه غړي د هغه ملګری او یو بل امریکايي سرتېری ووژل.
د هغه په وینا، دې پېښې د باور، امنیت او جګړهییزو خطرونو په اړه د هغه لید بدل کړ او دې پوښتنې ته یې متوجه کړ چې ایتلافي ځواکونه څنګه پر سیمهییزو همکارانو باور کوي او د هغوی احتمالي خطرونه څنګه وارزوي.
مارټین وروسته د ستانفورډ پوهنتون له څېړونکو او انجنیرانو سره کار پیل کړ او په ۲۰۱۶ کال کې یې «کلییرسپیډ» شرکت جوړ کړ. د نوموړي په وینا، د شرکت موخه دا وه چې د باور وړ کسانو پېژندنه چټکه او د امنیتي ارزونو بهیر اغېزناک کړي.
دغه شرکت د مصنوعي ځیرکتیا په مټ د خلکو غږیز غبرګونونه تحلیلوي او د خطر کچه ارزوي. مارټین ټینګار کوي چې د دوی سیستم د دروغو د کشف وسیله نه ده، بلکې د لومړنۍ ارزونې یوه وسیله ده چې د ټیټ خطر لرونکي کسان ژر تشخیصوي او یوازې مشکوکې پېښې د لا زیاتو څېړنو لپاره په نښه کوي.
د نوموړي په وینا، د شرکت ټېکنالوژي لومړی په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو د ارزونې په پروګرامونو کې وازمویل شوه، خو اوس د بیمې شرکتونه، مالي بنسټونه او حکومتي ادارې هم ترې د درغلۍ د مخنیوي او خطر ارزونې لپاره استفاده کوي.
مارټین وایي، د «کلییرسپیډ» اصلي ماموریت لا هم همغه پوښتنه ده چې کلونه وړاندې په افغانستان کې ورسره مخ شو: «څنګه معلومه کړو چې پر چا باور کېدای شي، مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي»؟
ټکنالوژي څنګه کار کوي؟
مارټین ټینګار کوي چې «کلییرسپیډ» نه د دروغو کشف کوونکی دی، او نه هم د غږ فشار په دودیز ډول تحلیلوي.
د هغه په وینا، دا د عصبي علومو پر بنسټ د غږ ارزونې سیستم دی چې د خبرو پر محتوا نه، بلکې د غږ پر ځانګړنو تمرکز کوي. موخه یې د خطر شتون یا نشتوالی ارزول دي، نه دا، چې حقیقت او نیت څه دی.
مارټین تشریح کوي چې کله یو کس پوښتنه واوري، دماغ یې معلومات پروسس کوي او بیا شفاهي ځواب تولیدوي. د شرکت د ماډل له مخې، دغه ذهني فعالیت سملاسي د وینا په بڼه کې د کچ وړ بدلونونو لامل ګرځي.
هغه وایي: «موږ هغه غبرګون اندازه کوو چې د پوښتنې له اورېدو وروسته په دماغ کې رامنځته کېږي، غږیز تارونه اغېزمنوي او په شاوخوا ۳۰۰ میلي ثانیو کې څرګندېږي».
مارټین بیا هم ټینګار کوي چې شرکت ادعا نه کوي چې دروغ په مستقیم ډول کشف کولی شي. د هغه په وینا، سیستم یوازې غیرعادي نښې یا د خطر لوړې کچې په ګوته کوي چې ښایي د نورو پوښتنو اړتیا رامنځته کړي.