• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو وزیر وايي افغانستان د ارتباطي پله په توګه منځنۍ او سویلي اسیا سره نښلولی شي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۵۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د اتصال په تړاو د ترمذ خبرو اترو په دویمه ناسته کې انلاین ګډون کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د یو ارتباطي پُل په توګه د ځانګړي رول لوبولو وړتیا لري.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې نوموړي د ترمذ خبرو اترو دویمې ناستې ته په خبرو کې د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو د پراختیا، د سوداګرۍ د اسانتیا او له ترانزیټي ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې په اړه د افغانستان لید لوری بیان کړی دی.

عزیزي ویلي، چې د افغانستان د ځانګړي ستراتیژیک موقعیت له امله د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د یوه ارتباطي پُل په توګه د ځانګړي رول لوبونې غوره ظرفیت لري.

همدارنګه عزیزي افغان ټرانس پروژه د سیمه‌ییز اتصال یو له خورا مهمو پرژو څخه بللې او وايي، چې د یادې پروژې له لارې د منځنۍ او سوېلي اسیا د ریل پټلۍ د نښلولو، د سوداګرۍ او ترانزیټ په اسانتیا او د اقتصادي همکاریو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي.

ترویج لرونکی

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه
۱

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه

۲

د طالبانو چاپېریال ساتنې ادارې د ملګرو ملتونو د درول شویو پروژو د بیا پیلولو غوښتنه کړې

۳

د طالب غړو خپل‌سرې محکمې؛ کونړ کې یوه طالب وسله‌وال د خواله رسنیو یو فعال وهلی

۴

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: په قطر کې مېشت افغان کډوال امریکا ته نه لېږدول کېږي

۵

روسی کارپوه: د روسیې او طالبانو پوځي هوکړه د پاکستان پر وړاندې غبرګون دی

•
•
•

نور کیسې

د زده کړو یوه بنسټ له امریکايي پوهنتونونو څخه د ۷۴ افغان نجونو فراغت ونمانځه

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۳۶ GMT+۱
د زده کړو یوه بنسټ له امریکايي پوهنتونونو څخه د ۷۴ افغان نجونو فراغت ونمانځه
100%

د زده کړو د ملاتړ نړۍوال بنسټ له پوهنتون نه د هغو ۷۴ افغان نجونو د فراغت مراسم ونمانځل چې د قطر د یوه بنسټ په ملاتړ سکالر شېپونه ورکړل شوي وو. دا هغه نجونې دي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې د زده کړو بهیر له خنډ سره مخ شوی و.

قطري رسنیو راپور ورکړی، چې تېره ورځ د امریکا له پوهنتونونو څخه د هغو ۷۴ افغان نجونو د فراغت مراسم ترسره شول، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې د زده‌کړو بهیر نیمګړی پاتې شوی و.

یادو افغان نجونو د ۲۰۲۵ کال په پای او په ۲۰۲۶ کال کې د امریکا په ۲۷ پوهتونونو کې خپلې زده‌کړې پای ته رسولې دي.

د افغان نجونو د زده کړو لپاره د قطر د بورسونو په پروژه کې ۴۲۶ نجونې شاملې دي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې زده‌کړې له ځنډ او خنډ سره مخ شوې وې.

مسوولان وايي، چې د یادې پروژې موخه دا وه، چې افغان نجونو ته په امریکا کې په یوه خوندي او ډاډمن چاپېریال کې د لیسانس او ماسټرۍ په کچه د زده کړو زمینه برابره کړي، څو خپل راتلونکی جوړ کړي.

د قطر د افغان فنډ بسټ اجرایوي رییس محمد سعد الکبیسي د افغان نجونو د فراغت د مراسمو پرمهال ویلي:« موږ نن یوازې یو علمي بریالیتوب نه نمانځو، بلکې د هغو افغان محصلانو مېړانه، نظم او قوي عزم نمانځو چې د ژوند په سختو او بې‌برخلیکه شرایطو کې یې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړ».

دغه افغانې نجونې پر داسې مهال د امریکا له پوهنتونونو فارغې شوې، چې په افغانستان کې د طالبانو د بندیزونو له امله میلیونونه نجونې له تېرو څلورو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه لري.

پاکستان په سپین بولدک ولسوالۍ کې نږدې ۲۰۰ افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۲۵ GMT+۱
پاکستان په سپین بولدک ولسوالۍ کې نږدې ۲۰۰ افغان بندیان طالبانو ته سپارلي
100%

د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۱۹۹ افغان بندیان چې تازه د پاکستان له زندانونو خوشې شوي وو، نن طالبانو ته وسپارل شول. په کندهار کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو ادارې ویلي، چې په دې ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د طالبانو یادې ادارې ویلي، په دغه بندیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د پاکستان د کراچۍ ښار په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو. د طالبانو یادې ادارې زیاته کړې، چې یادو کسانو شاوخوا شپږ میاشتې د پاکستان په زندانونو کې تېرې کړې دي.

د دوی په خبره؛ د بند پرمهال له زندانیانو څخه د هغوی شخصي او ګران بیه توکي او نغدې پیسې هم اخیستل شوې دي. د معلوماتو له مخې؛ د خوشې شویو کسانو ډېری برخه د افغانستان د شمالي ولایتونو اوسېدونکي دي، چې د بېلابېلو لاملونه له امله پاکستان ته تللي وو او وروسته هلته نیول شوي وو.

ورته مهال د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۴مه) خبر ورکړی، ۷۹ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته د تورخم له لارې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

تېر کال په افغانستان کې ۱۷ میلیونه نیالګي کېنول شوي او سږ کال ۹ میلیونه په پام کې دي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۲۰ GMT+۱
تېر کال په افغانستان کې ۱۷ میلیونه نیالګي کېنول شوي او سږ کال ۹ میلیونه په پام کې دي
100%

د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د تازه کرل شویو چنارونو تر سیوري لاندې د کلي مشر غلام علي پویا ویاړي چې د جګړو له کلونو وروسته اوس خلک د ونو ارزښت بیا پېژني. هغه وویل، چې «مرغانو ته قفسونه مه جوړوئ»، ونې وکرئ، هغوی پخپله راځي.

هغه اې ایف پي ته وویل، چې د جګړو او کورنۍ جګړې پر مهال په چارباغ کې د پستې ځنګلونه ټول له منځه لاړل او هېچا د لرګیو د پرې کولو مخه نه شوای نیولی.

د جنوبي کارولینا پوهنتون څېړونکي محمد نصیر شالیزي په وینا، په ۱۹۷۹کې د شوروي له یرغل څخه د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ تر سقوط پورې «شاوخوا ۵۰ سلنه د افغانستان ځنګلي پوښ له منځه تللی».

طالبانو هدف ټاکلی چې له۲۰۲۳څخه تر ۲۰۳۰ پورې ۲۰۰ میلیونه نیالګي کینوي، چې نادولتي موسسې، ملګري ملتونه او خصوصي سکتور هم پکې شامل دي.

د افغانستان په ختیځ کې پاکستان ته د لرګیو قاچاق د ونو د پراخې غوڅونې لامل شوی، په داسې حال کې چې په وچو مرکزي او شمالي سیمو کې چې «د پستې کمربند» بلل کېږي، خلک د سون لپاره لرګي کاروي.

خو د شالیزي په باور، په وروستیو شاوخوا دوو لسیزو کې د ځنګلونو له منځه تلل «د پام وړ» ورو شوي.

د طالبانو تر واک لاندې د ملي احصایې او معلوماتو ادارې د معلوماتو له مخې، له ۲۰۱۱کال راهیسې د هېواد د ځنګلي پوښ کچه ۳۵ سلنه زیاته شوې، خو په ۲۰۲۵ کې یوازې ۲،۵ سلنه افغانستان ځنګل لرونکی و او په ځینو سیمو کې دا پوښ لا هم کمېږي.

کارپوهان وایي ټولنې د ځنګل پوښ د ښه کولو لپاره کار کوي. هم پخواني حکومت (تر ۲۰۲۱ پورې) او هم اوسنۍ ادارې د ونو د کرلو کمپاینونو ملاتړ کړی دی.

په چارباغ کې د اغا خان پرمختیایي شبکې په مرسته نږدې یو کیلومتر مربع ځنګل جوړ شوی چې د چنار، انار او خورما په څېر ونې پکې شاملې دي.

دغه ځمکه د بزګرې بس بېګم احمدي ملکیت ده، چې هیله لري د مېوو پلورلو له لارې عاید ترلاسه کړي، خو دا ځنګل د ۳۵۰ کورنیو ټولنې ته هم پرانېستی دی.

دغه ۴۵ کلنه ښځه وایي، « د دې ونو درلودل راته ښه احساس راکوي؛ زموږ چاپېریال شین دی او موږ تازه هوا تنفس کوو».

هغه له خپل مېړه سره د دې ونو پالنه کوي څو خپل څلور ماشومان پرې وساتي.

د مایکرو ځنګل سازمان د افغانستان د کرنې همغږې کوونکې پاريسا ملکزاده وویل چې مایکرو ځنګلونه ایکوسیستمونه بېرته رغوي، د خاورې سمسورتیا ښه کوي، د اقلیم پر وړاندې مقاومت زیاتوي او د خلکو د معیشت ملاتړ کوي».

دغه سازمان په اوو ولایتونو کې ۵۰۰ مایکرو ځنګلونه کرلي دي.

پویا وویل دا ځنګل چې د سیند تر څنګ پروت دی، د سېلاب پر مهال د خاورې د تخریب مخه نیسي او د خلکو لپاره «یو ماډل» جوړوي.

په افغانستان کې، چې ډېری سیمې لرې پرتې دي او د دولت سرچینې محدودې دي، د ټولنې په کچه د ځنګلونو مدیریت د بیا ځنګل‌کولو تر ټولو اغیزناکه لاره بلل کېږي.

د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې د عمومي ادارې د اقلیم بدلون مشر روح‌الله امین وویل، چې«تېر کال هدف اته میلیونه و، خو په پای کې ۱۷ میلیونه نیالګي کښېنول شول». د روان کال هدف ۹ میلیونه نیالګي دي.

ستونزې پکې د ځایي او اقلیم سره متناسبو ډولونو ټاکل، د اوبو کمښت، او د څارویو له خوا د نیالګیو خرابېدل دي.

100%

امین ومنله چې ځینې ځنګلونه د «پاملرنې یا اوبو نشتوالي» له امله زیانمن شوي او په یوه ځای کې وچکالۍ ۷۰ سلنه کرل شوي د زړو ونې له منځه وړې دي.

په ځینو ځایونو کې قومي شوراګانې ځنګلونه ساتي او د زیان رسوونکو خلکو لپاره سزاوې ټاکي. په نورو ځایونو کې د ټاکل شویو کلیوالو او بزګرانو له خوا د ځنګل مدیریت ټولنې جوړې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له ۲۰۱۹ راهیسې د۵ میلیونه ونو په کرلو کې مرسته کړې ده.

د طالبانوادارې په دولتي ځمکو کې د کابل شاوخوا سیمو لکه پغمان کې د ځايي ډولونو له مخې د نیالګیو د روزلو لپاره نرسري جوړې کړې دي.

په چریکار کې، چې سږ کال پکې زرګونه نیالګي د سړکونو، پارکونو او غونډیو پر سر کرل شوي، ښاروالۍ وایي د ونو په اړه د خلکو چلند بدل شوی دی.

یوه اوسېدونکي احمد خالد صابري وویل چې هغه د چاپېریال د ګټې لپاره رضاکارانه برخه اخیستې.

کارپوهان وایي لا هم اړتیا ده چې پاتې زاړه ځنګلونه وساتل شي، نه یوازې په ښارونو کې بلکې په طبیعي ځنګلونو کې هم کرنه وشي.

د اغا خان بنسټ د اقلیم بدلون مشر اپوروا اوزا وویل: « ښه کار روان دی، خو د نړیوالې تودوخې د اغېزو د کمولو لپاره لا ډېر کار ته اړتیا ده».

په چارباغ کې پویا د ونو مثبت اغېز په بیولوژیکي تنوع کې ویني، ځکه له اوږده وخته ورک مرغان بېرته راګرځي.

هغه وویل، « مرغانو ته قفسونه مه جوړوئ؛ د خپل کور ترڅنګ ونې وکرئ».

د روسیې مرستیال صدراعظم: د افغانستان له لارې د اورګاډي پټلۍ د جوړولو په اړه خبرې روانې دي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۰۴ GMT+۱
د روسیې مرستیال صدراعظم: د افغانستان له لارې د اورګاډي پټلۍ د جوړولو په اړه خبرې روانې دي
100%

د روسیې د صدراعظم مرستیال الکسي اوورچوک ویلي چې د افغانستان له لارې د اورګاډي پټلۍ د جوړولو پروژه، سره له دې چې سیمه له بې‌ثباتۍ سره مخ ده، لا هم په فعاله توګه تر بحث لاندې ده.

اوورچوک د سن پټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم په غونډه کې، چې «په ګډوډو وختونو کې سوداګري» نومېده، وویل چې د افغانستان له لارې د اورګاډي پټلۍ د جوړولو په اړه خبرې دوام لري او په دې کې د هرات له لارې لوېدیز مسیر هم شامل دی

نوموړي زیاته کړه، چې دا موضوع په ډېر فعال ډول تر بحث لاندې ده.

د تاس اژانس د رپوټ له مخې، اوورچوک وویل، «په دې کې یوازې اورګاډی نه، بلکې د پایپ‌لاین او سړک پروژې هم شاملې دي».

د روسیې د صدراعظم مرستیال ومنله چې په سیمه کې رامنځته کېدونکې شخړې او امنیتي ستونزې د دغو پروژو د پرمختګ بهیر ورو کوي.

نوموړي زیاته کړه: «هغه شخړې او کړکېچونه چې په سیمه کې رامنځته کېږي، دا بهیرونه ورو کوي. خو زموږ په اند، دا وضعیتونه په داسې وخت کې راپیدا کېږي چې سیمه د ترانسپورتي او لوژستیکي دهلیزونو د پیاوړتیا له پلوه د پام وړ فعالیتونه تجربه کوي».

د یادونې وړ ده چې د افغانستان له لارې د ریل‌پټلۍ، سړکونو او انرژۍ د لېږد پروژې د منځنۍ اسیا، روسیې، سویلي سیا او منځني ختیځ ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټي اړیکو د پراختیا لپاره مهمې بلل کېږي.

د هرات لوېدیزه لاره هم د هغو احتمالي مسیرونو له ډلې ده چې د سیمې هېوادونه پرې بحث کوي.

د تړلو لارو له امله؛ په کندهار کې سلګونه ټنه انځر لاهم په ګدامونو کې بند پاتې دي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۳۰ GMT+۱
د تړلو لارو له امله؛ په کندهار کې سلګونه ټنه انځر لاهم په ګدامونو کې بند پاتې دي
100%

په کندهار کې د سږکال صادراتو لپاره تر سل ټنه زیات وچ انځر چمتو شوي دي. سوداګر وایي، د پاکستان له لارې د سوداګرۍ پر وړاندې رامنځته شویو خنډونو او د ایران پر مسیر د شته ستونزو له امله دغه محصول لاهم په ګدامونو کې بند پاتې دی.

د سوداګرو په وینا؛ د دغه انځرو ارزښت له ۷۰۰زره امریکايي ډالرو زیات دی، خو د صادراتي لارو د محدودیتونو له امله بهرنیو بازارونو ته نه‌دي رسېدلي او اوس د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.

د انځرو سوداګر او بڼوال وایي، د صادراتو د ټکني کېدو له امله په کورني بازار کې هم بیې په بې‌ساري ډول راټیټې شوې دي. د دوی په خبره؛ هغه انځر چې پخوا به یې یو من له ۳زره تر ۵زره افغانیو پورې پلورل کېده، اوس د ښه کیفیت انځر هم تر ۲زره افغانیو په کمه بیه پلورل کېږي چې د تولید، راټولولو، پروسس او ساتنې لګښتونه نه‌شي پوره کولای.

د کندهار یو سوداګر د نوم نه ښودلو په شرط وایي: «تېر کلونه به مو صادرات په منظم ډول روان وو او انځر به په مناسبه بیه پلورل کېدل؛ خو اوس دا دوه کاله کېږي بازار نږدې فلج شوی دی. هغه انځر چې پخوا به یې یو من په ۵زره افغانۍ خرڅېدل، اوس په ۲زره افغانۍ هم نه خرڅېږي، د لارو بندېدو سخت له تاوانونو سره مخ کړي یو».

د انځرو یو بل صادرونکی وایي، د صادراتو لپاره چمتو شوي بارونه له څو اوونیو راهیسې په ګدامونو کې پراته دي او د وخت په تېرېدو سره یې کیفیت هم اغېزمنېږي. بل خوا بڼوال هم شکایت کوي، چې د بازار د نشتوالي او د بیو د ټیټېدو له امله یې د کال ټول زحمت له جدي ګواښ سره مخ شوی دی او هغه سوداګر چې له دوی یې انځر اخیستي پیسې یې نه‌دي ورکړي.

د کندهار د یوه باغ لرونکي په خبره: «د انځرو پالنه او ساتنه د کال په اوږدو کې ډېر لګښت غواړي او سوداګر یې زموږ څخه داسې غواړي، چې کله یې صادر کړي بیا پيسې راکوي خو دا دوه کاله کېږي چې زموږ پیسې په سوداګرو پسې پاته وي، هغوی وايي نه مو دي صادر کړي».

سوداګر او بڼوال وایي، یوازې د صادراتي لارو ستونزې د بازار د محدودېدو لامل شوې نه‌دي؛ بلکې د سړو خونو محدود ظرفیت، د ترانسپورټ لوړ لګښتونه، د پیسو د لېږد ستونزې او د سوداګرۍ په برخه کې اداري خنډونه هم د دوی پر فعالیتونو منفي اغېز کړی دی.

کندهاري انځر د افغانستان له مهمو صادراتي محصولاتو څخه دي او په سیمه‌‌ییزو او نړۍوالو بازارونو کې ځانګړی ځای لري؛ خو د صادراتو پر وړاندې روان خنډونه د دې لامل شوي، چې د محصول ارزښت راکم شي او د تولیدوونکو او سوداګرو عواید زیانمن شي.

سوداګر وایي، که د افغانستان لپاره بدیلې او باثباته سوداګریزې لارې رامنځته نه‌شي او د صادراتو پر وړاندې شته خنډونه حل نه‌شي؛ نو د کندهار د انځرو سکتور به له لا جدي ستونزو سره مخ شي او د زرګونه هغه کورنیو اقتصاد به اغېزمن کړي، چې عاید یې له همدې محصول سره تړلی دی.

سوداګر او بڼوال له اړوندو ادارو غواړي، چې د صادراتي لارو د پرانیستې، د ترانزیټي ستونزو د حل، د سړو خونو د ظرفیت لوړولو او د نویو بهرنیو بازارونو د موندلو لپاره بېړني او عملي ګامونه پورته کړي؛ څو د دوی محصولات پر وخت بازارونو ته ورسېږي او د مېلیونونه افغانیو د احتمالي زیان مخه ونیول شي.