د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په نیول شویو کسانو کې د وسلهوالو غلاوو، د سرو زرو، ګرځنده ټلیفونونو او نغدو پیسو د غلا په تور تورن کسان شامل دي.
پرلهپسې غلاوې او مالي جرمونه وسلهوالې غلاوې، د سرو زرو غلا، د موبایلونو، نغدو پیسو او همدارنګه د نقلیه وسایطو لکه موټرو، موټرسایکلونو او رېکشاوو غلا د نیول شویو کسانو له مهمو ثبت شویو تورونو څخه دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یوې پیښې په اړه ویلي چې د روان کال د غويي په ۲۲مه یې په جوزجان، بلخ، نیمروز او غور ولایتونو کې ۲۲ کسان د وسلهوالو غلاوو په تړاو نیولي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلامیې ښيي چې په کلیوالو سیمو او لرې پرتو ولایتونو کې د څارویو، لکه غواوو او پسونو د غلا ګڼې پېښې ثبت شوې دي؛ هغه سیمې چې د خلکو لویه برخه د خپل ژوند د تامین لپاره پر مالدارۍ تکیه لري.
په ورته مهال، په کندوز، خوست، هلمند او پکتیا ولایتونو کې د وسلو د قاچاق او ناقانونه ساتنې د زیاتوالي راپورونه خپاره شوي دي.
طالبانو همدارنګه خبر ورکړی چې یو شمېر کسان یې په سرحدي سیمو او د هېواد پر لویو لارو د اسعارو د قاچاق په تور هم نیولي دي. د دې ترڅنګ، سازماني جرمونه هم زیات شوي دي. طالبان ادعا کوي چې د یوې میاشتې په موده کې یې څو وسلهوالې ډلې له منځه وړې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه پېښې په اړه ویلي چې د غويي په ۲۳مه یې په کابل کې د یوه سوداګر د تښتونې په تړاو پنځه کسان نیولي دي.
د یاد وزارت په وینا، د تښتوونکو د ډلې مشر د طالبانو له ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.
د نیونو لویه برخه؛ نشهيي توکي په تېره یوه میاشت کې د ثبت شویو نیونو لویه برخه د مخدره موادو له تولید، پلور او قاچاق سره تړاو لري. د چرسو پلور او قاچاق، د مخدره موادو د پروسس په فابریکو کې فعالیت او د صنعتي مخدره موادو قاچاق هغه قضیې دي چې د طالبانو په اعلامیو کې ورته اشاره شوې ده.
د بېلګې په توګه، د غويي په ۲۰مه په غور کې ۱۸ کسان د شهيي توکو د پروسس په فابریکه کې د فعالیت په نیول شوي دي. په بله پېښه کې، یو کس په نیمروز ولایت کې د «ټابلیټ کا» په نوم د زرګونو ګولیو د قاچاق په تور نیول شوی دی.
قمار او له کوره د تېښتې قضیې په همدې حال کې، د کور څخه د تېښتې او د قماربازۍ په تور د نیول شویو کسانو ګڼې دوسیې د طالبانو عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارل شوې دي.
طالبانو تازه د قماربازۍ په تور د ۲۱ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دې تور د څرنګوالي په اړه جزئیات نه دي ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې وړاندې د قطه بازۍ په ګډون نورې د ساتېرې لوبې منع اعلان کړې وې.
له طالبانو نه وېرېدل طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، د بدني سزاوو، سختو اقداماتو، تاوتریخجنو چلندونو او علني مجازاتو په مټ ځان د امنیت د تامین کوونکي په توګه معرفي کړ. خو د جنايي قضیو پراخ حجم او د نیونو لوړه شمېره ښيي چې د ټولنې بېلابېل قشرونه لا هم له جدي امنیتي ستونزو سره مخ دي. د کابل یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي:«په لومړیو میاشتو کې ټول وېرېدل، خو اوس د مجرمانو ویره له طالبانو تر ډېره له منځه تللې ده. غلاوې د ورځې په رڼا کې ترسره کېږي او داسې ښکاري چې طالبان په ځینو سیمو کې د وضعیت کنټرول له لاسه ورکړی دی.»د سختو مجازاتو زیاتوالی د جرمونو له زیاتوالي سره هممهاله، طالبانو یو ځل بیا سختو او تاوتریخجنو مجازاتو ته مخه کړې ده او د هرات وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی؛ هغه ولایت چې د خپرو شویو شمېرو له مخې، یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې نږدې ۹۰۰ کسان د غلا په تور نیول شوي دي.
د دې وضعیت په غبرګون کې، د طالبانو ځواکونو په دې وروستیو کې دوه کسان د غلا په تور د هرات ښار په عام محضر کې په ډزو ووژل.
کارپوهان باور لري چې په افغانستان کې د جرمونو زیاتوالی تر ډېره د امنیتي ستونزې پر ځای د اقتصادي بحران، پراخې بېوزلۍ او مخ پر زیاتېدونکې بېکارۍ ریښې لري.
ځینې څارونکي وایي چې د طالبانو ځینې غړي پخپله هم په دغو پېښو کې ښکېل دي.
د دوی په اند، د شپې ګزمې، د تلاشي پوستو جوړول او ان سختې سزاوې به هم تر هغو د جرمونو په کمولو کې دوامدار اغېز ونه لري، څو اقتصادي ستونزې حل نه شي.
د ولایتونو د شمېرو ارزونه ښيي چې د نیونو او ثبت شویو جرمونو تر ټولو ډېر برخه په هرات، کابل او بلخ ولایتونو کې راپور شوي دي؛ هغه موضوع چې د څارونکو له نظره د افغانستان په مهمو ښاري مرکزونو کې د اقتصادي او ټولنیزو فشارونو د زیاتوالي نښه بلل کېږي.
هممهاله، د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې، د افغانستان شاوخوا ۲۸ میلیونه وګړي له سختې بېوزلۍ سره مخ دي او نړیوالو مرستو ته اړتیا لري