د افغان ښځو د وضعیت په اړه د سعد محسیني څرګندونې؛ ډیوه پتنګ وایي محسني «حقیقت» ویلی دی

په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په تړاو د موبي ګروپ (طلوعنیوز) د بنسټګر سعد مُحسني څرګندونو د ګڼو «منفي» غبرګونونو په درشل کې د بشري حقونو فعاله ډیوه پتنګ وايي، سعد مُحسني «حقیقت» ویلی دی. سعد مُحسني بیا ویلي، په یاده مرکه کې یې پر طالبانو ډېرې نیوکې هم کړې دي.
