یاد بنسټ د ښځو د بهرنۍ پالیسۍ د وزیرانو غونډې د ګډې اعلامیې په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو له لوري رامنځته شوی نظام د جنسیت پر بنسټ د منظم، بنسټیز او سیستماتیک ظلم څرګند مثال دی او نړیواله ټولنه باید د «جنسیتي اپارتاید» د جرم د رسمي پېژندلو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د راپور لیکوالې پارمپریت سنګ ویلي، د غونډې په اعلامیه کې د هغو نظامونو د حساب ورکولو یادونه شوې چې د جنسیت پر بنسټ د منظم ظلم او واکمنۍ لامل کېږي، او دا تعریف په مستقیم ډول د طالبانو له لوري په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې جوړ شوي وضعیت ته اشاره کوي.
نوموړې ویلي: «طالبانو د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې د څه باندې ۲۰۰ فرمانونو، قوانینو او امرونو له لارې داسې نظام رامنځته کړی چې موخه یې د ښځو او نجونو له اساسي ازادیو محرومول او له عامه ژوند څخه د هغوی ایستل دي.»
د راپور له مخې، د یادې غونډې پر مهال افغان ښځو فعالانو د طالبانو تر واک لاندې د خپل ژوند تجربې شریکې کړې. ملالې فنډ ویلي چې د دغو ښځو شهادتونو یو ځل بیا وښوده چې د نړیوالو پرېکړو تر شا د هغو ښځو او نجونو ژوند پروت دی چې هره ورځ یې پایلې زغمي.
راپور ټینګار کوي چې اوسنی نړیوال قانون د نژادي اپارتاید لپاره ځانګړی تعریف لري، خو د جنسیت پر بنسټ د ورته سیسټماټیک ظلم لپاره جلا حقوقي چوکاټ نه لري. ملاله فنډ وایي، تر هغو چې جنسیتي اپارتاید د بشریت ضد جرم په توګه په رسمیت ونه پېژندل شي، نړیواله ټولنه به د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت پر وړاندې له مهمو حقوقي او سیاسي وسیلو بېبرخې وي.
دغه بنسټ ویلي: «حکومتونه باید یو ګام نور هم وړاندې ولاړ شي او جنسیتي اپارتاید د نړیوال جرم په توګه په رسمیت وپېژني.»
د راپور بله مهمه برخه د پورونو نړیوال بحران او د نجونو پر زدهکړو د هغه اغېزو ته ځانګړې شوې ده. ملالې فنډ ویلي، ډېری بېوزله هېوادونه اوس د پورونو د بېرته ورکړې لپاره د روغتیا او زدهکړو له ګډو لګښتونو هم زیاتې پیسې مصرفوي، چې تر ټولو ستر زیان یې نجونو ته رسېږي.
د راپور له مخې، کله چې حکومتونه د پورونو د ورکړې او د زدهکړو د بودجې ترمنځ انتخاب ته اړ شي، نجونې لومړنۍ قربانیانې ګرځي. د ملالې فنډ په وینا، د نجونو د زدهکړو نشتوالی هېوادونو ته د ژوندانه د عوایدو په برخه کې د ټریلیونونو ډالرو زیان اړوي.
ملالې فنډ له هغو هېوادونو غوښتي چې د نړیوال مالي نظام پر پرېکړو اغېز لري، د پورونو د اوسني نظام د اصلاح لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د نجونو زدهکړې د مالي فشارونو قرباني نه کړي.
راپور په پای کې ټینګار کوي چې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه سیاسي اعلامیې مهمې دي، خو یوازې اعلامیې بسنه نه کوي. د ملالې فنډ په وینا، حکومتونه باید خپلې ژمنې په عملي حقوقي، مالي او ډیپلوماتیکو اقداماتو بدلې کړي، څو د افغانستان د ښځو او نجونو او د نړۍ د میلیونونو نورو نجونو حقونه خوندي شي.