• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په زابل کې د بوشکه‌يي بمونو کشف؛ د تېرو شلو کلونو جګړې میراث لا هم شتون لري

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۲۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۵۰ GMT+۱

په زابل کې د بوشکه‌يي ماینونو کشف او خنثی یو ځل بیا هغه جګړې ته پام ورګرځوي چې په تېرو شلو کلونو کې د ورته وسایلو پراخه کارول د وسله‌والو طالبانو له مهمو بریدیزو تاکتیکونو ګڼل کېدل. تازه یې کشف نوې اندښنې او ګواښونه رامنځته کړي.

د طالبانو په ولکه کې د زابل ولایت د پېښو سره د مبارزې او چمتوالي ریاست وایي چې د قلات او سیوري ولسوالۍ اړوند سیمو کې ۸ کړۍ بوشکه‌يي ماینونه کشف او په خوندي ډول خنثی شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د ډافا ماین پاکۍ موسسې د تخنیکي ټیم د محلي خلکو د راپور پر بنسټ د باحو په کلي کې عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې ۴ کړۍ ۲۰ لېټري او ۴ کړۍ ۱۰ لېټري بوشکه‌يي ماینونه، همدارنګه ۴ برقي چاودېدونکي وسایل له منځه وړي دي.

که څه هم د پېښو سره د مبارزې مسوولان دا ډول عملیات د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره مهم بولي، خو د بوشکه‌يي ماینونو بیاځلي کشف د جګړې د هغو پاتې شونو یاد تازه کوي چې د کلونو په اوږدو کې د افغانستان په جګړه کې پراخه کارول شوي او تر ډېره د وسله‌والو طالبانو د بریدیزو تکتیکونو برخه ګڼل کېدل.

نوې اندېښنې دادي چې د بوشکه‌يي بمونو تاکتیک کارول کیږي که دغه بمونه د طالبانو هغه پاتې شوي وو چې په سړکونو کې به یې ځای پر ځل کول؟

د نړیوالو امنیتي ارزونو او د پخوانیو راپورونو له مخې، د سړک غاړې ماینونه او بوشکه‌يي بمونه په ځانګړي ډول د ۲۰۰۱ وروسته جګړه کې په پراخه توګه کارول شوي، چې د ګڼو بریدونو مسوولیت یې د وسله‌والو طالبانو له لوري منل شوی یا هغوی ته منسوب شوی دی.

د ماین پاکۍ ادارې له خلکو غوښتي چې د هر ډول شکمنو توکو په لیدو سره له اړوندو امنیتي ادارو سره سمدستي اړیکه ونیسي، څو د احتمالي مرګ‌ژوبلې مخه ونیول شي.

کارپوهان بیا وایي چې د جګړې د دې ډول پاتې وسایلو موجودیت یا تازه کشف ښيي چې د افغانستان امنیتي ستونزې یوازې د اوسني وضعیت محصول نه دي، بلکې د تېرو شخړو اوږدمهاله پایلې لا هم د خلکو د ژوند او خوندیتوب لپاره جدي ننګونه جوړوي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د امریکا د استازو جرګې غړې: د طالبانو «ترهګرې» ډلې ته د مشروعیت ورکړې هره هڅه خطرناکه ده

۳

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۴

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: نږدې درې زره افغان کډوال جبري افغانستان ته ستانه کړل شوي

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۶ GMT+۱
طالبان: نږدې درې زره افغان کډوال جبري افغانستان ته ستانه کړل شوي
100%

د طالبانو تر چتر لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، چې نن یک شنبه له بېلابېلو لارو ۵۳۵ کډوالې کورنۍ چې ۲۹۴۷ کسان کېږي، په جبري ډول افغانستان ته راستانه شوي او هم‌مهاله زرګونو راستنو شویو ته د لنډمهاله خدماتو ترڅنګ د هستوګنیزو ځمکو نمرې هم وېشل شوې دي.

د دغه کمېسیون د ورځني راپور له مخې، یاد کډوال د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام‌کلا له لارو څخه هېواد ته راستانه شوي او هلته تر ثبت وروسته ورته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او عامه پوهاوي خدمات وړاندې شوي دي.

د راپور له مخې، یوازې د ننګرهار د تورخم له لارې ۴۶۴ کورنۍ چې ۲۴۳۸ کسان جوړوي، هېواد ته جبري ستانه شوي دي. همدارنګه د کندهار د سپین بولدک له لارې ۴۴ کورنۍ (۲۶۸ کسان) او د نیمروز د ورېښمو پل له لارې ۴۲ کورنۍ (۱۸۶ کسان) راستانه شوي دي.

د هرات د اسلام‌کلا له لارې بیا ۲۱ کورنۍ (۵۵ کسان) ثبت او هېواد ته داخلې شوې دي، په داسې حال کې چې ۸۶۱ نور مسافر هم د همدې لارې راستانه شوي دي.

کمېسیون زیاتوي چې په همدې ورځ د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري په څو ولایتونو کې د راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د هستوګنې ځمکې وېشل شوې دي.

د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې ۳۰۸، فراه کې ۲۲۲، هلمند کې ۷۷، فاریاب کې ۱۴۰ او نیمروز کې ۵۹ کورنیو ته د ځمکو نمرې ورکړل شوې دي چې ټول ۸۰۶ کورنۍ جوړوي.

دغه کمېسیون وايي، تر اوسه پورې د وېشل شوو ځمکو د نمرو شمېر ۴۴ زره ۹۸۶ ته رسېدلی او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د کډوالو د چارو څارونکي په داسې حال کې د دې شمېرې یادونه کوي چې په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ چټکه شوې او دې وضعیت د بشري او اقتصادي فشارونو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د طالبانو د جبري ودونو اعلامیه او د هرات واقعیتونه؛ د ښځو د حقونو په اړه متضاد انځور

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۱۳ GMT+۱
د طالبانو د جبري ودونو اعلامیه او د هرات واقعیتونه؛ د ښځو د حقونو په اړه متضاد انځور
100%

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وایي، چې په سرپل، فاریاب، غزني او کابل ولایتونو کې یې د درېیو مېرمنو د جبري ودونو مخه نیولې. دا اعلان په داسې وخت کې شوی چې په هرات کې د ښځو پر وړاندې د سختو اقداماتو او نیونو د طالبانو د ښځو د حقونو د پالیسۍ په اړه پراخې نیوکې راپورته کړې دي.

د طالبانو دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، محتسبانو یې د سرپل، فاریاب او غزني ولایتونو کې د «شرعي حقوقو د خوندي کولو» په موخه مداخله کړې او د درېیو جبري ودونو مخه یې نیولې ده. د وزارت په وینا، دا اقدامات د کورنیو، دیني عالمانو او سیمه‌ییزو مشرانو په همکارۍ ترسره شوي دي.

دغه وزارت زیاتوي چې په کابل ولایت کې یې د یوې ځوانې نجلۍ لپاره د واده شرایط برابر کړي او دا عمل یې د «اسلامي شریعت له مخې د ښځو د حقونو د ساتنې» برخه بللې ده.

خو د طالبانو دا اعلان د ښځو د حقونو د فعالانو او نړيوالو څارونکو له خوا په داسې وخت کې ارزول کېږي چې یوازې څو ورځې وړاندې د هرات ولایت له څو سیمو څخه راپورونه خپاره شول چې پکې د طالبانو د امنیتي ځواکونو له لوري د ښځو د حجاب د مقرراتو د نه مراعتولو په تور د لسګونو ښځو او نجونو د نیولو خبرونه ورکړل شوي وو.

په هرات کې دغه اقدامات، چې د بشري حقونو بنسټونو او ملګرو ملتونو اندېښنه یې پارولې، د دې بحثونه نور هم ژور کړي چې طالبان د ښځو د حقونو په اړه یو دوه‌ګونی سیاست لري، له یوې خوا د «جبري ودونو د مخنیوي» دعوه کوي او له بلې خوا د ښځو پر شخصي ازادۍ، تګ راتګ او ټولنیز حضور سخت محدودیتونه عملي کوي.

د بشري حقونو یو شمېر څارونکي وایي، د طالبانو د ښځو اړوند سیاستونه لا هم په پراخه کچه د «کنټرول او محدودیت» په چوکاټ کې پر مخ وړل کېږي، او د هرات وروستي اقدامات د همدې پراخې پالیسۍ یوه بېلګه بلل کېږي.

د طالبانو حکومت بیا ټینګار کوي چې ټول اقدامات یې د اسلامي شریعت د احکامو په چوکاټ کې ترسره کېږي او د ښځو د حقونو د ساتنې لپاره دي، خو انتقاد کوونکي وايي چې د «حقونو» او «محدودیتونو» ترمنځ دا توازن لا هم مبهم او جنجالي پاتې دی.

نصیر احمد اندېشه: یوناما باید نور له طالبانو سره د «سازګارۍ مدیریت» پرېږدي

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۴۵ GMT+۱
نصیر احمد اندېشه: یوناما باید نور له طالبانو سره د «سازګارۍ مدیریت» پرېږدي
100%

په جنیوا کې د افغانستان استازی نصیر احمد اندېشه وايي، د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت د غځولو په اړه د امنیت شورا راتلونکې پرېکړه ښايي وروستی فرصت وي چې دغه ماموریت له طالبانو سره د «سازګارۍ مدیریت» څخه ووځي او د سیاسي بحران د حل لپاره اغېزمن رول ولوبوي.

اندېشه په ایکس خواله رسنۍ لیکلي، داسې مهال چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما د ماموریت د تمدید په اړه بحث ته چمتووالی نیسي، دا د افغانستان لپاره یوه ټاکونکې شېبه ده.

هغه استدلال کړی چې د «طالباني سولې» یا «پکس طالبانیکا» تصور د افغانستان تر شا یو ناورین پټ کړی دی. د نوموړي په وینا، افغانستان اوس د یوې «عملا قومي افراطي واکمنۍ» تر کنټرول لاندې دی، د نړیوالو ترهګرو ډلو لپاره خوندي پناهځای پراخ شوی، عصري دولتي بنسټونه کمزوري شوي او ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له ټولنیز او سیاسي ژوند څخه ایستل شوې دي.

اندېشه د یوناما پر سیاسي برخې هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه ماموریت «له ډېرې مودې راهیسې حضور له هدف سره ګډ کړی» او په کابل کې د پاتې کېدو لپاره یې له اخلاقي پلوه د منلو نه وړ امتیازونه ورکړي دي.

هغه زیاته کړې: «له ۲۰۲۵ کال د سپټمبر راهیسې د سرمنشي د ځانګړي استازي څوکۍ تشه پاتې ده او ماموریت هم له سختو محدودیتونو سره مخ دی، نو اوسنی وضعیت یوه ناکامه تګلاره ده.»

د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست د هغو اندېښنو په ردولو سره چې ګواکې د طالبانو مخالفې ډلې منسجم دریځ نه لري، ویلي چې اوس د مخالفو او ډیموکراتیکو جریانونو ترمنځ د درېیو اساسي محورونو پر بنسټ یو ګډ دریځ رامنځته شوی دی.

د هغه په خبره، دغه محورونه «د خلکو د حاکمیت او اساسي قانون پر بنسټ د نظام بېرته راګرځول، د بشري حقونو د حساب‌ورکونې ټینګښت او د یوه بې‌طرفه او خپلواک افغانستان جوړول» دي.

اندېشه له امنیت شورا غوښتي چې د یوناما په نوي ماموریت کې بدلون راولي او د یوه ټول‌شموله اساسي قانوني او سیاسي ډیالوګ د رامنځته کولو زمینه برابره کړي. هغه ټینګار کړی چې شورا باید د طالبانو تر څنګ له ډیموکراتیکو مخالفو ځواکونو او مدني ټولنې سره هم مستقیم تعامل وکړي.

هغه خبرداری ورکړی چې که نړیواله ټولنه پر اوسني مسیر دوام وکړي، نو افغانستان به د لا پراخ او مخنیوي وړ کړکېچ پر لور ولاړ شي.

د اندېشه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په نږدې ورځو کې د یوناما د ماموریت د راتلونکي او د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د رول په اړه بحث وکړي.

صدیق صدیقي: یوناما د سیاسي حل‌لارې پر ځای د طالبانو په خوښ ساتلو تمرکز کړی

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۳۵ GMT+۱
صدیق صدیقي: یوناما د سیاسي حل‌لارې پر ځای د طالبانو په خوښ ساتلو تمرکز کړی
100%

د افغانستان د مخکیني ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ماموریت کولی شول د افغانانو ترمنځ د یوې پایدارې سیاسي حل‌لارې په رامنځته کولو کې اغېزناک رول ولوبوي، خو د هغه په وینا، دغه بنسټ په تېرو کلونو کې د طالبانو په خوښ ساتلو تمرکز کړی.

صدیق صدیقي په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، یوناما د دې وړتیا درلوده چې د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره د افغانانو د سیاسي هڅو ملاتړ وکړي او د یوه منلي سیاسي جوړجاړي لپاره زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړې، چې یوناما کولی شول چې سیاسي حل رامنځته کړي خو په دې ټولو کلونو کې یې یوازې د طالبانو په خوښ ساتلو تمرکز کړی دی.

د پخواني ولسمشر ویاند همداراز ادعا کړې چې یوناما د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او نورو اړوندو بنسټونو د پرېکړه‌لیکونو په پلي کولو کې هم پاتې راغلې ده.

په کابل کې د اوړي په را رسېدو سره د ګل پلورنې بازار بېرته غوړېدلی

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۵۶ GMT+۱
په کابل کې د اوړي په را رسېدو سره د ګل پلورنې بازار بېرته غوړېدلی
100%

د ګل پلورونکو لپاره د کال تر ټولو بوخت موسم د پسرلي او اوړي میاشتې دي او په همدې موسم کې د هېواد دننه د کرل شویو ګلانو ډولونه ډېر وي، خو د کابل د ګلفروشي کوڅې هټیوال وايي چې د ژمي په موسم کې د کمو معیاري شنو خونو له امله اړ کېږي چې تازه ګلان له ګاونډیو هېوادونو وارد کړي.

ممتاز حکیمي د ګلانو په پالنه کې شاوخوا څلویښت کلنه تجربه لري.

نوموړی د کابل د ګل پلورنې په مشهوره کوڅه کې د تازه ګلانو یو هټۍ لري. حکیمي د چین شېنهوا اژانس ته ویلي چې د افغانانو بېلابېل نسلونه د ژوند ځانګړې شېبې په ګلانو نمانځي.

حکیمي وايي:«افغانانو تل له ګلانو سره مینه لرلې ده. که واده وي، کوژده، کورني مراسم او یا هم له خپلوانو سره لیدنه، ګلان زموږ د دودونو یوه نه بېلېدونکې برخه ده».

د ګل پلورونکو لپاره د کال تر ټولو بوخت موسم د پسرلي او اوړي میاشتې دي او په همدې موسم کې د هېواد دننه د کرل شویو ګلانو ډولونه ډېر وي، خو حکیمي وايي چې د ژمي په موسم کې د معیاري شنو خونو د کمښت له امله اړ کېږي چې تازه ګلان له ګاونډیو هېوادونو وارد کړي.

نوموړی په دې باور دی چې که په عصري شنو خونو پانګونه شي د کورنیو ګلانو تولید به پیاوړی شي.

حکیمي وايي:«که معیاري شنې خونې مو لرلی، موږ به د کال په هر فصل کې تازه وطني ګلان بازار ته وړاندې کولای شوای. خلک د وطني ګلانو کرلو ته لومړیتوب ورکوي، ځکه تازه وي او ځانګړی فرهنګي ارزښت لري».

ګلان له پیړیو راهیسې د افغانستان په ادبیاتو او شاعرۍ کې ځانګړی ځای لري. ګلاب، لاله، یاسمین، نرګس او نور ګلان په کلاسیکو پښتو او فارسي شعرونو کې د ښکلا، مینې، وفادارۍ او د ژوند د سمبولونو په توګه کارول شوي دي.

تجربه لرونکي افغان ګل پلرونکی ممتاز حکیمي وايي:«کله چې ټول عمر د ګلانو ترمنځ تېروې، د ارامۍ او خوښۍ احساس کوې. ګلان کورونو ته ښکلا او د خلکو زړونو ته خوښي وربښي».

د ګلانو مینه لا هم په افغانستان کې ژوندۍ ده او ګل پلرونکي وايي په دې وروستیو کې د ګلانو کرلو ته د خلکو لېوالتیا ډېره شوې او ګڼې کورنۍ خپل کورونه، انګړونه او باغچې په زینتي بوټو ښکلي کوي.