• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فراه کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې ښځې او ماشوم په ګډون درې تنه مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۵۴ GMT+۱

د فراه ولایت د طالبانو د امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د فراه‌رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د طالب مسوولینو په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ایلکس او فیلډر ډوله دوو موټرو ترمنځ ټکر وشو.

د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي. د پېښې له امله ۱۱ نور کسان هم ټپیان شوي چې د روغتیايي وضعیت په اړه یې تر اوسه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

د فراه طالب امنیې قوماندانۍ ویلي چې پولیسو د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ژغورنې او مرستې چارې ترسره کړې او ټول ټپیان یې د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدولي دي.

د یادولو وړ ده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان له ډیری ولایتونو څخه د ترافیکې پېښو راپورونه ورکول کېږي چې د سړکونو د خراب وضعیت، د ترافیکي اصولو د نه مراعات او د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله د مرګ‌ژوبلې له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

ترویج لرونکی

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ
۱

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۲

د امریکا د استازو جرګې غړې: د طالبانو «ترهګرې» ډلې ته د مشروعیت ورکړې هره هڅه خطرناکه ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

مولانا عبدالصبور طالبانو ته: دین سم مطالعه کړئ، شخصي مزاج د حلال او حرام معیار مه ګرځوئ

•
•
•

نور کیسې

نصیر احمد اندېشه: یوناما باید نور له طالبانو سره د «سازګارۍ مدیریت» پرېږدي

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۴۵ GMT+۱
نصیر احمد اندېشه: یوناما باید نور له طالبانو سره د «سازګارۍ مدیریت» پرېږدي
100%

په جنیوا کې د افغانستان استازی نصیر احمد اندېشه وايي، د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت د غځولو په اړه د امنیت شورا راتلونکې پرېکړه ښايي وروستی فرصت وي چې دغه ماموریت له طالبانو سره د «سازګارۍ مدیریت» څخه ووځي او د سیاسي بحران د حل لپاره اغېزمن رول ولوبوي.

اندېشه په ایکس خواله رسنۍ لیکلي، داسې مهال چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما د ماموریت د تمدید په اړه بحث ته چمتووالی نیسي، دا د افغانستان لپاره یوه ټاکونکې شېبه ده.

هغه استدلال کړی چې د «طالباني سولې» یا «پکس طالبانیکا» تصور د افغانستان تر شا یو ناورین پټ کړی دی. د نوموړي په وینا، افغانستان اوس د یوې «عملا قومي افراطي واکمنۍ» تر کنټرول لاندې دی، د نړیوالو ترهګرو ډلو لپاره خوندي پناهځای پراخ شوی، عصري دولتي بنسټونه کمزوري شوي او ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له ټولنیز او سیاسي ژوند څخه ایستل شوې دي.

اندېشه د یوناما پر سیاسي برخې هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه ماموریت «له ډېرې مودې راهیسې حضور له هدف سره ګډ کړی» او په کابل کې د پاتې کېدو لپاره یې له اخلاقي پلوه د منلو نه وړ امتیازونه ورکړي دي.

هغه زیاته کړې: «له ۲۰۲۵ کال د سپټمبر راهیسې د سرمنشي د ځانګړي استازي څوکۍ تشه پاتې ده او ماموریت هم له سختو محدودیتونو سره مخ دی، نو اوسنی وضعیت یوه ناکامه تګلاره ده.»

د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست د هغو اندېښنو په ردولو سره چې ګواکې د طالبانو مخالفې ډلې منسجم دریځ نه لري، ویلي چې اوس د مخالفو او ډیموکراتیکو جریانونو ترمنځ د درېیو اساسي محورونو پر بنسټ یو ګډ دریځ رامنځته شوی دی.

د هغه په خبره، دغه محورونه «د خلکو د حاکمیت او اساسي قانون پر بنسټ د نظام بېرته راګرځول، د بشري حقونو د حساب‌ورکونې ټینګښت او د یوه بې‌طرفه او خپلواک افغانستان جوړول» دي.

اندېشه له امنیت شورا غوښتي چې د یوناما په نوي ماموریت کې بدلون راولي او د یوه ټول‌شموله اساسي قانوني او سیاسي ډیالوګ د رامنځته کولو زمینه برابره کړي. هغه ټینګار کړی چې شورا باید د طالبانو تر څنګ له ډیموکراتیکو مخالفو ځواکونو او مدني ټولنې سره هم مستقیم تعامل وکړي.

هغه خبرداری ورکړی چې که نړیواله ټولنه پر اوسني مسیر دوام وکړي، نو افغانستان به د لا پراخ او مخنیوي وړ کړکېچ پر لور ولاړ شي.

د اندېشه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په نږدې ورځو کې د یوناما د ماموریت د راتلونکي او د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د رول په اړه بحث وکړي.

صدیق صدیقي: یوناما د سیاسي حل‌لارې پر ځای د طالبانو په خوښ ساتلو تمرکز کړی

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۳۵ GMT+۱
صدیق صدیقي: یوناما د سیاسي حل‌لارې پر ځای د طالبانو په خوښ ساتلو تمرکز کړی
100%

د افغانستان د مخکیني ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ماموریت کولی شول د افغانانو ترمنځ د یوې پایدارې سیاسي حل‌لارې په رامنځته کولو کې اغېزناک رول ولوبوي، خو د هغه په وینا، دغه بنسټ په تېرو کلونو کې د طالبانو په خوښ ساتلو تمرکز کړی.

صدیق صدیقي په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، یوناما د دې وړتیا درلوده چې د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره د افغانانو د سیاسي هڅو ملاتړ وکړي او د یوه منلي سیاسي جوړجاړي لپاره زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړې، چې یوناما کولی شول چې سیاسي حل رامنځته کړي خو په دې ټولو کلونو کې یې یوازې د طالبانو په خوښ ساتلو تمرکز کړی دی.

د پخواني ولسمشر ویاند همداراز ادعا کړې چې یوناما د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او نورو اړوندو بنسټونو د پرېکړه‌لیکونو په پلي کولو کې هم پاتې راغلې ده.

په کابل کې د اوړي په را رسېدو سره د ګل پلورنې بازار بېرته غوړېدلی

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۵۶ GMT+۱
په کابل کې د اوړي په را رسېدو سره د ګل پلورنې بازار بېرته غوړېدلی
100%

د ګل پلورونکو لپاره د کال تر ټولو بوخت موسم د پسرلي او اوړي میاشتې دي او په همدې موسم کې د هېواد دننه د کرل شویو ګلانو ډولونه ډېر وي، خو د کابل د ګلفروشي کوڅې هټیوال وايي چې د ژمي په موسم کې د کمو معیاري شنو خونو له امله اړ کېږي چې تازه ګلان له ګاونډیو هېوادونو وارد کړي.

ممتاز حکیمي د ګلانو په پالنه کې شاوخوا څلویښت کلنه تجربه لري.

نوموړی د کابل د ګل پلورنې په مشهوره کوڅه کې د تازه ګلانو یو هټۍ لري. حکیمي د چین شېنهوا اژانس ته ویلي چې د افغانانو بېلابېل نسلونه د ژوند ځانګړې شېبې په ګلانو نمانځي.

حکیمي وايي:«افغانانو تل له ګلانو سره مینه لرلې ده. که واده وي، کوژده، کورني مراسم او یا هم له خپلوانو سره لیدنه، ګلان زموږ د دودونو یوه نه بېلېدونکې برخه ده».

د ګل پلورونکو لپاره د کال تر ټولو بوخت موسم د پسرلي او اوړي میاشتې دي او په همدې موسم کې د هېواد دننه د کرل شویو ګلانو ډولونه ډېر وي، خو حکیمي وايي چې د ژمي په موسم کې د معیاري شنو خونو د کمښت له امله اړ کېږي چې تازه ګلان له ګاونډیو هېوادونو وارد کړي.

نوموړی په دې باور دی چې که په عصري شنو خونو پانګونه شي د کورنیو ګلانو تولید به پیاوړی شي.

حکیمي وايي:«که معیاري شنې خونې مو لرلی، موږ به د کال په هر فصل کې تازه وطني ګلان بازار ته وړاندې کولای شوای. خلک د وطني ګلانو کرلو ته لومړیتوب ورکوي، ځکه تازه وي او ځانګړی فرهنګي ارزښت لري».

ګلان له پیړیو راهیسې د افغانستان په ادبیاتو او شاعرۍ کې ځانګړی ځای لري. ګلاب، لاله، یاسمین، نرګس او نور ګلان په کلاسیکو پښتو او فارسي شعرونو کې د ښکلا، مینې، وفادارۍ او د ژوند د سمبولونو په توګه کارول شوي دي.

تجربه لرونکي افغان ګل پلرونکی ممتاز حکیمي وايي:«کله چې ټول عمر د ګلانو ترمنځ تېروې، د ارامۍ او خوښۍ احساس کوې. ګلان کورونو ته ښکلا او د خلکو زړونو ته خوښي وربښي».

د ګلانو مینه لا هم په افغانستان کې ژوندۍ ده او ګل پلرونکي وايي په دې وروستیو کې د ګلانو کرلو ته د خلکو لېوالتیا ډېره شوې او ګڼې کورنۍ خپل کورونه، انګړونه او باغچې په زینتي بوټو ښکلي کوي.

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۳۶ GMT+۱
د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
100%

سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د قاسم په نوم یو کس د کابل په کلکان ولسوالۍ کې خپله لور سیاه مو د بیلچې په وسیله وژلې ده.

د سرچینې د معلوماتو له‌مخې، یاده پېښه دوه ورځې وړاندې شوې او قاسم د خپلې له لور له وژلو وروسته، ځان طالبان ته تسلیم کړی دی.

د وژل شوې نجلۍ خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، دغه ۱۴ کلنه نجلۍ ځکه خپل پلار ووژله چې د هغه په وینا، نوموړې د کلي له مدرسې څخه کور ته د تګ پر مهال «له یوه بل ځوان هلک سره پر لاره خبرې کړې وې».

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، د نجلۍ پلار له یادې موضوع څخه تر خبریدو وروسته خپله لور په مرګ ګواښلې وه او بیا وروسته یې سیاه مو د شپې د خوب پرمهال ووژله.

د قرباني شوې نجلۍ د خپلوانو د معلوماتو له‌مخې، له پلټنو وروسته څرګنده شوه، چې نجلۍ له ځوان هلک سره هېڅ ډول اړیکه نه لرله او د هغې په اړه یې پلار ته ناسم معلومات ورکړل شوي وو.

تر اوسه طالبانو د یادې پیښې په اړه څه نه دي ویلي.

د بشري حقونو فعالان وایي چې د داسې پېښو تر شا ډېری ناسم دودونه،نرواکي او د قانون د حاکمیت نشتوالی وي، چې ډېر وخت پکې افغانې ښځې او نجونې قرباني کیږي.

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۱۹ GMT+۱
ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي
100%

دایران د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال ویلي چې ۱۶۲ افغان بندیان د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندي محکومینو د لېږد د هوکړې له مخې طالبانو ته سپارل شوي دي.

د ایران د عدلیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندي محکومینو د لېږد هوکړې له عملي کېدو وروسته، د طالبانو قضایي چارواکو ته سپارل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دغه کسان ډېری د نشه یې توکو اړوند جرمونو باندې محکوم شوي وو او د خپل بند پاتې موده به د افغانستان په زندانونو کې تېروي.

ایراني چارواکو خبر ورکړی، چې د افغان بندیانو د لېږد د یوولسم پړاو په لړ کې ۱۲۰۶ بندیان د لېږد شرایطو وړ بلل شوي وو او له دې ځینې د ایران د مشر د فرمان له مخې خوشي او پاتې ۷۳۵ تنه په دریو دورو کې افغانستان ته د خپل پاتې بند مودې د تېرولو لپاره سپارل شوي دي.