د هند د لکنهو ښار په یوه ښوونیز مرکز کې د اورلګېدنې له امله ۸ تنه مړه شوي

د هند د اترپردېش ایالت د لکنهو ښار په یوه ښوونیز مرکز کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه اته کسان مړه شوي، خو ځینو رسنیو د قربانیانو شمېر ۱۴ تنه ښودلی دی.

د هند د اترپردېش ایالت د لکنهو ښار په یوه ښوونیز مرکز کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه اته کسان مړه شوي، خو ځینو رسنیو د قربانیانو شمېر ۱۴ تنه ښودلی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، یوه سیمهییز پولیس چارواکي د اتو کسانو د وژل کېدو پخلی کړی دی.
ځینو هندي رسنیو بیا راپور ورکړی چې د مړو شمېر ۱۴ تنو ته رسېدلی او زیاتره قربانیان زدهکوونکي دي.
تر اوسه د اورلګېدنې د لامل په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي، خو د ژغورنې ډلې او اوروژونکي د پېښې ځای ته رسېدلي او د پلټنو او مرستو چارې روانې دي.

د ایران د سپاه پاسداران اړوند تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د محمدباقر قالیباف په مشرۍ ایرانی پلاوی د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ لومړۍ نېټه) له شاوخوا ۱۸ ساعتونو پرلهپسې خبرو او سلامشورو وروسته له سویس نه تهران ته ستون شوی دی.
د راپور له مخې؛ ایراني پلاوي په دوه اړخیزو او څلور اړخیزو غونډو کې چې د امریکایي پلاوي او د پاکستان او قطر منځګړي هم پهکې حاضر وو ګډون کړی او د تفاهملیک د عملي کېدو بهیر او وروستۍ هوکړې ته د رسېدو لپاره د مذاکراتو د شرایطو په اړه یې د تهران دریځ وړاندې کړی دی.
قطر او پاکستان تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې ایران او امریکا د تفاهملیک د پلي کېدو د څار لپاره د یوې لوړې کچې کمېټې پر جوړولو، د تخنیکي مذاکراتو پر ژر پیل او د ۶۰ ورځو په موده کې وروستۍ هوکړې ته د رسېدو لپاره د یوې لارې نقشې پر جوړولو سلا شوي دي.
دواړو منځګړو هېوادونو همداراز ویلي، چې په سویس کې به تخنیکي مذاکرات د روانې اوونۍ تر پایه دوام وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الکسانډر ګروشکو ویلي، چې د ناټو غړي هېوادونه د ۲۰۳۰کال په شاوخوا کې له روسیې سره د پوځي مقابلې لپاره چمتووالی نیسي. نوموړي ویلي، چې ناټو او اروپايي ټولنه د مسکو پر وړاندې تهاجمي چلند تعقیبوي.
دغه روسي چارواکي ټینګار کړی، مسکو خپلې دفاعي او ستراتېژیکې پرېکړې د دې ارزونې پر بنسټ کوي چې لوېدیځ هېوادونه د روسیې پر وړاندې د یوې پراخې جګړې لپاره ځانونه چمتو کوي.
د اېزویسټیا ورځپاڼې په وینا؛ د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلي، چې د ناټو او اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو لهخوا ټاکل شویو پالیسیو، اقداماتو او لومړیتوبونو ته په کتو دا روښانه کېږي چې د دوی اصلي موخه د روسیې لپاره ستراتیژیکې ماتې ترلاسه کول دي.
ګروشکو زیاته کړې، چې د روسیې پر وړاندې د ناټو او اروپایي ټولنې په دریځونو کې ډېر توپیر نهشته او دواړه د مسکو پر ضد تهاجمي چلند تعقیبوي. هغه وویل، چې د مسکو د ارزونو له مخې ناټو په جدي ډول د ۲۰۳۰کال تر شاوخوا له روسیې سره د احتمالي پوځي ټکر لپاره چمتووالی نیسي او دغه چمتووالی د ناټو په اعلان شویو پالیسیو او عملي اقداماتو کې ښکاري.
نوموړي همداراز وویل، چې روسیه دغه پوځي تحرکات په خپلو دفاعي او ستراتېژیکو محاسبو کې په پام کې نیسي او د لوېدیځ د فشارونو پر وړاندې به مناسب اقدامات وکړي.
د هند د لوړو زدهکړو وزارت خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې د طبي ازموینې د پوښتنو پاڼو تر احتمالي افشا کېدو وروسته ۲.۳ مېلیونه زدهکوونکو بیاځلې ازموینه ورکړې. هندي چارواکو ویلي، چې د ازموینې اخیستلو لپاره یې کلک امنیتي تدابیر نیولي وو.
په هند کې مېلیونونه زدهکوونکي د طبي پوهنځیو د داخلې مهمه ازموینه وروسته له هغه بیا له سره ورکړې، چې لومړنۍ ازموینه د دغه تورونو له امله لغوه شوې چې ګواکې د ازموینې پوښتنې مخکې له مخکې افشا شوې وې.
نږدې ۲.۲۸ مېلیونه زدهکوونکو د مئ په ۳مه ازموینه ورکړې وه او د یادې سختې ازموینې لپاره یې میاشتې او ځینو ان کلونه چمتووالی نیولی و. د ازموینې ګډونوالو د ازموینې پرمهال له سختو امنیتي تدابیرو او تالاشۍ سره مخ شوي.
د هند د لوړو زدهکړو چارواکو ویلي، دا ځل د هر ډول ستونزې د مخنیوي لپاره د هند هوايي ځواک ځینو سیمو ته د ازموینې نوې پوښتنپاڼې ولېږدولې او امنیتي ځواکونه د هېواد په ۵زره او ۴۴۰ ازموینو مرکزونو کې ځای پر ځای شول.
هر کال مېلیونونه زدهکوونکي دغه ازموینه ورکوي؛ خو یوازې لږ شمېر یې دومره لوړې نمرې اخلي چې په غوره طبي پوهنتونو ته لار ومومي. د لومړۍ ازموینې تر لغوه کېدو وروسته زدهکوونکو د لاریونونو پرمهال د هند د پوهنې وزیر د استعفا غوښتنه وکړه؛ خو وزیر استعفا ور نهکړه او د یکشنبې په ورځ یې د بیا ازموینې تر مخه زدهکوونکو ته وویل:«له وېرې او اندېښنې پرته ازموینه ورکړئ او خامخا به ښه پایله ترلاسه کړئ».
د لوړو زدهکړو وزارت دا هم ویلي، چې د ازموینې پرمهال یې ۵۱زره او ۳۱۱ جېمرونه کارولي؛ ترڅو د ګرځنده ټېلیفونونو سېګنالونه بند شي. د هند د ازموینې ملي ادارې زیاته کړې، چې په ټول هېواد کې ۳۹زره تالاشي کارکوونکي ګومارل شوي وو او همدارنګه د هرې ازموینې مرکز لپاره د ۴۰ تر ۵۰ امنیتي کسانو د ګومارلو پلان هم جوړ شوی و.
د انډیا ټوډې د راپور له مخې؛ د ځینو ازموینو مرکزونو شاوخوا سیمو کې د څارنې لپاره بېپیلوټه الوتکې او د پلټنې سپي هم ګومارل شوي وو. له ازموینې مرکزونو بهر اخیستل شوي انځورونه ښیي، چې امنیتي ځواکونو د ګډونوالو وېښتان هم معاینه کول او د هغوی غوږوالۍ یې هم پرې اېستلې.
د برېتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر اعلان کړی، چې د لومړي وزیر له دندې او د کارګر ګوند له مشرۍ به استعفا ورکړي. سټارمر ویلي، چې د کارګر ګوند د نوي مشرۍ لپاره د نوماندانو د نوملیکنې بهیر به (د چنګاښ له ۱۸مې) نېټې پیل شي.
نوموړي د خپلې استعفا تر اعلان وړاندې ویلي، کله یې چې د کارګر ګوند مشري ترلاسه کړه، ګوند له سیاسي، مالي او اخلاقي پلوه له جدي ننګونو سره مخ و. هغه زیاته کړې، ډېرو خلکو هغه مهال ورته ویلي وو چې کارګر ګوند نور پای ته رسېدلی؛ خو هغه ثابته کړه چې دغه ارزونې ناسمې وې.
سټارمر همداراز ویلي، د یهودو ضد څار د لهمنځه وړلو له لارې یې ګوند بدل کړ او حکومت یې د اقتصاد، دفاع او ملي امنیت په برخو کې د خلکو باور بېرته راژوندی کړ.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، د برېتانیا لومړی وزیر کېیر سټارمر په دوو خورا مهمو موضوعاتو کې پاتې راغلی او استعفا به وکړي. ټرمپ ویلي و، چې «هغه په دوو خورا مهمو برخو کډوالۍ او انرژۍ کې پاتې راغلی».
وړاندې باوري سرچینو رویټرز ته منلې وه، چې سټارمر د اونۍ پای د خپل سیاسي برخلیک پر ارزولو تېر کړی او ښايي د دوشنبې په ورځ پرېکړه وکړي چې له خپلې دندې په شاتګ کوي او که د ګوند دننه د مشرتابه لپاره مبارزې ته دوام ورکوي.
د ایران د سپاه پاسداران اړوند تسنیم خبري اژانس د یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې په سویس کې د ایران او امریکا ترمنځ د څلور اړخیزو خبرو ځنډ لا هم دوام لري او د دواړو لورو ترمنځ پیغامونه د منځګړو له لارې تبادله کېږي.
د راپور له مخې، دغه سرچینې ویلي چې د ایران او امریکا څلور اړخیزې خبرې د یکشنبې په ورځ شاوخوا د ماسپښین په درېیو بجو پیل شوې او تر نږدې یو نیم ساعت وروسته د پلاوو ترمنځ د سلا مشورو لپاره د نیم ساعت وقفې په موخه وځنډول شوې.
سرچینې ادعا کړې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «ګواښوونکو او سپکاوي ډکو څرګندونو» له امله ایراني پلاوي په څلور اړخیز چوکاټ کې خبرو ته د بېرته ستنېدو له پرېکړې ډډه وکړه.
د تسنیم د راپور له مخې، له دې سره سره د قطر او پاکستان د منځګړیتوب هڅې روانې پاتې شوې او د دواړو خواوو ترمنځ د پیغامونو تبادله د منځګړو له لارې ترسره شوه.
یادې سرچینې ویلي چې د منځګړو هڅې لا هم دوام لري، خو تر اوسه وروستۍ پایلې ته نه دي رسېدلي.
د راپور له مخې، ایراني پلاوي په څلور اړخیزه غونډه کې د تفاهملیک د لومړۍ مادې په ګډون د ځینو ژمنو د نه عملي کېدو په اړه اعتراض کړی او د هغو د رعایت غوښتنه یې کړې ده.
تسنیم زیاته کړې چې ایراني پلاوي له امریکا غوښتي څو د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو او د ایران د نفتو د صادراتو اړوند ژمنو په عملي کولو کې چټکتیا رامنځته کړي.
د راپور له مخې، د اټومي پروګرام په اړه ایراني لوري ټینګار کړی چې د اټومي مذاکراتو پیل به یوازې هغه مهال ممکن وي چې امریکا د تفاهملیک د لومړۍ، څلورمې، لسمې او یوولسمې مادو اړوند خپلې ژمنې عملي کړي.
دا راپور داسې مهال خپرېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د وروستي تفاهملیک د عملي کېدو او د دواړو هېوادونو د اړیکو د راتلونکي په اړه لا هم بېلابېلې پوښتنې او اټکلونه مطرح دي.