• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نجونو له ګډون پرته؛ طالبانو په ننګرهار کې د ۵زره نارینه فارغانو د اګزېت ازموینه واخیسته

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۰۶ GMT+۱

په داسې حال کې چې طالبانو لاهم پر ښځو د کار او زده‌کړو محدودیتونه لګولي، د ننګرهار لپاره د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی چې د ازموینو ملي ادارې د روغتیايي علومو له ۵زره نارینه فارغانو د اګزېت ازموینه اخیستې ده.

یادې ادارې ویلي، چې د ازموینې پایلې به د وړتیا، روڼتیا او عدالت پر بنسټ اعلان شي؛ خو یادې ادارې په دغه ازموینه کې د ښځو د محرومیت په اړه هیڅ ډول وضاحت نه‌دی ورکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له تېرو درېیو کلونو راهیسې ښځې او نجونې له طبي زده‌کړو محرومې کړې دي. یادې پرېکړې په کور دننه او نړۍواله کچه پراخ غبرګونونو له ځان سره لرلي دي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو او د یونېسف د ارزونو له مخې؛ تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو د بندیز له امله هر کال د افغانستان اقتصاد شاوخوا ۸۴ مېلیون ډالره زیان ویني.

همدارنګه د بشري حقونو د نړۍوالو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ په وینا؛ که دغه وضعیت همداسې دوام ومومي؛ نو تر ۲۰۳۰کال پورې به په افغانستان کې د ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو شمېر ۲۵زرو ته راکم شي.
د هغوی په باور؛ دا به د مېندو او ماشومانو روغتیايي وضعیت نور هم کړکېچن او د مړینې کچه لوړه کړي. بلخوا د روغتیايي چارو کارپوهان او نیوکه کوونکي وایي، د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه او له پوهنتونونو او دولسمو ټولګیو څخه د هغوی د فراغت مخنیوی به په نږدې راتلونکي کې د ښځینه ډاکټرانو او متخصصو د کمښت له امله یو جدي انساني او روغتیايي ناورین رامنځته کړي.

ترویج لرونکی

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې
۱

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې

۲
ځانګړی راپور

طالبان د روسیې په مرسته د خپل پوځ د بیا جوړولو په لټه کې دي

۳

نورالله نوري: په نړۍ کې تر هبت الله په شریعت بل هیڅ بل کس نه وینم

۴
ځانګړی

د باغران بزګر په ارګو کې؛ د افغانستان د کوکنارو د کر جغرافیا په حرکت کې ده

۵

د امریکا سترې محکمې د پناه غوښتنې په قضیه کې د ټرمپ د حکومت په ګټه پرېکړه کړې

•
•
•

نور کیسې

د ځیرک ټېلیفونو پر کارولو بندیز د ادارو کارونه ټکني کړي دي

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۰۳ GMT+۱
د ځیرک ټېلیفونو پر کارولو بندیز د ادارو کارونه ټکني کړي دي
100%

د طالبانو له لوري د ځیرک ټېلیفونو پر کارولو بندیز د دولتي ادارو فعالیت له پراخې ګډوډۍ سره مخ کړی دی. دولتي کارکوونکي وايي، د واټس‌اپ او ایمېل په څېر وسایلو له لرې کېدو وروسته د ادارو ګڼ مکتوبونه او همغږي عملا په ټپه درېدلې ده.

د طالبانو د امر له مخې؛ په ټولو پوځي او ملکي ادارو کې د ځیرکو ټېلیفونونو کارول بند شوي دي. طالبان خبرداری ورکوي، که څوک ځیرک ټېلیفون وکاروي، نو ترې ضبط او په عام محضر کې به له‌منځه یوړل شي او سرغړونکي به له قانوني سزا سره مخ شي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تراوسه د یادې پرېکړې د پایلو په اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو د پنجشېر لپاره د طالبانو والي په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه بندیز د یاد ولایت په ټولو ادارو کې بې‌استثنا عملي شوی دی.

یو دولتي کارکوونکي رویټرز ته ویلي: «د یادې پرېکړې اغېز تر دې حده رسېدلی، چې ډېری اداري پروسې عملا درېدلې؛ ځکه تر دې مخکې د رسمي اړیکو او همغږۍ لویه برخه د موبایل له لارې ترسره کېده».

یو بل دولتي کارکوونکي هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د بدیل امکاناتو نشتوالی ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي. د هغه په وینا؛ «په افغانستان کې منظم او اغېزمن پوستي سیستم نه‌شته او د کابل او ولایتونو ترمنځ ډېری اړیکې د موبایل له لارې ترسره کېدې».

په کابل کې د پوهنې وزارت یوه کارکوونکي ویلي: «هغه څه چې طالبان یې کوي له عقل سره سمون نه‌لري». د هغه په وینا، «په اوسني عصر کې د ځیرکو موبایلونو بندیز نه عملي دی او نه منطقي».

په ورته وخت کې د بازار فعالان په کابل او نورو ښارونو کې د ځیرکو موبایلونونو د پلور په تقاضا کې د سخت کمښت خبر ورکوي. ځینې کارپوهان خبرداری ورکوي، چې دغه محدودیت نه یوازې دولتي ادارې؛ بلکې ښوونیز مرکزونه او پوهنتونونه هم له جدي ستونزو سره مخ کولی شي.
افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي راپورونه ښيي، چې طالبانو په پوهنتونونو او ښوونځیو کې هم د ځیرکو ټېلیفونونو کارول بند کړي دي.

د معلوماتو لاسرسي ته د محدودېدو اندېښنې

د بشري حقونو فعالان دغه پرېکړه له یوه اداري اقدام څخه لوړه او پراخه ګڼي. د دوی په وینا؛ په داسې شرایطو کې چې کورنۍ رسنۍ له پراخو محدودیتونو سره مخ دي، ځیرک موبایلونه د خلکو لپاره د انلاین زده‌کړو، د خبرونو ترلاسه کولو، شخصي اړیکو او د بشري حقونو د سرغړونو د ثبتولو تر ټولو مهمه وسیله ګرځېدلې ده.

د بشري حقونو فعالې نظیفه جلالي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبان د دغه اقدام له لارې د معلوماتو لاسرسي ته د محدودولو هڅه کوي. د هغې په وینا؛ دغه اندېښنه شته چې یاد بندیز به ټول هېواد ته وغځېږي؛ ځکه اوس‌مهال یوازې دولتي ادارې په‌کې شاملې دي.

فعالان باور لري، چې د ځیرکو موبایلونو بندیز به د خلکو د معلوماتو او اړیکو چېنلونو ته لاسرسی لا پسې محدود کړي.

کابل کې نن د عاشورا مراسمو پرمهال مخابراتي شبکې غیرفعالې شوې

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۲۷ GMT+۱
کابل کې نن د عاشورا مراسمو پرمهال مخابراتي شبکې غیرفعالې شوې
100%

د عاشورا ورځې په مناسبت نن په کابل کې د مخابراتي شبکو فعالیتونه له جدي ګډوډۍ او ځنډ سره مخ شوي دي، چې له امله یې د اړیکو ټینګښت ستونزمن شوی دی. سرچینې وایي، مخابراتي شبکې له څو ساعتونو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې غیرفعالې دي.

له کابل نه سرچینې وایي، چې د ښار په بېلابېلو سیمو کې مخابراتي شبکې غیرفعالې شوې او په ځینو مواردو کې انټرنېټي خدمتونه په بشپړ ډول پرې شوي او یا هم سخت محدود شوي وو. د کابل اوسېدونکو په وینا؛ د ورځې له لومړیو ساعتونو راهیسې د مخابراتي شبکو اړیکې پرې شوې او په ځینو سیمو کې د انټرنېټي خدمتونو د درېدو له امله د خلکو ورځني کارونه اغېزمن شوي دي.

د دوی په وینا؛ د اړیکو پرې کېدو له امله یې له کورنیو سره تماسونه نه‌شي نیولای او د کاروبارونو، دفترونو او انلاین خدمتونو فعالیتونه هم درېدلي دي. د ښار د ځینو برخو اوسېدونکي وایي، چې یوازې په ځینو یا محدودو سیمو کې د شبکې کمزوری سیګنال شته؛ خو د ښار په عمومي کچه خدمات پرې دي.

یوشمېر کاروونکي وایي، چې د وای‌فای شبکې هم یو څه سوکه کار کوي. لاتراوسه د مخابراتي شرکتونو یا طالبانو له لوري د دغه پراخ بندښت په اړه کوم رسمي وضاحت نه‌دی ورکړل شوی.

په تېرو کلونو کې هم د عاشورا او نورو لویو مذهبي مراسمو پرمهال په کابل او ځینو نورو لویو ښارونو کې د امنیتي تدابیرو په چوکاټ کې د مخابراتي خدمتونو لنډمهاله محدودیتونه رامنځته شوي دي؛ خو سږکال د بندښت پراخوالی تر پخوا زیات محسوس شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي او نه یې هم روښانه کړې، چې دغه مخابراتي شبکې به تر کله بندې وي.

روسیې یو ځل بیا د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو غوښتنه وکړه

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۲۱ GMT+۱
روسیې یو ځل بیا د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو غوښتنه وکړه
100%

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې مسکو او د طالبانو اداره دواړه د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو غوښتونکي دي. هغه وایي، امریکا او اروپا په دې برخه کې خبرې اترې له پامه غورځوي.

کابلوف همدارنګه ټینګار کړی، چې په نږدې راتلونکي کې د یادې موضوع په حل کې کوم پرمختګ نه ښکاري؛ ځکه د هغه په وینا امریکا او اروپا په دې برخه کې خبرې اترې له پامه غورځوي.

کابلوف له روسي ورځپاڼې اېزوسټیا سره په خبرو کې ویلي، چې اوسنی بندښت د لوېدیځ د اقداماتو پایله ده. هغه زیاته کړه: «ځکه چې دغه شتمنۍ نه روسیې او نه د شانګهای سازمان غړو کنګل کړې؛ بلکې امریکا او اروپایانو دا کار کړی، نو باید همدوی یې ازادې کړي. دا هغه پوښتنه ده، چې له هغوی څخه باید وشي».

هغه وویل، چې اوس‌مهال له امریکایانو او اروپایانو سره په دې اړه هېڅ ډول خبرې نه‌کېږي. روسیې تر دې وړاندې هم دا موضوع څو ځله د سیمه‌‌ییزو غونډو لکه د شانګهای سازمان او مسکو فارمټ په غونډو کې مطرح کړې ده.

امریکا د افغانستان د مرکزي بانک له زېرمو څخه شاوخوا ۳.۵ مېلیارده ډالر په سویس کې د «افغان صندوق» په نوم یوه اماني صندوق ته انتقال کړې دي. د طالبانو هڅې تراوسه پورې دغه شتمنیو ته د لاسرسي لپاره کومه پایله نه‌ده ورکړې.

دغه صندوق د افغانستان د اقتصادي ثبات د ملاتړ او د دې لپاره جوړ شوی، چې طالبان دې مالي سرچینو ته لاسرسی پیدا نه‌کړي. دغه صندوق د یوه پلاوي له‌خوا اداره کېږي، چې په‌کې د امریکا او سویس استازي او همدارنګه د افغانستان دوه پخواني چارواکي انوارالحق احدي او شاه‌ محمد محرابي شامل دي.

د پاتې شاوخوا ۳.۵ مېلیارده ډالرو برخلیک لاهم ناروښانه دی، ځکه په امریکا کې د سپټمبر ۱۱مې بریدونو د قربانیانو د کورنیو له‌خوا د غرامت غوښتنه شوې ده. هغوی طالبان د القاعدې د ملاتړ له امله مسوول ګڼي، هغه ډله چې د نیویارک د نړۍوال سوداګریز مرکز د بریدونو عامل ګڼل کېږي.

ملګري ملتونه: د افغانستان د تریاکو زېرمې به د ۲۰۲۶کال تر پایه دوام وکړي

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۰۱ GMT+۱
ملګري ملتونه: د افغانستان د تریاکو زېرمې به د ۲۰۲۶کال تر پایه دوام وکړي
100%

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو دفتر د ۲۰۲۶کال د نشه‌يي توکو په نړۍوال راپور کې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د تاریاکو په تولید کې بې‌ساري کمښت، د مصنوعي اپیم له خپرېدو سره یوځای، د نشه‌يي توکو د نړۍوال بازار جوړښت بدل کړی دی.

دغه راپور چې د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۵مه) خپور شوی زیاتوي، افغانستان چې تر ۲۰۲۲ کال پورې یې د نړۍ شاوخوا ۸۰ سلنه ناقانونه تریاک تولیدول، د طالبانو له لوري د کوکنارو د کښت تر بندیز وروسته د تریاکو په تولید کې ۹۵ سلنه کمښت راغلی دی.

راپور زیاتوي، چې د کوکنارو کښت لاندې ساحه په ۲۰۲۲کال کې له شاوخوا ۲۳۲زره هکټاره څخه په ۲۰۲۵کال کې ۱۰زره او ۲۰۰ هکتارو ته راټیټه شوې ده او د تاریاکو تولید هم له ۶زره او ۲۰۰ ټنو څخه شاوخوا ۲۹۶ ټنو ته راټیټ شوی دی.

خو ملګرو ملتونو ویلي، چې په افغانستان کې د تریاکو شته زېرمې به د ۲۰۲۶کال تر پایه دوام وکړي.

هېرویین نور د نشه‌یي توکو د بازار یوازیني واکمن توکي نه‌دي

ملګري ملتونه وايي، د نړۍوالو نشه‌یي توکو په بازار کې د هېرویینو سل کلنه واکمني اوس له جدي ننګونې سره مخ شوې ده. د راپور له مخې؛ په یو وخت کې دوه مهم بدلونونه د نړۍ د اپیمو نشه‌یي توکو بازار بدلوي: په افغانستان کې د تریاکو د تولید سخت کمښت او د فینټانیل او نیټازینونو په څېر د پیاوړو مصنوعي اپیمو توکو چټک پراخوالی.

راپور زیاتوي، چې دغه دواړه بهیرونه په ګډه د نړۍوالو اپیمو نشه‌یي توکو بازارونه د یوه بنسټیز بدلون پر لور بیایي.

قاچاق کوونکي د هېرویینو لپاره د بدیلو نشه‌یي توکو په لټه کې دي

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي، د هېرویینو په رسولو کې کمښت قاچاق کوونکي دې ته اړ کړي چې د دغه نشه‌یي توکو لپاره نوي بدیلونه ولټوي. په راپور کې راغلي، که د هېرویینو په رسولو کې رښتینی خنډ رامنځته شي؛ نو قاچاق کووونکي به د فینټانیلونو، نیټازینونو او نورو نویو مصنوعي افیوني موادو پر لور مخه کړي.

د ملګرو ملتونو په وینا؛ دغه مصنوعي توکي د هېرویینو پرتله ارزانه، ډېر ځواکمن او تولید یې هم اسانه دی، ځکه د تولید لپاره یې د کوکنارو په څېر کښت ته اړتیا نه‌وي. ملګري ملتونه ټینګار کوي، چې دغه بهیر ښايي د نړۍ د اپیمو بازار له طبیعي توکو څخه مصنوعي توکو ته واړوي.

د افغانستان د تریاکو زېرمې لاهم په بشپړه توګه نه‌دي ختمې شوې

سره له دې چې د تریاکو تولید په بې‌ساري ډول راکم شوی ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د تریاکو پاتې زېرمې لا هم په بشپړه توګه له‌منځه نه‌دي تللې. د دغه سازمان د اټکل له مخې؛ یادې زېرمې ښايي د ۲۰۲۶ کال تر پایه دوام وکړي.

راپور زیاتوي، چې په افغانستان او شاوخوا هېوادونو کې د هېرویینو او تریاکو دوامداره نیونې تر ډېره د همدې پاتې زېرمو له امله دي. خو د راپور په وینا؛ د کوکنارو د کښت له بندیز مخکې کلونو پرتله د نیول شویو نشه‌یي توکو اندازه کمه شوې او د نړۍوالو بازارونو د عرضې د کمښت نښې هم لیدل کېږي.

د هېرویینو بیې لوړې شوې دي

ملګري ملتونه وايي، د هېرویینو د عرضې کمښت د دې لامل شوی چې په مصرفوونکو بازارونو کې یې بیې لوړې شي. د راپور له مخې؛ د افغانستان د هېرویینو په ۱۲ مهمو وارداتي بازارونو کې د یوه ګرام خالص هېرویینو بیه د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ نږدې دوه برابره شوې ده؛ دغه بیه له شاوخوا ۲۵۰ ډالرو څخه نږدې ۵۰۰ ډالرو ته لوړه شوې ده.

ورته مهال د هېرویینو خالصوالی هم راکم شوی، چې دا د عرضې د کمښت او پر بازار د فشار څرګندونه کوي.

هیڅ هېواد د افغانستان ځای نه‌دی نیولی

راپور ټینګار کوي، چې تراوسه پورې کوم بل هېواد نه‌دی توانېدلی د افغانستان د تریاکو د تولید کمښت جبران کړي. که څه هم میانمار د ۲۰۲۳کال راهیسې د نړۍ تر ټولو لوی د تریاکو تولیدوونکی هېواد شوی او تولید یې تر ۱۰۰۰ ټنو زیات شوی؛ خو ملګري ملتونه وايي دغه زیاتوالی د یاد هېواد د کورنیو شخړو له امله رامنځته شوی او د افغانستان د تولید له کمښت سره مستقیم تړاو نه‌لري.

همدارنګه په مکسیکو او لاووس کې هم د تولید په کچه کې د پام وړ زیاتوالی نه‌دی لیدل شوی.

په سیمه کې د کوکنارو د کښت د لېږد نښې لیدل کېږي

ملګري ملتونه وايي، داسې لومړنۍ نښې شته چې ښيي د کوکنارو د کښت یوه برخه د افغانستان له کمېدو وروسته ګاونډیو هېوادونو ته لېږدول کېږي. د راپور له مخې؛ په هند او پاکستان کې د هغو سیمو مساحت چې د کوکنارو کښت په‌کې له‌منځه وړل شوی، په ۲۰۲۲کال کې ۵زره او ۸۶۸ هکټارو څخه په ۲۰۲۳کال کې ۱۳زره او ۲۰۰ هکټارو ته لوړ شوی دی.

خو ملګري ملتونه ټینګار کوي، که څه هم په نورو هېوادونو کې د تولید د زیاتېدو احتمال شته؛ بیاهم د افغانستان د پخواني لوی رول ژر بدلول ډېر ستونزمن دي.

مصنوعي نشه‌یي توکي په نړۍ کې په چټکۍ پراخېږي

راپور ښيي، چې له دوو کلونو کمېدو وروسته په نړۍوالو بازارونو کې د نویو مصنوعي نشه‌یي توکو شمېر بیا زیات شوی دی. د راپور له مخې؛ د دغه توکو پېژندل شوې پېښې په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې د نړۍ په ډېرو سیمو کې زیاتې شوې دي، خو په ځانګړي ډول په اروپا، اقیانوسیه او افریقا کې یې وده ډېره چټکه ده.

په شمالي امریکا کې چېرې چې فینټانیل تر ډېره د هېرویینو ځای نیولی، په ۲۰۲۴کال کې د نویو مصنوعي نشه‌یي توکو پېژندل شاوخوا ۱۰ سلنه زیات شوي دي. په اروپا کې دغه کچه له ۸۰ سلنې زیاته شوې او په اقیانوسیه کې بیا نږدې ۱۵۰ سلنه زیاتوالی ثبت شوی دی.

په نړۍ کې د نشه‌یي توکو کارول زیات شوي دي

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶کال د نشه‌یي توکو نړۍوال راپور ښيي، چې په نړۍ کې د نشه‌یي توکو کارول لاهم په زیاتېدو دي. د راپور له مخې؛ په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۳۳۱ مېلیونه کسانو نشه‌یي توکي کارولي، چې دغه شمېر د لسو کلونو مخکې پرتله ۳۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

چرس د نړۍ تر ټولو زیات کارېدونکي نشه‌یي توکي وو، چې شاوخوا ۲۵۶ مېلیونه کاروونکي لري. همدارنګه؛ شاوخوا ۶۳ مېلیونه خلکو افیوني توکي ۳۲ مېلیونه خلکو امفېټامینونه او ۲۵ مېلیونه بیا د کوکاین کاروونکي دي.

ملګري ملتونه وايي، د کوکایینو نړۍوال تولید نوي ریکارډ ته رسېدلی او له ۴زره ټنو څخه اوښتی دی. ورته مهال د مصنوعي نشه‌یي توکو بازار هم په چټکۍ پراخېږي. په ۲۰۲۴کال کې د نوو رواني فعالو توکو شمېر ۷۵۵ ډولونو ته رسېدلی، چې تر ټولو لوړه شمېره ده.

راپور زیاتوي، چې په نړۍ کې شاوخوا ۶۳ مېلیونه کسان د نشه‌یي توکو له امله له روغتیايي اختلالاتو سره ژوند کوي؛ خو یوازې له هرو ۱۲ کسانو څخه یو د درملنې خدماتو ته لاسرسی لري.

ملګري ملتونه دې پایلې ته رسېدلې، چې په افغانستان کې د اپیمو په تولید کې کمښت، د مصنوعي نشه‌يي توکو وده، د کوکاین په تولید کې زیاتوالی او د قاچاق په لارو کې بدلون د نړۍوال نشه‌يي توکو د بازار جوړښت بیا بدلوي.

طالبان وایي د نشه‌يي توکو د کروندو له‌منځه وړلو لپاره یې تر ۲۵زره ډېر عملیات ترسره کړي

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۵۹ GMT+۱
طالبان وایي د نشه‌يي توکو د کروندو له‌منځه وړلو لپاره یې تر ۲۵زره ډېر عملیات ترسره کړي
100%

طالبانو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې د بندیز له مودې تراوسه یې د نشه‌يي توکو د کروندو له‌منځه وړلو لپاره تر ۲۵زره ډېر عملیات ترسره کړي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر ریس حسیب‌الله احمدي ویلي، چې د نشه‌يي توکو د کروندو د له‌منځه وړلو په موخه یې تر اوسه ۲۵زره او ۷۶۴ عملیات ترسره کړي دي.
د هغه په وینا؛ د روږدو کسانو د راټولولو لپاره هم ۷زره او ۸۴۴ عملیات ترسره شوي، ۲زره او ۱۵۹ټنه بېلابېل نشه‌يي توکي ضبط شوي او د نشه‌يي توکو اړوند ۱۳زره او ۳۲۶ کسان نیول شوي دي.

په همدې غونډه کې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې استازي پولیک اوکي سري د نشه‌يي توکو د له‌منځه وړلو په برخه کې د اړوندو ادارو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی. هغه د نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

بل لور ته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې ورځې په غونډه کې د پاکستان له لوري د روږدو کسانو پر روغتون د برید یادونه کړې او هغه یې پر ملکي تاسیساتو برید او «جنایت» بللی. نوموړي د یاد برید د مسوولینو د محاکمې غوښتنه کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان له خپلې واکمنۍ راهیسې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د پراخې مبارزې ادعا کوي؛ خو وروستي راپورونه ښيي چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کر او قاچاق په بشپړ ډول نه‌دی له‌منځه تللی، بلکې د فعالیت بڼه یې بدله شوې ده.
ځینې راپورونه ښیي، چې د طالبانو ځینې غړي د نشه‌يي توکو په قاچاق کې ښکېل دي. سربېره پر دې طالبان نږدې هره ورځ د نشه‌يي توکو د قاچاق او لېږد په تړاو د لسګونه کسانو د نیولو او د نشه‌يي توکو د تولید د مرکزونو د کشف او له‌منځه وړلو راپورونه خپروي.