سیادت د یکشنبې په ورځ د فارس خبري اژانس ته وویل، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د کانونو پراخې زېرمې لري، او ایران د خپل تخنیکي ظرفیت، ازادو اوبو ته د لاسرسي او پرمختللو صنعتي بنسټونو له امله د کانونو په برخه کې د همکارۍ لپاره مناسب فرصت لري.
د هغه په وینا، د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې د کانونو د همکارۍ پلان پر دوو اساسي محورونو ولاړ دی؛ لومړی، افغانستان ته د کانونو اړوند د تخنیکي، انجنیرۍ خدمتونو او تجهیزاتو صادرول، او دویم، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ اقتصادي ځنځیر رامنځته کول.
سیادت وویل، ایران د کانونو د سپړنې، ځمکپېژندنې، برمې وهلو او استخراج په برخو کې د پام وړ تخنیکي وړتیاوې لري او کولای شي افغانستان ته اړین ماشینونه، تجهیزات او مسلکي روزنې د لوېدیځو ټکنالوژیو په پرتله په ټیټه بیه برابرې کړي.
هغه همداراز وړاندیز وکړ چې معدني مواد دې په افغانستان کې استخراج شي، خو د پروسس یوه برخه دې یې په ایران، په ځانګړي ډول د سرحدي ازادو سیمو په صنعتي مرکزونو کې ترسره شي. د نوموړي په باور، دا تګلاره به له یوې خوا افغانستان سره د خامو موادو د صادراتو په کمولو او د عوایدو په زیاتولو کې مرسته وکړي او له بلې خوا به د ایران د معدني صنعت اړتیاوې هم پوره کړي.
د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر د چابهار او بندرعباس بندرونو له لارې د افغانستان د معدني محصولاتو صادرات هم د دواړو هېوادونو په ګټه وبلل او ویې ویل، ایران باید یوازې د افغانستان په کانونو کې د نورو هېوادونو حضور ته ننداره ونه کړي.
تر دې مخکې د ایران دولتي فارس خبري اژانس د تېر کال د غویي په میاشت کې راپور ورکړی و چې ایران غواړي د افغانستان د اوسپنې په کانونو کې پنځه میلیارده ډالره پانګونه وکړي.
افغانستان د مسو، اوسپنې، لیتیم، سرو زرو او نادرو معدني عناصرو سترې زېرمې لري، خو د ناامنۍ، د بنسټیزو اسانتیاوو کمښت، د انرژۍ ستونزو او د پانګونې محدودیتونو له امله د کانونو د سکټور پراختیا لا هم له جدي خنډونو سره مخ ده.