• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د موسی‌کلا قومي مشران: طالبان د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره د خلکو کورونو ته ننوځي

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۳۱ GMT+۱تازه شوی: ۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۱۲ GMT+۱

د هلمند ولایت د موسی‌کلا ولسوالۍ ځینو قومي مشرانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبان د کوکنارو د کښت د اړولو پر مهال د خلکو کورونو ته ننوځي. د دوی په وینا، طالبان په داسې وخت کې هم کورونو ته ننوځي چې په کورونو کې نارینه حضور نه لري او دا کړنه د خلکو له نیوکو سره مخ شوې ده.

له سیمې څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، دوه ورځې وړاندې د چنګاښ پر ۷مه د هلمند ولایت د موسی‌کلا ولسوالۍ اړوند د بابا سیمې اوسېدونکي راټول شوي وو.

هغه ویډیو چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، پکې څرګندېږي چې د سیمې زیات شمېر قومي مشران په جرګه شوي دي او ویلي یې دي چې خپل شکایت به د طالبانو مشر ملا هبت‌الله ته ورسوي.

د دوی نیوکه دا ده چې د طالبانو ځواکونه د نارینه‌وو له شتون پرته د خلکو کورونو ته ننوتلي او د کوکنارو کښتونه یې اړولي دي.

د طالبانو دې کړنې د سیمې د خلکو غوسه راپارولې ده. دوی ویلي چې د تېر جمهوري نظام پر مهال یې د دولت پر ضد د طالبانو ملاتړ کړی، هغوی ته یې په خپلو کورونو کې ډوډۍ ورکړې، خو اوس همدغو طالبانو ورسره ناوړه چلند پیل کړی دی.

یو قومي مشر په خپلو خبرو کې ویلي، که د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د طالبانو له لوري له ولسي خلکو سره د روان ناوړه چلند څخه خبر شي، نو پر دې به سخت خواشینی شي.

له سیمې څخه په رسېدلو انځورونو کې ښکاري چې کوکنار د کورونو په انګړونو کې کرل شوي دي، خو لا تر اوسه دغه بوټي تازه راشنه شوي دي.

ځايي سرچینو د غويي پر ۱۳مه افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې د افغانستان د سویل لوېدیځو ولایتونو، هلمند، فراه، ارزګان او کندهار، په یو شمېر سیمو کې تریاک دننه په کورونو او کلاوو کې کرل شوي دي.

د سرچینو په وینا، له دې وړاندې د طالبانو د تریاکو د مخنیوي ډلې کسانو د خلکو کورونو، مېلمستونونو او باغونو ته په زور ننوتل او په یو شمېر سیمو کې یې له خلکو سره شخړې هم کړې وې.

ځايي اوسېدونکو ویلي چې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله له حکم وروسته، په کورونو او باغونو کې د کوکنارو د اړولو لړۍ درېدلې ده.

د روان کال په وري میاشت کې د طالبانو د کندهار د امر بالمعروف ریاست یو مکتوب افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی و، چې پکې له محتسبانو غوښتل شوي وو، د ملا هبت‌الله د یوه فرمان پر بنسټ، د کندهار د غورک ولسوالۍ په کورونو او باغچو کې د کوکنارو د اړولو په موخه له ننوتلو ډډه وکړي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، د ملا هبت‌الله اخوندزاده په امر، په ټول هېواد کې د نشه‌یي توکو کښت منع اعلان کړی دی.

ترویج لرونکی

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي
۱

وټس‌اپ د ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارن‌نوم» ځانګړنه فعالوي

۲

پاکستان پر پکتیا له بریدونو وروسته پر مرسته کوونکو او عامه خلکو هم بمبار کړی دی

۳

پاکستان وايي په کونړ، پکتیا او پکتیکا کې یې «هدفي هوایي بریدونه» ترسره کړي دي

۴

له کابل نه تر ستنېدو وروسته قزاقستانی ډاکټر: د افغانستان وضعیت «جګړه‌ییز» دی

۵

طالبان وايي په کابل کې نننۍ اورلګېدنه د موټر د تېلو ټانکۍ د چاودېدو له امله وه

•
•
•

نور کیسې

نړۍوال بانک: یوازې تېره میاشت د افغانستان ۵۶ سلنه واردات له ایران نه شوي دي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۰۳ GMT+۱
نړۍوال بانک: یوازې تېره میاشت د افغانستان ۵۶ سلنه واردات له ایران نه شوي دي
100%

نړۍوال بانک په یوه راپور کې ویلي، چې افغانستان په وروستیو میاشتو کې د وارداتو او ترانزیټ په برخه کې په زیاتېدونکي ډول پر ایران تکیه کړې. د یاد بانک په وینا؛ دغه وضعیت افغانستان د سیمه‌ییزو سیاسي کړکېچونو، د پولو تړل کېدو او د لوجستیکي ستونزو پر وړاندې له پراخو ګواښونو سره مخ کوي.

د یاد بانک د راپور له مخې؛ یوازې په مئ میاشت کې د افغانستان ۵۶ سلنه واردات یا په مستقیمه توګه له ایران نه راغلي او یا د دغه هېواد له لارې تېر شوي، په داسې حال کې چې ۴۱ سلنه نور واردات د منځنۍ اسیا له لارو دغه هېواد ته رسېدلي دي.

راپور زیاتوي، چې ایران د روان مالي کال په لړ کې د افغانستان ۳۱.۶ سلنه، متحده عربي اماراتو ۱۲.۱ سلنه، چین ۱۱.۹ سلنه او ازبکستان ۸.۶ سلنه واردات تامین کړي.

نړۍوال بانک خبرداری ورکړی، چې د ایران پر ترانزیټي لارو زیاتېدونکې تکیه د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ جوړښت زیانمنوي. نړۍوال بانک همداراز په خپل راپور کې ویلي، که په افغانستان، پاکستان، منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د کرنې او خوړو په برخه کې اغېزمنې پانګونې او پالیسۍ عملي شي؛ نو تر ۲۰۵۰ کال پورې شاوخوا پنځه مېلیونه نوې دندې رامنځته کېدای شي.

د راپور له مخې؛ دا مهال د سیمې ۱۸ سلنه وګړي د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي او ۴۲ سلنه خلک د مغذي خوړو د پېرلو وس نه‌لري. نړۍوال بانک وایي، چې جګړه، د خوړو لوړې بیې او ناسمه تغذیه د سیمې له مهمو ستونزو څخه ده.

همداراز اټکل شوی، چې تر ۲۰۵۰کال پورې به د خوړو غوښتنه ۶۷ سلنه زیاته شي؛ نو له همدې امله د کرنې، اوبو لګولو او د خوړو تولید په برخه کې پراخې پانګونې او اصلاحات اړین بلل شوي دي.

د طالبانو د محدودیتونو تر سیوري لاندې؛ د خواله رسنیو کاروونکي له ګڼو ننګونو سره مخ دي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۱۱ GMT+۱
د طالبانو د محدودیتونو تر سیوري لاندې؛ د خواله رسنیو کاروونکي له ګڼو ننګونو سره مخ دي
100%

د جون ۳۰مه د خواله رسنیو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. افغانستان یو له هغه هېوادونو دی، چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د خواله رسنیو کاروونکي او فعالان په‌کې له بېلابېلو محدودیتونو او ننګونو سره خپل فعالیتونه پر مخ وړي.

که څه هم خواله رسنۍ په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د معلوماتو د خپرولو، اړیکو ټینګولو او د خلکو د غږ رسولو مهمه وسیله ګرځېدلې ده؛ خو د طالبانو له‌خوا لګېدلو محدودیتونو او څار یې پر ازاد فعالیت اغېز کړی دی.

د رسنیو فعالان او د خواله رسنیو کاروونکي وایي، د سیاسي، ټولنیزو او امنیتي موضوعاتو اړوند مطالب په ډېر احتیاط خپروي؛ ځکه د حسابونو تړل کېدو او احتمالي فشارونو وېره ورسره ده. د دوی په باور؛ دغه وضعیت د بیان ازادي محدوده کړې او خلک یې د خپلو نظرونو په څرګندولو کې احتیاط کولو ته اړ اېستي دي.

د خدیجې په نوم د کابل ښار یوې اوسېدونکې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې خواله رسنۍ اوس د پخوا په څېر نه‌شي کارولی. د هغې په وینا؛ په ځینو خواله رسنیو بندیز لګېدلی او یوازې د «وي‌پي‌اېن» له لارې ورته لاسرسی شونی دی.

خدیجې زیاته کړه، هغه کسان چې د مخابراتي شبکو انټرنېټ کاروي له «وي‌پي‌اېن» پرته ډېرو خواله رسنیو ته لاسرسی نه‌لري. د هغې په خبره؛ ان کله ناکله د «وي‌پي‌اېن» په کارولو سره هم ځینې خواله رسنۍ لکه فېسبوک په سمه توګه کار نه‌کوي.

بل لور ته یوشمېر کاروونکي وایي، چې له محدودیتونو سره، سره خواله رسنۍ لاهم د معلوماتو شریکولو او د خلکو ستونزو بیانولو تر ټولو مهمه وسیله ده؛ په ځانګړي ډول هغه مهال چې رسمي رسنیو ته لاسرسی محدود وي.

د غزني یوه اوسېدونکې نرګس وایي، خواله رسنۍ اوس هم د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو د غږ رسولو مهمه وسیله ده. د هغې په وینا؛ ښځې د همدې لارې خپلې ستونزې، محدودیتونه او د ژوند سخت شرایط له نړۍ سره شریکوي.

خو ځینې نور کاروونکي بیا خواله رسنۍ د اندېښنې او ګواښ لامل بولي. ناصر (مستعار نوم) وایي، د ده یو خپلوان وروسته له هغې د طالبانو له‌خوا ونیول شول چې په خواله رسنیو کې یې د طالبانو د کړنو په اړه نیوکه کړې وه.

د هغه په وینا؛ اوس خلک د طالبانو له وېرې نه‌شي کولی په ازاده توګه خپل نظر څرګند کړي، ځکه ښایي یوه عادي تبصره هم د نیول کېدو لامل شي. په ټولیز ډول که څه هم خواله رسنۍ په افغانستان کې د اړیکو، معلوماتو خپرولو او د خلکو د غږ رسولو مهم رول لري؛ خو د محدودیتونو، څار او د بیان ازادۍ پر وړاندې د شته خنډونو له امله یې فعالیتونه تر پخوا ډېر اغېزمن شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته پر خواله رسنیو او ډیجیټلي فضا بېلابېل محدودیتونه لګولي دي. د راپورونو له مخې؛ یادې ډلې د ټېک‌ټاک، انسټاګرام او سنپ چټ په څېر رسنۍ بندې کړي، په ځینو مواردو کې یې د انټرنېټ پر کارونې لنډمهاله محدودیتونه هم لګولي وو او اوس یې په دولتي ادارو، پوهنتونونو او ځینو کاري ځایونو کې د ځیرکو موبایلونو کارول هم منع کړي دي.

کندهار کې د خوارځواکۍ زیاتوالی؛ روان کال یوازې میرویس روغتون ته ۴زره ماشومان وړل شوي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۱۰ GMT+۱
کندهار کې د خوارځواکۍ زیاتوالی؛ روان کال یوازې میرویس روغتون ته ۴زره ماشومان وړل شوي
100%

په ۲۰۲۶کال کې په کندهار کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر د اندېښنې وړ لوړ شوی. د کندهار د میرویس حوزوي روغتون یوه سرچینه وایي، چې د روان کال په تېرو درېیو میاشتو کې تر ۴زره ډېر په خوارځواکۍ اخته ماشومان ور وړل شوي چې له دې ډلې تر ۳۰ ډېر ماشومان مړه شوي دي.

روغتیايي‌ سرچینې وایي، تېرکال مېروېس روغتون ته ۱۴زره ماشومان ور وړل شوي چې زیات یې په خوارځواکۍ اخته وو. روغتیايي مرستندونه ادارې په دې برخه کې پر بېړنیو خدمتونو ټينګار کوي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) او د خوړو نړۍوال پروګرام د وروستیو راپورونو له مخې؛ په افغانستان کې د خوارځواکۍ ناورین لاهم جدي دی او کندهار د سویلي ولایتونو له هغو سیمو څخه دی، چې تر ټولو زیات اغېزمن شوی ګڼل کېږي.

کندهار کې د روغتیايي سرچینو په وینا؛ د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونو ته د ماشومانو مراجعه د تېرو کلونو پرتله زیاته شوې او په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې وضعیت نازک بلل کېږي.

د کندهار د میرویس حوزوي روغتون یوه سرچینه وایي، په تېر لمریز کال کې دغه روغتون ته تر ۱۴زره پورې ماشومان ور وړل شوي چې اکثره یې په خوارځواکۍ اخته وو. د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ په دغه کال کې یوازې له هغه ماشومانو څخه چې روغتون ته راوړل شوي وو تر ۱۵۰ تنه ډېر مړه شوي وو خو هغه چې روغتون ته نه‌دي وروړل شوي شمېر یې روښانه نه‌دی.

یو بل روغتیايي کارکوونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي، کندهار کې په دولتي روغتونونو او په ځانګړې توګه میرویس روغتون کې امکانات پر نشت حساب دي؛ نو له همدې امله د ډېرو ماشومانو درملنه نه کېږي.

کندهار کې د بې‌پولې ډاکټرانو روغتون هم وایي، په ۲۰۲۶کال کې نږدې ۸زره ماشومان چې ډېری یې په خوارځواکۍ اخته وو په دغه روغتون کې کتل شوي او نږدې ۶۰۰ ماشومانو ته د بستر خدمتونه ترسره شوي دي.

د دغه روغتون د مسوولینو په وینا؛ دغه شمېرې تر پخوا زیاتوالی ښيي چې لاملونه یې اقتصادي ستونزې، د بېرته راستنو شویو زیاتوالی او نور دي. د بې‌پولو ډاکټرانو ادارې ویلي، چې په کندهار او هلمند کې پر سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د بستر کېدو شمېر د تېرو درېیو کلونو د همدې مودې پرتله له ۳۰ سلنې زیات دی.

د کندهار اوسېدونکي وایي، د ماشومانو د خوارځواکۍ تر ټولو لوی لامل اقتصادي ستونزې دي؛ ځکه ډېری کورنۍ نه‌شي کولی مور او ماشوم ته کافي او منظم خواړه برابر کړي. د کندهار یو اوسېدونکی سید احمد وایي، په لرو پرتو سیمو کې ډېری خلک روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه‌لري چې له همدې امله ماشومان له جدي ګواښونو سره مخ وي.
هغه زیاته کړه: «په ولسوالیو یا کلیو کې وضعیت ډېر سخت دی هلته کلینیکونو ته لاسرسی کم دی درمل یا د ماشومانو لپاره نور خوراکي توکي نه‌شته؛ نو خلک به څنګه د ماشومانو سمه پالنه وکړي».

روغتیايي متخصصین او بشري‌ مرستندویه ادارې هم وایي، په کندهار کې د خوارځواکۍ د زیاتوالي مهم لاملونه اقتصادي ستونزې، د خوړو ناامني، روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی، د څښاک اوبو نشتوالی او بې‌ځایه کېدل دي.

اسټرالیا یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې افغانستان ته په هر دلیل سفر کول خطرناک دي

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۱۰ GMT+۱
اسټرالیا یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې افغانستان ته په هر دلیل سفر کول خطرناک دي
100%

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا خبرداری ورکړی، افغانستان ته سفر «ډېر خطرناک» دی او له خپلو وګړو او په اسټرالیا کې یې له مېشتو افغانانو غوښتي چې د هر دلیل له مخې د ودونو په مراسمو کې د ګډون یا د کورنۍ د لیدو لپاره هم افغانستان ته سفر ونه کړي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت د سفرونو د لارښوونې څانګې د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه) د افغانستان په اړه د سفر خبرداری خپور کړ او ویې ویل، چې یوشمېر اسټرالیايي وګړي په افغانستان کې وژل شوي، ټپیان شوي یا په خپل‌سرې توګه نیول شوي دي.

په دغه خبرداري کې ویل شوي، په افغانستان کې شته ګواښونه «رښتیني او جدي» دي او هغه کسان چې دغه هېواد ته سفر کوي ښايي بېرته اسټرالیا ته د ستنېدو توان ونه لري. د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت همداراز ټینګار کړی، چې دغه ګواښونه د ښځو لپاره لا زیات دي.

د اسټرالیا حکومت خبرداری ورکړی، که په افغانستان کې د دوی وګړي له ستونزو سره مخ شي؛ نو د کونسلګرۍ خدمتونو او مرستو وړاندې کولو وړتیا یې محدوده ده. اسټرالیا افغانستان د سفر خبرداري په څلورمه او لوړه کچه کې شامل کړی دی.
دغه کچه هغو هېوادونو ته ځانګړې شوې، چې د وسله‌والو بریدونو، وسله‌والو نښتو، تاوتریخجنو ګډوډیو، خپل‌سرو نیونو او پراخو جرمونو له لوړ ګواښ سره مخ وي. سره له دې چې طالبان په ټول هېواد کې د امنیت د ټینګښت ادعا کوي، ډېری هېوادونه لاهم خپل وګړي افغانستان ته له سفر کولو منع کوي او په وروستیو کلونو کې یې ورته څو ځلې خبرداری خپور کړی دی.

ګوټرېش د پاکستان او طالبانو ترمنځ د نښتو بندېدو او د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه وکړه

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۴۹ GMT+۱
ګوټرېش د پاکستان او طالبانو ترمنځ د نښتو بندېدو او د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه وکړه
100%

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوټرېش د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو نښتو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو لورو یې غوښتي چې ژر تر ژره تاوتریخوالی ودروي او د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفان دوجاریک د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه) په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې ګوټرېش له افغانستان او پاکستان څخه غوښتنه کړې، څو خپل اختلافات له ډیپلوماټیکو لارو حل کړي. هغه ټینګار کړی، چې ټولې خواوې باید د نړیوال بشري قانون اصولو ته ژمن پاتې شي او ملکي وګړي او ملکي تاسیسات باید په هر حالت کې خوندي وساتل شي.

دوجاریک د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندوی ماموریت (یوناما) د راپور په حواله ویلي، چې د پاکستان هوایي بریدونه په پکتیا، پکتیکا او کونړ کې د ګڼو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه بریدونه د سیمو د اوسېدونکو د بې‌ځایه کېدو سبب هم شوي او د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې د هغوی د اړتیاوو د ارزونې او د عاجلو مرستو د برابرولو لپاره چمتووالی نیسي.

پاکستان د دوشنبې په ورځ ویلي، چې د خپلې خاورې دننه د «ترهګریزو بریدونو» په غبرګون کې یې په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو پټنځایونه په نښه کړي، خو طالبانو بیا ویلي، چې په دغو بریدونو کې لسګونه ملکي وګړو ته مر‌ګ‌ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کلونو کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو او د ډیورند کرښې په اوږدو کې د نښتو له امله ترینګلې شوې دي. اسلام‌اباد طالبان تورنوي چې وسله‌والو ډلو ته له خپلې خاورې د فعالیت اجازه ورکوي، خو طالبان دغه تورونه ردوي.