د طاهر امین په مقاله کې راغلي چې په چین کې د ایغوریانو د هویت د ورکولو لپاره پراخ کمپاین روان دی. دغه کمپاین چې له ۲۰۱۶ کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې و، شاوخوا یو میلیون ایغوریان او نور تورکتبار لږکي جبري کمپونو ته ولېږدول تڅو د کمونیست ګوند نظریات ومني.
که څه هم چین د دغو کمپونو د تړلو ادعا کوي، خو ایغوریان لا هم له جبري کار، سخت څار او د زیږون له جبري کنټرول سره مخ دي.
طاهر امین چې څو کاله مخکې د نیول کېدو له ډاره له چین څخه وتلی، وايي، له تېرو لسو کلونو راهیسې یې خپله لور نه ده لیدلې او د کورنۍ ګڼ غړي یې په چین کې بندیان دي.
نوموړي د روان کال په مي میاشت کې د فایننشل ټایمز څېړنې یادونه کړې، چې چین په سیستماتیک ډول ایغور ماشومان له کورنیو جلا کوي او داسې لیلیو ته یې لېږي چې هلته په خپله مورنۍ ژبه له خبرولو کولو منع دي.
طاهر امین د نړیوالو غبرګونونو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۲ کال راپور په چین کې د «بشریت ضد جنایتونو» د ترسره کېدو احتمال مطرح کړی و. د هغه په وینا، ځینو هېوادونو دا اقدامات «نسلوژنه» بللې؛ د ایغوریانو د اجباري کار له محصولاتو سره تړلي توکي یې منع کړي او پر چین یې بندیزونه لګولي دي.
خو نوموړی ټینګار کوي چې دغو اقداماتو تر اوسه د چین په سیاستونو کې کوم بنسټیز بدلون نه دی راوستی او نړیواله ټولنه د ایغوریانو په اغېزناک ملاتړ کې پاتې راغلې ده.
لیکوال ویلي، چې د ایغوریانو په درېیم او څلور نسل کې د مورنۍ ژبې د هېرېدو وېره شته او د چین حکومت هڅه کوي چې ایغوري ژبه ورکه کړي. نوموړي زیاته کړې چې په ۲۰۲۴ کال کې یې د «توپراق» مجله او تېر کال یې د «ایغور پوسټ» خبري وېبپاڼه جوړه کړه، د چین حکومت د دوی د غلي کولو لپاره پراخ سایبري بریدونه پرې وکړل، چې له امله یې د ایغور پوسټ سایټ څو ځله تړل شوی دی.
ایغوریان له نړۍوالې ټولنې او حکومتونو غواړي چې د چین پر وړاندې د فشارونو د دوام ترڅنګ، په جلا وطنۍ کې د ایغوریانو د کلتور او ټولنو ملاتړ وکړي څو د دغه ځانګړي انساني کلتور د بشپړې ورکېدا مخه ونیول شي.
سره له دې چې چین د مسلمانانو په ځانګړي ډول د ایغوریانو پر ضد د سختو محدودیتونو په لرلو تورن دی، خو دا موضوع په سیمهییزه سیاسي کچه هم د ځینو لوبغاړو له چوپتیا سره مخ شوې ده. په همدې لړ کې طالبان چې معمولا د اسلامي نړۍ د موضوعاتو په اړه ژر او انتقادي دریځ نیسي، د ایغور مسلمانانو د وضعیت په اړه یې تر اوسه د پام وړ ښکاره غبرګون نه دی ښودلی.
د شنونکو له نظره د طالبانو او چین ترمنځ نږدې او مخ پر پراخېدو سیاسي او اقتصادي اړیکې د طالبانو د دې چوپتیا له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.