• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ګلف‌نیوز: پر سوداګریزو بېړیو برید ښایي د ایران ترټولو لویه ستراتیژیکه تېروتنه وي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۰۹ GMT+۱

ګلف‌نیوز په یوه تحلیلي لیکنه کې ویلي، چې د ۶۰ ورځني اوربند پرمهال د ایران له‌خوا پر سوداګریزو بېړیو برید ښايي په هرمز تنګي کې د تهران تر ټولو مهم ستراتیژیک نفوذ کمزوری کړی وي او د ایران د خبرو اترو دریځ پیاوړي کېدو پرځای یې پر دغه هېواد پوځي او ډیپلوماټیک فشارونه زیات کړي.

د متحده عربي اماراتو د ګلف‌نیوز لیکنې له مخې؛ ایران هغه مهال درې ملکي تېل وړونکې بېړۍ په نښه کړې، چې د ۶۰ ورځني اوربند له مخې د کښتۍ‌ چلولو ازادي تضمین شوې وه. د لیکوال په وینا؛ ایران له داسې یوې کرښې واوښت، چې دغه کار ښايي د تهران له‌خوا په وروستیو کلونو کې تر ټولو ستره ستراتیژیکه تېروتنه وبلل شي.

په دغه لیکنه کې ویل شوي، د امریکا د پوځي بریدونو بیا پیل د ایران پر پوځي اهدافو او زېربناوو د بریدونو، د نوو بندیزونو لګولو او په نړۍواله کچه په هرمز تنګي کې د بېړیو د ازاد تګ‌راتګ د تضمین لپاره د هڅو د زیاتېدو لامل شوي دي.

د ګلف‌نیوز په وینا؛ هرمز تنګی د تېرو لسیزو په اوږدو کې د ایران یو له مهمو جیوپولیټیکو وسایلو څخه پاتې شوی دی. تهران تل دا پیغام ورکړی، که دوی خپل تېل صادرولی نه‌شي، نو نور هېوادونه هم باید د تېلو د صادرولو توان ونه لري. د لیکوال په باور؛ همدغه ګواښ په ډېرو مواردو کې د نړۍ د انرژۍ په بازارونو کې د ګډوډۍ رامنځته کولو لامل شوی دی.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

۴

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۵

د نجونو زده‌کړو پلوی ګوښه شوی چارواکی له ۹ میاشتو وروسته د طالبانو یوې غونډه کې راڅرګند شو

•
•
•

نور کیسې

سي‌اېن‌اېن: اسراییل امریکا ته د ټرمپ د ترور اړوند د ایران د نوي پلان په اړه معلومات ورکړي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۵۵ GMT+۱
100%

سي‌اېن‌اېن د دوو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې اسراییل امریکا ته داسې استخباراتي معلومات سپارلي چې ښيي، د ایران حکومت په دې وروستیو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ترور لپاره یو نوی پلان جوړ کړی دی.

د یوې سرچینې په وینا، دغه خبرداری د روانې اوونۍ په ترڅ کې واشنګټن ته رسول شوی دی.

دویمې سرچینې ویلي، د امریکا استخباراتي ادارو په وروستیو اوونیو کې په پرله‌پسې ډول د ټرمپ د احتمالي ترور د پلانونو په اړه معلومات ترلاسه کول، خو د اسراییل له لوري ورکړل شوی خبرداری د یوه مشخص پلان په اړه و.

د راپور له مخې، تر اوسه د دې ادعا شوی پلان نور جزییات نه دي څرګند شوي، او دا هم نه ده معلومه چې امریکا په خپلواکه توګه هم دغو معلوماتو ته رسېدلې وه که نه.

سینټکام: د ایران له لوري په هرمز تنګي کې د تګ راتګ د کنټرول ادعا درواغ ده

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۴۸ GMT+۱
100%

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) د ایران د دولتي رسنیو هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د هرمز تنګي له لارې تګ راتګ یوازې د ایران له خوا د ټاکل شویو لارو ترسره کېدای شي. سینټکام وايي، د دغه مهم نړیوال سوداګریز دهلېز کنټرول د ایران په لاس کې نه دی.

سینټکام په خپل ایکس حساب کې لیکلي: «ادعا: د ایران دولتي رسنۍ وايي چې د هرمز تنګي له لارې تګ راتګ یوازې د هغو لارو له مخې اجازه لري چې ایران یې ټاکي.»

دغه امریکايي قوماندانۍ د دې ادعا په ځواب کې ویلي: «حقیقت دا دی چې ایران د هرمز تنګي کنټرول نه لري.»

سینټکام زیاته کړې چې د مې میاشتې له پیل راهیسې امریکايي ځواکونو د دې مهم نړیوال سوداګریز مسیر له لارې د څه باندې ۸۰۰ سوداګریزو بېړیو او ۳۸۰ میلیونو بېرلو خام تېلو د خوندي لېږد په برخه کې مرسته کړې ده.

هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه شمېرل کېږي، چې د فارس خلیج له لارې د منځني ختیځ د تېلو د صادراتو ډېره برخه د عمان خلیج او له هغه ځایه نړیوالو بازارونو ته نښلوي.

د سیمې د امنیتي وضعیت له امله، د هرمز تنګي د تګ راتګ موضوع له اوږدې مودې راهیسې د نړیوالو قدرتونو د پاملرنې وړ ده، ځکه هر ډول خنډ یا ناامني کولای شي د انرژۍ پر نړیوال بازار او د تېلو پر بیو اغېز وکړي.

امریکایي چارواکی: د لبنان او اسراییل د هوکړې د پلي کېدو لومړی پړاو په څو ورځو کې پیلېږي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۰۰ GMT+۱
100%

یوه امریکایي چارواکي ویلي، چې د لبنان او اسراییل ترمنځ خبرې د هوکړې د چوکاټ د عملي کولو پړاو ته داخلې شوې او ټاکل شوې ده چې په جنوبي لبنان کې د لومړۍ ازمایښتي سیمې پلي کېدل په راتلونکو څو ورځو کې پیل شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه امریکايي چارواکي ویلي، د هوکړې د عملي کولو په لړ کې به لومړی ازمایښتي پړاو ژر پیل شي او ورسره به نورې ازمایښتي سیمې هم طرحه او د عملي کېدو لپاره چمتو شي.

د نوموړي په وینا، دواړه لوري اوس د هوکړې د عملي کولو پر میکانېزمونو کار کوي او خبرې د اجرايي مرحلې ته رسېدلې دي.

که څه هم امریکايي چارواکي د دغو ازمایښتي سیمو د موقعیت، د پلي کېدو د څرنګوالي او نورو جزییاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو دا پرمختګ د لبنان او اسراییل ترمنځ د امنیتي وضعیت د ښه کېدو او د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره مهم ګام بلل کېږي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د لبنان او اسراییل ترمنځ د پولې په اوږدو کې کړکېچ او نښتې زیاتې شوې وې او نړیوالو لوریو د وضعیت د ارامولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ کړی دی.

ملګري ملتونه: ایرانیان د امریکا د بریدونو او د ایران د حکومت د ځپنې ترمنځ بند پاتې دي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۰۶ GMT+۱
100%

د ایران د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې مای ساتو د تهران او واشنګټن ترمنځ د پوځي نښتو د بیا پیل په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ایران خلک یو ځل بیا د بهرنیو بریدونو او د ایران د حکومت د کورني ځپنې ترمنځ بند پاتې دي.

مای ساتو د چنګاښ په ۱۸مه، د پنجشنبې په ورځ، په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د پوځي نښتو بیا پیل او په ټوله سیمه کې د کړکېچ زیاتېدل ژوره اندېښنه راپاروي. هغې زیاته کړې چې پر ایران د امریکا بریدونه د نړیوالو قوانینو له مخې «غیرقانوني» دي.

هغې ویلي، دا بریدونه وروسته له هغه ترسره شول چې د ایران او امریکا ترمنځ د تفاهم هوکړه لاسلیک شوې وه. د هغې په وینا، دا وضعیت لا ډېر د اندېښنې وړ دی، ځکه ښيي چې هوکړې له پامه غورځول شوې او د ډیپلوماسۍ پر ځای زور کارول کېږي؛ هغه څه چې د تلپاتې سولې بنسټ، یعنې د هوکړو او نړیوالو قوانینو درناوی، کمزوری کوي.

ساتو یادونه کړې چې د غبرګولي په ۲۹مه یې له یو شمېر نورو د ملګرو ملتونو کارپوهانو سره په احتیاط د ایران او امریکا ترمنځ د تفاهم هرکلی کړی و، خو په هماغه وخت کې یې خبرداری هم ورکړی و چې په دې هوکړه کې د ایران د خلکو ځای او حقونه ډېر کم رنګ لري.

د بریتانیا چارواکي: د ایران د هڅو پر ضد د مبارزې لپاره د خپلو سرچینو مهمه برخه ځانګړې کوو

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۱
100%

د بریتانیا د ترهګرۍ ضد پولیسو ویلي، د ملي امنیت اړوند دوسیو شمېر د تېر کال پرتله شاوخوا ۵۰ سلنه زیات شوی او د دوی د فعالیتونو یوه برخه د هغو دولتونو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره ځانګړې شوې چې بریتانیا یې د امنیت لپاره ګواښ ګڼي. په دې لړ کې د روسیې، چین او ایران نومونه یاد شوي دي.

د ایران په اړه، د ترهګرۍ ضد پولیسو او د بریتانیا کورني امنیتي ادارې ویلي چې د خپلو سرچینو مهمه برخه د هغو هڅو د شنډولو لپاره کاروي چې ایران یې په بریتانیا کې د خپلو مخالفانو د په نښه کولو لپاره ترسره کوي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې له ایران سره تړلې له ۲۰ څخه زیاتې طرحې او امنیتي دوسیې شنډې یا درول شوې دي. په دغو دوسیو کې د وژنې پلانونه، تښتونې، فزیکي ګواښونه او د نیابتي کسانو کارول شامل دي.

د ایران انټرنشنل خبریال پوریا زراعتي د برید په دوسیه کې هم پولیسو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې محکمې منلې ده دغه برید د ایران په سپارښتنه ترسره شوی و، او همدې موضوع د بریدګرو لپاره د سختو سزاوو په ټاکلو کې اغېز لرلی دی.

د ترهګرۍ ضد پولیسو دا هم ویلي چې اوس مهال شاوخوا ۸۰۰ فعالې ترهګرۍ پورې تړلې دوسیې تر څېړنې لاندې دي.

د کورنیو ګواښونو په اړه، پولیسو ویلي چې لا هم دوه اساسي ګواښونه پر خپل ځای پاتې دي: «اسلامپاله ترهګري او افراطیت، او همدارنګه ښي اړخي افراطیت.»