• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

د خوست کوچیان: طالبان دې د کوچیانو د لېسې لیلیه د روږدو په کلینیک نه بدلوي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۰۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۲۲ GMT+۱

د خوست ولایت یو شمېر کوچیانو، قومي مشرانو او د کوچیانو د عالي او مرکزي لېسې پخوانیو زده کوونکو ادعا کړې چې طالب چارواکي غواړي د دې لېسې لیلیه د روږدو کسانو د درملنې په مرکز بدله کړي. دوی له طالبانو غوښتي چې دا پرېکړه لغوه کړي.

یو شمېر خوست مېشتو کوچینانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته په استولي پیغام کې ویلي، د دې موضوع د څېړلو لپاره یې د کوچیانو د عالي او مرکزي لېسې په اداره کې غونډه وکړه. غونډه کې د لېسې مسوولینو ګډونوالو ته ویلي چې څو ورځې وړاندې د څو دولتي ادارو چارواکي لېسې ته ورغلي وو او د لیلیې د بدلون موضوع یې مطرح کړې وه.

د غونډې ګډونوالو ویلي، د کوچیانو د عالي او مرکزي لېسې لیلیه د شاوخوا ۴۰۰ زده کوونکو د استوګنې ظرفیت لري او د بدلون په صورت کې به لسګونه زده کوونکي د استوګنې له ستونزو سره مخ شي.

د کوچیانو مشرانو په غونډه کې ویلي، یاده لیلیه د کوچیانو لپاره مهمه تعلیمي شتمني ده او د دوی په وینا، د پخوانیو مشرانو په قربانیو جوړه شوې ده. هغوی ټینګار کړی چې د لیلیې د بدلولو هر ډول پرېکړه به ونه مني.

د غونډې له پای ته رسېدو وروسته د کوچیانو یو پلاوی د خوست د قبایلو او سرحدونو چارو ریاست ته ورغلی او خپلې اندېښنې یې د ریاست له ځایناستي سره شریکې کړې. د ګډونوالو په وینا، د ریاست ځایناستي ژمنه کړې چې موضوع به له اړوندو مسوولانو سره شریکه کړي.

د کوچیانو استازو همدارنګه پرېکړه کړې چې له طالب والي سره به هم په دې اړه خبرې وکړي او د شنبې په ورځ به د خوست ولایت مقام ته د خپلو غوښتنو د وړاندې کولو لپاره ورشي.

دوی په خپلو څرګندونو کې دا ادعا هم کړې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د جمهوري نظام پر مهال د کوچیانو لپاره جوړ شوي یا منظور شوي یو شمېر بنسټونه او پراختیایي پروژې، لکه د کوچیانو د چارو ریاستونه، د سړک جوړولو پروژه او د شل بستریز روغتون پروژه، لغوه شوې دي.

افغانستان انټرنشنل پښتو په خپلواکه توګه د کوچیانو دا ادعاوې نه تاییدوي. دا یوازې د خوست ولایت د یو شمېر کوچیانو ادعا ده.

ترویج لرونکی

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی
۱

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۲

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۵

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

•
•
•

نور کیسې

له پاکستان نه تر جبري اېستلو وروسته؛ افغان ډاکتران وایي اړوندې ادارې یې غږ نه اوري

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۴۶ GMT+۱
100%

د پاکستان د پنجاب ایالت پولیسو له‌خوا د ۱۱ افغان ډاکټرانو او د طب محصلانو له جبري ستنولو وروسته، د دغه کسانو له ډلې یو ډاکټر افغانستان انټرنشنل پښتو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، چې په افغانستان کې اړوندې ادارې د دوی ستونزو ته پاملرنه نه‌کوي.

هغه وایي، نه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ورسره مرسته کړې، نه هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او نه هم په پاکستان کې د طالبانو سفارت د دوی ستونزې هوارې کړې دي. د هغه په وینا؛ دوی د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له ځینو کارکوونکو سره د اړیکې پرمهال له نامناسب چلند سره هم مخ شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، دوی هیله لرله چې افغانستان ته تر ستنېدو وروسته به یې ستونزې حل شي؛ خو تراوسه هېڅ ادارې ورته پاملرنه نه‌ده کړې. دغه ډاکټر وایي، په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت ورته ویلي و چې افغانستان ته تر رسېدو وروسته به د بهرنیو چارو وزارت د دوی قضیه وڅاري؛ خو د سفارت له مرستیالانو سره له اړیکو وروسته ورته ویل شوي، چې د دوی لپاره هېڅ اقدام نه‌شي کولای.

هغه زیاتوي، چې د بېلابېلو ستونزو له امله لا هم نه‌دي توانېدلي له خپلو کورنیو سره یوځای شي. څو ورځې وړاندې د پاکستان د پنجاب ایالت پولیسو ۱۱ افغان ډاکټران او د طب محصلان ونیول، چې د دغه ایالت په بېلابېلو طبي پوهنتونونو او ښوونیزو روغتونونو کې یې تخصصي او طبي زده‌کړې کولې.

د دغه ډاکټرانو له ډلې لس تنه د بهاولپور ولسوالۍ د قایداعظم طبي کالج او بهاولپور ښوونیز روغتون کې په تخصصي زده‌کړو بوخت وو. دغه ډاکټرانو تر دې وړاندې ویلي و، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو له خرابېدو وروسته له شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې افغان محصلان تر زیات فشار لاندې دي او د دوی د ویزو موده نه تمدیدېږي.

دوی ټینګار کړی، چې تخصصي او طبي زده‌کړې یې باید نیمګړې پاتې نه‌شي او د سیاسي اختلافونو قرباني نه‌شي. هغوی پر طالبانو هم غږ کړی، چې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي او د دوی د ویزو او زده‌کړو ستونزې هوارې کړي.

ویزه غوښتونکی: د ترکیې ویزې ترلاسه کولو بهیر لګښتونه د محصلینو او ناروغانو لپاره ګران شوي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۵۳ GMT+۱
100%

په کابل کې د ترکیې ویزو یو غوښتونکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د دغه هېواد سفارت له محصلینو، ناروغانو او مراجع کوونکو څخه په بېلابیلو پلمو لوړ لګښتونه اخلي. نوموړي ویلي، د ویزو بهیر ته ځانګړې روغتیايي معاینه، د ځینو اسنادو ژباړه او د اسنادو قانوني کول اضافه شوي.

دغه کس افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې مخکې د ترکیې سفارت د لګښت او ویزې شرکت په نوم ۲۰۰ ډالر او ۲زره افغانۍ اضافه پیسې اخیستې؛ خو اوس یې نور لګښتونه هم اضافه کړي.

نوموړي زیاته کړې، د ترکیې سفارت د چنار په نوم روغتون پرته د بل هېڅ روغتون طبي معاینه نه مني. هغه ویلي، که رښتیا هم موخه روغتیايي ارزونه وي؛ نو باید د ټولو روغتونونو معاینات ومنل شي.

دغه کس زیاته کړې، له پرون راهیسې د اسنادو ژباړه جبري شوې او له یوه ځانګړي شرکت سره په دې اړه قرار داد شوی او ټول اسناد به ترکي ژبې ته ژباړل کېږي. د هغه په خبره؛ د پاسپورټ، ډيپلوم او ټرانسکریپټ د ژباړې لپاره به مخکې ۳۰۰ افغانۍ اخیستل کېدې؛ خو اوس ۵۵ ډالر چې شاوخوا ۳۵۰۰ افغانۍ کېږي غواړي.

نوموړي‌ ویلي، چې د اسنادو د قانوني کېدو او د یو خاص مهر په لګولو سره سفارت ۶۰ ډالر اخلي. دغه کس ټینګار کړی، چې په دې برخه کې ډېری د ویزو ترلاسه کوونکي او په ځانګړې توګه محصلین له ستونزو سره مخ شوي دي.

هغه زیاته کړې: «یو محصل چې غواړي په ترکیه کې زده‌کړې وکړي، د ویزې د بهیر له سرګردانۍ او د ویزې ترلاسه کېدو له اندېښنې سره، سره اړ دی چې درانه لګښتونه هم پرې کړي». دغه کس ویلي، چې د ترکیې سفارت د ویزو بهیر د ورځني عاید په یوې سرچینې بدل کړی.

د کابل د درېیم مکروریان مارکېټ اوسېدونکو د غږیزې ککړتیا د مخنیوي غوښتنه کړې

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۲۶ GMT+۱
100%

د کابل د درېیم مکروریان مارکېټ اوسېدونکو د طالبانو له اړوندو ادارو غوښتي چې په سیمه کې د لاس‌پلورونکو او هټۍ‌والو له لوري د رامنځته شوې غږیزې ککړتیا مخه ونیسي. دوی وایي، د سهار له اوو بجو د شپې تر لسو بجو پورې دوامداره شور او ځوږ یې استراحت، زده‌کړې او ورځنی ژوند اغېزمن کړی دی.

د کابل د درېیم مکروریان مارکېټ اوسېدونکو افغانستان انترنشل ته په لیږلي پیغام کې ویلي چې په دې سیمه کې د لاس پلورونکو او هغو کسانو شمېر چې د لوډسپیکر یا په لوړ غږ د خپلو توکو اعلان کوي، په بېساري ډول زیات شوی دی.

دوی وایي، هره ورځ د سهار له ۷:۰۰ بجو څخه د شپې تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د خټکیو، هګیو، معدني اوبو، مرچو، رومي بانجانو، قابلي پلو او نورو توکو د پلور دوامداره غږونه، د هټیو او لاس پلورونکو له شور او ځوږ سره یوځای، د سیمې د اوسېدونکو ارامي له منځه وړې ده.

د شکایت له مخې، دغه وضعیت د سیمې د اوسېدونکو لپاره جدي ستونزې رامنځته کړې او د خوب، استراحت، مطالعې، درس ویلو او د ازموینو لپاره د چمتووالي تمرکز یې له منځه وړی دی.

اوسېدونکو له اړوندو طالب چارواکو غوښتي چې دې دې ستونزې ته رسیدګې وکړي.

د ننګرهار په حصارک کې د ځمکې جنجال؛ یوه اوسېدونکي ځايي طالبان پر غصب تورن کړل

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۴۹ GMT+۱
100%

د ننګرهار د حصارک غلجي ولسوالۍ د علیشیرو غواګیزي کلي یو اوسېدونکی فضل ادعا کوي، چې ځايي طالب مسوولین او د ناصرو قوم یو ملک ضابط خان یې د ځمکې د غصبولو هڅه کوي. نوموړی وایي، چې د دې ځمکې د مالکیت په اړه شرعي قباله او ټول اړین اسناد لري.

هغه زیاتوي، چې د طالبانو د محکمې پرېکړه هم د ده په ګټه شوې، خو په ولسوالۍ کې ځايي طالب چارواکي د محکمې دغه حکم نه پلی کوي.

د دغه ننګرهاري اوسېدونکي په وینا، د حصارک ولسوالۍ لپاره طالب چارواکي غواړي، دغه ځمکه په زوره د ملک ضابط خان په نوم کړي او په دې لاره کې یې ورته یوه لویه دسیسه هم جوړه کړې ده. فضل زیاتوي، چې د دغې قضیې په دوام، پرون غرمه یو ځل بیا وسله‌والو کسانو د ده پر کور چاپه وهلې او د ده د کورنۍ ښځې او ماشومان یې ځورولي دي، چې د دغه برید او ځورونې په اړه ویډیويي اسناد او ثبوتونه هم ورسره شته.

هغه له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره یوه ویډیو شریکه کړې، چې په‌کې نوموړی په وینو ککړ لیدل کېږي‌ او کالي یې څیرې دي. په ویډیو کې یو شمېر ښځې او ماشومان هم ښکاري چې د نښتې پر مهال ژړا او واویلا کوي.

فضل په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د حصارک ولسوال او نور ځايي طالب مسوولین له ملک ضابط خان سره په دې قضیه کې په مستقیم ډول شریک دي. هغه تور پورې کوي، چې دغه طالب چارواکي په ښکاره د محکمې پرېکړه ردوي او وایي، چې د دې موضوع پرېکړه باید د محکمې پر ځای د قومي جرګې له لارې وشي.

نوموړي پر ځايي طالب مسوولینو د دوه ګوني چلند تور پورې کړی او له لوړپوړو طالب چارواکو یې غوښتي، چې عدالت تامین کړي او حق حقدار ته وسپاري.

تر اوسه په ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکو د فضل د دغو تورونو او ادعاوو په اړه رسما څه نه دي ویلي او نه یې هم د محکمې د پرېکړې د نه پلي کېدو علت روښانه کړی دی.

په داسې حال کې چې د ځمکو پر سر شخړې او د ځايي مسوولینو له خوا د پرېکړو نه پلي کېدل په بېلابېلو ولایتونو کې د خلکو شکایتونه راپارولي دي، د بشري حقونو د سازمانونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د قانوني بنسټونو د کمزورتیا له امله په تېرو میاشتو کې د خلکو د خپلسري نیولو او مجازاتو کچه هم لوړه شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې دا یوازې د ننګرهار ولایت د یوه اوسېدونکي روایت دی او افغانستان انټرنشنل- پښتو یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.

ننګرهار کې د یوې موسسې کارمندانو شکایت: له دوه نيمو مياشتو راهيسې یې معاشونه نه‌دي راکړي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۰۸ GMT+۱
100%

ننګرهار کې د اې‌ار‌سي‌ای (د افغانستان د مقاومت او اقلیم نوښت) موسسې يو شمېر کارمندانو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته په رالېږلي پيغام کې ادعا کړې، چې له نږدې دوه نيمو مياشتو راهيسې يې معاشونه نه دي ورکړل شوي او له سختو اقتصادي او معيشتي ستونزو سره مخ دي.

دغو کارمندانو ويلي، د معاشونو ځنډ د دوی ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی او اوس د کور کرايې، د ماشومانو لګښتونو، خوراکي توکو او نورو لومړنيو اړتياوو د برابرولو توان نه‌لري.

د دوی په وينا، تر اوسه د معاشونو د نه‌ورکړې په اړه کوم روښانه وضاحت نه‌دی ورکړل شوی او د ادارې مسوولان هره ورځ ورته وايي، چې معاشونه به "نن يا سبا" حواله شي، خو د دوی په خبره، له دې ژمنو دوه نيمې مياشتې تېرې شوي، خو لا هم معاشونه یې نه‌دي ورکړل شوي.

دوی زياته کړې، چې ياده موسسه د خوړو نړيوال پروګرام په همکارۍ د مرستندويه توکو د وېش پروژې پلي کوي، خو د خپلو کارمندانو د معاشونو او کاري حقونو ستونزو ته لازمه پاملرنه نه‌کوي.

دوی له اړوندو ادارو او مسوولو بنسټونو غوښتي، چې د دوی ستونزه په جدي توګه وڅېړي او د پاتې معاشونو د ورکړې لپاره بېړنی اقدام وکړي.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې د ننګرهار ولایت د یو شمېر خلکو روایت دی، افغانستان انټرنشنل- پښتو یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.