• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عطاالله عمري له هندي چارواکو سره د کرنې برخه کې د سوداګریزو فرصتونو پر پراختیا غږیدلی

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۵۸ GMT+۱

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري، هند ته د خپل رسمي سفر په دوام، د «افغانستان او هند د سوداګریزو فرصتونو» په نوم تعاملي غونډه کې د افغانستان او هند ترمنځ د کرنې په برخه کې د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی.

دغه غونډه د هند د PHD سوداګرۍ او صنایعو خونې له لوري، د هند د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ، د نوي ډیلي په ښار کې جوړه شوې وه.

د طالبانو د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، عمري په خپله وینا کې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا، په ځانګړي ډول د کرنې په برخه کې، ټینګار کړی او دا ډول غونډې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهمې بللي.

په همدې سفر کې د کرنې وزارت پلاوي د هند د کرنیزو څېړنو شورا او د هند د کرنیزو څېړنو له انسټېټیوټ څخه هم لیدنه کړې.

وزارت زیاتوي چې، د دواړو لورو ترمنځ په دغو لیدنو کې د کرنې په برخه کې د علمي، روزنیزو او څېړنیزو همکاریو د پراختیا، د تجربو د تبادلې، د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو او د ګډو څېړنیزو پروګرامونو د پیاوړتیا په اړه هم خبرې شوې دي.

ترویج لرونکی

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه
۱

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه

۲

محمودخان اڅکزی: تر هغې چې د پوځ او حکومت واکونه جلا نه‌شي، د پاکستان ستونزې به حل نه‌شي

۳

سوداګر: د افغانستان تازه میوې اوس عربي هېوادونو، مرکزي اسیا او اروپا ته صادرېږي

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۵

له پاکستان څخه د کډوالو د جبري اېستنې پرېکړې افغانان اندېښمن کړي

•
•
•

نور کیسې

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۳۰ GMT+۱
جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو
100%

طالب ناراضه چارواکی، جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر بیا اعلان وروسته د هوایي ځواک په چورلکه کې خپلې اصلي سیمې، درواز، ته ستون شوی. د طالبانو د بدخشان والي ویلي، فاتح به د طالبانو له حکومت سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د بدخشان والي مولوي محمداسماعیل غزنوي ته ویلي، جمعه‌خان فاتح «د طالبانو حکومت ته ژمن او وفادار شخص دی او د نظام ترڅنګ به ولاړ وي.»

هغه د طالبانو د حکومت او جمعه‌خان فاتح ترمنځ د اختلافونو راپورونه هم رد کړي او ویلي یې دي: «د اسلامي امارت او جمعه‌خان فاتح ترمنځ هېڅ ډول اختلاف نشته.»

د والي په وینا، جمعه‌خان فاتح د بدخشان ولایت په مرکز کې له طالبانو سره د وفادارۍ تر تازه کولو وروسته د هوایي ځواک په چورلکه کې درواز ولسوالۍ ته ولېږدول شو.

ددغه طالب چارواکي په اړه ورستيو خپارشیو معلومات له مخې، نوموړی د ملا هبت الله له لوري له دندې د بې طرفه کېدو له امله ناراضه شوي وو.

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۳۸ GMT+۱
خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې
100%

د طالبانو امر بالمعروف وزیر مولوي خالد حنفي د ښځو د حقونو په اړه د نیوکو په ځواب کې ویلي، هغه کسان چې د ښځو د حقونو خبره کوي، باید په بګرام کې د ښځو د زنداني کېدو موضوع هم یاده کړي. نوموړي همداراز ادعا کړې چې په تېرو شلو کلونو کې د دیني ارزښتونو د کمزوري کولو هڅې شوې دي.

حنفي شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال د علماوو او قومي مشرانو په یوه غونډه کې ویلي چې د امر بالمعروف د قانون پلي کول د ټولو ګډ مسولیت دی.

هغه ویلي: «کوم مسولیت چې رسول الله ترسره کاوه، هماغه مسولیت تاسو علماوو ته هم راجع دی او تاسو باید اسلامي شریعت او ارزښتونه تر خلکو ورسوئ.»

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر ویلي چې د دې وزارت محتسبین او مبلغین اوس د افغانستان په ټولو سیمو کې حضور لري او له علماوو یې غوښتي چې د «منکراتو» د لیدلو پر مهال اقدام وکړي.

هغه زیاته کړې: «هر کله چې له کوم منکر سره مخ کېږئ، لومړی خپله اقدام وکړئ، که ستاسو له وسه پورته و، محتسبین په جریان کې کړئ.»

حنفي د ښځو د حقونو په اړه د نړیوالو او مخالفو لوریو نیوکې رد کړې او ویلي یې دي چې هغه کسان چې د ښځو د حقونو خبره کوي، خپله د ښځو د زیانمنېدو لامل شوي دي.

هغه ویلي: «دا ډېره د تعجب وړ خبره ده چې نن موږ ته هغه څوک د ښځو د حقوقو یادونه کوي، چې د هغوی په امر مدرسې، ودونه، شفاخانې، مسافر او لارویان بمبارېدل او ښځې په بګرام کې زنداني شوې.»

نوموړي په ټولنه کې د ځینو دودونو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې د ښځو د جبري ودونو او د «بدو» په بدل کې د نجونو د ورکولو مخنیوی باید وشي.

حنفي وویل: «ځینې منکرات لا پاتې دي، چې په ګډه به یې مخه ونیسو؛ ازادې خویندې د پیسو په بدل کې ورکول کېږي، په بدو کې ورکول کېږي او جبراا ودېږي. دا ستاسو مسولیت دی چې د دغسې ظلمونو مخنیوی وکړئ او د خلکو په حقوقو سترګې پټې نه کړئ.»

د طالبانو دغه چارواکي همداراز وویل چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اوسنی قانون د قران، احادیثو او حنفي فقهې پر بنسټ جوړ شوی او د هغه پلي کول د ټولو ګډ مسولیت دی.

حنفي د طالبانو د واکمنۍ مشروعیت هم مطرح کړ او وویل چې «ځمکه او هر څه چې پکې دي د الله تعالی دي» او په وینا یې یوازې «اسلامي نظام» د حاکمیت وړ دی.

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر له علماوو او قومي مشرانو وغوښتل چې د حکومت د چارواکو د احتمالي تېروتنو په اړه هم نیوکه وکړي.

هغه وویل: «که په موږ کې مو کومه تېروتنه ولیده، تر ګرېوان مو ونیسئ او په زړورتیا مو خپلې غلطۍ را وښایئ؛ که بیا هم له موږ هغه تېروتنه تکرار شوه، په منبر یې مخامخ بیان کړئ.»

حنفي خبرداری ورکړ چې د دین په پلي کولو کې سستي کول به د الهي عذاب سبب شي او ټینګار یې وکړ چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له لارې به د طالبانو په وینا «دین تطبیق» شي.

د طالبانو د دې وزارت د قانون او کړنلارې په اړه د بشري حقونو بنسټونو او نړیوالو ادارو مخکې اندېښنې څرګندې کړې دي، په ځانګړي ډول د دې قانون د پلي کېدو له امله د شخصي ازادیو، د ښځو د حقونو او د ټولنیزو محدودیتونو په اړه.

حنفي په پای کې د طالبانو چارواکو ته هم وویل چې واک او منصب تلپاتې نه دي او باید له خپلو امکاناتو د خلکو د اصلاح او خدمت لپاره استفاده وکړي.

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان لا هم د ګوزڼ د ویروس له دوو پاتې هېوادونو څخه دی

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۲۹ GMT+۱
روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان لا هم د ګوزڼ د ویروس له دوو پاتې هېوادونو څخه دی
100%

د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې سیمې مشرې ډاکټر حنان بلخي، افغانستان ته د خپل سفر په پای کې ویلي، افغانستان لا هم د نړۍ له هغو دوو هېوادونو څخه دی چې د ګوزڼ وحشي ویروس پکې شتون لري او د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره دوامداره نړیوال ملاتړ اړین دی.

ډاکټر بلخي افغانستان ته د ګوزڼ د څارنې بورډ د ماموریت په مشرۍ سفر کړی و. په دغه پلاوي کې د سعودي عربستان د پاچا سلمان د بشري مرستو مرکز او د ګوزڼ د له منځه وړلو نړیوال نوښت استازي هم شامل وو.

هغې ویلي، د ګوزڼ له منځه وړل باید د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا، د واکسیناسیون د پراخولو، د ناروغیو د څارنې او د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا ترڅنګ پر مخ ولاړ شي.

ډاکټر بلخي ویلي: «افغانستان د ګوزڼ د بشپړې له منځه وړلو لپاره مهم هېواد دی، خو دا هدف یوازې هغه مهال ترلاسه کېدای شي چې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو، باوري روغتیايي کارکوونکو او د واکسین دوامداره پروګرامونو ملاتړ وشي.»

د سفر پر مهال، پلاوي په کابل او کندهار کې له افغان چارواکو، د ملګرو ملتونو له استازو، تمویلوونکو او روغتیايي کارکوونکو سره لیدنې وکړې. په دغو خبرو کې هغو ماشومانو ته د واکسین رسولو پر اړتیا ټینګار وشو چې لا هم، په ځانګړې توګه د هېواد په سوېلي سیمو کې، له واکسین پاتې دي.

طالب چارواکو هم د ګوزڼ د له منځه وړلو پر ژمنتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د روغتیايي سکټور د بودجې کمښت د اساسي روغتیايي خدمتونو د دوام لپاره جدي ستونزه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې له ۲۲ میلیونو ډېر کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې له دې ډلې ۱۴،۴ میلیونه کسان روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.

راپور زیاتوي، د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ راهیسې د بودجې د کمښت له امله شاوخوا ۱۵۰ روغتیايي مرکزونو خپل فعالیتونه ځنډولي یا تړلي دي، چې له امله یې زرګونه کسان له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې شوي دي.

همداراز، د ۲۰۲۶ کال د روغتیايي بېړني غبرګون لپاره د اړتیا وړ ۱۹۰،۸ میلیونه ډالرو څخه، د جون تر پایه یوازې ۱۷ سلنه بودجه برابره شوې ده.

د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان استازي، ډاکټر اډوین سېنیزا سلواډور، وویل چې روغتیايي خدمتونه باید تر ټولو لرې پرتو ټولنو او کورنیو ته ورسېږي.

هغه ټینګار وکړ چې روغتیا نړیوال سازمان به له افغان روغتیايي چارواکو، تمویلوونکو او شریکانو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي، څو د واکسیناسیون، لومړنیو روغتیايي خدمتونو، د ناروغیو د څارنې او نورو اساسي روغتیايي پروګرامونو ملاتړ روان وساتي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د افغانستان د روغتیايي لاسته راوړنو د ساتلو او میلیونونو خلکو ته د ژوند ژغورونکو خدمتونو د دوام لپاره دوامداره نړیوال ملاتړ حیاتي ارزښت لري.

هلمند کې د یوې ټرافیکي پیښې له امله ۵کسان مړه شوي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۵۲ GMT+۱
هلمند کې د یوې ټرافیکي پیښې له امله ۵کسان مړه شوي
100%

هلمند کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی چې د هرات- کندهار په لویه لار د دوو موټرو د ټکر له امله ۵تنه مړه شوي او ۱۶نور ټپیان دي.

د یادې قوماندانۍ په وینا دغه پیښه د هلمند د واشېر ولسوالۍ په شورابک سیمه کې رامنځته شوې ده.

راپور د دیادې پیښې په اړه نور جزیات نه دي وړاندي کړي خو ویلي یې دي چې ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتیایي مرکز ته لیږدول شوي.

د معلوماتو له مخې، پیښه هغه مهال رامنځته شوې چې یو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټر او یوه بار وړونکي موټر پر لویه لار له بل سره ټکر کړی. مسولینو د پیښۍ عامل د موټر چلونکي بې احتیاطي ګڼلې.

راپور: د افغانستان او پاکستان جګړې د منځنۍ اسیا اقتصادي پلانونه له ګواښ سره مخ کړي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۱۱ GMT+۱
راپور: د افغانستان او پاکستان جګړې د منځنۍ اسیا اقتصادي پلانونه له ګواښ سره مخ کړي
100%

د نیشنل انټرسټ یو تازه تحلیلي راپور کې راغلي چې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ د منځنۍ اسیا هېوادونه اندېښمن کړي، ځکه د جګړې دوام کولی شي د سیمې د سوداګرۍ، انرژۍ او ترانزیټ مهمې پروژې له خنډ سره مخ کړي.

د راپور له مخې، قزاقستان، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او قرغزستان هڅه کوي له طالبانو سره خپلې اړیکې وساتي، خو نه غواړي د کابل او اسلام‌اباد په شخړه کې د کوم لوري ملاتړ وکړي.

راپور زیاتوي، له هغه وروسته چې پاکستان د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې د افغانستان په خاوره کې پوځي بریدونه پیل کړل، د دواړو هېوادونو ترمنځ وضعیت لا پسې ترینګلی شوی او د قطر، ترکیې او چین د منځګړیتوب هڅې هم تر اوسه د اوربند په ټینګولو نه دي بریالۍ شوې.

د راپور له مخې، د جګړې دوام د ترکمنستان ـ افغانستان ـ پاکستان ـ هند (ټاپي) د ګاز نل‌لیکې، د ازبکستان ـ افغانستان ـ پاکستان د اورګاډي کرښې او د قزاقستان له لوري د افغانستان له لارې پاکستان ته د رېل پټلۍ په څېر سترې سیمه‌ییزې پروژې له جدي خطر سره مخ کړې دي.

بل لور ته، راپور وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د لارو د بندېدو له امله، طالبان تر بل هر وخت ډېر د منځنۍ اسیا پر هېوادونو تکیه کوي. ازبکستان او قزاقستان د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو ګرځېدلي او د هېواد د برېښنا ډېره برخه هم د همدې هېوادونو له لارې تامینېږي.

د راپور له مخې، د منځنۍ اسیا هېوادونه اندېښنه لري چې که جګړه اوږده شي، نو داعش خراسان او نورې وسله‌والې ډلې به له ناامنۍ ګټه واخلي او سیمه به له نویو امنیتي ګواښونو سره مخ شي.

راپور همداراز یادونه کوي چې چین او روسیه هم په افغانستان کې د ثبات غوښتونکي دي. چین د اقتصادي او ترانزیټي پروژو او روسیه بیا د امنیتي او سیاسي نفوذ له لارې هڅه کوي له طالبانو سره اړیکې پراخې کړي.

راپور کې ویل شوي ، د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره تر ټولو مهمه موخه دا ده چې افغانستان د جګړو پر ځای د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او نښلونې پر دهلېز بدل شي، ځکه د افغانستان او پاکستان د جګړې دوام نه یوازې اقتصادي پروژې ځنډوي، بلکې د افراطي ډلو د پیاوړتیا خطر هم زیاتوي.