• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سراج‌الدین حقاني: واکمنان باید له ولس سره د مور او مېرې چلند ونه کړي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۱۵ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د میدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ ته د خپل سفر پرمهال په یوه ناسته کې د پخواني حکومتي چارواکو سره پر ښه چلند ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده:«مونږ دا مهال واکمنان یو باید له خلکو سره د مور او میرې چلند ونه کړو».

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن شنبه، د جنګاښ پر ۲۰مه په اېکس کې ددغه وزارت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د میدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ ته د سفر پخلی کړی دی.

حقاني ویلي، که څه هم ځینو کسانو د دغه په خبره د جمهوري نظام پر مهال «ډېر بد چلند» هم کړی وي، باید د پخوانیو کړنو له امله ونه ګواښل شي.

نوموړي یو ځل بیا د دې ډلې د مشر مولوي هبت الله د عمومي عفوې پر عملي کولو ټینګار وکړ.

حقاني زیاته کړې:«دا اسلامي اخلاق نه دي چې د ټولبښنې وروسته هم پخواني چارواکي وګواښئ».

دا په داسې حال کېده، چې له تېرو نږدې پنځو کلونو راهسې طالب چارواکي د عمومي عفوې په اړه څرګندونې کوي خو لا هم د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو د طالبانو له خوا د پخوانيو نظامیانو نیولو د دوام او د هغوی د شکنجه کولو په اړه اندېښنې ښيي.

که څه هم د طالبانو واکمنېدو په درشل کې مولوي هبت الله خپلو مخالفانو ته عمومي عفوه وکړه، خو بیا هم ځینې وختونه د پخواني نظام کارمنان په تېره بیا نظامیان په مرموز ډول وژل کېږي او یا هم د دې ډلې په زندانونو کې شکنجه او ځینې وخت وژل کېږي.

ترویج لرونکی

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه
۱

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه

۲

محمودخان اڅکزی: تر هغې چې د پوځ او حکومت واکونه جلا نه‌شي، د پاکستان ستونزې به حل نه‌شي

۳

سوداګر: د افغانستان تازه میوې اوس عربي هېوادونو، مرکزي اسیا او اروپا ته صادرېږي

۴

له پاکستان څخه د کډوالو د جبري اېستنې پرېکړې افغانان اندېښمن کړي

۵

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

•
•
•

نور کیسې

خالد حنفي: زموږ هدف د بشپړ او مطلق شریعت پلي کول دي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۳۱ GMT+۱
خالد حنفي: زموږ هدف د بشپړ او مطلق شریعت پلي کول دي
100%

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر د سویل ختیځو ولایتونو له دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، چې د یادې ډلې د مبارزې هدف د بشپړ او مطلق شریعت پلي کول دي. نوموړي ټینګار کړی، تر څو چې په ټوله جغرافيه کې دین په بشپړ ډول حاکم نه شي، ټول به د خدای پر وړاندې مسوول وي.

دغه وزارت نن شنبه، د جنګاښ پر ۲۰مه په اېکس کې لیکلي، چې خالد حنفي په پکتیا کې د پکتیکا، خوست، لوګر او د غزني ولایتونو له ګڼو دیني عالمانو او قومي مخورو سره کتلي دي.

حنفي د یادې لیدني پرمهال د سویل ختیخو ولایتونو دیني عالمانو او قومي مشرانو ته په خطاب کې ویلي، چې د طالبانو د نظام ساتنه او دفاع تر هر چا وړاندې د دیني عالمانو او قومي مشرانو مسؤلیت دی، ځکه د ده په وینا، دا یو شرعي نظام دی او په راس کې یې علمانو قرار لري.

نوموړي زیاته کړې، تر څو چې په ټوله جغرافيه کې دین په بشپړ ډول حاکم نه شي، ټول به د خدای پر وړاندې مسول وي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر همداراز ادعا وکړه چې په تېرو شلو کلونو کې بهرنیو ځواکونو د فزیکي حضور تر څنګ فکري اشغال ته ډېره پاملرنه کوله او د افغانانو د بې لارې کولو او پر دیني ارزښتونو د بدګمانه کولو لپاره یې په بېلابېلو بڼو کار کړی دی.

په دغه ناسته کې ګډونوالو قومي مشرانو او عالمانو هم ژمنه وکړه چې د شرعي قوانینو په پلي کولو کې به له محتسبینو سره همکاري کوي.

د طالبانو د خپره شوې خبرپاڼې له مخې، خالد حنفي تر دې وړاندې د بدخشان، تخار، بغلان، بلخ، سمنګان، جوزجان، فاریاب، کندز او سرپل په ګډون یو شمېر شمالي ولایتونو ته هم سفرونه کړي وو او هلته یې له سیمه ییزو چارواکو او عالمانو سره ناستې کړې وې.

د دغه وزارت په وینا، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د وزیر د سفرونو دغه لړۍ به لا هم دوام ولري.

لسګونه پاکستاني محصلان د تورخم له لارې خپل هېواد ته ستانه شول

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۱
لسګونه پاکستاني محصلان د تورخم له لارې خپل هېواد ته ستانه شول
100%

طالبانو په افغانستان کې بند پاتې پاکستاني محصلانو ته د تورخم له لارې خپل هېواد ته د ستنېدو اجازه ورکړي ده. پاکستاني محصلانو ویلي، چې طالبانو تېره شپه ۶۸ تنو ته اجازه ورکړه، څو د تورخم له لارې خپل هېواد ته داخل شي.

په جلال‌اباد کې د پاکستاني محصلانو استازي محمد نعمان نن شنبه، د جنګاښ پر ۲۰مه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې تر ۱۰۰۰ ډېر پاکستاني محصلان، چې ډېری یې د خیبر پښتونخوا او پخوانیو قبایلي سیمو اوسېدونکي دي، په ننګرهار کې په زده‌کړو بوخت دي.

هغه زیاته کړه چې د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله دغه محصلان په افغانستان کې بند پاتې وو، خو تازه د ۶۸ محصلانو ډلې ته له تورخم څخه د تېریدو اجازه ورکړل شوې ده.

سرچینو ویلي چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په دې برخه کې همکاري کړې ده. دا همکاري وروسته له هغې وشوه چې په جلال‌اباد کې د پاکستان قونسلګرۍ د زده‌کوونکو غوښتنلیک د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته واستاوه.

د پاکستان قونسلګرۍ د جمعې په ماښام د ۶۸ کسانو نوملړ طالبانو ته سپارلی و او یاد محصلان د تورخم له لارې خپل هېواد ته ستانه شول.

د پاکستاني محصلانو استازی محمد نعمان وايي چې په کابل او ننګرهار کې له ازموینو وروسته اوس هم ګڼ پاکستاني محصلین پاتې دي او غوښتنه کوي چې د رخصتیو تېرولو لپاره خپل هېواد ته ستانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې د کړکېچ له زیاتېدو سره د تېرو څو میاشتو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ ټولې لارې تړل شوي دي.

ملګرو ملتونو د افغانستان د وګړو شمېر ۴۸،۶ میلیونه اټکل کړی دی

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۰۳ GMT+۱
ملګرو ملتونو د افغانستان د وګړو شمېر ۴۸،۶ میلیونه اټکل کړی دی
100%

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په روان میلادي کال کې د افغانستان د وګړو شمېر ۴۸،۶ میلیونه اټکل کړی. دا کچه د طالبانو د ادارې او پخوانیو اټکلونو څخه لوړه ده.

د اسنادو څېړنه ښيي چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو پراخ بېرته راستنېدل د نفوسو د دې ناڅاپي زیاتوالي اصلي لامل دی او اوس دا اټکل د مرستندویه بنسټونو د پروګرامونو اساس ګرځېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې تر اوسه له ۵ میلیونو زیات افغانان له ایران او پاکستان څخه په جبري او داوطلبانه توګه هېواد ته ستانه شوي دي، چې دې چارې د افغانستان د نفوسو جوړښت او بشري اړتیاوې بدلې کړې دي. د نفوسو دا ارقام په بېلابېلو بنسټونو کې توپیر لري؛ د ملګرو ملتونو د نفوسو د برخې سټنډرډ وړاندوینه په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان نفوس شاوخوا ۴۵ میلیونه ښيي، په داسې حال کې چې د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تر دې وړاندې د هېواد نفوس ۳۷،۲ میلیونه اټکل کړی و، چې ۵۱ سلنه یې نارینه او ۴۹ سلنه یې ښځې دي.

کارپوهان وايي دا توپیر د محاسبې په کړنلارو او د ارقامو په کارولو کې دی؛ اوچا د مرستو لپاره د هېواد دننه شته نفوس او راستانه شوي کسان حسابوي، خو د ملګرو ملتونو عمومي اټکلونه پر اوږدمهاله ډیموګرافیکي جریانونو (زېږون، مړینې او کډوالۍ) ولاړ دي. بلخوا په افغانستان کې د وګړو د ثبت د جامع سېسټم نشتوالی او د پولو په اوږدو کې تګ‌راتګ کورني ارقام هم له ننګونو سره مخ کړي دي.

اوچا خبرداری ورکړی چې د کډوالو پراخ راستنېدل د وچکالۍ، بېوزلۍ، بېکارۍ او اقتصادي بحران ترڅنګ پر شته محدودو سرچینو فشار زیات کړی دی. د «افغانستان د بشري اړتیاوو او غبرګون د ۲۰۲۶ کال پلان» پر بنسټ، له دغه ۴۸،۶ میلیونه وګړو څخه ۲۱و۹ میلیونه کسان نږدې ۴۵ سلنه بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. اوچا دغه راز ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې به ۱۷،۵ میلیونه کسان د بشري مرستو په ترلاسه کولو کې په لومړیتوب کې وي.
د ارقامو تحلیل ښيي چې دا توپیرونه د تناقض له امله نه، بلکې د بنسټونو د تګلارو پایله ده. د بشري کړکېچ په برخه کې د اوچا ارقام د هغو خلکو پراخ انځور وړاندې کوي چې اوس په هېواد کې دننه دي او ملاتړ ته اړتیا لري؛ هغه هېواد چې نږدې نیمایي وګړي یې د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر بشري مرستو تکیه دی. د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې له نږدې نیمې پېړۍ راهیسې هېڅ رسمي او علمي سرشمېرنه نه ده شوې، ځکه نو اوسني ټول ارقام یوازې اټکلونه دي.

په بدخشان کې د طالبانو والي: جمعه خان فاتح د نظام لپاره ګواښ نه دی

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۳۲ GMT+۱
په بدخشان کې د طالبانو والي: جمعه خان فاتح د نظام لپاره ګواښ نه دی
100%

په بدخشان کې د طالبانو والي محمد اسماعیل غزنوي د دغه ولایت د ناراضه سیمه ییز قومندان جمعه‌خان فاتح رول کم‌ارزښته بللی او ویلي یې دي چې په بدخشان کې وروستي مخالفتونه یو «بېخي عادي» مسله وه او اوس په بشپړ ډول هواره شوې ده.

د بدخشان والي د شنبې په ورځ، د چنګاښ ۲۰مه د ځینو سیمه ییزو قومندانانو د سرغړونې په غبرګون کې حریت راډیو ته وویل: «د جمعه‌خان فاتح نفوذ او حیثیت په هغه کچه نه دی چې د نظام پر وړاندې ګواښ وګڼل شي.» غزنوي،فاتح یو عادي کس او پخوانی ولسوال یاد کړ او ټینګار یې وکړ چې طالبانو په بدخشان کې د دغه ولایت د ۲۸ ولسوالیو لپاره د هغه په څېر ۲۸ نور ولسوالان هم لرل. د هغه په وینا، نه دوی د فاتح پر وړاندې کوم نیت درلود او نه هم فاتح نظام ته ګواښ و.

که څه هم د طالبانو سیمه ییز چارواکي هڅه کوي دا کړکېچ یو کم‌ارزښته اداري سوءتفاهم وښيي، خو سیمه ییزې سرچینې وايي چې د اختلافاتو کچه خورا لویه وه، ځکه خو یې له امله د کابل جګپوړي پوځي چارواکي بدخشان ته سفر کولو ته اړ کړل. په دغه پلاوي کې د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد، د پوځ لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت او د هلمند والي قاري امان‌الدین منصور شامل وو، چې د وسله والې نښتې د مخنیوي او جنجال د هواري لپاره فیض‌اباد ته تللي وو. د دغو څېرو شتون ښيي چې د طالبانو رهبري په شمال کې د ځانګړو بومي قومندانانو او له مرکز څخه د ورغلو چارواکو ترمنځ د اختلافاتو د پراخېدو له امله اندېښمنه ده.

د بدخشان والي مرکز فیض‌اباد ته د جمعه‌خان فاتح لېږدول یو عادي اداري بهیر وباله او ویې ویل چې هغه د همدې نظام سړی دی، حکم ورته وشو او راغی. خو باوري سرچینې راپور ورکوي چې مرکز ته د فاتح لېږدول د کابل د پلاوي له منځګړیتوب او هغې ته د امنیتي تضمینونو له ورکولو وروسته شوي دي، او نوموړی د همدې تضمینونو پر بنسټ بېرته درواز سیمې ته ستون شوی دی. بدخشان د خپلو ۲۸ ولسوالیو په لرلو سره، د جغرافیې او د نفوسو د جوړښت له مخې د طالبانو تر کنټرول لاندې یو له پېچلو ولایتونو څخه دی چې دا وروستي جنجالونه په شمال کې د دغې ډلې کورنۍ ننګونې رابرسېره کوي.

د ننګرهار صنعتکاران: برېښنا شرکت د مولوي هبت‌ الله حکم نه عملي کوي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۳۹ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
د ننګرهار صنعتکاران: برېښنا شرکت د مولوي هبت‌ الله حکم نه عملي کوي
100%

په ننګرهار کې د ځینو کارخونو مسولینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ننګرهار برېښنا شرکت ریاست د برېښنا د نه پرې کولو په تړاو د خپل مشر هبت‌الله شفاهي هدایت نه مني او پر فابریکو برېښنا پرې کوي. د دوی په وینا، د دغې ادارې مسوولین د بډو اخیستلو او شخصي ګټو لپاره دا کار کوي.

په ننګرهار کې د ځینو صنعتي او یخ جوړولو کارخونو مسولینو نن شنبه، د جنګاښ پر ۲۰مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د ننګرهار د برېښنا شرکت ریاست په خپل سر پر فابریکو برېښنا پرې کوي.

دوی نیوکه کوي، چې د طالبانو د ننګرهار برېښنا ریاست رییس او نور مسوولین هغه صنعتي او یخ فابریکو ته برېښنا ور کوي، چې دوی ته یې بډې ور کړي.

د کارخونو مسولین وايي چې څو ځله یې دا موضوع د طالبانو اړوندو ادارو سره شریکه کړې ده خو تروسه یې کومه پایله نه درلوده.

په جلال اباد ښار کې د یخ جوړولو د ځینو کارخونو مالکان وايي، چې د طالبانو د مشر مولوي هبت الله شفاهي حکم باندې د ننګرهار د برېښنا شرکت ریاست عمل نه کوي او د خپلو شخصي ګټو لپاره پر فابریکو برېښنا قطع کوي او دوی بډو ورکولو ته اړ باسي.

د یخ جوړولو فابریکو مسولین زیاتوي چې په روانو ورځو کې ګرمي مخ په زیاتېدو ده او خلک زیات یخ ته اړتیا لري خو د ننګرهار برېښنا شرکت په ساعتونو ساعتونو برېښنا پرې کوي چې د دوی فابریکې یې له سقوط سره مخ کړي دي.

دوی ګواښ وکړ، که د ننګرهار د برېښنا شرکت د هبت الله شفاهي حکم عملي نه کړي نو خپلې فابریکې به د احتجاج په ډول وتړي.

تروسه پورې د طالبانو برېښنا شرکت د فابریکو مالکانو ددې ستونزو په اړه څه نه دي ویلي.

100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو مکتوب چې افغانستان انټرنشنل ته راسېدلی چې د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ ریاست ته یې راجع کړی دی.

په دې مکتوب کې راغلی، چې مولوي هبت الله په شفاهي حکم کې هدایت کړی چې « هیڅ څوک نشي کولی چې په خپل سر تاسیسات، فابریکې او د مارکیټونه وتړي او یایې برېښنا پرې کړي که کومه اداره شکایت لري موضوع دې اقتصادي کمیسیون ته راجع کړي.»

د طالبانو د بیاځلي واک ته رسېدو سره په تېرو پنځو کالونو کې اداري فساد په تړاو اندېښنې زیاتې شوي دي او افغانان نیوکه کوي چې د طالبانو تر واک لاندې ادارو فساد اوج ته رسېدلی دی.

د طالبانو د مشر د حکمونو او فرامینو د تطبیق لپاره ځانته یوه اداره هم جوړه کړې خو د طالبانو ځیني مشران د خپل مشر ملاهبت الله په فارمانونو عمل نه کوي.