• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ننګرهار کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۹ کسان مړه او ۸ نور ټپيان شول

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۰ GMT+۱

د ننګرهار لپاره د طالبانو مسوولین وايي، د دغه ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د یوې ټرافيکي پېښې له امله ۹ کسان مړه شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي. د دوی په وینا، په مړه شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه پېښه نن سهار (شنبه د چنګاښ ۲۰مه) د پچیراګام ولسوالۍ په مرغې کنډو سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو ډاټسن موټر له سړک څخه منحرف او چپه شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په مړه شویو کسانو کې ۳ ښځې او ۳ ماشومان هم شامل دي.

ویل کېږي، د پېښې ټپیان د درملنې په موخه د روداتو روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې د لامل د څرنګوالي په تړاو څېړنې روانې دي.

ترویج لرونکی

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه
۱

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه

۲

محمودخان اڅکزی: تر هغې چې د پوځ او حکومت واکونه جلا نه‌شي، د پاکستان ستونزې به حل نه‌شي

۳

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۴

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۵

ظاهر قدیر د وسلو او نشه‌يي توکو د قاچاق په تور امریکا ته وسپارل شو

•
•
•

نور کیسې

نور رحمان اخلاقي: له طالبانو سره د اړیکو او تعامل بیه به د ازبکستان لپاره درنه تمامه شي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۱۶ GMT+۱
نور رحمان اخلاقي: له طالبانو سره د اړیکو او تعامل بیه به د ازبکستان لپاره درنه تمامه شي
100%

د تېر جمهوري نظام د کډوالو او راستنېدونکو چارو پخواني وزیر نور رحمان اخلاقي خبرداری ورکړی، چې له طالبانو سره د ازبکستان د اړیکو او تعامل بیه به د دغه هېواد لپاره خورا درنه تمامه شي.

نور رحمان اخلاقي دا څرګندونې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د وزیر خالد حنفي هغو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې کړي چې ویلي یې وو، په ازبکستان کې د اسلام یوازې نوم پاتې دی.

نور رحمان اخلاقي د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، کله چې د طالبانو یو وزیر وایي، په ازبکستان کې د اسلام له نوم پرته بل څه نه‌دي پاتې، دا یوازې یو مذهبي نظر نه‌دی، بلکې د داسې ذهنیت ښکارندویي کوي، چې ځان د نورو د ایمان د سنجولو معیار او د اسلام یوازینی وارث ګڼي.

هغه زیاته کړې، سمرقند، بخارا او ترمذ یوازې څو ښارونه نه‌دي، بلکې د اسلامي تمدن د لویې حافظې داسې برخې دي، چې د امام بخاري او امام ترمذي په څېر ګڼ شمېر پېژندل شوي عالمان او فقیهان ترې پورته شوي دي.

د کډوالو دغه پخواني وزیر روښانه کړې، چې ازبکستان له پیله له طالبانو سره د تعامل دروازه پرانېستې او ښايي دغه کار په یو وخت کې د امنیتي، اقتصادي او ترانزیتي ګټو لپاره ورته اهمیت درلود؛ خو تاریخ ښودلې چې افراطي بهیرونه هېڅکله په سیاسي پولو او تکتیکي تعاملاتو قانع کېدای نه‌شي.

د هغه په وینا، دغه ډلې چې ځانونه د دین معیار بولي، ځان ته دا حق ورکوي، چې د خلکو پر ایمان قضاوت وکړي او وروسته له همدې لارې خپلو فکري، ټولنیز او سیاسي نفوذ ته لاره هواره کړي.

اخلاقي خبرداری ورکړی، چې طالبان نن د بخارا، سمرقند او ترمذ د اسلام په اړه پرېکړې صادروي، خو سبا به همدا لید لوری د افراطیت د صادرولو، ایډیالوژیک نفوذ او د سیمې د بې‌ثباته کولو پر ابزارو بدل کړي. هغه زیاته کړې، چې همدا اوس پاکستان له همداسې یو درد څخه کړېږي او د افغانستان درس روښانه دی چې افراطیت په تکتیکي تعاملاتو نه مهارېږي، بلکې که میدان ومومي نو هره ټولنه د نابودۍ کندې ته غورځولی شي.

د دغه غبرګون اصلي لامل د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزیر خالد حنفي وروستۍ ادعا ده، چې ویلي یې دي، په سمرقند، بخارا او ترمذ ښارونو کې چې د سترو محدثینو زېږن‌ځای دی، اسلام نن ورځ یوازې پر ژبو پاتې دی.

خالد حنفي ادعا کړې وه، چې د دې وضعیت اصلي لامل د ازبکستان د روحانيونو له خوا حکومت ته د دیني احکامو د پلي کولو واک سپارل دي.

د افغانستان غالۍ د نړۍ ۳۷ هېوادونو ته صادرېږي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۰۴ GMT+۱
د افغانستان غالۍ د نړۍ ۳۷ هېوادونو ته صادرېږي
100%

د افغانستان د غالیو د تولیدوونکو او صادرونکو د اتحادیې رییس وايي، افغاني غالۍ دا مهال د نړۍ لږ تر لږه ۳۷ هېوادونو ته صادرېږي. عبدالله رحمان‌قل ویلي، د غالیو اوبدلو صنعت په شمالي ولایتونو کې د شاوخوا ۱۵ زره کسانو لپاره د کار زمینه برابره کړې، چې ډېری برخه یې ښځې دي.

د افغانستان د غالیو د تولیدوونکو او صادرونکو د اتحادیې رییس عبدالله رحمان‌قل د شنبې په ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلوېزیون ته ویلي، په هېواد کې د غالیو د تولید اوسنۍ کچه په میاشت کې شاوخوا ۱۰ زره متره مربع ته رسېږي.

نوموړي زیاته کړې، افغاني غالۍ د ښه کیفیت، اصلي طرحو، د اوبدونکو د مهارت او د طبیعي وړیو د کارولو له امله په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ځای لري. د نوموړي په وینا، افغانستان دا مهال په ۱۸ کیفي کچو کې غالۍ او په ۵ کیفي کچو کې ټغرونه نړیوالو بازارونو ته وړاندې کوي.

د عبدالله رحمان‌قل په وینا، د هېواد د غالیو لویه برخه ترکیې، اروپايي هېوادونو، امریکا، کاناډا او عربي هېوادونو ته لېږل کېږي.

غالۍ د افغانستان له مهمو صادراتي توکو څخه شمېرل کېږي چې په نړۍ کې د دغه هېواد د هنر او کلتوري میراث د یوې نښې په توګه پېژندل شوې ده. بلخوا، د طالبانو له لوري د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته، له زده‌کړو ګڼې محرومې شوې نجونې د غالیو اوبدلو کار ته مخه کړې او اوسمهال پکې په کار بوختې دي.

د ظاهر قدیر ورور: ظاهر قدیر د امریکا له خوا د سیاسي دسیسې ښکار شوی

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۵۱ GMT+۱
د ظاهر قدیر ورور: ظاهر قدیر د امریکا له خوا د سیاسي دسیسې ښکار شوی
100%

د ولسي جرګې د پخواني مرستیال ظاهر قدیر ورور عبدالقهار قدیر د امریکا د حکومت هغه پرېکړه په کلکه غندلې چې ظاهر قدیر یې نیولی او د محاکمې لپاره یې امریکا ته انتقال کړی دی. نوموړي دا پرېکړه د حقایقو پر ځای یوه سیاسي دسیسه او د شخصي غرضونو پایله بللې ده.

د ولسي جرګې د پخواني غړي عبدالظاهر قدیر ورور، عبدالقهار قدیر له کینیا څخه امریکا ته د ښاغلي قدیر د انتقال او محاکمه کېدو په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.

نوموړي پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي:« د امریکا حکومت دغه پرېکړه د داسې ناحقه تورونو او سیاسي توطیې پر بنسټ کړې ده چې تر اوسه یې د ثبوت او حقیقت په اړه ډېرې پوښتنې شته».

نوموړي زیاته کړې چې عدالت باید د حقایقو، شواهدو او قانون پر بنسټ تامین شي، نه د سیاسي فشارونو او ناسمو معلوماتو له مخې.

د ظاهر قدیر ورور ټینګار کړی چې د یو افغان وګړي پر وړاندې داسې چلند د فردي حقونو نقض او د عدالت له اصولو سره په ټکر کې دی. هغه ویلي چې عبدالظاهر قدیر د خپل ولس او هېواد د خدمت اوږد تاریخ لري او تر محاکمې وړاندې پر هغه هر ډول قضاوت او تور لګول د انصاف له روحیې سره اړخ نه لګوي.

عبدالقهار قدیر له ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو، د بشري حقونو له ملاتړو او د عدالت له پلویانو غوښتي چې د دې قضیې څارنه وکړي.

هغه غوښتنه کړې چې ډاډ ترلاسه شي چې د قانون او انصاف اصول په بشپړه توګه رعایت کېږي او پرې نه ښودل شي چې عدالت د سیاست قرباني شي.

د امریکا د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی مرستیال عبدالظاهر قدیر د نشه‌يي توکو د قاچاق او د وسلو د ساتلو په تور له کینیا څخه امریکا ته مسترد شوی او هلته په محکمه کې حاضر شوی دی.

د رپوټونو له مخې، د تورونو د ثابتېدو په صورت کې نوموړی له لږ تر لږه ۱۰ کلونو بند څخه نیولې تر عمر قید پورې سزا سره مخامخ کېدای شي.

سراج‌الدین حقاني: واکمنان باید له ولس سره د مور او مېرې چلند ونه کړي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۱۱ GMT+۱
سراج‌الدین حقاني: واکمنان باید له ولس سره د مور او مېرې چلند ونه کړي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د میدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ ته د خپل سفر پرمهال په یوه ناسته کې د پخواني حکومتي چارواکو سره پر ښه چلند ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده:«مونږ دا مهال واکمنان یو باید له خلکو سره د مور او میرې چلند ونه کړو».

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن شنبه، د جنګاښ پر ۲۰مه په اېکس کې ددغه وزارت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د میدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ ته د سفر پخلی کړی دی.

حقاني ویلي، که څه هم ځینو کسانو د دغه په خبره د جمهوري نظام پر مهال «ډېر بد چلند» هم کړی وي، باید د پخوانیو کړنو له امله ونه ګواښل شي.

نوموړي یو ځل بیا د دې ډلې د مشر مولوي هبت الله د عمومي عفوې پر عملي کولو ټینګار وکړ.

حقاني زیاته کړې:«دا اسلامي اخلاق نه دي چې د ټولبښنې وروسته هم پخواني چارواکي وګواښئ».

دا په داسې حال کېده، چې له تېرو نږدې پنځو کلونو راهسې طالب چارواکي د عمومي عفوې په اړه څرګندونې کوي خو لا هم د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو د طالبانو له خوا د پخوانيو نظامیانو نیولو د دوام او د هغوی د شکنجه کولو په اړه اندېښنې ښيي.

که څه هم د طالبانو واکمنېدو په درشل کې مولوي هبت الله خپلو مخالفانو ته عمومي عفوه وکړه، خو بیا هم ځینې وختونه د پخواني نظام کارمنان په تېره بیا نظامیان په مرموز ډول وژل کېږي او یا هم د دې ډلې په زندانونو کې شکنجه او ځینې وخت وژل کېږي.

خالد حنفي: زموږ هدف د بشپړ او مطلق شریعت پلي کول دي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۳۱ GMT+۱
خالد حنفي: زموږ هدف د بشپړ او مطلق شریعت پلي کول دي
100%

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر د سویل ختیځو ولایتونو له دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، چې د یادې ډلې د مبارزې هدف د بشپړ او مطلق شریعت پلي کول دي. نوموړي ټینګار کړی، تر څو چې په ټوله جغرافيه کې دین په بشپړ ډول حاکم نه شي، ټول به د خدای پر وړاندې مسوول وي.

دغه وزارت نن شنبه، د جنګاښ پر ۲۰مه په اېکس کې لیکلي، چې خالد حنفي په پکتیا کې د پکتیکا، خوست، لوګر او د غزني ولایتونو له ګڼو دیني عالمانو او قومي مخورو سره کتلي دي.

حنفي د یادې لیدني پرمهال د سویل ختیخو ولایتونو دیني عالمانو او قومي مشرانو ته په خطاب کې ویلي، چې د طالبانو د نظام ساتنه او دفاع تر هر چا وړاندې د دیني عالمانو او قومي مشرانو مسؤلیت دی، ځکه د ده په وینا، دا یو شرعي نظام دی او په راس کې یې علمانو قرار لري.

نوموړي زیاته کړې، تر څو چې په ټوله جغرافيه کې دین په بشپړ ډول حاکم نه شي، ټول به د خدای پر وړاندې مسول وي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر همداراز ادعا وکړه چې په تېرو شلو کلونو کې بهرنیو ځواکونو د فزیکي حضور تر څنګ فکري اشغال ته ډېره پاملرنه کوله او د افغانانو د بې لارې کولو او پر دیني ارزښتونو د بدګمانه کولو لپاره یې په بېلابېلو بڼو کار کړی دی.

په دغه ناسته کې ګډونوالو قومي مشرانو او عالمانو هم ژمنه وکړه چې د شرعي قوانینو په پلي کولو کې به له محتسبینو سره همکاري کوي.

د طالبانو د خپره شوې خبرپاڼې له مخې، خالد حنفي تر دې وړاندې د بدخشان، تخار، بغلان، بلخ، سمنګان، جوزجان، فاریاب، کندز او سرپل په ګډون یو شمېر شمالي ولایتونو ته هم سفرونه کړي وو او هلته یې له سیمه ییزو چارواکو او عالمانو سره ناستې کړې وې.

د دغه وزارت په وینا، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د وزیر د سفرونو دغه لړۍ به لا هم دوام ولري.