حنفي شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال د علماوو او قومي مشرانو په یوه غونډه کې ویلي چې د امر بالمعروف د قانون پلي کول د ټولو ګډ مسولیت دی.
هغه ویلي: «کوم مسولیت چې رسول الله ترسره کاوه، هماغه مسولیت تاسو علماوو ته هم راجع دی او تاسو باید اسلامي شریعت او ارزښتونه تر خلکو ورسوئ.»
د طالبانو د امر بالمعروف وزیر ویلي چې د دې وزارت محتسبین او مبلغین اوس د افغانستان په ټولو سیمو کې حضور لري او له علماوو یې غوښتي چې د «منکراتو» د لیدلو پر مهال اقدام وکړي.
هغه زیاته کړې: «هر کله چې له کوم منکر سره مخ کېږئ، لومړی خپله اقدام وکړئ، که ستاسو له وسه پورته و، محتسبین په جریان کې کړئ.»
حنفي د ښځو د حقونو په اړه د نړیوالو او مخالفو لوریو نیوکې رد کړې او ویلي یې دي چې هغه کسان چې د ښځو د حقونو خبره کوي، خپله د ښځو د زیانمنېدو لامل شوي دي.
هغه ویلي: «دا ډېره د تعجب وړ خبره ده چې نن موږ ته هغه څوک د ښځو د حقوقو یادونه کوي، چې د هغوی په امر مدرسې، ودونه، شفاخانې، مسافر او لارویان بمبارېدل او ښځې په بګرام کې زنداني شوې.»
نوموړي په ټولنه کې د ځینو دودونو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې د ښځو د جبري ودونو او د «بدو» په بدل کې د نجونو د ورکولو مخنیوی باید وشي.
حنفي وویل: «ځینې منکرات لا پاتې دي، چې په ګډه به یې مخه ونیسو؛ ازادې خویندې د پیسو په بدل کې ورکول کېږي، په بدو کې ورکول کېږي او جبراا ودېږي. دا ستاسو مسولیت دی چې د دغسې ظلمونو مخنیوی وکړئ او د خلکو په حقوقو سترګې پټې نه کړئ.»
د طالبانو دغه چارواکي همداراز وویل چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اوسنی قانون د قران، احادیثو او حنفي فقهې پر بنسټ جوړ شوی او د هغه پلي کول د ټولو ګډ مسولیت دی.
حنفي د طالبانو د واکمنۍ مشروعیت هم مطرح کړ او وویل چې «ځمکه او هر څه چې پکې دي د الله تعالی دي» او په وینا یې یوازې «اسلامي نظام» د حاکمیت وړ دی.
د طالبانو د امر بالمعروف وزیر له علماوو او قومي مشرانو وغوښتل چې د حکومت د چارواکو د احتمالي تېروتنو په اړه هم نیوکه وکړي.
هغه وویل: «که په موږ کې مو کومه تېروتنه ولیده، تر ګرېوان مو ونیسئ او په زړورتیا مو خپلې غلطۍ را وښایئ؛ که بیا هم له موږ هغه تېروتنه تکرار شوه، په منبر یې مخامخ بیان کړئ.»
حنفي خبرداری ورکړ چې د دین په پلي کولو کې سستي کول به د الهي عذاب سبب شي او ټینګار یې وکړ چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له لارې به د طالبانو په وینا «دین تطبیق» شي.
د طالبانو د دې وزارت د قانون او کړنلارې په اړه د بشري حقونو بنسټونو او نړیوالو ادارو مخکې اندېښنې څرګندې کړې دي، په ځانګړي ډول د دې قانون د پلي کېدو له امله د شخصي ازادیو، د ښځو د حقونو او د ټولنیزو محدودیتونو په اړه.
حنفي په پای کې د طالبانو چارواکو ته هم وویل چې واک او منصب تلپاتې نه دي او باید له خپلو امکاناتو د خلکو د اصلاح او خدمت لپاره استفاده وکړي.