• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نور رحمان اخلاقي: له طالبانو سره د اړیکو او تعامل بیه به د ازبکستان لپاره درنه تمامه شي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۱۶ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام د کډوالو او راستنېدونکو چارو پخواني وزیر نور رحمان اخلاقي خبرداری ورکړی، چې له طالبانو سره د ازبکستان د اړیکو او تعامل بیه به د دغه هېواد لپاره خورا درنه تمامه شي.

نور رحمان اخلاقي دا څرګندونې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د وزیر خالد حنفي هغو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې کړي چې ویلي یې وو، په ازبکستان کې د اسلام یوازې نوم پاتې دی.

نور رحمان اخلاقي د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، کله چې د طالبانو یو وزیر وایي، په ازبکستان کې د اسلام له نوم پرته بل څه نه‌دي پاتې، دا یوازې یو مذهبي نظر نه‌دی، بلکې د داسې ذهنیت ښکارندویي کوي، چې ځان د نورو د ایمان د سنجولو معیار او د اسلام یوازینی وارث ګڼي.

هغه زیاته کړې، سمرقند، بخارا او ترمذ یوازې څو ښارونه نه‌دي، بلکې د اسلامي تمدن د لویې حافظې داسې برخې دي، چې د امام بخاري او امام ترمذي په څېر ګڼ شمېر پېژندل شوي عالمان او فقیهان ترې پورته شوي دي.

د کډوالو دغه پخواني وزیر روښانه کړې، چې ازبکستان له پیله له طالبانو سره د تعامل دروازه پرانېستې او ښايي دغه کار په یو وخت کې د امنیتي، اقتصادي او ترانزیتي ګټو لپاره ورته اهمیت درلود؛ خو تاریخ ښودلې چې افراطي بهیرونه هېڅکله په سیاسي پولو او تکتیکي تعاملاتو قانع کېدای نه‌شي.

د هغه په وینا، دغه ډلې چې ځانونه د دین معیار بولي، ځان ته دا حق ورکوي، چې د خلکو پر ایمان قضاوت وکړي او وروسته له همدې لارې خپلو فکري، ټولنیز او سیاسي نفوذ ته لاره هواره کړي.

اخلاقي خبرداری ورکړی، چې طالبان نن د بخارا، سمرقند او ترمذ د اسلام په اړه پرېکړې صادروي، خو سبا به همدا لید لوری د افراطیت د صادرولو، ایډیالوژیک نفوذ او د سیمې د بې‌ثباته کولو پر ابزارو بدل کړي. هغه زیاته کړې، چې همدا اوس پاکستان له همداسې یو درد څخه کړېږي او د افغانستان درس روښانه دی چې افراطیت په تکتیکي تعاملاتو نه مهارېږي، بلکې که میدان ومومي نو هره ټولنه د نابودۍ کندې ته غورځولی شي.

د دغه غبرګون اصلي لامل د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزیر خالد حنفي وروستۍ ادعا ده، چې ویلي یې دي، په سمرقند، بخارا او ترمذ ښارونو کې چې د سترو محدثینو زېږن‌ځای دی، اسلام نن ورځ یوازې پر ژبو پاتې دی.

خالد حنفي ادعا کړې وه، چې د دې وضعیت اصلي لامل د ازبکستان د روحانيونو له خوا حکومت ته د دیني احکامو د پلي کولو واک سپارل دي.

ترویج لرونکی

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه
۱

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه

۲

محمودخان اڅکزی: تر هغې چې د پوځ او حکومت واکونه جلا نه‌شي، د پاکستان ستونزې به حل نه‌شي

۳

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۴

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۵

ظاهر قدیر د وسلو او نشه‌يي توکو د قاچاق په تور امریکا ته وسپارل شو

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان غالۍ د نړۍ ۳۷ هېوادونو ته صادرېږي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۰۴ GMT+۱
د افغانستان غالۍ د نړۍ ۳۷ هېوادونو ته صادرېږي
100%

د افغانستان د غالیو د تولیدوونکو او صادرونکو د اتحادیې رییس وايي، افغاني غالۍ دا مهال د نړۍ لږ تر لږه ۳۷ هېوادونو ته صادرېږي. عبدالله رحمان‌قل ویلي، د غالیو اوبدلو صنعت په شمالي ولایتونو کې د شاوخوا ۱۵ زره کسانو لپاره د کار زمینه برابره کړې، چې ډېری برخه یې ښځې دي.

د افغانستان د غالیو د تولیدوونکو او صادرونکو د اتحادیې رییس عبدالله رحمان‌قل د شنبې په ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلوېزیون ته ویلي، په هېواد کې د غالیو د تولید اوسنۍ کچه په میاشت کې شاوخوا ۱۰ زره متره مربع ته رسېږي.

نوموړي زیاته کړې، افغاني غالۍ د ښه کیفیت، اصلي طرحو، د اوبدونکو د مهارت او د طبیعي وړیو د کارولو له امله په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ځای لري. د نوموړي په وینا، افغانستان دا مهال په ۱۸ کیفي کچو کې غالۍ او په ۵ کیفي کچو کې ټغرونه نړیوالو بازارونو ته وړاندې کوي.

د عبدالله رحمان‌قل په وینا، د هېواد د غالیو لویه برخه ترکیې، اروپايي هېوادونو، امریکا، کاناډا او عربي هېوادونو ته لېږل کېږي.

غالۍ د افغانستان له مهمو صادراتي توکو څخه شمېرل کېږي چې په نړۍ کې د دغه هېواد د هنر او کلتوري میراث د یوې نښې په توګه پېژندل شوې ده. بلخوا، د طالبانو له لوري د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته، له زده‌کړو ګڼې محرومې شوې نجونې د غالیو اوبدلو کار ته مخه کړې او اوسمهال پکې په کار بوختې دي.

د ظاهر قدیر ورور: ظاهر قدیر د امریکا له خوا د سیاسي دسیسې ښکار شوی

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۵۱ GMT+۱
د ظاهر قدیر ورور: ظاهر قدیر د امریکا له خوا د سیاسي دسیسې ښکار شوی
100%

د ولسي جرګې د پخواني مرستیال ظاهر قدیر ورور عبدالقهار قدیر د امریکا د حکومت هغه پرېکړه په کلکه غندلې چې ظاهر قدیر یې نیولی او د محاکمې لپاره یې امریکا ته انتقال کړی دی. نوموړي دا پرېکړه د حقایقو پر ځای یوه سیاسي دسیسه او د شخصي غرضونو پایله بللې ده.

د ولسي جرګې د پخواني غړي عبدالظاهر قدیر ورور، عبدالقهار قدیر له کینیا څخه امریکا ته د ښاغلي قدیر د انتقال او محاکمه کېدو په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.

نوموړي پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي:« د امریکا حکومت دغه پرېکړه د داسې ناحقه تورونو او سیاسي توطیې پر بنسټ کړې ده چې تر اوسه یې د ثبوت او حقیقت په اړه ډېرې پوښتنې شته».

نوموړي زیاته کړې چې عدالت باید د حقایقو، شواهدو او قانون پر بنسټ تامین شي، نه د سیاسي فشارونو او ناسمو معلوماتو له مخې.

د ظاهر قدیر ورور ټینګار کړی چې د یو افغان وګړي پر وړاندې داسې چلند د فردي حقونو نقض او د عدالت له اصولو سره په ټکر کې دی. هغه ویلي چې عبدالظاهر قدیر د خپل ولس او هېواد د خدمت اوږد تاریخ لري او تر محاکمې وړاندې پر هغه هر ډول قضاوت او تور لګول د انصاف له روحیې سره اړخ نه لګوي.

عبدالقهار قدیر له ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو، د بشري حقونو له ملاتړو او د عدالت له پلویانو غوښتي چې د دې قضیې څارنه وکړي.

هغه غوښتنه کړې چې ډاډ ترلاسه شي چې د قانون او انصاف اصول په بشپړه توګه رعایت کېږي او پرې نه ښودل شي چې عدالت د سیاست قرباني شي.

د امریکا د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی مرستیال عبدالظاهر قدیر د نشه‌يي توکو د قاچاق او د وسلو د ساتلو په تور له کینیا څخه امریکا ته مسترد شوی او هلته په محکمه کې حاضر شوی دی.

د رپوټونو له مخې، د تورونو د ثابتېدو په صورت کې نوموړی له لږ تر لږه ۱۰ کلونو بند څخه نیولې تر عمر قید پورې سزا سره مخامخ کېدای شي.

سراج‌الدین حقاني: واکمنان باید له ولس سره د مور او مېرې چلند ونه کړي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۱۱ GMT+۱
سراج‌الدین حقاني: واکمنان باید له ولس سره د مور او مېرې چلند ونه کړي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د میدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ ته د خپل سفر پرمهال په یوه ناسته کې د پخواني حکومتي چارواکو سره پر ښه چلند ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده:«مونږ دا مهال واکمنان یو باید له خلکو سره د مور او میرې چلند ونه کړو».

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن شنبه، د جنګاښ پر ۲۰مه په اېکس کې ددغه وزارت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د میدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ ته د سفر پخلی کړی دی.

حقاني ویلي، که څه هم ځینو کسانو د دغه په خبره د جمهوري نظام پر مهال «ډېر بد چلند» هم کړی وي، باید د پخوانیو کړنو له امله ونه ګواښل شي.

نوموړي یو ځل بیا د دې ډلې د مشر مولوي هبت الله د عمومي عفوې پر عملي کولو ټینګار وکړ.

حقاني زیاته کړې:«دا اسلامي اخلاق نه دي چې د ټولبښنې وروسته هم پخواني چارواکي وګواښئ».

دا په داسې حال کېده، چې له تېرو نږدې پنځو کلونو راهسې طالب چارواکي د عمومي عفوې په اړه څرګندونې کوي خو لا هم د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو د طالبانو له خوا د پخوانيو نظامیانو نیولو د دوام او د هغوی د شکنجه کولو په اړه اندېښنې ښيي.

که څه هم د طالبانو واکمنېدو په درشل کې مولوي هبت الله خپلو مخالفانو ته عمومي عفوه وکړه، خو بیا هم ځینې وختونه د پخواني نظام کارمنان په تېره بیا نظامیان په مرموز ډول وژل کېږي او یا هم د دې ډلې په زندانونو کې شکنجه او ځینې وخت وژل کېږي.

خالد حنفي: زموږ هدف د بشپړ او مطلق شریعت پلي کول دي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۳۱ GMT+۱
خالد حنفي: زموږ هدف د بشپړ او مطلق شریعت پلي کول دي
100%

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر د سویل ختیځو ولایتونو له دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، چې د یادې ډلې د مبارزې هدف د بشپړ او مطلق شریعت پلي کول دي. نوموړي ټینګار کړی، تر څو چې په ټوله جغرافيه کې دین په بشپړ ډول حاکم نه شي، ټول به د خدای پر وړاندې مسوول وي.

دغه وزارت نن شنبه، د جنګاښ پر ۲۰مه په اېکس کې لیکلي، چې خالد حنفي په پکتیا کې د پکتیکا، خوست، لوګر او د غزني ولایتونو له ګڼو دیني عالمانو او قومي مخورو سره کتلي دي.

حنفي د یادې لیدني پرمهال د سویل ختیخو ولایتونو دیني عالمانو او قومي مشرانو ته په خطاب کې ویلي، چې د طالبانو د نظام ساتنه او دفاع تر هر چا وړاندې د دیني عالمانو او قومي مشرانو مسؤلیت دی، ځکه د ده په وینا، دا یو شرعي نظام دی او په راس کې یې علمانو قرار لري.

نوموړي زیاته کړې، تر څو چې په ټوله جغرافيه کې دین په بشپړ ډول حاکم نه شي، ټول به د خدای پر وړاندې مسول وي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر همداراز ادعا وکړه چې په تېرو شلو کلونو کې بهرنیو ځواکونو د فزیکي حضور تر څنګ فکري اشغال ته ډېره پاملرنه کوله او د افغانانو د بې لارې کولو او پر دیني ارزښتونو د بدګمانه کولو لپاره یې په بېلابېلو بڼو کار کړی دی.

په دغه ناسته کې ګډونوالو قومي مشرانو او عالمانو هم ژمنه وکړه چې د شرعي قوانینو په پلي کولو کې به له محتسبینو سره همکاري کوي.

د طالبانو د خپره شوې خبرپاڼې له مخې، خالد حنفي تر دې وړاندې د بدخشان، تخار، بغلان، بلخ، سمنګان، جوزجان، فاریاب، کندز او سرپل په ګډون یو شمېر شمالي ولایتونو ته هم سفرونه کړي وو او هلته یې له سیمه ییزو چارواکو او عالمانو سره ناستې کړې وې.

د دغه وزارت په وینا، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د وزیر د سفرونو دغه لړۍ به لا هم دوام ولري.

لسګونه پاکستاني محصلان د تورخم له لارې خپل هېواد ته ستانه شول

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۱
لسګونه پاکستاني محصلان د تورخم له لارې خپل هېواد ته ستانه شول
100%

طالبانو په افغانستان کې بند پاتې پاکستاني محصلانو ته د تورخم له لارې خپل هېواد ته د ستنېدو اجازه ورکړي ده. پاکستاني محصلانو ویلي، چې طالبانو تېره شپه ۶۸ تنو ته اجازه ورکړه، څو د تورخم له لارې خپل هېواد ته داخل شي.

په جلال‌اباد کې د پاکستاني محصلانو استازي محمد نعمان نن شنبه، د جنګاښ پر ۲۰مه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې تر ۱۰۰۰ ډېر پاکستاني محصلان، چې ډېری یې د خیبر پښتونخوا او پخوانیو قبایلي سیمو اوسېدونکي دي، په ننګرهار کې په زده‌کړو بوخت دي.

هغه زیاته کړه چې د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله دغه محصلان په افغانستان کې بند پاتې وو، خو تازه د ۶۸ محصلانو ډلې ته له تورخم څخه د تېریدو اجازه ورکړل شوې ده.

سرچینو ویلي چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په دې برخه کې همکاري کړې ده. دا همکاري وروسته له هغې وشوه چې په جلال‌اباد کې د پاکستان قونسلګرۍ د زده‌کوونکو غوښتنلیک د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته واستاوه.

د پاکستان قونسلګرۍ د جمعې په ماښام د ۶۸ کسانو نوملړ طالبانو ته سپارلی و او یاد محصلان د تورخم له لارې خپل هېواد ته ستانه شول.

د پاکستاني محصلانو استازی محمد نعمان وايي چې په کابل او ننګرهار کې له ازموینو وروسته اوس هم ګڼ پاکستاني محصلین پاتې دي او غوښتنه کوي چې د رخصتیو تېرولو لپاره خپل هېواد ته ستانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې د کړکېچ له زیاتېدو سره د تېرو څو میاشتو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ ټولې لارې تړل شوي دي.