د افغانستان غالۍ د نړۍ ۳۷ هېوادونو ته صادرېږي

د افغانستان د غالیو د تولیدوونکو او صادرونکو د اتحادیې رییس وايي، افغاني غالۍ دا مهال د نړۍ لږ تر لږه ۳۷ هېوادونو ته صادرېږي. عبدالله رحمانقل ویلي، د غالیو اوبدلو صنعت په شمالي ولایتونو کې د شاوخوا ۱۵ زره کسانو لپاره د کار زمینه برابره کړې، چې ډېری برخه یې ښځې دي.
