• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسلام‌اباد کې د ښځو د پیاوړتیا اسلامي کنفرانس پیل شو

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۳۴ GMT+۱

د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) وايي، د ښځو د پیاوړتیا نهم اسلامي کنفرانس د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې پیل شوی، چې پکې د اسلامي هېوادونو د ښځو او کورنیو چارو وزیرانو او لوړپوړو پلاوو ګډون کړی دی. دغه کنفرانس د ښځو د ټولنیز، اقتصادي او سیاسي پیاوړتیا پر لارو چارو تمرکز کوي.

د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) په خپله ایکس‌پاڼه کې ویلي، د دې کنفرانس اصلي موضوع «په اسلامي هېوادونو کې د ښځو ټولنیزه، اقتصادي او سیاسي پیاوړتیا؛ ننګونې او د پرمختګ لارې» ده.

دغه غونډه د اسلامي همکاریو سازمان او د پاکستان د بشري حقونو وزارت په ګډه جوړوي، چې د اسلامي نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د ښځو او کورنیو چارو وزیرانو او لوړپوړو استازو پکې ګډون کړی دی.

او اې سي ویلي، دا کنفرانس د ۲۰۲۱ کال په قاهره کې د ترسره شوې مخکینۍ غونډې د هڅو پر دوام جوړېږي او موخه یې د مسلمانو ښځو د ملاتړ لپاره د راتلونکو تګلارو او لیدلورو رامنځته کول دي.

د اسلامي همکاریو سازمان په وینا، په دې غونډه کې پر مهمو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د ښځو د زده‌کړو د فرصتونو پراختیا، د وړتیاوو لوړول، په اقتصادي او چاپېریالي پالیسیو کې د ښځو ونډه او د هغوی پیاوړتیا خبرې کېږي.

دغه کنفرانس په داسې حال کې جوړېږي چې د اسلامي نړۍ په ځینو هېوادونو په تېره افغانستان کې د ښځو د زده‌کړو، کار او ټولنیز حضور په اړه بحثونه او ننګونې دوام لري.

ترویج لرونکی

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو
۱

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۲

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

۳

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۴

د ټي‌ټي‌پي شورا غړی: پاکستان د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پر ګاونډيو هېوادونو تورونه لګوي

۵

سمیع سادات: د طالبانو ماتول او د افغانستان د ازادۍ یوازینۍ لاره «جګړه» ده

•
•
•

نور کیسې

بلوچستان : سبۍ او پنجګور ولسوالۍ کې پنځه مړي موندل شوي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۴۷ GMT+۱
بلوچستان : سبۍ او پنجګور ولسوالۍ کې پنځه مړي موندل شوي
100%

د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د ناامنۍ په دوام، د شنبې په ورځ د سبۍ ولسوالۍ په کوټ باوزی سیمه کې د څلورو کسانو مړي موندل شوي دي.

د سبۍ پولیسو په وینا، ناپېژاندو وسله‌والو دغه کسان په ډزو وژلي او مړي یې په یوې شاړې سیمه کې غورځولي وو.

پولیس وايي، د پېښې د انګېزې په اړه څېړنې دوام لري.

بل لور ته، د پنجګور ولسوالۍ د جعفر سکیم سیمې ته نږدې د یوه ناپېژانده کس مړی هم موندل شوی، چې د چارواکو په وینا، په ډزو وژل شوی دی.

مړی د هویت د تثبیت لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.

په همدې حال کې، د کوټې ښار د هزارګنجۍ په سیمه کې پر شالکوټ پولیس‌تاڼه وسله‌والو برید کړی دی. د پولیسو په وینا، په دغه برید کې چا ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

بلخوا، پاکستاني امنیتي سرچینې وايي، د «شعبان» په نوم عملیات لا هم روان دي او د دوی په وینا، تر اوسه په دغو عملیاتو کې ۱۰۴ وسله‌وال وژل شوي دي.

د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د ښځو استازو ۲ ورځنۍ غونډه په اسلام‌اباد کې جوړېږي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۱۰ GMT+۱
د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د ښځو استازو ۲ ورځنۍ غونډه په اسلام‌اباد کې جوړېږي
100%

د پاکستان په کوربتوب د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د ښځو استازو نهمه دوه ورځنۍ غونډه سبا پیلېږي او دوه ورځې به دوام وکړي. یوې ډيپلوماټيکې سرچینې بیا افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې په دې غونده کې طالبانو ته هم بلنه ورکړل شوې، خو ښايي په یاده غونډه کې ګډون ونه‌کړي.

د غونډې په تالار کې د افغانستان د جمهوري نظام د بیرغ په ګډون د اسلامي همکاريو د سازمان د ۵۷ غړو هېوادونو بېرغونه لګول شوي خو دا لا روښانه نه‌ده، چې په دې غونډه کې به د افغانستان په استازیتوب څوک ګډون وکړي.

یوې ډيپلوماټيکې سرچینې چې د دې غونډې د تنظیموونکې ډلې غړې هم ده، بیا د ټېلیفون پر لیکه افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې طالبانو ته په اسلام‌اباد کې د ښځو په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان د وزیرانو په نهم کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو په وینا یې، ډېر احتمال شته چې طالبان په دې ناسته کې برخه وانه‌خلي.

طالبانو هم تر اوسه په یاده غونډه کې د بلل کېدو او همداراز د ګډون د څرنګوالي په تړاو څه وضاحت نه‌دی ورکړی.

د پاکستان د بشري حقونو وزارت چې دغه غونډه یې تر څارنې لاندې جوړېږي ويلي، چې د اسلامي همکاریو سازمان د وزیرانو په دې دوه ورځني کنفرانس کې د ګډون لپاره د بېلابېلو هېوادونو پلاوي اسلام‌اباد ته رسيږي.

یاد وزارت ویلي، د جولای په ۱۲مه او ۱۳مه (یکشنبه او دوشنبه د چنګاښ ۲۱ او ۲۲مه) کنفرانس ته «په اسلامي هېوادونو کې د ښځو ټولنیزه- اقتصادي او سیاسي پیاوړتیا: ننګونې او د حل لارې» نوم ورکړل شوی دی.

د وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د ښځو په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د وزیرانو کنفرانس کې به د غړو هېوادونو د ښځو چارو مسوول وزیران، لوړپوړي دولتي چارواکي، د اسلامي همکاریو سازمان د بېلابېلو بنسټونو استازي، نړیوال سازمانونه او پراختیایي شریکان ګډون ولري او په ترڅ کې به یې د اسلامي همکاریو سازمان په غړو هېوادونو کې د ښځو د ټولنیزې- اقتصادي او سیاسي پیاوړتیا او همداراز د پرمختګ په تړاو بحث او خبرې وشي.

له دې سره سم، ویل کېږي د دغې غونډې مشري به د پاکستان پر غاړه وي.

په بلوچستان کې امنیتي ځواکونو په تېرو شپږو ورځو کې د ۱۰۲ وسله‌والو د وژلو ادعا کړې

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۰۴ GMT+۱
په بلوچستان کې امنیتي ځواکونو په تېرو شپږو ورځو کې د ۱۰۲ وسله‌والو د وژلو ادعا کړې
100%

د پاکستان امنیتي ځواکونو ادعا کړې، چې په بلوچستان ایالت کې د خپلو روانو ګډو «شعبان» عملیاتو په ترڅ کې یې ۷ نور وسله‌وال وژلي او په دې عملیاتو کې د وژل شویو وسله‌والو شمېر ۶۴ ته رسېدلی او د تېرې یکشنبې (د چنګاښ ۱۴مې) راهیسې عملیاتو کې د وژل شویو وسله‌والو شمېر ۱۰۲ ته ورسېد.

د پاکستان دولتي رسنۍ (راډيو پاکستان) د امنیتي سرچینو له قوله راپور کې ادعا کړې، چې له تېرې یکشنبې ورځې راهیسې د «شعبان» په نوم عملیاتو او نورو استخباراتي عملیاتو کې تر اوسه ټولټال ۱۰۲ وسله‌وال وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د معلوماتو پر بنسټ، په بلوچستان کې د جولای له ۵مې تر ۸مې پر پوليسو، پوځ او ملکي وګړو د وسله‌والو په بریدونو کې د څلورو ملکي وګړو په ګډون ۴۲ د پوليسو او پوځ سرتيري وژل شوي وو.

په دغو بریدونو کې د دوو مسووليت تحریک طالبان پاکستان او د يوه بريد مسوولیت د بلوڅ بېلتون‌پالو ځواکونو (بي‌اېل‌اې) منلې وه.

له يادو پېښو وروسته په بلوچستان کې د وسله‌والو پر ضد د شعبان په نوم عمليات پيل شوي او د پاکستاني چارواکو په وینا لا هم روان دي.

په پاکستان کې جبري لادرکۍ؛ اختر مېنګل وايي ۴۵ کاله وشول چې د ورور مړی او ژوندی یې ورک دی

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۴۱ GMT+۱
په پاکستان کې جبري لادرکۍ؛ اختر مېنګل وايي ۴۵ کاله وشول چې د ورور مړی او ژوندی یې ورک دی
100%

د بلوچستان نشنل ګوند مشر اختر مېنګل ويلي، په بلوچستان کې زرګونه داسې کورنۍ شته، چې له شاوخوا ۲۰ کلونو راهيسې په دې تمه دي، چې د کورنيو د لادرکه غړو يوازې قبرونه ورته په ګوته کړل شي.

اختر مېنګل د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) په کوېټه کې د زيارت د پېښې پر ضد اعتراضي پرلت ته په وینا کې وويل: «تاسو خو بختور یئ چې د خپلو عزیزانو جسدونه مو ترلاسه کړل، چې يو ورور د خپل ورور جنازې له اوږه خو ورکړي، زه هم په هغو بدنصيو کې يو يم چې له ۴۵ کلونو راهیسې مې د ورور جسد تراوسه پورې ونه ليدو».

د تېرې اونۍ د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۵مه) د بلوچستان د زيارت په مانګي سيمه کې وسله‌والو د پوليسو پر یوې پوستې په بريد کې ۹ پوليس وژلي او ۱۸ برمته کړي پولیس یې بیا له تښتونې وروسته وژلي وو. تحریک طالبان پاکستان د بريد مسوولیت منلی وو.

د يادې پېښې پر ضد د کوېټې په کوله پاټک سيمه کې د وژل شویو پوليس سرتېرو د کورنيو، سياسي ګوندونو او مدني فعالو له‌خوا اعتراضي پرلت پیل شو او لا هم دوام لري.

په پاکستان او په ځانګړي ډول بلوچستان او خيبرپښتونخوا کې وخت په وخت د جبري لادرکيو راپورونه خپرېږي.

د بښنې نړيوال سازمان تېر کال په جبري توګه د لادرکه شویو قربانيانو په نړيواله ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ، پاکستان کې د بشري حقونو کمېسيون، بلوڅ يووالي کمېټې او نورو سره په ګډه په یوې اعلامیه کې ويلي وو، چې پاکستان د جبري لادرکه کولو د پېښو په مخنيوي کې پاتې راغلی او د قربانیانو پر وړاندې بې عدالتي دوامداره پاتې شوې ده.

په یاده اعلامیه کې ويل شوي وو، چې پاکستانۍ ادارې له صحنې څخه د خپلو مخالفینو او همداراز د بشري حقونو د مدافعینو د لرې کولو لپاره له جبري ورکولو د یوې وسیلې په توګه کار اخلي. په دې تړاو د ځایي مدني ټولنو او سازمانونو له‌خوا زرګونه قضیې مستندې شوې دي.

پاکستان کې د بشري حقونو فعالې ډلې وايي، زرګونه کسان په جبري توګه لادرکه کړای شوي او د ځينو بيا په داسې حال کې جسدونه موندل شوي، چې پېژندګلوي یې نه‌کيږي. په پاکستان کې مدني او بشري فعالان د دغو جبري لادرکه کېدو په تړاو د دغه هېواد دولتي امنیتي او استخباراتي ادارې تورنوي، خو حکومت او ادارو تل دغه تورونه رد کړي دي.

په پاکستان کې په جبري توګه د لادرکه کړای شویو د پېښو د پلټنې کمېسیون د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر مياشت کې ويلي وو، چې د ۲۰۱۱م کال له مارچ څخه د ۲۰۲۵م کال تر سپټمبر پورې د ادعا شویو جبري لادرکیو د دوسیې د ترلاسه کولو او حل کولو احصایوي ارقام ښيي، چې کمېسیون ۱۰۶۳۶ دوسیې ترلاسه کړې دي چې له هغې جملې څخه ۸۹۸۶ دوسیې حل شوي، په داسې حال کې چې ۱۶۵۰ دوسیې لا هم تر څېړنې لاندې دي.

افغان کډوال: په پاکستان کې ژوند راته ناشونی شوی، اړ یو بېرته افغانستان ته ولاړ شو

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۰۹ GMT+۱
افغان کډوال: په پاکستان کې ژوند راته ناشونی شوی، اړ یو بېرته افغانستان ته ولاړ شو
100%

د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د بې اسنادو افغان کډوالو پر ضد د عملیاتو له دوام سره هممهاله، د بلوچستان د مرکز کوټې چارواکي وایي چې د روانو اعتراضونو او امنیتي وضعیت له امله تر اوسه په ښار کې د افغان کډوالو پر ضد منظم عملیات نه دي پیل شوي.

د کوټې د ولسوالۍ ادارې یوه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، امنیتي ځواکونه له تېرو څو ورځو راهیسې د اعتراضونو په مدیریت بوخت دي، خو د افغان کډوالو پر ضد د عملیاتو لپاره ټول چمتووالی بشپړ شوی دی.

د هغه په وینا، د افغان وګړو د اوسېدو ځایونه هم په نښه شوي او هر کله چې د ښار امنیتي وضعیت عادي شي، د بې اسنادو افغانانو پر ضد به په منظم ډول عملیات پیل شي.

بلخوا، په کوټه کې مېشت افغان کډوال شیرعلي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، اوس اړ شوي چې افغانستان ته ستانه شي، ځکه په پاکستان کې یې ژوند ستونزمن شوی دی.

هغه وویل: «موږ له کورونو نه شو وتلی، ناروغان ډاکټر ته نه شو بیولی، ځکه په لارو کې د پولیسو ګڼې پوستې دي او د خلکو اسناد ګوري. هر څوک چې اسناد ونه لري، نیول کېږي، پرته له دې چې د هغوی ستونزې په پام کې ونیول شي.»

یو بل افغان کډوال رحمت الله، چې په کوټه کې د کورونو کثافات راټولوي، وایي د همدې کار له لارې یې د کورنۍ لګښتونه برابرول، خو اوس ترې دا د عاید یوازینۍ سرچینه هم اخیستل کېږي.

هغه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «موږ د چا څه خراب کړي نه دي. هغه کار کوو چې ډېر خلک یې نه کوي او خپل حلال رزق ګټو، خو اوس راته ویل کېږي چې له پاکستانه ووځئ.»

رحمت الله وایي، له دې مخکې هم ژوند ورسره له ستونزو ډک و، خو اوس یو ځل بیا اړ دی خپل کور او ژوند پرېږدي او افغانستان ته ولاړ شي، په داسې حال کې چې هلته نه ځمکه لري او نه هم د ژوند کومه بله وسیله.

د نوموړي په خبره، دوی په پاکستان کې د چا لپاره ستونزه نه جوړوي او نه پوهېږي چې ولې یې د ده په څېر د ګڼو افغانانو رزق د‌سیاسي پریکړو له امله له دوی اخیستل کېږي.