• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په بدخشان کې جمعه فاتح ته نږدې قوماندان « موسی کاکه» له زندان نه خوشی کړی

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۵۰ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په بدخشان کې د طالبانو یو ناراضي قوماندان او جمعه‌خان فاتح ته نږدې کس موسی کاکه نن د چنګاښ په ۲۱مه له نږدې دوه میاشتې بند وروسته خوشې شوی. طالبانو موسی کاکه د غويي میاشتې پر ۲۸مه د بدخشان په شکی ولسوالۍ کې نیولی و.

هغه په شکي، نسي او شغنان ولسوالیو کې د سرو زرو د کانونو د کنټرول لپاره د طالبانو د عملیاتو پر مهال نیول شوی و.

سرچینو تر دې وړاندې ویلي وو چې موسی کاکه له نیول کېدو وروسته کندوز ته لېږدول شوی او نظامي محکمې ته معرفي شوی دی.

هغه نسي ولسوالۍ ته د جمعه‌خان فاتح له ستنېدو یوه ورځ وروسته خوشی شوی دی.

فاتح د طالبانو له رهبرۍ سره له څو اونیو کړکېچ وروسته، د ددې ډلې د لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت په تضمین فیض‌اباد ته لاړ او د دغې ډلې له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته بېرته نسي ته ستون شو.

ترویج لرونکی

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو
۱

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۲

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۳

د ټي‌ټي‌پي شورا غړی: پاکستان د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پر ګاونډيو هېوادونو تورونه لګوي

۴

سمیع سادات: د طالبانو ماتول او د افغانستان د ازادۍ یوازینۍ لاره «جګړه» ده

۵

ظاهر قدیر د وسلو او نشه‌يي توکو د قاچاق په تور امریکا ته وسپارل شو

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د کانونو وزارت: ازبکستاني پانګوال د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېواله دي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۴۷ GMT+۱
د طالبانو د کانونو وزارت: ازبکستاني پانګوال د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېواله دي
100%

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د ازبکستان سفیر اویبیک عثمانوف د دغه وزارت له وزیر هدایت‌الله بدري سره په لیدنه کې ویلي چې د ازبکستان پانګوال د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېواله دي.

د طالبانو د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، د ازبکستان سفیر په بېلابېلو برخو کې «د طالبانو لاسته راوړنې» مهمې وبللې او ویې ویل چې د ازبکستان پانګوال د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري.

نوموړي همدارنګه د طوطي میدان پروژې د شته ستونزو په اړه خپل نظر او وړاندیزونه د طالبانو له وزیر سره شریک کړي دي.

د طالبانو د کانونو وزرات زیاته کړې چې بدري د ازبکستان د پانګوالو د لېوالتیا هرکلی کړی او ډاډ یې ورکړی چې دغه وزارت به د بهرنیو پانګوالو د جذب، ملاتړ او هڅونې لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي او لا زیاتې اسانتیاوې به ورته برابرې کړي.

ازبکستان په وروستیو کلونو کې له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ، د انرژۍ، ټرانسپورټ او کانونو په برخو کې د همکارۍ لېوالتیا ښودلې ده.

د ښځینه چارواکې نشتوالی؛ د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو کنفرانس کې د افغانستان څوکۍ خالي ده

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۲۵ GMT+۱
د ښځینه چارواکې نشتوالی؛ د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو کنفرانس کې د افغانستان څوکۍ خالي ده
100%

افغانستان په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو کنفرانس ته بلل شوی، خو د طالبانو په اداره کې د ښځینه چارواکې د نشتوالي له امله په کنفرانس کې د افغانستان څوکۍ خالي ده.

د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو وزیرانو د نهم کنفرانس لومړۍ ناسته د یکشنې په ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې پیل شوه. دغه کنفرانس د اسلامي همکاریو سازمان په غړو هېوادونو کې د ښځو ټولنیزه، اقتصادي او سیاسي پیاوړتیا؛ ننګونې او د راتلونکي لارې» تر نامه لاندې جوړ شوی دی.

په کنفرانس کې د اسلامي نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د ښځو او کورنیو چارو اړوند وزیران، لوړپوړي دولتي چارواکي، د اسلامي همکاریو سازمان د اړوندو بنسټونو استازي او نړیوال شریک سازمانونه شامل دي.

د غونډې موخه د مسلمانو ښځو د وضعیت ارزونه، د هغوی د پیاوړتیا لپاره د راتلونکو تګلارو جوړول، او د زده‌کړو، اقتصادي ونډې او سیاسي مشارکت په برخو کې د تجربو شریکول ښودل شوي دي.

د پاکستان د چارواکو په وینا، په کنفرانس کې د ۵۷ غړو هېوادونو استازو ګډون کړی دی.

په کنفرانس کې د سوریې په څېر هېواد، چې اسلامي سخت دریځي پکې واکمن دي، د ښځو چارو وزیرې ګډون کړی دی، خو افغانستان چې د اسلامي همکاریو سازمان غړی هېواد دی، د طالبانو تر واک لاندې اداره کې د ښځینه وزیرې یا لوړپوړې ښځینه چارواکې د نشتوالي له امله، هیڅ استازی نه لري.

په داسې حال کې چې د کنفرانس اصلي تمرکز د ښځو پر پیاوړتیا، زده‌کړو، اقتصادي مشارکت او سیاسي ونډې دی، افغانستان د ښځو د حقونو په برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ دی.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نجونو پر ثانوي او لوړو زده‌کړو بندیزونه، د ښځو پر کار محدودیتونه او له عامه ژوند څخه د ښځو د لرې کولو پالیسۍ د کورنیو او نړیوالو بنسټونو له پراخو نیوکو سره مخ شوې دي.

د ښځو د وضعیت په اړه نړیوال بنسټونه وایي، افغانستان اوس د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې ښځې او نجونې پکې د زده‌کړو، کار او عامه مشارکت په برخو کې له تر ټولو سختو محدودیتونو سره مخ دي.

د طالبانو د کرنې وزارت: سږ کال په بغلان کې د خټکیو او هندواڼو حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۵۷ GMT+۱
د طالبانو د کرنې وزارت: سږ کال په بغلان کې د خټکیو او هندواڼو حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي
100%

د طالبانو د کرنې وزارت وايي، سږ کال به په بغلان ولایت کې د خټکیو او هندواڼو حاصلات له ۱۵۹ زره متریک ټنو واوړي، چې د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی ښيي. یاد وزارت د کرنیزې ساحې پراخېدل، د افتونو کنټرول او د اصلاح شویو تخمونو کارول د دې زیاتوالي مهم لاملونه بللي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال په لړ کې به په بغلان ولایت کې د خټکیو او هندواڼو حاصلات له ۱۵۹ زره او ۷۵ متریک ټنو څخه ډیر وي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال په بغلان ولایت کې خټکي او هندواڼې په ۵ زره او ۵۰ هکتاره ځمکه کې کرل شوي، په داسې حال کې چې تېر کال یې کرنیزه ساحه ۴ زره او ۶۵۸ هکتاره وه.

وزارت ویلي، د حاصلاتو د زیاتوالي مهم لاملونه د کرنیزې ځمکې پراخوالی، د نباتي افتونو او ناروغیو کنټرول، د کر د نویو او معیاري طریقو دودول، د کرنې د ترویجي خدمتونو پراختیا او د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو کارول دي.

د وزارت د شمېرو له مخې، په ۱۴۰۴ هجري لمریز کال کې د بغلان د خټکیو او هندواڼو ټول حاصل ۱۳۸ زره او ۱۲۴ متریک ټنه و.

افغان بزګران شکایت کوي، چې د بازار نشتوالي، د ترانسپورټ لوړو بیو، د سړو خونو کمښت او د حاصلاتو د راټولېدو پر مهال د لارو بندېدو له امله ډېر وخت د دوی حاصلات خرابیږي او عاید یې اغیزمنیږي.

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۴۷ GMT+۱
هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي
100%

د هند د کلتوري اړیکو شورا اعلان کړی چې د ۲۰۲۶–۲۰۲۷ تحصیلي کال لپاره به د جولای له ۱۵مې نېټې څخه د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیل شي.

دغه بورسونه د ویدیا بهارتیا شبکې د انلاین زده کړې پورټل له لارې وړاندې کېږي او افغان محصلان کولای شي د هند په ټاکل شویو پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو بنسټونو کې د لیسانس او ماسټرۍ کچې انلاین پروګرامونو او کورسونو ته نوملیکنه وکړي.

د بورس له مخې به یوازې د پوهنتون یا تعلیمي بنسټ د زده‌کړو (فیس) لګښت ورکول کېږي، خو محصلانو ته به میاشتنی معاش، امتیازي مرسته یا نور مالي امتیازات نه ورکول کېږي.

د غوښتنلیکونو بهیر د ۲۰۲۶میلادي کال د جولای له تحصیلي دورې سره سم پیلیږي او لېواله افغانان کولای شي د ویدیا بهارتیا پورټل له لارې خپل غوښتنلیکونه ثبت کړي.

طالبانو د شرکتونو، روغتونونو او افرادو پر عوایدو د مالیاتو کمولو اعلان کړی

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۲۶ GMT+۱
طالبانو د شرکتونو، روغتونونو او افرادو پر عوایدو د مالیاتو کمولو اعلان کړی
100%

د طالبانو د مالیې وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې پر شرکتونو او خصوصي روغتونونو، د وګړو پر عوایدو او د تېلو پر وارداتو یې مالیات کم کړي دي. دا پرېکړه داسې مهال ده، چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د مالیاتو ډېرېدو د وګړو او خصوصي سکتور د فعالانو نیوکې را پارولې دي.

د طالبانو د مالیاتو د کموالي جزییات د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د مالیې وزارت په خبري ناسته کې اعلان کړل او ویې ویل، چې مالیاتي تخفیفونه د طالبانو د مشر په لارښوونه په څلورو برخو کې پلي شوي دي.

د دې وېش پر بنسټ، د شرکتونو، خصوصي روغتونونو او نورو راجستر شویو بنسټونو پر عوایدو مالیه په ۵۰ سلنه کموالي سره، له ۲۰ سلنې څخه ۱۰ سلنې ته راټیټه شوې ده.

د هغه په وینا، د کانونو د استخراج شرکتونه په دې تخفیف کې نه شاملېږي.

حنفي همدارنګه وویل چې له مالیې څخه د معاف شوي عاید کچه په کال کې له ۶۰ زره افغانیو څخه ۱۲۰ زره افغانیو ته لوړه شوې ده.

په دې ترتیب، هغه کسان چې کلنی عاید یې تر ۱۲۰ زره افغانیو پورې وي، د مالیې له ورکولو څخه به معاف وي.

د ملکیت د لېږد مالیه هم له یوې سلنې څخه نیمې سلنې ته کمه شوې ده.

د دې پرېکړې له مخې، د تېلو واردوونکي شرکتونه به له دې وروسته د هر ټن نفتي توکو لپاره ۵۰ افغانۍ ثابته مالیه ورکوي.

په وروستیو اونیو کې د افغانستان په بازارونو کې د تېلو بیې پاموړ لوړې شوې دي .

تېره اونۍ په کابل کې د هر لیټر پټرولو بیه د ۷۷ او ۸۱ افغانیو ترمنځ، په هرات کې د ۷۵ او ۸۰ افغانیو او په حیرتان کې د ۷۷ او ۸۰ افغانیو ترمنځ وه.

د هر لیټر ډیزلو بیه هم په دې بازارونو کې د ۶۹ او ۷۵ افغانیو ترمنځ وه. لا هم روښانه نه ده چې په بېلابېلو برخو کې د مالیاتو کموالی به په افغانستان کې د توکو او خدماتو پر بیو څومره اغېز وکړي.

حنفي د دې پرېکړې موخه د مالیاتو د ورکړې اسانتیا او د اقتصادي فعالیتونو ملاتړ بللی دی.