بلوچستان : سبۍ او پنجګور ولسوالۍ کې پنځه مړي موندل شوي

د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د ناامنۍ په دوام، د شنبې په ورځ د سبۍ ولسوالۍ په کوټ باوزی سیمه کې د څلورو کسانو مړي موندل شوي دي.

د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د ناامنۍ په دوام، د شنبې په ورځ د سبۍ ولسوالۍ په کوټ باوزی سیمه کې د څلورو کسانو مړي موندل شوي دي.
د سبۍ پولیسو په وینا، ناپېژاندو وسلهوالو دغه کسان په ډزو وژلي او مړي یې په یوې شاړې سیمه کې غورځولي وو.
پولیس وايي، د پېښې د انګېزې په اړه څېړنې دوام لري.
بل لور ته، د پنجګور ولسوالۍ د جعفر سکیم سیمې ته نږدې د یوه ناپېژانده کس مړی هم موندل شوی، چې د چارواکو په وینا، په ډزو وژل شوی دی.
مړی د هویت د تثبیت لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.
په همدې حال کې، د کوټې ښار د هزارګنجۍ په سیمه کې پر شالکوټ پولیستاڼه وسلهوالو برید کړی دی. د پولیسو په وینا، په دغه برید کې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.
بلخوا، پاکستاني امنیتي سرچینې وايي، د «شعبان» په نوم عملیات لا هم روان دي او د دوی په وینا، تر اوسه په دغو عملیاتو کې ۱۰۴ وسلهوال وژل شوي دي.

د پاکستان په کوربتوب د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د ښځو استازو نهمه دوه ورځنۍ غونډه سبا پیلېږي او دوه ورځې به دوام وکړي. یوې ډيپلوماټيکې سرچینې بیا افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې په دې غونده کې طالبانو ته هم بلنه ورکړل شوې، خو ښايي په یاده غونډه کې ګډون ونهکړي.
د غونډې په تالار کې د افغانستان د جمهوري نظام د بیرغ په ګډون د اسلامي همکاريو د سازمان د ۵۷ غړو هېوادونو بېرغونه لګول شوي خو دا لا روښانه نهده، چې په دې غونډه کې به د افغانستان په استازیتوب څوک ګډون وکړي.
یوې ډيپلوماټيکې سرچینې چې د دې غونډې د تنظیموونکې ډلې غړې هم ده، بیا د ټېلیفون پر لیکه افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې طالبانو ته په اسلاماباد کې د ښځو په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان د وزیرانو په نهم کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو په وینا یې، ډېر احتمال شته چې طالبان په دې ناسته کې برخه وانهخلي.
طالبانو هم تر اوسه په یاده غونډه کې د بلل کېدو او همداراز د ګډون د څرنګوالي په تړاو څه وضاحت نهدی ورکړی.
د پاکستان د بشري حقونو وزارت چې دغه غونډه یې تر څارنې لاندې جوړېږي ويلي، چې د اسلامي همکاریو سازمان د وزیرانو په دې دوه ورځني کنفرانس کې د ګډون لپاره د بېلابېلو هېوادونو پلاوي اسلاماباد ته رسيږي.
یاد وزارت ویلي، د جولای په ۱۲مه او ۱۳مه (یکشنبه او دوشنبه د چنګاښ ۲۱ او ۲۲مه) کنفرانس ته «په اسلامي هېوادونو کې د ښځو ټولنیزه- اقتصادي او سیاسي پیاوړتیا: ننګونې او د حل لارې» نوم ورکړل شوی دی.
د وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د ښځو په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د وزیرانو کنفرانس کې به د غړو هېوادونو د ښځو چارو مسوول وزیران، لوړپوړي دولتي چارواکي، د اسلامي همکاریو سازمان د بېلابېلو بنسټونو استازي، نړیوال سازمانونه او پراختیایي شریکان ګډون ولري او په ترڅ کې به یې د اسلامي همکاریو سازمان په غړو هېوادونو کې د ښځو د ټولنیزې- اقتصادي او سیاسي پیاوړتیا او همداراز د پرمختګ په تړاو بحث او خبرې وشي.
له دې سره سم، ویل کېږي د دغې غونډې مشري به د پاکستان پر غاړه وي.
د پاکستان امنیتي ځواکونو ادعا کړې، چې په بلوچستان ایالت کې د خپلو روانو ګډو «شعبان» عملیاتو په ترڅ کې یې ۷ نور وسلهوال وژلي او په دې عملیاتو کې د وژل شویو وسلهوالو شمېر ۶۴ ته رسېدلی او د تېرې یکشنبې (د چنګاښ ۱۴مې) راهیسې عملیاتو کې د وژل شویو وسلهوالو شمېر ۱۰۲ ته ورسېد.
د پاکستان دولتي رسنۍ (راډيو پاکستان) د امنیتي سرچینو له قوله راپور کې ادعا کړې، چې له تېرې یکشنبې ورځې راهیسې د «شعبان» په نوم عملیاتو او نورو استخباراتي عملیاتو کې تر اوسه ټولټال ۱۰۲ وسلهوال وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د معلوماتو پر بنسټ، په بلوچستان کې د جولای له ۵مې تر ۸مې پر پوليسو، پوځ او ملکي وګړو د وسلهوالو په بریدونو کې د څلورو ملکي وګړو په ګډون ۴۲ د پوليسو او پوځ سرتيري وژل شوي وو.
په دغو بریدونو کې د دوو مسووليت تحریک طالبان پاکستان او د يوه بريد مسوولیت د بلوڅ بېلتونپالو ځواکونو (بياېلاې) منلې وه.
له يادو پېښو وروسته په بلوچستان کې د وسلهوالو پر ضد د شعبان په نوم عمليات پيل شوي او د پاکستاني چارواکو په وینا لا هم روان دي.
د بلوچستان نشنل ګوند مشر اختر مېنګل ويلي، په بلوچستان کې زرګونه داسې کورنۍ شته، چې له شاوخوا ۲۰ کلونو راهيسې په دې تمه دي، چې د کورنيو د لادرکه غړو يوازې قبرونه ورته په ګوته کړل شي.
اختر مېنګل د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) په کوېټه کې د زيارت د پېښې پر ضد اعتراضي پرلت ته په وینا کې وويل: «تاسو خو بختور یئ چې د خپلو عزیزانو جسدونه مو ترلاسه کړل، چې يو ورور د خپل ورور جنازې له اوږه خو ورکړي، زه هم په هغو بدنصيو کې يو يم چې له ۴۵ کلونو راهیسې مې د ورور جسد تراوسه پورې ونه ليدو».
د تېرې اونۍ د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۵مه) د بلوچستان د زيارت په مانګي سيمه کې وسلهوالو د پوليسو پر یوې پوستې په بريد کې ۹ پوليس وژلي او ۱۸ برمته کړي پولیس یې بیا له تښتونې وروسته وژلي وو. تحریک طالبان پاکستان د بريد مسوولیت منلی وو.
د يادې پېښې پر ضد د کوېټې په کوله پاټک سيمه کې د وژل شویو پوليس سرتېرو د کورنيو، سياسي ګوندونو او مدني فعالو لهخوا اعتراضي پرلت پیل شو او لا هم دوام لري.
په پاکستان او په ځانګړي ډول بلوچستان او خيبرپښتونخوا کې وخت په وخت د جبري لادرکيو راپورونه خپرېږي.
د بښنې نړيوال سازمان تېر کال په جبري توګه د لادرکه شویو قربانيانو په نړيواله ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ، پاکستان کې د بشري حقونو کمېسيون، بلوڅ يووالي کمېټې او نورو سره په ګډه په یوې اعلامیه کې ويلي وو، چې پاکستان د جبري لادرکه کولو د پېښو په مخنيوي کې پاتې راغلی او د قربانیانو پر وړاندې بې عدالتي دوامداره پاتې شوې ده.
په یاده اعلامیه کې ويل شوي وو، چې پاکستانۍ ادارې له صحنې څخه د خپلو مخالفینو او همداراز د بشري حقونو د مدافعینو د لرې کولو لپاره له جبري ورکولو د یوې وسیلې په توګه کار اخلي. په دې تړاو د ځایي مدني ټولنو او سازمانونو لهخوا زرګونه قضیې مستندې شوې دي.
پاکستان کې د بشري حقونو فعالې ډلې وايي، زرګونه کسان په جبري توګه لادرکه کړای شوي او د ځينو بيا په داسې حال کې جسدونه موندل شوي، چې پېژندګلوي یې نهکيږي. په پاکستان کې مدني او بشري فعالان د دغو جبري لادرکه کېدو په تړاو د دغه هېواد دولتي امنیتي او استخباراتي ادارې تورنوي، خو حکومت او ادارو تل دغه تورونه رد کړي دي.
په پاکستان کې په جبري توګه د لادرکه کړای شویو د پېښو د پلټنې کمېسیون د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر مياشت کې ويلي وو، چې د ۲۰۱۱م کال له مارچ څخه د ۲۰۲۵م کال تر سپټمبر پورې د ادعا شویو جبري لادرکیو د دوسیې د ترلاسه کولو او حل کولو احصایوي ارقام ښيي، چې کمېسیون ۱۰۶۳۶ دوسیې ترلاسه کړې دي چې له هغې جملې څخه ۸۹۸۶ دوسیې حل شوي، په داسې حال کې چې ۱۶۵۰ دوسیې لا هم تر څېړنې لاندې دي.
د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د بې اسنادو افغان کډوالو پر ضد د عملیاتو له دوام سره هممهاله، د بلوچستان د مرکز کوټې چارواکي وایي چې د روانو اعتراضونو او امنیتي وضعیت له امله تر اوسه په ښار کې د افغان کډوالو پر ضد منظم عملیات نه دي پیل شوي.
د کوټې د ولسوالۍ ادارې یوه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، امنیتي ځواکونه له تېرو څو ورځو راهیسې د اعتراضونو په مدیریت بوخت دي، خو د افغان کډوالو پر ضد د عملیاتو لپاره ټول چمتووالی بشپړ شوی دی.
د هغه په وینا، د افغان وګړو د اوسېدو ځایونه هم په نښه شوي او هر کله چې د ښار امنیتي وضعیت عادي شي، د بې اسنادو افغانانو پر ضد به په منظم ډول عملیات پیل شي.
بلخوا، په کوټه کې مېشت افغان کډوال شیرعلي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، اوس اړ شوي چې افغانستان ته ستانه شي، ځکه په پاکستان کې یې ژوند ستونزمن شوی دی.
هغه وویل: «موږ له کورونو نه شو وتلی، ناروغان ډاکټر ته نه شو بیولی، ځکه په لارو کې د پولیسو ګڼې پوستې دي او د خلکو اسناد ګوري. هر څوک چې اسناد ونه لري، نیول کېږي، پرته له دې چې د هغوی ستونزې په پام کې ونیول شي.»
یو بل افغان کډوال رحمت الله، چې په کوټه کې د کورونو کثافات راټولوي، وایي د همدې کار له لارې یې د کورنۍ لګښتونه برابرول، خو اوس ترې دا د عاید یوازینۍ سرچینه هم اخیستل کېږي.
هغه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «موږ د چا څه خراب کړي نه دي. هغه کار کوو چې ډېر خلک یې نه کوي او خپل حلال رزق ګټو، خو اوس راته ویل کېږي چې له پاکستانه ووځئ.»
رحمت الله وایي، له دې مخکې هم ژوند ورسره له ستونزو ډک و، خو اوس یو ځل بیا اړ دی خپل کور او ژوند پرېږدي او افغانستان ته ولاړ شي، په داسې حال کې چې هلته نه ځمکه لري او نه هم د ژوند کومه بله وسیله.
د نوموړي په خبره، دوی په پاکستان کې د چا لپاره ستونزه نه جوړوي او نه پوهېږي چې ولې یې د ده په څېر د ګڼو افغانانو رزق دسیاسي پریکړو له امله له دوی اخیستل کېږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه د اندېښنې له څرګندولو سره هممهاله، د پاکستان له حکومت غوښتي چې هغه افغانان دې جبري نه ستنوي چې په افغانستان کې یې ژوند له ګواښ سره مخ دی.
د لنډي کوتل د حمزه بابا د لنډمهالي کمپ چارواکي وایي، په دې وروستیو ورځو کې هره ورځ له ۱۰ زرو ډېر افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته اوړي. د چارواکو په وینا، دا شمېر د مې او جون میاشتو په پرتله نږدې درې برابره زیات شوی او تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې به نور هم لوړ شي.
د پاکستان حکومت ټولو افغان وګړو ته چې په دغه هېواد کې مېشت دي، د جولای تر ۱۰مې د بېرته ستنېدو مهلت ورکړی دی.
ملګرو ملتونو د پاکستان له حکومته غوښتي چې هغه افغانان، چې نړیوالې ساتنې ته اړتیا لري، په ځانګړي ډول ښځې، نجونې، خبریالان، د بشري حقونو فعالان، قومي او مذهبي لږکي او نور زیانمن کسان، په جبري ډول افغانستان ته ستانه نه کړل شي او د هغوی ستنېدل دې داوطلبانه، خوندي او باعزته وي.
بلخوا، د لنډي کوتل د مرستیال کمېشنر دفتر ویلي، چې پرون د حمزه بابا مزار ترڅنګ له جوړ شوي لنډمهالي کمپ څخه د ۴۹۵ افغان کورنیو ټول ۲۲۹۶ غړي د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي.
د چارواکو په وینا، دغه کورنۍ تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ولسوالیو او د پاکستان په نورو ښارونو کې مېشتې وې او له خپلو مېنو څخه د راوتلو وروسته لنډمهالي کمپ ته ورغلې.
د ولسوالۍ ادارې ویلي، د ستنېدو بهیر د امنیتي تدابیرو تر سیوري لاندې او په منظم ډول ترسره شوی او په تورخم کې اضافي کارکوونکي هم ګومارل شوي وو، څو د کورنیو د اوښتو بهیر چټک او خوندي شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د نومبر راهیسې د پاکستان د ناقانونه بهرنیانو د ایستلو د پلان له پیل وروسته، شاوخوا ۲،۵۶ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي چې له دې ډلې ۲۶۰ زره کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله ایستل شوي دي. د یادې ادارې په وینا، اوس هم شاوخوا ۹۰۰ زره افغان کډوال او پناه غوښتونکي په پاکستان کې ژوند کوي.