د قطر پخوانی امیر شیخ حمد بن خلیفه ال ثاني ومړ

قطر دولتي خبري اژانس (قنا) خبر ورکړی چې د دغه هېواد پخوانی امیر شیخ حمد بن خلیفه ال ثاني د یکشنبې سهار د(چنګاښ ۲۱مه) د ۷۴ کلونو په عمر وفات شو.

قطر دولتي خبري اژانس (قنا) خبر ورکړی چې د دغه هېواد پخوانی امیر شیخ حمد بن خلیفه ال ثاني د یکشنبې سهار د(چنګاښ ۲۱مه) د ۷۴ کلونو په عمر وفات شو.
شیخ حمد له ۱۹۹۵ کال څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې د قطر امیر و. نوموړي له ۱۸ کلنې واکمنۍ وروسته د ۲۰۱۳ کال په جون کې له واکه لاس واخیست او د امارت مقام یې خپل زوی شیخ تمیم بن حمد ال ثاني ته وسپاره.
د شیخ حمد د واکمنۍ پر مهال قطر د انرژۍ، رسنیو او اقتصاد په برخو کې پراخې پانګونې وکړې. په همدې دوره کې د الجزیرې خبري شبکې بنسټ کېښودل شو او قطر په نړیواله کچه خپل حضور او پانګونې پراخې کړې.
قطر په ۲۰۲۲ کال کې د فوټبال نړیوال جام کوربه و او په وروستیو کلونو کې یې د افغانستان په ګډون د یو شمېر سیمهییزو او نړیوالو موضوعاتو په تړاو د منځګړي رول هم لوبولی دی.

د ایران سياه پاسداران ځواکونو ویلي، چې په کویټ او بحرین کې د امریکا پر پوځي تاسیساتو د بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي. تهران دا اقدام د امریکا د «دوامداره بریدونو» په غبرګون کې بللی او د نورو بریدونو د دوام خبرداری یې ورکړی دی.
د ایران د پوځ د عامه اړیکو د خبرپاڼې له مخې، د ایران پوځ د امریکا پر پوځي مرکزونو د بېپیلوټه الوتکو د بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.
د ایران پوځ ادعا کړې چې په کویټ کې یې د امریکا د پوځي ځواکونو د «پېټریوت» دفاعي سیستم، د مهماتو زېرمتون او راداري مرکزونه په نښه کړي دي.
د ایران د پوځ په وینا، په یوه بله بېله حمله کې د بحرین په خاوره کې د امریکا د پوځ د مخابراتي سیستم او راداري مرکز هم هدف ګرځول شوی دی.
د ایران پوځ په خبرپاڼه کې ویلي: «د سیمې د ناامنۍ او د دغو اقداماتو پایلې به د امریکا او اسراییلو پر غاړه وي. که دا بریدونه تکرار شي، سختو ځوابونو ته به مخه کړو.»
تر اوسه د امریکا، کویټ او بحرین چارواکو د ایران د دغو ادعاوو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، ایران د هرمز تنګي پر سر د خپل نفوذ او کنټرول د پیاوړتیا هڅه کوي او دا موضوع د بندیزونو د کمېدو په پرتله ستراتیژیک لومړیتوب ګڼي.
راپور زیاتوي چې تهران ځان د وروستۍ جګړې بریالی ګڼي او باور لري چې د هرمز تنګي د کنټرول او د فارس خلیج پر اقتصاد د نفوذ له لارې به وکولای شي په منځني ختیځ کې نوی سیمهییز نظم رامنځته کړي.
د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون مشر ابراهیم عزیزي ویلي، «د هرمز تنګي نوی نظم باید د ایران پر محور ومنل شي.» د ایران د پارلمان ریس محمدباقر قالیباف هم ویلي، «هرمز تنګی به یوازې د ایران د ترتیباتو له مخې پرانیستی وي، نه د امریکا د ګواښونو له لارې.»
راپور خبرداری ورکوي چې دغه تګلاره ښايي د سیمې لپاره له دوامدارو تاوتریخوالو، د نړیوالو انرژۍ بازارونو له بېثباتۍ او د فارس خلیج پر هېوادونو د احتمالي نویو بریدونو له خطر سره مل وي.
د کارنیګي په نوم د سولې نړیوال بنسټ د ایران د چارو شنونکي کریم سجادپور د راپور له مخې ویلي، ایران له جګړې دا پایله اخیستې چې امتیازات د فشار او زور له لارې ترلاسه کېدای شي، د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د اقداماتو، د هرمز تنګي د ګواښ او د نفتو د بیو د لوړولو په وسیله.
د راپور له مخې، تهران د فارس خلیج د نفتو شتمن هېوادونه د خپل طبیعي نفوذ ساحه ګڼي او هڅه کوي د هرمز تنګي د کنټرول په بنسټ په سیمه کې خپل نفوذ لا بنسټیز کړي. راپور زیاتوي چې د خلیج هېوادونه نه یوازې د نفتو او ګازو د صادراتو، بلکې د ګڼو نورو حیاتي توکو د لېږد لپاره هم پر هرمز تنګي تکیه لري.
راپور همداراز یادونه کوي چې د ایران د مذهبي مشر علي خامنهیي د جنازې په مراسمو کې د سعودي عربستان، قطر او عمان چارواکو ګډون د تهران او د خلیج د ځینو هېوادونو د اړیکو د بدلېدونکي وضعیت یوه نښه بلل شوې ده.
.
د امریکا مرکزي قومندانۍ (سینټکام) ویلي، د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو له لوري د هرمز تنګي له لارې پر روانې قبرسۍ کانټینري بېړۍ تر برید وروسته، امریکايي ځواکونو د ایران پر ضد د روانې اوونۍ درېیم پړاو بریدونه پیل کړي دي.
د امریکا مرکزي قومندانۍ په یوه بیان کې ویلي، چې د امریکا پر وخت د ماښام په ۷:۱۵ بجو یې ځواکونه وروسته له هغې پر ایران د بریدونو درېیم پړاو پیل کړ، چې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو د هرمز تنګي له لارې پر روانې د قبرس بیرغ لرونکې کانټینري بېړۍ M/V JFS Galaxy برید وکړ.
د سنټکام د معلوماتو له مخې، په دې برید کې د بېړۍ یو ملکي عملهغړی ورک شوی او بېړۍ د عرشې د اورلګېدنې او د انجن خونې د پراخ زیان له امله د خپل سفر د دوام وړتیا له لاسه ورکړې ده.
سنټکام ادعا کړې چې ایران تر دې مخکې هم پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو مسول بلل شوی و او «د تفاهم یادښت ته د ژمنتیا د ښودلو لپاره یو بل فرصت هم ورکړل شو، خو بیا هم په دې برخه کې پاتې راغی.»
د امریکا مرکزي قومندانۍ زیاته کړې: «متحده ایالات به د هغو بریدیزو وړتیاوو په کمزوري کولو سره، چې ایران یې د ملکي سمندري کارکوونکو او سوداګریزو بېړیو پر ضد کاروي، پر تهران دروند لګښت تحمیل کړي.»
سنټکام ویلي، دغه بریدونه د امریکا د وسلهوالو ځواکونو د اعلی سرقوماندان په امر ترسره کېږي.
په بنګلهدېش کې د موسمي بارانونو او سختو سېلابونو له امله ۴۴ کسان مړه شوي او له یو میلیون څخه زیات نور په خپلو سیمو کې بند پاتې دي. د دغه هېواد د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، سېلابونو په اوو سویل ختیځو ولسوالیو کې د خلکو عادي ژوند ګډوډ کړی دی.
د بنګلهدېش د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه هېواد په اوو سویل ختیځو ولسوالیو، چاټوګرام، کوکس بازار، بندربان، رانګامتي، خاګراچاري، مولويبازار او هابيجنګ کې سېلابونو د خلکو عادي ژوند ګډوډ کړی او شاوخوا ۲۶۷ زره او ۹۱۸ کورنۍ یې په خپلو کورونو کې ایسارې کړې دي.
د بنګلهدېش پوځ او سمندري ځواکونو د کښتیو په وسیله اغېزمنو شویو سیمو ته خواړه، څښاک اوبه، درمل او نور اړین توکي لېږدوي.
د دغه هېواد د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې او مرستو وزیر اقبال حسین چاټوګرام ته د سفر پر مهال وویل چې حکومت د سېلاب ځپلو د ملاتړ لپاره ټولې شونې هڅې کوي او له هغو خلکو یې وغوښتل هغه کسان چې کورونه یې اوبو لاندې کړي، نږدې پناه ځایونو ته دې ولېږدول شي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ویلي، روسیې تېره شپه پر اوکراین له ۱۲۰ څخه د ډېرو بېپیلوټه الوتکو او ۱۲ توغندیو بریدونه کړي، چې له امله یې په پلازمېنه کییف کې د یوه ماشوم په ګډون ۱۱ تنه ټپیان شوي دي. نوموړي له ناټو د هغو ژمنه شویو دفاعي مرستو د چټک عملي کېدو غوښتنه هم کړې ده.
زیلنسکي په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې د روسیې په بریدونو کې په کییف کې ملکي زیربناوې، د استوګنې ودانۍ، دفترونه او یوه دیني مدرسه زیانمنه شوې او بیړني ژغورونکي ټیمونه د بریدونو په ځایونو کې د ژغورنې او بیارغونې چارې پر مخ وړي.
هغه زیاته کړې چې د اودیسا، سومي، خارکیف او چرنیهیف په سیمو کې هم د بریدونو له امله د زیانونو د ارزونې او بیارغونې هڅې روانې دي.
د اوکراین ولسمشر ویلي: «روسیې د شپې له خوا له ۱۲۰ څخه ډېرې بېپیلوټه الوتکې او ۱۲ توغندي وتوغول چې نیمايي یې بالستیک توغندي وو.»
زیلنسکي ادعا کړې چې د اوکراین هوايي مدافع ځواکونو د بریدونو ډېری هدفونه شنډ کړي، خو بالستیک توغندي یې نه دي توانېدلي چې نسکور کړي.
هغه له نړیوالو متحدانو وغوښتل چې د ناټو په وروستۍ سرمشریزه کې د شوې ژمنې له مخې دفاعي مرستې ژر عملي کړي.
هغه ټینګار وکړ چې د «پېټریاټ» دفاعي سیسټمونو د جوازونو، او د اروپا د ګډ بالستیک ضد دفاعي پروژې پر چټک پرمختګ باید ژر اقدام وشي او دا مهال د اوکراین د ټولو دولتي ادارو لومړیتوب هم همدا دی.