د پرلت د کمېټې غړي اسفندیار کاکړ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، حکومت تر اوسه د دوی اساسي غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی او د خبرو اترو بهیر بېپایلې پاتې دی.
د نوموړي په وینا، د پرلت مهمې غوښتنې دا دي چې په د بلوچستان پښتون میشتو سیمو کې دې د وسلهوالو ډلو او د دوی په وینا د «ریاستي نیابتي ډلو» فعالیتونه پای ته ورسول شي، د زیارت د پېښو د قربانیانو د قضیو د څېړلو لپاره دې خپلواک او شفاف کمېسیون جوړ شي، ایف سي ځواک دې له سیمې وایستل شي او د لیویز ځواک دې بېرته فعال او په عصري وسلو او روزنې سمبال کړل شي.
اسفندیار کاکړ زیاته کړه، د حکومت استازي د دوی د ځینو غوښتنو د منلو واک نه لري.
د پرلت د تنظیموونکو په وینا، د خلکو ملاتړ ورځ تر بلې زیاتېږي او دوی به خپلو سولهییزو اعتراضونو ته دوام ورکړي. اسفندیار کاکړ ټینګار وکړ: «دا به د پښتنو وروستی پرلت وي او هڅه کوو چې د خپل یووالي له لارې خپلې غوښتنې ترلاسه کړو.»
بلخوا، د پرلت یو بل ګډونوال اسد خان اچکزي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د دوی مورال لوړ دی او تر هغه به پرلت ته دوام ورکړي څو د خپلو وژل شویو پښتنو سرتیرو لپاره عدالت ترلاسه نه کړي.
هغه وویل، د دوی غوښتنې غیرقانوني نه دي، خو حکومت یې بیا هم له منلو ډډه کوي. د نوموړي په خبره، د پرلت د ګډونوالو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي، چې دا د خلکو د پراخې ناراضۍ څرګندونه کوي.
په ورته وخت کې د بلوچستان د کورنیو چارو سلاکار بابر یوسفزي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل چې ، د حکومت او د زیارت د پېښې د قربانیانو د کورنیو او د پرلت د کمېټې ترمنځ خبرې تر ناوخته روانې وې او لومړنی پرمختګ پکې شوی دی.
هغه وویل، حکومتي پلاوي د زیارت د پېښې د څېړنې لپاره د قضایي کمېسیون د جوړېدو ډاډ ورکړی او د نورو غوښتنو په اړه هم خبرو ته چمتو دی.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو هم ویلي، حکومت پر خبرو اترو باور لري، د زیارت د قربانیانو کورنیو ترڅنګ ولاړ دی او په بېلابېلو ولسوالیو کې د وسلهوالو پر ضد عملیات روان دي.
د روغتیا وزیر بخت محمد کاکړ بیا ویلي، حکومتي کمېټه بشپړ واک لري او د ایالت د امنیت د ټینګښت لپاره باید ټولې خواوې ګډه هڅه وکړي.