د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو وزیرانو د نهم کنفرانس لومړۍ ناسته د یکشنې په ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې پیل شوه. دغه کنفرانس د اسلامي همکاریو سازمان په غړو هېوادونو کې د ښځو ټولنیزه، اقتصادي او سیاسي پیاوړتیا؛ ننګونې او د راتلونکي لارې» تر نامه لاندې جوړ شوی دی.
په کنفرانس کې د اسلامي نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د ښځو او کورنیو چارو اړوند وزیران، لوړپوړي دولتي چارواکي، د اسلامي همکاریو سازمان د اړوندو بنسټونو استازي او نړیوال شریک سازمانونه شامل دي.
د غونډې موخه د مسلمانو ښځو د وضعیت ارزونه، د هغوی د پیاوړتیا لپاره د راتلونکو تګلارو جوړول، او د زدهکړو، اقتصادي ونډې او سیاسي مشارکت په برخو کې د تجربو شریکول ښودل شوي دي.
د پاکستان د چارواکو په وینا، په کنفرانس کې د ۵۷ غړو هېوادونو استازو ګډون کړی دی.
په کنفرانس کې د سوریې په څېر هېواد، چې اسلامي سخت دریځي پکې واکمن دي، د ښځو چارو وزیرې ګډون کړی دی، خو افغانستان چې د اسلامي همکاریو سازمان غړی هېواد دی، د طالبانو تر واک لاندې اداره کې د ښځینه وزیرې یا لوړپوړې ښځینه چارواکې د نشتوالي له امله، هیڅ استازی نه لري.
په داسې حال کې چې د کنفرانس اصلي تمرکز د ښځو پر پیاوړتیا، زدهکړو، اقتصادي مشارکت او سیاسي ونډې دی، افغانستان د ښځو د حقونو په برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ دی.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نجونو پر ثانوي او لوړو زدهکړو بندیزونه، د ښځو پر کار محدودیتونه او له عامه ژوند څخه د ښځو د لرې کولو پالیسۍ د کورنیو او نړیوالو بنسټونو له پراخو نیوکو سره مخ شوې دي.
د ښځو د وضعیت په اړه نړیوال بنسټونه وایي، افغانستان اوس د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې ښځې او نجونې پکې د زدهکړو، کار او عامه مشارکت په برخو کې له تر ټولو سختو محدودیتونو سره مخ دي.