• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کراچۍ کې د بانک مخې ته وسله‌واله غلا؛ په پېښه کې یو ځوان ډاکټر ژوند له لاسه ورکړی

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۲۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۴۴ GMT+۱

د پاکستان د اقتصادي ښار کراچۍ په کلفټن سیمه کې د یو بانک مخې ته د ۲،۵ میلیونه پاکستاني کلدارو د لوټلو پرمهال د لوټمارو غلو په ډزو کې یو ځوان ډاکټر وژل شوی، ډاکټرانو د پېښې پر ضد اعتراضي لاريون کړی دی.

د کلفټن سیمې پوليسو د پېښې په اړه وويل، له ډاکټر څخه غلو له بانک څخه په ایستل شویو ۵ میلیونه پاکستاني کلدارو څخه ۲،۵ کلدارې لوټ کړي او تښتېدلي دي.

د کراچۍ ښار د سويلي ولسوالۍ د پوليسو مشر مهزور علي وویل، چې د اکاش په نوم ځوان، د هغه پلار او ملګري یې د تين تلوار په نوم سیمې ته نږدې له یوه شخصي بانک څخه ۵ میلیونه کلدارې ایستلې وې، کله چې دغه کسان د بوټ بیسن په سیمه کې د بانک مخې ته د دغو پیسو د جمع کولو لپاره ورسېدل، نو غلو پرې ډزې وکړې.

د پولیسو په وینا، پر دغه مهال چې غلو پر دوی ډزې وکړې د بانک ساتونکي هم په دوی ځوابې ډزې وکړې خو د غلو په ډزو کې اکاش ووژل شو.

د پوليسو له مخې، غلو له دوی څخه د۲،۵ کلدارو یو کڅوړه لوټ کړي او تښتېدلي دي.

په پېښه کې د وژل شوي ځوان پېژندګليو د ډاکټر اکاش په نوم شوې ده.

د پېښې پر ضد د کراچۍ د مرکزي جناح او نورو روغتونونو ډاکټرانو په تين تلوار سيمه کې اعتراضي لاريون کړی او په پېښه کې د ککړو کسانو د نيولو او د قانون منګولو ته راوستلو غوښتنه یې کوله.

د سيند ایالت حکومتي او پوليس چارواکو ويلي، په پېښه کې ککړ تورن کسان به زر ونيول شي، او بيا د کراچۍ ښاروال مرتضی وهاب اعتراضي لاريون ته ورغلی او اعتراضي ډاکټرانو ته باور ورکړی چې د تورنو کسانو پر ضد د لټون عمليات پيل کړل شوي او د انصاف لپاره به ټولې قانونې چارې پوره کړل شي، له دغې وروسته اعتراضي لاريون هم پای ته رسېدلی دی.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۴

ذبیح الله مجاهد: د شریعت له‌مخې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي

۵
ځانګړی

د کندهار د یوه زنداني کیسه؛ درې کاله زندان پر فیسبوک د یوې تبصرې بیه

•
•
•

نور کیسې

وړانګه لوڼۍ: پاکستان د خپلې بقا لپاره په بلوچستان کې بېلابېلې جنګې ډلې رامنځته کړې

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۵۲ GMT+۱
100%

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ایالتي مرستیالې وړانګې لوڼۍ په بلوچستان کې پر وروستیو ناامنیو اندېښنه ښودلې ده. هغې زیاته کړې: «ریاست د خپل ځان د بقا او وسایلو راټولولو لپاره په بلوچستان کې په بېلابېلو نومونو جنګي ډلې رامنځته کړې دي».

نوموړې په یوه ویډيويي پیغام کې ویلي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په بلوچستان کې رامنځته شوې ناامني د پاکستان نوې لوبه ده. هغې زیاته کړې: «ریاست نوې لوبه روانه کړې، وسله‌وال خلک او ډلې یې راپورته کړې او زموږ نازولي په وژني».

لوڼۍ وایي، همدا مهال د ترور د زوی له فاتحې راستنه شوې او وسله‌والو په ډېر «وحشت» دغه ځوانان وژلي دي. وړانګې لوڼۍ د بلوچستان په کوټې ښار کې د کویلې پاټک پر سیمه د زیارت ولسوالۍ د وروستۍ خونړۍ پېښې پرضد د پیل شوي اعتراضي پرلت ملاتړ کړی او دغه پرلت یې له ناامنۍ د سیمې د خلاصون یوازېنۍ لاره ګڼلې.

هغې ویلي: «د وطن د خلاصون یوازېنۍ لاره د همدې پرلت د سیاسي او تنظیمي مشرانو په لاس کې ده. په دې حساس وخت کې د سیاسي‌ ګوندونو چې په هره سخته کې درېدلي‌، اوسنی اتحاد یې د ستایلو دی او موږ یې ملاتړ کوو».
د یادونې وړ ده، چې د جولای په ۶مه وسله‌والو د زیارت ولسوالۍ د مانګي ډیم په سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ. په دغه برید کې په لومړي سر کې نهه پولیس سرتېري وژل شوي وو او ۲۱ نور یې وسله‌والو تښتولي وو.

وروسته تښتول شوي ۲۱ پولیس سرتېرو په ډزو وژل شوي مړي موندل شوي او د کوټې سول روغتون ته لېږدول شوي دي. له پېښې وروسته په سیمه کې ځايي خلکو او سیاسي ګوندو پرلت هم کړی.

سرفراز بګټي: په بلوچستان کې به وسله‌وال او هغوی ته اسانتيا برابرونکې وځپل شي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۰۲ GMT+۱
100%

د بلوچستان ایالت اعلی وزیر سرفراز بګټي ويلي، چې د وسله والو ډلو او هغوی ته د اسانتیاوو برابرونکو پر وړاندې به عملیات د وروستي وسله‌وال له منځه وړلو پورې په بشپړ ځواک، تسلسل او پرېکنده توګه دوام ولري.

د بلوچستان ایالتي حکومتي په يوه خبرپاڼه کې ويلي، سرفراز بګټي د يکشنبې په ورځ د کوېټې سره نزدې د هنه اوړک ببري کلي ته ورغلی او هلته په وسله وال بريد کې د وژل شوو د کورنيو سره یې ليدلي او خواشيني یې ورسره ښودلې ده.

د خبرپاڼې له مخې، اعلی وزير روښانه کړه چې د ریاست واکمنۍ ته ننګونې پېښوونکو عناصرو لپاره به د بلوچستان خاوره تنګه کړل شي او په هر قیمت به د خلکو د سر او مال خوندیتوب ډاډمن کړل شي.

بګټي ټينګار کړی، د ترهګرو او د هغوی د ملاتړو پر وړاندې به بې له کوم توپیره عملیات تر هغه وخته دوام ولري ترڅو چې له بلوچستان څخه ترهګري په بشپړه توګه ختمه نه شي.

بل لور ته د پاکستان په ملي پارلمان کې د اپوزېسيون مشر محمود خان اڅکزي په بلوچستان کې د ناامنۍ د پېښو په تړاو ويلي، ایالتي حکومت په امنيت ټينګ ساتلو کې پاتې راغلی، اعلی وزیر او نور به له خپلو څوکيو استعفاوې ورکوي.

محمود خان اڅکزی پاکستان ته؛ له افغانستان سره په بدۍ کولو نه خلاصېږئ

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۲۸ GMT+۱
100%

د پاکستان په ملي پارلمان کې د اپوزېسيون مشر محمود خان اڅکزي پاکستان ته په خطاب سره ويلي، چې که له افغانستان سره بدي کوئ نو په بدۍ نه خلاصيږي، تاسې د افغانستان په مسله کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د ګاونډيو هېوادونو غونډه راوبلي.

اڅکزي د يکشنې په ماښام د کوېټې په کوله پاټک سيمه کې د زيارت د پېښې پر ضد د اعتراضي پرلت غونډې ته په وينا کې پاکستان ته په خطاب سره وويل، د افغانستان سره په بدۍ کولو نه خلاصېږې.

هغه وويل: «موږ وړانديز کوو پاکستان دې د ملګرو ملتونو په مشرۍ کې د خپلو ګاونډيو هېوادونو غونډه راوبلي، مولوي فضل الرحمان به طالبان راولي، دلته به سره کښېنو، ازبکستان، تاجکستان، چين، ايران، پاکستان او افغانستان».

هغه زياته کړه چې که طالبانو رښتيا هم لېونتوب کاوه لکه ته (پاکستان) چې وایې چې طالبان ترهګري کوي که تا پر طالبانو ثابته کړله او موږ ستا ملګرتیا ونه کړله بيا موږ سم پاکستانيان نه يو.

اڅکزي وويل: «خو که افغانستان وویل چې زما د خپلواکۍ خيال به ساتې ستا د ازادۍ خیال ساتم زما مدعي به نه ساتې ستا مدعي نه ساتم».

نوموړي زياته کړه، د ملګري ملتونو او امنیتي شورا په منځګړيتوب دې غونډه وشي، «بیا که چا هم د بل په چارو کې لاسوهنه کوله هغه لاس دې ووهل شي».

په پښتنو سيمو کې د روانې ناامنۍ په اړه هغه وويل، پښتانه به ټول سره راټولیږي او د دې ناامنۍ او د وطن د زېرمو د لوټلو د مخنيوي لپاره به يو موټی کيږي.

نوموړي په حکومتونو او امنیتي ادارو نيوکې وکړې چې د امنیت پر ځای کولو کې پاتې راغلي دي.

مولانا فضل الرحمان: له افغانستان څخه زه هم ګیله لرم خو ځینې مسایل په زور نه حل کيږي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۴۵ GMT+۱
100%

د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د پاکستاني رياست ته په اشارې سره ويلي، «که تاسو پر افغانستان اعتراض کوئ، له افغانستان څخه زه هم ګیلې لرم، خو ځینې مسایل داسې وي چې په زور نه حل کېږي، بلکې هغه د ډیپلوماټیکو هڅو له لارې حل کېږي».

يوې غونډې ته په وينا کې نوموړي د پاکستان د روان وضعيت په اړه وويل: «د خپل هېواد خو دا حال دی، له هندوستان سره ټوله پوله بنده ده، له افغانستان سره ټولې لارې بندې دي، لوېدیځې پولې هم بندې دي، ختیځې پولې هم بندې دي. د ایران وضعیت داسې دی چې نه د ښه دی او نه د بد. چین له تاسو څخه خپل باور اخیستی دی».

همداراز نوموړي د چين هېواد د نوم اخېستو پرته وويل: «تاسو (پاکستان) ورته دوکه ورکړې، موږ د هغوی د پانګونې لاره ډب کړې ده. په دې وخت کې پاکستان محصور دی، د واکمنانو د تګلارو په لاس کې محصور دی، او واکمنان ځکه مجبور دي چې هغوی هم محصور دي».

د پښتونخوا په قبايلي ولسواليو کې د امنيتي وضعيت او هلته د شته زېرمو په اړه هغه وويل، «نن چې په قبایلي غرونو کې کومه جګړه روانه ده، هغه په همدې اساس ده چې د پاکستان معدني زېرمې پلورل کېږي او ځايي خلک بې واکه کېږي، له هغوی څخه واک اخیستل کېږي.

او هغوی داسې انګېري چې موږ په خپله دا کاروبار کولی شو».

مولانا فضل الرحمان زياته کړه، د خیبر پښتونخوا خلک هلته د سرچینو مالکان دي. دغه رنګ د هر ايالت خلک د خپلو سرچینو مالکان دي، «هېڅ د مور زوی د هغوی پر حقونو ډاکه نه شي اچولی، او که واچول شي، نو بیا به همدا بې ثباتي او ناکراري رامنځته کېږي»، کومه چې نن په پښتونخوا، بلوچستان او سيند ایالتونو کې ده.

د کوټې د اعتراضي پرلت او حکومت خبرې بې‌پایلې شوې

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۲۴ GMT+۱
100%

د بلوچستان په کوټه ښار کې د کویلې پاټک پر سیمه د زیارت ولسوالۍ د وروستۍ خونړۍ پېښې پر ضد پیل شوی اعتراضي پرلت څلورمې ورځې ته وغځېد، په داسې حال کې چې د حکومت او د پرلت د استازو ترمنځ د خبرو اترو له دوو پړاوونو وروسته هم بې پایلې دي.

د پرلت د کمېټې غړي اسفندیار کاکړ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، حکومت تر اوسه د دوی اساسي غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی او د خبرو اترو بهیر بې‌پایلې پاتې دی.

د نوموړي په وینا، د پرلت مهمې غوښتنې دا دي چې په د بلوچستان پښتون میشتو سیمو کې دې د وسله‌والو ډلو او د دوی په وینا د «ریاستي نیابتي ډلو» فعالیتونه پای ته ورسول شي، د زیارت د پېښو د قربانیانو د قضیو د څېړلو لپاره دې خپلواک او شفاف کمېسیون جوړ شي، ایف سي ځواک دې له سیمې وایستل شي او د لیویز ځواک دې بېرته فعال او په عصري وسلو او روزنې سمبال کړل شي.

اسفندیار کاکړ زیاته کړه، د حکومت استازي د دوی د ځینو غوښتنو د منلو واک نه لري.

د پرلت د تنظیموونکو په وینا، د خلکو ملاتړ ورځ تر بلې زیاتېږي او دوی به خپلو سوله‌ییزو اعتراضونو ته دوام ورکړي. اسفندیار کاکړ ټینګار وکړ: «دا به د پښتنو وروستی پرلت وي او هڅه کوو چې د خپل یووالي له لارې خپلې غوښتنې ترلاسه کړو.»

بلخوا، د پرلت یو بل ګډونوال اسد خان اچکزي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د دوی مورال لوړ دی او تر هغه به پرلت ته دوام ورکړي څو د خپلو وژل شویو پښتنو سرتیرو لپاره عدالت ترلاسه نه کړي.

هغه وویل، د دوی غوښتنې غیرقانوني نه دي، خو حکومت یې بیا هم له منلو ډډه کوي. د نوموړي په خبره، د پرلت د ګډونوالو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي، چې دا د خلکو د پراخې ناراضۍ څرګندونه کوي.

په ورته وخت کې د بلوچستان د کورنیو چارو سلاکار بابر یوسفزي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل چې ، د حکومت او د زیارت د پېښې د قربانیانو د کورنیو او د پرلت د کمېټې ترمنځ خبرې تر ناوخته روانې وې او لومړنی پرمختګ پکې شوی دی.

هغه وویل، حکومتي پلاوي د زیارت د پېښې د څېړنې لپاره د قضایي کمېسیون د جوړېدو ډاډ ورکړی او د نورو غوښتنو په اړه هم خبرو ته چمتو دی.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو هم ویلي، حکومت پر خبرو اترو باور لري، د زیارت د قربانیانو کورنیو ترڅنګ ولاړ دی او په بېلابېلو ولسوالیو کې د وسله‌والو پر ضد عملیات روان دي.

د روغتیا وزیر بخت محمد کاکړ بیا ویلي، حکومتي کمېټه بشپړ واک لري او د ایالت د امنیت د ټینګښت لپاره باید ټولې خواوې ګډه هڅه وکړي.