نتنیاهو: که ایران برید وکړي د اسراییل ځواب به د پخوا په پرتله ډېر سخت وي

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړی چې که ایران پر اسراییل هر ډول برید وکړي، د دغه هېواد ځواب به د پخوا په پرتله ډېر سخت وي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړی چې که ایران پر اسراییل هر ډول برید وکړي، د دغه هېواد ځواب به د پخوا په پرتله ډېر سخت وي.
نتنیاهو د سېشنبې په ورځ پر اېکس پاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې د ایران چارواکو ته په خطاب کې وویل: «که پر موږ برید وکړئ، زموږ پر زغم حساب مه کوئ».
هغه زیاته کړه: «ګومان مه کوئ چې پخوانۍ پېښې به تکرار شي، ځکه داسې به ونه شي. زموږ ځواب به تر پخوا ډېر ځواکمن وي».
د اسراییل لومړي وزیر همداراز وویل: «هغه دوره چې پر موږ به برید کېده او موږ به ځواب نه ورکاوه، پای ته رسېدلې ده».

اوکراین د ازوف په سمندرګي کې د روسیې پر نظامي کښتیو بریدونه کړي دي او د جګړې نوی ډګر یې پرانیستی. د اوکراین د ډرون ځواکونو قوماندان رابرټ بروفدي ویلي چې په دغو بریدونو کې یې د روسیې ۱۱ کښتۍ ویشتلې دي.
روسیې د سېشنبې په ورځ پر اوکراین تور پورې کړ، چې د ازوف په سمندرګي کې یې پر کښتیو په بریدونو سره «تروریستي اقدامات» ترسره کړي دي.
د روسیې د غلو د صادراتو شاوخوا څلورمه برخه له دې سمندري لارې لېږدیږي او اوس د جګړې په یوه نوي ډګر بدله شوې ده.
د اوکراین دغه چارواکي ویلي چې په نښه شویو کښتیو کې پنځه ټانکرونه، پنځه د وچو توکو لېږدوونکې کښتۍ او یوه بله کښتۍ شاملې دي.
د هغه په وینا، په تېرو نهو ورځو کې د اوکراین له خوا د ویشتل شویو روسي کښتیو ټول شمېر ۱۱۶ ته رسېدلی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د اوکراین دغه اقدامات په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې د اوکراین رژیم کړنې تر سمندري غلا هم اوښتې دي.
اسراییل هیوم ورځپاڼې راپور ورکړی چې د خلیج فارس یو شمېر هېوادونو په یوه ګډ پیغام کې واشنګټن ته د ایران پر ضد د پوځي بریدونو د بیا پیل بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی.
دې ورځپاڼې د خلیج فارس د دوو ډیپلوماټانو له قوله لیکلي چې یاد هېوادونو د تېرې اوونۍ په پای کې په یوه ګډ پیغام کې امریکا ته ویلي چې د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو له بیا پیلېدو ملاتړ کوي.
د راپور له مخې، د خلیج فارس ځینو هېوادونو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د ایران پر ضد روانو عملیاتو کې هم ګډون کړی، که څه هم د دوی رول لا هم محدود بلل شوی، خو ویل شوي چې اوس په تهاجمي اقداماتو کې فعاله ونډه لري.
اسراییل هیوم لیکلي چې د دغو هېوادونو د دریځ بدلون تر ډېره د ایران له لوري د سیمې پر هېوادونو، په ځانګړي ډول پر قطر او د هغه هېواد د طبیعي ګازو پر تاسیساتو د توغندیزو او بېپیلوټه بریدونو له امله رامنځته شوی دی.
د راپور پر بنسټ، قطر چې پخوا یې د ایران پر ضد د خلیج فارس د هېوادونو د ګډ دریځ د جوړېدو مخه نیوله، پر خپلې خاورې له برید وروسته خپل مخالفت پای ته رسولی او د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو هڅې یې هم درولې دي.
ورځپاڼې زیاته کړې چې اسراییل په دې پړاو کې په مستقیم ډول په پوځي عملیاتو کې ګډون نه لري، خو د استخباراتي معلوماتو او لوژستیکي ملاتړ په برخه کې همکاري کوي.
په همدې حال کې، د اسراییل یوه امنیتي چارواکي اسراییل هیوم ته ویلي چې د تلابیب ارزونه لا هم دا ده چې ایران به په اوسني پړاو کې پر اسراییل له مستقیم برید څخه ډډه وکړي، ځکه د اسراییل پوځي بازدارندګي جدي ګڼي او نه غواړي د ځان پر ضد د یوې پراخې جګړې د بیا پیل زمینه برابره کړي.
د کرکټ نړیوالې شورا (ایسيسي) د افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو لپاره د پرمختیايي پروګرام د دوام ملاتړ کړی او د دې موخې لپاره یې ځانګړی کاري ډله بیا فعاله کړی، څو تر ۲۰۳۰ کال پورې د دغې لوبډلې د رسمي سیالیو لپاره د ګډون یوه منظمه او دوامداره نقشه برابره کړي.
ایسيسي تېره اوونۍ د سکاټلنډ په اډینبورګ ښار کې په خپلې کلنۍ غونډه کې پرېکړه وکړه چې د افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو د ملاتړ پروګرام ته دوام ورکړي. د شورا په وینا، ځانګړي کاري ډلې ته دنده سپارل شوې چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د دغو لوبغاړو د رسمي نړیوالو سیالیو لپاره د ګډون زمینه برابره کړي.
د کرکټ نړیوالې شورا بورډ په دې کاري ډله کې د خپلې خپلواکې مشرې روز ریواز او د اجرایوي کمېټې د غړې ساره کین په ګډون نوي غړي هم شامل کړي دي. دغه غړي به د هند، اسټرالیا او انګلستان د کرکټ بورډونو له استازو سره په ګډه د پروګرام څارنه کوي، څو د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبغاړو وړتیاوې لوړې، استازیتوب یې پیاوړی او د لوبو مناسب فرصتونه ورته برابر شي.
د افغان کډوالو ښځینه لوبغاړو له ډلې ناهیده ساپۍ او فیروزه افغان د ایسيسي د دې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه ګام دوی ته دا هیله ورکوي چې یو ځل بیا د یوې ګډې لوبډلې په توګه سره راټولې او په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.
د دوی په وینا، په تېر یوه کال کې هند او انګلستان ته د روزنیزو سفرونو او په خپلو استوګنځایونو کې د مسلکي روزونکو تر لارښوونې لاندې تمرینونو د دوی په پرمختګ کې مهم رول لوبولی او تر ۲۰۳۰ کال پورې د ایسيسي رسمي سیالیو ته د لار موندلو هدف ورته روښانه شوی دی.
اوس مهال دغه افغان ښځینه کرکټ لوبغاړې په اسټرالیا، انګلستان او کاناډا کې ژوند کوي. د ایسيسي د نوي پلان له مخې به دوی په خپلو استوګنو هېوادونو کې د فزیکي چمتووالي، فزیوتراپۍ او مسلکي روزونکو تر څارنې لاندې خپلو تمرینونو ته دوام ورکړي.
د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې ویلي، د مکسیکو د نشهیي توکو د قاچاق د «لاس چاپیتوس» ډلې دوه مشران، ایوان ارچیوالدو ګوزمان سالازار او خیسوس الفریدو ګوزمان سالازار، لا هم تښتېدلي دي او د هر یوه د نیولو او محکومیت ته د لار هوارولو په بدل کې ۱۰ میلیونه ډالره انعام ټاکل شوی دی.
دغه ادارې په خپل ایکسپاڼه کې ویلي چې ایوان ارچیوالدو ګوزمان سالازار او خیسوس الفریدو ګوزمان سالازار د خپل پلار، خواکین «ال چاپو» ګوزمان لوېرا، د مخدره موادو د قاچاق شبکې وارثان دي.
د کډوالۍ او ګمرکي چارو ادارې په خپل بیان کې ویلي: «ایوان ارچیوالدو ګوزمان سالازار او خیسوس الفریدو ګوزمان سالازار لا هم تښتېدلي دي او د هغو معلوماتو په بدل کې چې د دوی د نیولو او محکومیت لامل شي، ۱۰ میلیونه ډالره انعام ورکول کېږي.»
دې ادارې خلکو ته خبرداری ورکړی چې د دغو کسانو د نیولو هڅه دې نه کوي، ځکه د دوی په وینا، دواړه «وسلهوال او خطرناک» ګڼل کېږي.
لاس چاپیتوس د مکسیکو د سینالووا د مخدره موادو د کارټل هغه ډله ده چې د خواکین «ال چاپو» ګوزمان زامنو ته منسوبه ده.
د امریکا حکومت دغه ډله د فینټانیل او نورو مخدره موادو د نړیوال قاچاق له مهمو شبکو څخه بولي. واشنګټن په وروستیو کلونو کې د دغې شبکې پر غړو بندیزونه لګولي او د هغوی د نیولو لپاره یې څو ځله د میلیوني انعامونو اعلان کړی دی.
د بشري حقونو څار بنسټغړې الیسا کلمن، د امریکا د کډوالۍ ادارې په توقیف کې د افغان پناهغوښتونکي محمد نذیر پکتیاوال د مړینې په تړاو د روڼتیا، حسابورکونې او د هغه د بشپړ عدلي طبې معاينې د راپور د خپرېدو غوښتنه کړې ده.
د شمېرو له مخې، د تېر کال د مرغومي (جدي) میاشتې راهیسې د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې په توقیف کې لږ تر لږه ۵۴ کسان مړه شوي دي.
محمد نذیر پکتیاوال، ۴۱ کلن افغان پناهغوښتونکی و، چې نږدې لس کاله یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ دنده ترسره کړې وه. نوموړی د تېر کال د کب په ۲۳مه، په ټکساس ایالت کې له نیول کېدو څخه تر ۲۴ ساعتونو کم وخت وروسته، د هغه څه له امله چې امریکايي چارواکو یې «الرژیک غبرګون» بللی، مړ شو.
د هغه د مړینې سند له مړینې څخه ۱۰۳ ورځې وروسته خپور شو.
الیسا کلمن ویلي، د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې د پکتیاوال د مړینې د اعلان پر مهال هغه «ناقانونه مجرم کډوال» بللی و، په داسې حال کې چې نوموړي هېڅ جرمي محکومیت نه درلود او د امریکا له پوځ سره د کلونو همکارۍ له امله یې دې هېواد ته د لنډمهالي ننوتلو قانوني اجازه ترلاسه کړې وه.
د نوموړي د پناه غوښتنې دوسیه هم د ارزونې په حال کې وه، خو د امریکا حکومت د تېر کال د لیندۍ (قوس) میاشتې راهیسې د افغان وګړو د پناه غوښتنې دوسیو ارزونه درولې ده.
د راپور له مخې، پکتیاوال د کب په ۲۲مه، هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یې خپل ماشومان ښوونځي ته یوسي. د هغه کورنۍ «افغان ایواک» سازمان ته ویلي چې نوموړی د تنفسي ناروغۍ له امله د تنفسي سپرې اړتیا لرله او مېرمن یې هڅه کړې وه چې دغه درمل ورته ورسوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې ویلي، پکتیاوال له نیول کېدو وروسته د ساه لنډۍ او د سینې له درد څخه شکایت وکړ، روغتون ته ولېږدول شو او بله ورځ یې ساه ورکړه.
د بشري حقونو د څار سازمان غړې ویلي، د پکتیاوال مړینه د امریکا د کډوالۍ ادارې په توقیفځایونو کې د مړینو د مخ پر زیاتېدو لړۍ یوه برخه ده. د هغې په وینا، د امریکا د اوسني حکومت له واک ته رسېدو وروسته، په دغو توقیفځایونو کې د مړینو په اړه د روڼتیا غوښتنې زیاتې شوې دي.
که څه هم د پکتیاوال د مړینې په سند کې د مړینې لامل «پېښه» ثبت شوی، خو کلمن وايي چې دغه پایله د نوموړي د مړینې د څرنګوالي په اړه نورې پوښتنې راولاړوي.
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، د امریکا حکومت د پکتیاوال د کورنۍ، د پناهغوښتونکو د حقونو د ملاتړو بنسټونو او د کانګرس د یو شمېر غړو له غوښتنو سره سره، د دې قضیې په اړه د نورو جزییاتو له ورکولو ډډه کړې ده.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د دې قضیې د بشپړې څېړنې ترسره کول او د محمد نذیر پکتیاوال د عدلي معاينې بشپړ راپور خپرول د روڼتیا او حسابورکونې د تأمین لپاره یو مهم او لومړنی ګام دی.