• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان وايي د کراچۍ برید پلان «په افغانستان کې جوړ شوی» و

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۵۲ GMT+۱

د پاکستان د ترهګرۍ ضد پولیسو ادعا کړې چې په کراچۍ ښار کې د نیمه پوځي ځواکونو پر یوه کمپ د تېرې میاشتې د برید اصلي طراح او هغه کسان یې نیولي چې بریدګرو ته یې وسلې ورکړې وې. دوی ادعا کړې، چې د برید پلان په افغانستان کې جوړ شوی و.

د کراچۍ د ترهګرۍ ضد پولیسو مشر عرفان بهادر د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل، چې د جون پر ۲۷مه په کراچۍ کې د نیمه پوځي ځواک پر کمپ برید کې درې پاکستاني سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان وو.

نوموړي ادعا وکړه:«دا برید په افغانستان کې پلان شوی و، لارښوونې او دغه راز کارول شوې وسلې او چاودېدونکي توکي هم له افغانستان څخه راغلي وو».

پولیسو ویلي، د برید اصلي طراح محمد بشیر نومېږي چې له پېښې وروسته له خپلو ۱۳ همکارانو سره یوځای نیول شوی دی.

پاکستاني پولیس وايي چې په یاده ډله کې د جانان، هادي، عمر او عثمان په نومونو د څلور بریدګرو ډله له افغانستان څخه کراچۍ ته ننوتې وه. د پولیسو د معلوماتو له‌مخې، د جانان په نوم بریدګر د کمپ په دروازه کې ځانمرګی برید کړی و چې نورو دریو بریدګرو ته د ننوتلو لاره خلاصه کړي.

پر همدغه مهال د سند ایالت د کورنیو چارو وزیر ضیاءالحسن لنجار ویلي، په بریدګرو کې درې تنه د افغانستان وګړي او یو تن د خیبر پښتونخوا د باجوړ اوسېدونکی و. پولیس وايي، د عثمان په نوم یو ټپي بریدګر اعتراف کړی چې هغوی په افغانستان کې په بېلابېلو کمپونو کې روزل شوي وو.

پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې له نیول شویو کسانو څخه د برید د چمتووالي ویډیوګانې او په افغانستان کې د دغې ډلې د روزنیزو کمپونو اسناد هم ترلاسه شوي دي.

پاکستاني رسنیو د برید د پلان د لومړیو شیبو بې لوګو صافې ویډیوګانې هم خپرې کړې دي.

طالبانو د پاکستاني چارواکو د تازه ادعا په تړاو تر دې دمه غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې ورته ادعاوې رد کړې دي.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۴

د نجونو زده‌کړو پلوی ګوښه شوی چارواکی له ۹ میاشتو وروسته د طالبانو یوې غونډه کې راڅرګند شو

۵

ذبیح الله مجاهد: د شریعت له‌مخې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي پاکستان د افغانستان «منحوس دښمن» بللی

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۳۳ GMT+۱
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتو رییس عبدالحکیم همت وایي، پاکستان د افغانستان له پرمختګ، ملي یووالي او په خپلو پښو له درېدو سره ستونزه لري. نوموړي پاکستان د افغانستان «منحوس دښمن» وباله او له خبریالانو یې وغوښتل چې د خلکو د افکارو د تنویر ترڅنګ «فکري جګړه» هم مخته یوسي.

عبدالحکیم همت اخوندزاده چې د پکتیا ولایت خبریالانو ته وینا کوله، ویلي د پاکستان دښمني نه د دین ده، نه د ژبې، نه د خاورې بلکې غواړي افغانستان متحد، پر خپلو پښو ولاړ او پرمختللی هیواد ونه اوسي.»

د نوموړي په وینا، پاکستان داسې افغانستان نه شي زغملی، چې پرمختګ وکړي او په خپلو پښو ودرېږي.

یاد طالب چارواکې د پکتیا له خبریالانو غوښتي چې د عامه پوهاوي او د خلکو د افکارو د تنویر په برخه کې همکاري وکړي.

۵۷ اسلامي هېوادونو په افغانستان کې پر ښځو د بندیزونو لرې کولو غوښتنه کړې

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۱۹ GMT+۱
100%

د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو د چارو وزیرانو د خپلې نهمې غونډې په رسمي اعلامیه کې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار د طالبانو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده. سازمان ویلي، چې د طالبانو بندیزونه د اسلام له ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

دغه غونډه د جولای پر ۱۲مه او ۱۳مه نېټه د پاکستان په کوربه‌توب ترسره شوه او د ۵۷ اسلامي هېوادونو استازو او د ښځو چارو وزیرانو پکې ګډون کړی و.

د غونډې په اعلامیه کې ګډون کوونکو هېوادونو ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړو او کار لګول شوي محدودیتونه له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي ځکه اسلام د ښځو او نجونو د کرامت او حقونو ملاتړ کوي.

دغه سازمان په افغانستان کې په عامه ژوند کې د ښځو او نجونو د بشپړ، برابر او رغنده ګډون لپاره د ټولو ښوونیزو او مسلکي خنډونو پر لرې کولو کلک ټینګار کړی دی.

په دغه پرېکړه‌لیک کې راغلي دي چې د ښځو او نجونو پیاوړتیا او د هغوی په زده‌کړو، مهارتونو، مشرتابه او اقتصادي مشارکت کې پانګونه د اسلامي امت د راتلونکي، پرمختګ او هوساینې لپاره خورا اړینه ده.

د اسلامي همکاریو سازمان همدارنګه د ښځو د ډیجیټلي ادغام لپاره د «اسلام‌اباد نوښت» په نوم یو داوطلبانه پلیټ فارم پیل کړ چې په غړو هېوادونو کې د ښځو د ډیجیټلي سواد، ساینس او ټیکنالوژۍ په برخو کې د هغوی ملاتړ وکړي.

سازمان ټینګار کړی، چې د اسلام ښوونې او ارزښتونه د ښځو او نجونو عزت، حقونه، ګډون او پرمختګ حمایه کوي او په کورنۍ، ټولنه او ټولنیز ژوند کې د هغوی مهم رول مني.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له بیا رسېدو وروسته د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار او عامه ژوند کې پر ګډون پراخ محدودیتونه لګولي دي.

دغه محدودیتونه د اسلامي همکاریو سازمان، ملګرو ملتونو او ګڼو هېوادونو له پرله‌پسې نیوکو او د ښځو د حقونو د بېرته تامینولو له غوښتنو سره مخ شوي، خو طالبانو دغو غوښتنو ته تر دې مهاله مثبت ځواب نه دی ویلی.

د طالبانو د چارو ادارې رییس: بهرنۍ رسنۍ زموږ د اطاعت د کمزوري کولو هڅه کوي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۰۷ GMT+۱
100%

د طالبانو د چاري ادارې رییس نور الحق انور ادعا کړې چې بهرنۍ رسنۍ د یادې ډلې د اطاعت او یووالي د کمزوري کولو هڅه کوي. نوموړي ټینګار کړی چې رسنۍ باید حقیقي معلومات تر خلکو ورسوي.

طالبانو ویلي، چې د سې شنبې په ورځ یې په میدان وردګو ولایت کې د خبریالانو فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه سیمینار جوړ کړی و.

یاد سمینار ته د وینا پرمهال د طالبانو د چارو ادارې رییس نورالحق انور ادعا کړې، چې بهرنۍ رسنۍ د یادې ډلې د اطاعت او یووالي د کمزوري کولو هڅه کوي.

نوموړي زیاته کړې:« بهرنۍ رسنۍ د بیان ازادي موږ ته په داسې بڼه وړاندې کوي چې زموږ له دیني او ټولنیزو ارزښتونو سره توپیر لري او په پایله کې یې زموږ د اطاعت او یووالي د کمزوري کولو هڅه کېږي».

نوموړي یادې څرګندونې پرداسې مهال کړي، چې یادې ډلې په افغانستان کې پر ټولو کورنیو رسنیو سخت محدودیتونه لګولي او د رسنیو ټول فعالیتونه سانسور کېږي.

په امریکا کې د یوه افغان عکاس د مړینې په قضیه کې یو موټر چلوونکی تورن پېژندل شوی

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۴۵ GMT+۱
100%

په امریکا کې یوه منصفه پلاوي هغه موټر چلوونکی تورن کړی، چې په جورجیا کې یې د ترافیکي پېښې پر مهال د یوه افغان خبریال په ګډون دوه کسان وژلي وو. د راپورونو له مخې، تورن کواډرامیل ویلیامز د پولیسو له تعقیب څخه د تېښتې پر مهال له بل موټر سره ټکر کړی و.

د امریکا د جورجیا د ایالتي پولیسو د راپور له مخې، دغه پېښه د تېرې اپریل میاشتې پر ۲۳مه نېټه هغه مهال وشوه چې تورن کواډرامیل ویلیامز د پولیسو له اشارې وروسته د تېښتې هڅه وکړه او له بل موټر سره یې ټکر وکړ.

د محکمې د اسنادو له مخې، کواډرامیل ویلیامز د جولای میاشتې پر اتمه نېټه د قتل په دوو جرمي مواردو، له پولیسو څخه په تېښته او د ميتامفیتامین د وئشلو د نیت په تور تورن شوی دی.

په دې ترافیکي پېښه کې ۳۶ کلن افغان خبریال حبیب الله عزیزي او ۱۸ کلن تریجون انتوني وژل شوي دي. انتوني له موټر څخه بهر لوېدلی و او عزیزي روغتون ته له لېږدول کېدو وروسته د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

اسناد ښيي چې تورن ویلیامز پر سړک له ټاکل شوي سرعت څخه په ساعت کې شاوخوا ۲۰ مایله زیات سرعت درلود او د درېدو د غږیزو او نورو اشارو له ورکولو وروسته هم ونه درېد.

حبیب الله عزیزي چې په دې پېښه کې یې ژوند له لاسه ورکړی، په یوه خیریه انلاین پاڼه کې د یوه افغان عکاس خبریال په توګه معرفي شوی چې په ساوانا ښار کې یې ژوند کاوه.

د محکمې د اسنادو پر بنسټ، پولیسو د تورن کواډرامیل ویلیامز له موټر څخه ميتامفیتامین مخدره توکي هم ترلاسه کړي دي او نوموړی اوسمهال په بند کې دی.

حبیب الله عزیزي له یوې لسیزې زیاته موده په افغانستان کې له طلوع نیوز سره د کامره مین په توګه کار کړی و او د جمهوریت له پرځېدو وروسته هغه امریکا ته کډوال شوی و.

فضل محمود فضلي: پاکستان د پښتنو او بلوڅو تاریخي پیوستون نه شي ماتولی

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۴۲ GMT+۱
100%

د جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي د بلوچستان وروستیو ناامنیو په تړاو ویلي، چې «پاکستان هڅه کوي د اجیرو او مصنوعي ملیشو په جوړولو سره د پښتنو او بلوڅو تاریخي پیوستون کمزوری کړي» خو په وینا یې «دا یووالی ژورې تاریخي ریښې لري او په توطیو نه ماتېږي».

فضلي پر خپل ایکسی لیکلي د پښتنو او بلوڅو تاریخي پیوستون کومه نوې پدیده نه ده، بلکې دواړه ولسونه ګډ دښمن او ګډ برخلیک لري.

د نوموړي په وینا، پښتانه او بلوڅ د استعمار او د هغه د شومو توطیو پر وړاندې د اوږدې مبارزې ګډ تاریخ لري.

فضلي زیاته کړې، پاکستان چې نوموړي د استعمار پوسته بللې، اوس هم هڅه کوي د اجیرو او مصنوعي ملېشو په رامنځته کولو سره د پښتنو او بلوڅو تاریخي پیوستون، ورورګلوي او ګډه مبارزه کمزورې کړي.

هغه ټینګار کړی، چې د پښتنو او بلوڅو ترمنځ تاریخي پیوستون ژورې ریښې لري، تلپاتې دی او په توطیو نه ماتېږي.

د نوموړي په وینا، همدا د افغانانو روښانه او ثابت دریځ دی.