• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په امریکا کې د یوه افغان عکاس د مړینې په قضیه کې یو موټر چلوونکی تورن پېژندل شوی

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۰۹ GMT+۱

په امریکا کې یوه منصفه پلاوي هغه موټر چلوونکی تورن کړی، چې په جورجیا کې یې د ترافیکي پېښې پر مهال د یوه افغان خبریال په ګډون دوه کسان وژلي وو. د راپورونو له مخې، تورن کواډرامیل ویلیامز د پولیسو له تعقیب څخه د تېښتې پر مهال له بل موټر سره ټکر کړی و.

د امریکا د جورجیا د ایالتي پولیسو د راپور له مخې، دغه پېښه د تېرې اپریل میاشتې پر ۲۳مه نېټه هغه مهال وشوه چې تورن کواډرامیل ویلیامز د پولیسو له اشارې وروسته د تېښتې هڅه وکړه او له بل موټر سره یې ټکر وکړ.

د محکمې د اسنادو له مخې، کواډرامیل ویلیامز د جولای میاشتې پر اتمه نېټه د قتل په دوو جرمي مواردو، له پولیسو څخه په تېښته او د ميتامفیتامین د وئشلو د نیت په تور تورن شوی دی.

په دې ترافیکي پېښه کې ۳۶ کلن افغان خبریال حبیب الله عزیزي او ۱۸ کلن تریجون انتوني وژل شوي دي. انتوني له موټر څخه بهر لوېدلی و او عزیزي روغتون ته له لېږدول کېدو وروسته د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

اسناد ښيي چې تورن ویلیامز پر سړک له ټاکل شوي سرعت څخه په ساعت کې شاوخوا ۲۰ مایله زیات سرعت درلود او د درېدو د غږیزو او نورو اشارو له ورکولو وروسته هم ونه درېد.

حبیب الله عزیزي چې په دې پېښه کې یې ژوند له لاسه ورکړی، په یوه خیریه انلاین پاڼه کې د یوه افغان عکاس خبریال په توګه معرفي شوی چې په ساوانا ښار کې یې ژوند کاوه.

د محکمې د اسنادو پر بنسټ، پولیسو د تورن کواډرامیل ویلیامز له موټر څخه ميتامفیتامین مخدره توکي هم ترلاسه کړي دي او نوموړی اوسمهال په بند کې دی.

حبیب الله عزیزي له یوې لسیزې زیاته موده په افغانستان کې له طلوع نیوز سره د کامره مین په توګه کار کړی و او د جمهوریت له پرځېدو وروسته هغه امریکا ته کډوال شوی و.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۴

د نجونو زده‌کړو پلوی ګوښه شوی چارواکی له ۹ میاشتو وروسته د طالبانو یوې غونډه کې راڅرګند شو

۵

ذبیح الله مجاهد: د شریعت له‌مخې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي

•
•
•

نور کیسې

فضل محمود فضلي: پاکستان د پښتنو او بلوڅو تاریخي پیوستون نه شي ماتولی

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۴۲ GMT+۱
100%

د جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي د بلوچستان وروستیو ناامنیو په تړاو ویلي، چې «پاکستان هڅه کوي د اجیرو او مصنوعي ملیشو په جوړولو سره د پښتنو او بلوڅو تاریخي پیوستون کمزوری کړي» خو په وینا یې «دا یووالی ژورې تاریخي ریښې لري او په توطیو نه ماتېږي».

فضلي پر خپل ایکسی لیکلي د پښتنو او بلوڅو تاریخي پیوستون کومه نوې پدیده نه ده، بلکې دواړه ولسونه ګډ دښمن او ګډ برخلیک لري.

د نوموړي په وینا، پښتانه او بلوڅ د استعمار او د هغه د شومو توطیو پر وړاندې د اوږدې مبارزې ګډ تاریخ لري.

فضلي زیاته کړې، پاکستان چې نوموړي د استعمار پوسته بللې، اوس هم هڅه کوي د اجیرو او مصنوعي ملېشو په رامنځته کولو سره د پښتنو او بلوڅو تاریخي پیوستون، ورورګلوي او ګډه مبارزه کمزورې کړي.

هغه ټینګار کړی، چې د پښتنو او بلوڅو ترمنځ تاریخي پیوستون ژورې ریښې لري، تلپاتې دی او په توطیو نه ماتېږي.

د نوموړي په وینا، همدا د افغانانو روښانه او ثابت دریځ دی.

طالبانو په پکتیکا کې په ټانکر کې د لرګیو د قاچاق د مخنیوي خبر ور کړی

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۲۱ GMT+۱
100%

د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ خبر ور کړی، چې د ځنګلونو د ساتنې او څارنې قطعې د لرګیو د ناقانونه لېږد پر مهال یو ټانکر موټر نیولی دی. په دغه ټانکر کې په مهارت سره لرګي ځای پر ځای شوي وو.

د طالبانو د پکتیکا امنیه قومندانۍ نن سې شنبه، د چنګاښ پر ۲۳مه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دغه ټانکر موټر کې په ډېر مهارت سره لرګي ځای پر ځای شوي وو او غوښتل یې چې په ناقانونه توګه یې بل ځای ته ولېږدوي.

د پکتیکا د طالبانو مسوولینو په وینا، دغه موټر د سروبي ولسوالۍ د رباط له سیمې څخه بار شوی و او غوښتل یې چې دغه لرګي غزني ولایت ته یوسي.

د طالبانو د پکتیکا ولایت د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، یاد ناقانونه بار د سروضې ولسوالۍ اړوند د پړاو په سیمه کې د ځنګلونو د ساتنې او څارنې قطعې د سرتېرو له خوا کشف او ونیول شو.

د دغه قاچاقي لېږد په تړاو د یاد ټانکر موټر چلوونکی هم نیول شوی دی.

د طالبانو د پکتیکا ولایت امنیتي چارواکو زیاته کړې، چې نیول شوی موټر چلوونکی دا مهال د دوی په توقیف کې دی او د پېښې په اړه ترې پوښتنې او ګروېږنې روانې دي.

د قزاقستان د صنایعو وزیر: غواړو له افغانستان او قرغیزستان څخه د فلزاتو اومه توکي وارد کړو

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۰۴ GMT+۱
100%

د قزاقستان د صنایعو او ودانیزو چارو وزیر اعلان کړی، چې د خپلو اوسپنې فابریکو لپاره یې له افغانستان او قرغیزستان څخه د خامو موادو د واردولو په اړه نوي تړونونه لاسلیک کړي دي.

د قزاقستان د صنایعو وزیر یرساین ناګاسپایف ویلي چې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د فلزاتو په سکټور کې د تولید کچه ۹۷،۳ سلنې ته رسېدلې وه. د ناګاسپایف په وینا، په دغه سکټور کې د تولید کمښت د فابریکو د منظمې بیارغونې او د هېواد د کاني زېرمو د تدریجي زوړوالي له امله رامنځته شوی و.

د دې ستونزې د هواري لپاره قزاقستان پر کورنیو تولیداتو د تمرکز تر څنګ، له افغانستان او قرغیزستان څخه د خامو موادو د واردولو تړونونه کړي دي.

د قزاقستاني رسنیو د راپورونو له‌مخې، په وروستیو میاشتو کې د قزاقستان د فلزاتو د فابریکو لپاره د مسو، جستو او سرو زرو د خامو موادو په رسولو کې زیاتوالی راغلی، چې له امله یې صنعتي وده ۱،۸ سلنه نوره هم ښه شوې ده. یرساین ناګاسپایف زیاته کړې چې د نویو تولیدي فابریکو په پرانیستل کېدو سره، د قزاقستان د تولیداتو سکټور په لومړۍ نیمایي کې ۹،۸ سلنه وده کړې ده.

طالبانو په پروان کې له میلاد ۳۰۰ کاله وړاندې جوړه «کافر کلا» د لرغونې سیمې په نامه ثبت کړې

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۰۰ GMT+۱
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ په فرنجل سیمه کې له میلاده ۳۰۰ کاله وړاندې جوړه شوې کلا د لرغونې سیمې په نامه ثبت شوې ده. دغه سیمه چې د کافر کلا په نوم یادېږي، تاریخي مخینه یې له میلاد څخه شاوخوا ۳۰۰ کاله وړاندې زمانې ته رسېږي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن سې شنبه، د چنګاښ ۲۳مه په اېکس کې لیکلي، چې د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس په دې اړه وویل چې د فرنجل سیمې اړوند کافر کلا د یوې لوړې غونډۍ پر سر په ډېر مستحکم او ستراتیژیک ځای کې جوړه شوې ده.

د هغه په وینا، دغه کلا ګڼ شمېر امنیتي برځونه، یوه د ننوتلو لویه دروازه او لوړ دفاعي دېوالونه لري چې په خپله زمانه کې ترې د پوځي او دفاعي موخو لپاره ګټه اخیستل کېده.

د طالبانو اطلاعاتو او کلتور رییس زیاته کړه چې د دوی ریاست ژمن دی د تاریخي اثارو او سیمو د ساتنې په اړه د طالبانو د مشر فرمان په بشپړ ډول عملي کړي او د اړتیا وړ تاریخي ځایونو د بیارغونې لپاره هڅې وکړي.

هغه همداراز د پروان ولایت له اوسېدونکو وغوښتل چې د تاریخي ځایونو په پېژندلو، ثبت او ساتنه کې له دغه ریاست سره پوره همکاري وکړي.

د سیمې د اوسېدونکو د معلوماتو له مخې، د دغې تاریخي کلا په شمالي برخه کې یوه لرغونې کلیواله سیمه هم موقعیت لري چې د «بودا کلي» په نوم یادېږي او د سیمې د لرغوني کلتور ښکارندویي کوي.

افغان، روسي او قزاقستاني سوداګرو د ۴۴۶ میلیونه افغانیو سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړې

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۵۹ GMT+۱
100%

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په کوربه‌توب د افغانستان، روسیې او قزاقستان د سوداګرو ترمنځ د ۴۴۶،۶ میلیونه افغانیو په ارزښت سوداګریزې هوکړې لاسلیک شوې. دغه هوکړې ودانیز مواد، درمل، خوراکي توکي او کرنیز خدمتونه رانغاړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې د کاروبارونو ترمنځ(B2B) سوداګرۍ د پانګونې د هڅونې، بازارونو ته د لاسرسي د اسانه کولو او په سیمه کې د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري.

د یادې خونې په وینا، دا ډول ناستې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د خصوصي سکټور ترمنځ د همکاریو د پراخېدو لپاره مناسب فرصتونه برابروي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا، د دغسې غونډو په لړ کې د افغانستان، روسیې او قزاقستان سوداګر، پانګوال او د خصوصي سکټور استازي سره راټول شوي وو، چې نوي سوداګریز فرصتونه وڅېړي، د خصوصي سکټور ترمنځ همکارۍ پیاوړې کړي او د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا پر لارو چارو وغږیږي.

یادې خونې ویلي، چې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وخت ناوخت د کاروبارونو ترمنځ سوداګرۍ (B2B) غونډې جوړوي، څو د افغان سوداګرو او بهرنیو پانګوالو ترمنځ اړیکې پیاوړې، پانګونه وهڅول شي او د صادراتو او وارداتو لپاره نوي بازارونه وموندل شي.