پاکستاني پولیسو ۱۳ افغان ډاکټران او د طب یوه محصله نیولي

د پاکستان پنجاب ایالت په ملتان کې پولیسو ۱۳ افغان متخصص ډاکټران او د طب یوه محصله نیولي او د اخراج لپاره یې د اټک توقیف مرکز ته لېږدولي دي. نیول شوي افغانان وایي، د ویزو د تمدید او نوې ویزې غوښتنلیکونه یې نږدې یو کال مخکې سپارلي خو لا هم نه دي منظور شوي.
