• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران سفیر له طالبانو سره د توکو د معیاري کولو په اړه غږېدلی

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۴۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۲۱ GMT+۱

په کابل کې د ایران سفیر د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې له رییس سره د لیدني پرمهال د صادراتو او وارداتو پر معیاري کولو او د تخنیکي همکاریو د پراختیا په اړه غږېدلی دی. علي رضا بیکدلي د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې مشر ته ایران ته د رسمي سفر بلنه هم ورکړې ده.

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، عبدالله بشیر د صادراتو او وارداتو معیاري کول د معیار او کیفیت ادارې له اساسي مسولیتونو څخه وبلل او د دواړو هېوادونو د سوداګرو له لوري د معیارونو پر مراعات او د توکو د کیفیت په لوړولو یې ټینګار کړی دی.

د یادې لیدني پرمهال د ایران سفیر علیرضا بیکدلي ویلي، چې د ایران د سټنډرډ اداره چمتو ده چې د معیارونو، معیاري کولو او د تخنیکي تجربو د لېږد په برخو کې د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې سره همکاري پراخه کړي. همدارنګه بیکدلي د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې رییس ته رسمي بلنه ورکړه چې ایران ته سفر وکړي او د هغه هېواد د سټنډرډ ادارې او اړوندو برخو څخه لیدنه وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د رغنده تعاملاتو پر دوام، د تخصصي همکاریو پر پراختیا او د شته ظرفیتونو د اغېزمنې استفادې له لارې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.

دا لیدنه پرداسې مهال ترسره شوې، چې طالبان نږدې هره اوونۍ د تېلو او نورو ایراني توکو بار یو شمېر موټرونه د ټیټ کیفیت له امله بېرته ایران ته ورګرځوي.

ترویج لرونکی

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟
۱

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۲

طالبانو پر کونړ سیند د برېښنا بند لپاره د پنځو سیمو د سروې بشپړولو خبر ور کړی

۳

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۴

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

۵

جېسوال: د کابل او ډیلي ترمنځ د هوايي دهلېز له لارې سوداګري عادي روانه ده

•
•
•

نور کیسې

حامد کرزی: د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره زده‌کړې تر ټولو مهم شرط دی

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۴۸ GMT+۱
100%

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، په هېواد کې د ماشومانو د خوارځواکۍ ګواښ د مخنیوي لپاره دې ټولو نجونو او هلکانو ته د عمومي زده‌کړو زمینه برابره شي. هغه زیاته کړې، چې د عامه پوهاوي په زیاتېدو او د مسلکي بشري‌ ځواک په روزنې د بې‌سوادۍ له امله رامنځته شوې ستونزې کمېدای شي.

حامد کرزي د چهارشنبې په ورځ پر اېکس خواله رسنۍ د نړۍوالو بنسټونو په ځانګړې ټوګه د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وروستي راپورته په اشارې کاږلي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ مېلیونه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

نوموړي د ماشومانو د روغتیا ساتنه د هېواد د راتلونکي هیله او بشري ځواک ګڼلی او له اړوندو کورنیو او بهرنیو بنسټونو یې غوښتي، چې د دغه ګواښ د زیاتېدو مخنیوي او د ماشومانو د روغتیا خوندي کولو لپاره جدي او هر اړخیزې هڅې وکړي.

کرزي د یاد ګواښ د مخنيوي لپاره د نجونو او هلکانو لپاره زده‌کړې مهمې ګڼلې او ټینګار یې کړی، چې باید ټولو ته د عمومي زده‌کړو زمینه برابره شي. هغه لیکلي: «د عامه پوهاوي په زیاتېدو او د مسلکي بشري ځواک په روزنې سره به د بې‌سوادۍ له امله رامنځته شوې ستونزې کمې شي، د هېواد اقتصادي وضعیت به ښه شي او د ټولنې ستونزې او اړتیاوې به له بهرنیو مرستو پرته هم حل شي».

له هرات نه عراق ته د ۳۰۰زره ډالرو په ارزښت د تولید شویو جامو د صادراتو دویمه جوپه ولېږدول شوه

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۱۵ GMT+۱
100%

په هرات کې د جامو تولیدونکې ټولنې مشر عزیزالله نورزی وايي، چې عراق ته یې د ۳۰۰زره امریکايي‌ ډالرو په ارزښت د جامو د صادراتو دویمه جوپه ولېږدوله. نوموړي ویلي، چې په دغه جوپه کې ۸۰زره جوړې جامې شاملې دي.

نورزي زیاته کړې، چې په دغه جوپه کې شاوخوا ۱۰۰ ډوله جامې تولید شوې دي. نوموړي دا هم ویلي، چې د هرات تولیدوونکې جامې له بهرنیو محصولاتو سره د سیالۍ توان لري.

د یادې ټولنې مشر ډاډ ورکړی، چې له دې وروسته به د ۲۰۰زره جوړو جامو بله جوپه هم چمتو شي او عراق ته به صادره شي. نوموړي زیاته کړې: «موږ دا وړتیا لرو، چې داسې جامې تولید کړو چې د بېلابېلو هېوادونو؛ لکه ایران او ترکیې د طرحو او معیارونو سره برابرې وي».

د هرات د کارګرو ټولنې ویلي، چې په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۰۰۰ د جامو تولیدي کار ځایونه فعال دي. دوه میاشتې مخکې هم د هرات ولایت سوداګرۍ خونې د لومړي ځل لپاره عراق ته د ښځو او ماشومانو د ۲۰زره جوړو جامو یوه سوداګریزه جوپه صادره کړې وه.

افغان ډیپلوماتان: یوناما باید د اړیکو عادي کېدو پرته له طالبانو سره تعامل وکړي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۲۴ GMT+۱
100%

درېیو پخوانیو ډیپلوماتانو په یوه تحلیل کې لیکلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت راتلونکی د بودجې د سخت کمښت او سیاسي بن‌بست له امله له جدي ګواښ سره مخ دی. دوی ټینګار کړی، چې ملګري ملتونه باید له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو پرته د روښانه تمو پربنسټ خپل ماموریت بیا تعریف کړي.

په کاناډا کې د افغانستان پخواني سفیر عمر صمد، پخوانۍ ډیپلوماتې او د ښځو د حقونو فعالې اصیلا وردګ او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي فرید ظریف په یوه ګډ تحلیل کې لیکلي، چې د روان کال په پیل کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت د له‌منځه تلو یا د واکونو او کارکوونکو د سخت کمښت له ګواښ سره مخ و.

خو امنیت شورا د یوکال لپاره د دغه ماموریت په غځولو د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د تګلارې د بیاکتنې لپاره یو محدود فرصت برابر کړی دی. دوی وايي، چې په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي نشتوالي او د امنیت شورا دننه اختلافونو د دغه ماموریت راتلونکی له ناڅرګندتیا سره مخ کړی دی.

په تحلیل کې راغلي، چې ملګري ملتونه اوس نه‌شي کولی له افغانستان نه ووځي؛ ځکه دغه کار به سختې بشري پایلې ولري. له بلې خوا ملګري ملتونه هم نه‌شي کولی اوسنی حالت عادي وبولي؛ ځکه د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره سیاسي شرطونه لا نه‌دي برابر شوي.

دغه پخوانیو ډیپلوماتانو لیکلي، چې ملګري ملتونه باید له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو یا له افغانستان نه د وتلو پرځای خپل ماموریت د رېښتینو موخو، لا زیاتې همغږۍ او د طالبانو او نړۍوالې ټولنې لپاره د روښانه تمو پربنسټ بیا تنظیم کړي.

د لیکوالانو په وینا؛ افغانستان اوس له اقتصادي ځوړ، اقلیمي بدلون، له ایران او پاکستان نه د کډوالو ډله‌ییز اخراج، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي کمښت او پر ښځو او نجونو د سختو محدودیتونه په ګډون د یو لړ ورته ناورینونو سره مخ دی. د دوی په خبره؛ دغه لاملونو افغانستان د نړۍ یو له خورا پېچلو بشري ناورینونو څخه ګرځولی دی.

دغه درېیو ډیپلوماتانو دارنګه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د لوړپوړو چارواکو وروستیو سفرونو ته په اشارې لیکلي، دغه سفرونه ښيي چې د افغانستان بشري، پراختیايي او روغتیايي ناورینونه د نړۍوالې ټولنې له توان څخه په چټکۍ سره پراخېږي.

د دغه تحلیل په بله برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د نوې ځانګړې استازې په توګه د رباب فاطمې ټاکل کېدل، د مرستندویانو د باور د بېرته جوړولو او د نړۍوالو لوبغاړو ترمنځ د لازیاتې همغږۍ لپاره یو فرصت بلل شوی دی.

لیکوالانو ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا لاهم له طالبانو سره د تعامل څرنګوالي په اړه اختلاف لري او د دوحې بهیر هم د طالبانو او د یادې شورا د غړو هېوادونو ترمنځ د نظرونو د اختلاف له امله د پام وړ پرمختګ نه‌دی کړی.

په دغه تحلیل کې دارنګه راغلي، په داسې حال کې چې د افغانستان سیاسي بهیر له کړکېچ او بن‌بست سره مخ دی؛ د سیمې هېوادونو لکه چین، روسیې، د منځنۍ اسیا هېوادونو، خلیجي هېوادونو او ترکیې له کابل سره په سوداګرۍ، امنیت، کډوالۍ او زېربناوو برخه کې عملي همکاري روانه ساتلې. همدارنګه ځینو اروپايي هېوادونو د کډوالو د بېرته ستنولو په موضوع کې د طالبانو له استازو سره تخنیکي همکاري کړې ده.

لیکوالان دې پایلې ته رسېدلي، چې د یوناما نوي ماموریت بریالیتوب د روښانه لومړیتوبونو ټاکلو، سیمه‌ییزې همکارۍ، د بشري اقلیم ساتلو، د بسپنه ورکوونکو باور بیارغولو او د افغانانو پر ژوند او معیشت ساتنې تمرکز پورې اړه لري.

محمودخان اڅکزی: څوک چې د افغانستان پر استقلال خوا نه بدوي، نه پښتون دی او نه مسلمان

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۳۷ GMT+۱
100%

د پاکستان د اپوزېسیون او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي د کوټې په اعتراضي غونډه کې د وینا پرمهال ویلي، هر څوک چې د افغانستان د خپلواکۍ ملاتړ نه‌کوي؛ نه پښتون دی او نه هم مسلمان.

هغه وايي، د افغانستان د خپلواکۍ مبارزه د پښتنو د تاریخ مهمه برخه ده او «څوک چې د افغانستان په استقلال نه درېږي؛ نه پښتون دی او نه مسلمان». هغه زیاته کړه، د کونړ په ګډون د افغانستان په خاوره کې وسله‌وال لیدل کېږي؛ خو پوښتنه دا ده، چې ولې په پاکستان کې د‌ دوی د سترګو لاندې وسله‌والو پرضد ورته اقدام نه کېږي.

د نوموړي په وینا؛ د پښتنو برخلیک باید د پښتنو په لاس کې وي او په همدې موخه به د پښتنو یوه ستره جرګه راوبلل شي، څو د راتلونکې په اړه پرېکړې وکړي. اڅکزي وویل، د خبرو وخت تېر شوی او اوس د عملي ګامونو وخت دی.

هغه ټینګار وکړ، چې د دوی اعتراض یوازې د وروستۍ خونړۍ پېښې لپاره نه‌دی؛ بلکې تر هغه به احتجاجونه او پرلتونه دوام ولري، څو «له پښتني سیمو دغه ځواکونه ونه وځي». د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر وویل، نړۍ نن پښتانه په «ترهګرۍ» تورنوي؛ حال دا چې پښتنو د تاریخ په اوږدو کې د بېلابېلو یرغلګرو پر وړاندې مبارزه کړې ده.

هغه ادعا وکړه، چې هر دېرش کاله وروسته په پښتني سیمو کې یو نوی کړکېچ رامنځته کېږي او دغه وضعیت ته قصداً دوام ورکول کېږي. د هغه په وینا؛ په پاکستان کې نه رښتینی عدالت شته، نه حقیقي حکومت او نه هم هغه اسلامي نظام چې قران یې یادونه کوي.
اڅکزي وویل، په پښتني سیمو کې به د پښتنو جرګه جوړېږي او همدا جرګه به پرېکړه کوي چې په خپله خاوره کې څنګه ژوند وکړي. هغه زیاته کړه، نړۍوالو ته به هم ووایي چې د پاکستان له حکومت سره د پښتنو د برخلیک په اړه تړونونه ونه کړي؛ ځکه د سیمې اصلي خاوندان ځایي خلک دي، نه اوسنی جعلي حکومت.

د نوموړي په وینا؛ د حکومت د واکمنۍ پرمهال په پښتني سیمو کې ترياک کرل کېږي او وروسته د‌ دغه ترياکو په پیسو وسله‌والې ډلې جوړېږي. اڅکزي ادعا وکړه، چې واکمن کسان ځینو افرادو ته وسله او امکانات ورکوي او بیا ترې د خپلو موخو لپاره کار اخلي.
هغه په پای کې وویل، د پښتنو په مشرۍ به د سیمې راتلونکی ټاکل کېږي او یوه لویه جرګه به پرېکړه وکړي چې پاکستان باید څنګه اداره شي.

د کډوالو روایت؛ د ښځو او ناروغانو په ګډون زرګونه کډوال لاهم د پاکستان په زندانونو کې دي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۳۶ GMT+۱
100%

د ننګرهار ولایت په عمري پنډغالي کې تازه ستنې شوې افغان کورنۍ وايي، د ښځو او ناروغانو په ګدون زرګونه افغان کډوال لاهم د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي. د دوی په خبره؛ پاکستاني پولیس د پیسو په بدل کې خلک خوشې کوي؛ خو هغه کسان چې د پیسو د ورکړې توان نه‌لري په جبري توګه یې ستنوي.

د ستنو شویو کورنیو په خبره؛ ډېرو به په پاکستان کې د پولیسو د نیولو او چاپو له وېرې له خپلو کورنو بهر شپې سبا کولې. دوی زیاتوي، چې پولیسو به د پیسو په بدل کې افغان کډوال بېرته خوشې کول: «هلته پولیسو ډېر تنګول کول او ډېر مهال مجبور و، چې له کوره بهر شپې سبا کړو. خلک به یې نیول او زنداني کول یې او ماشومان به یې په میدان پاتې شول. که چا پیسې ورکولې هغه به یې خوشې کول او که چا د پیسو د ورکړې وس نه‌لاره تر نیولو او زنداني کولو وروسته به یې په جبري توګه افغانتسان ته ستنول».
افغانستان ته ستنېدونکي کډوال فرمان افغان ویلي، د مزدورۍ له لارې یې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کولې؛ خو څو ځلې د پولیسو له لوري ونیول شو. هغه وایي: «یو ځل درې ورځې په زندان کې وساتل شوم او د خوشې کېدو لپاره مې ۳۰زره کلدارې ورکړې. دویم ځل بیا ۳۵زره کلدارې راڅخه واخیستل شوې».
هغه زیاته کړې: «زموږ عاید دومره نه و څومره چې له موږ د پیسو د ورکړې غوښتنه کېده. بالاخره مې پلار پرېکړه وکړه، چې نور په پاکستان کې پاتې کېدل ناشونې دي؛ نو افغانستان ته ستنېږو».

د فرمان په وینا، هغه اوس‌ د حمزه بابا مزار ته نږدې د کډوالو د ساتنې په مرکز کې دی؛ خو هلته د بنسټیزو اسانتیاوو له سخت کمښت سره مخ دی. هغه وایي، په پنډغالي کې نه د څښاک اوبو اسانتیا شته نه د اوسېدو مناسب ځای؛ ښځې، ماشومان او سپین ږېري د سختې ګرمۍ له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دغه تازه ستانه شوي کډوال وايي، چې پاکستاني پولیسو د نیولو پرمهال ورسره ناسم چلند کوي او ډېری کسان یې له کار ځایونو او خپلو کورونو نیولي دي. د دوی په خبره؛ ډېری کسان په ورځو او میاشتو، میاشتو په بند خونو کې ساتل کېږي او وروسته په جبري توګه افغانستان ته ستانه کېږي.

دغه کورنۍ وایي، چې د پاکستان په زندانونو کې افغانان له سخت حالت سره مخ دي او له خپلو کورنیو جلا او ناخبره ساتل کېږي. د دوی په خبره؛ د ستنېدو پرمهال به یې ښځې او ماشومان په پاکستان کې له ناروښانه برخلیک سره پاتې کېدل.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، د پاکستان حکومت له ۲۰۲۳کال راهیسې شاوخوا ۲.۵ مېلیونه هغه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي چې په پاکستان کې له اسنادو پرته مېشت وو. د راپور له مخې؛ دغه بهیر د پنجاب د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو د امنیتي څانګې تر څار لاندې روان دی.

د رسمي شمېرو له مخې؛ یوازې په پنجاب ایالت کې ۱۳۸زره او ۳۴۲ افغان کډوال د قانوني او اداري مراحلو تر بشپړولو وروسته د کډوالو د ساتنې مرکزونو ته لېږدول شوي، چې ډېری یې د قانوني پروسې تر بشپړېدو وروسته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

دامهال یوازي په پنجاب ایالت کې ۳۶ د افغان کډوالو د لنډمهاله ساتنې مرکزونه فعال دي او ۵۳ افغان کډوال په‌کې ساتل کېږي.