په کاناډا کې د افغانستان پخواني سفیر عمر صمد، پخوانۍ ډیپلوماتې او د ښځو د حقونو فعالې اصیلا وردګ او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي فرید ظریف په یوه ګډ تحلیل کې لیکلي، چې د روان کال په پیل کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت د لهمنځه تلو یا د واکونو او کارکوونکو د سخت کمښت له ګواښ سره مخ و.
خو امنیت شورا د یوکال لپاره د دغه ماموریت په غځولو د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د تګلارې د بیاکتنې لپاره یو محدود فرصت برابر کړی دی. دوی وايي، چې په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي نشتوالي او د امنیت شورا دننه اختلافونو د دغه ماموریت راتلونکی له ناڅرګندتیا سره مخ کړی دی.
په تحلیل کې راغلي، چې ملګري ملتونه اوس نهشي کولی له افغانستان نه ووځي؛ ځکه دغه کار به سختې بشري پایلې ولري. له بلې خوا ملګري ملتونه هم نهشي کولی اوسنی حالت عادي وبولي؛ ځکه د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره سیاسي شرطونه لا نهدي برابر شوي.
دغه پخوانیو ډیپلوماتانو لیکلي، چې ملګري ملتونه باید له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو یا له افغانستان نه د وتلو پرځای خپل ماموریت د رېښتینو موخو، لا زیاتې همغږۍ او د طالبانو او نړۍوالې ټولنې لپاره د روښانه تمو پربنسټ بیا تنظیم کړي.
د لیکوالانو په وینا؛ افغانستان اوس له اقتصادي ځوړ، اقلیمي بدلون، له ایران او پاکستان نه د کډوالو ډلهییز اخراج، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي کمښت او پر ښځو او نجونو د سختو محدودیتونه په ګډون د یو لړ ورته ناورینونو سره مخ دی. د دوی په خبره؛ دغه لاملونو افغانستان د نړۍ یو له خورا پېچلو بشري ناورینونو څخه ګرځولی دی.
دغه درېیو ډیپلوماتانو دارنګه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د لوړپوړو چارواکو وروستیو سفرونو ته په اشارې لیکلي، دغه سفرونه ښيي چې د افغانستان بشري، پراختیايي او روغتیايي ناورینونه د نړۍوالې ټولنې له توان څخه په چټکۍ سره پراخېږي.
د دغه تحلیل په بله برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د نوې ځانګړې استازې په توګه د رباب فاطمې ټاکل کېدل، د مرستندویانو د باور د بېرته جوړولو او د نړۍوالو لوبغاړو ترمنځ د لازیاتې همغږۍ لپاره یو فرصت بلل شوی دی.
لیکوالانو ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا لاهم له طالبانو سره د تعامل څرنګوالي په اړه اختلاف لري او د دوحې بهیر هم د طالبانو او د یادې شورا د غړو هېوادونو ترمنځ د نظرونو د اختلاف له امله د پام وړ پرمختګ نهدی کړی.
په دغه تحلیل کې دارنګه راغلي، په داسې حال کې چې د افغانستان سیاسي بهیر له کړکېچ او بنبست سره مخ دی؛ د سیمې هېوادونو لکه چین، روسیې، د منځنۍ اسیا هېوادونو، خلیجي هېوادونو او ترکیې له کابل سره په سوداګرۍ، امنیت، کډوالۍ او زېربناوو برخه کې عملي همکاري روانه ساتلې. همدارنګه ځینو اروپايي هېوادونو د کډوالو د بېرته ستنولو په موضوع کې د طالبانو له استازو سره تخنیکي همکاري کړې ده.
لیکوالان دې پایلې ته رسېدلي، چې د یوناما نوي ماموریت بریالیتوب د روښانه لومړیتوبونو ټاکلو، سیمهییزې همکارۍ، د بشري اقلیم ساتلو، د بسپنه ورکوونکو باور بیارغولو او د افغانانو پر ژوند او معیشت ساتنې تمرکز پورې اړه لري.