• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سراج‌الدین حقاني له ورزشکارانو سره په لیدنه کې پر یووالي ټینګار وکړ

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۳۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د دغه وزرات د فوټبال لوبډلې له روزونکو او لوبغاړو سره په لیدنه کې ویلي، چې وزرشکاران باید د تعصب او بدبینۍ پر ځای د یووالي پیغام خپور کړي.

دطالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه وزارت د فوټبال لوبډلې په خوست، پکتیا، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د زونونو په کچه سیالیو کې لومړی مقام خپل کړی دی.

حقاني له لوبغاړو وغوښتل چې ورزش ته لا ډېره پاملرنه وکړي، خپلې وړتیاوې پیاوړې کړي او د هېواد اسلامي او ملي ارزښتونه په عمل کې وساتي.

هغه همداراز سپارښتنه کړې چې لوبغاړي د ښو اخلاقو بېلګه وګرځي، د ورورولۍ، اتحاد او ملي یووالي پیغام خپور کړي او له تعصب او بدبینۍ څخه لرې واوسي.

د نوموړي په وینا، د اړتیا وړ امکاناتو او اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې به د کورنیو چارو وزارت ملاتړ له لوبډلې سره دوام ولري.

ترویج لرونکی

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟
۱

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۲

طالبانو پر کونړ سیند د برېښنا بند لپاره د پنځو سیمو د سروې بشپړولو خبر ور کړی

۳

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۴

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

۵

جېسوال: د کابل او ډیلي ترمنځ د هوايي دهلېز له لارې سوداګري عادي روانه ده

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د ولسمشر ویاند: اسلام‌اباد د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ له ګواښه اندېښنه لري

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۱۲ GMT+۱
100%

د پاکستان د ولسمشر ویاند مرتضی سولنګي وایي، اسلام‌اباد له افغانستان سره د متقابل درناوي پر بنسټ د سوله ییزو او باثباته اړیکو غوښتونکی دی. خو نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ ګواښ لا هم د پاکستان اصلي اندېښنه ده.

د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري ویاند مرتضی سولنګي د چهارشنبې په ورځ د «پاکستان په یوه داسې جیوپولیټیک چاپیریال کې چې د بدلون په حال کې دی» تر سرلیک لاندې کنفرانس کې د سیمې د بدلونونو، له افغانستان سره د اړیکو او د خپل هېواد د امنیتي ننګونو په اړه وینا وکړه. سولنګي په دغه ناسته کې وویل: «د پاکستان اصلي اندېښنه لا هم له پولې اخوا ترهګري ده چې د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي او زموږ د ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو لپاره مستقیم ګواښ دی.»

مرتضي سولنګي دغه راز د چین، قطر، سعودي عربستان، ترکیې او متحده عربي اماراتو د هغو منځګړیتوبونو او هڅو هرکلی وکړ چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تلپاتې امنیتي تفاهم د رامنځته کولو لپاره یې د خبرو اترو اسانتیاوې برابرې کړې دي. دغه پاکستاني چارواکي ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، د پولو د مدیریت او د کډوالو د بېرته ستنېدو په برخو کې د همکارۍ لپاره د حقیقي او عملي چوکاټونو جوړول اړین دي.

اسلام‌اباد په ځانګړي ډول په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په وار وار په خپل هېواد کې د وسله‌والو بریدونو او ناامنیو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او طالبان یې د ټي‌ټي‌پي غړو ته په پناه ورکولو او له هند سره په همکارۍ تورن کړي دي. خو طالبانو دا تورونه تل رد کړي او ټینګار کوي چې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد په زیان وکاروي. د دواړو لورو ترمنځ کړکېچ په تېر کال کې زیات شوی چې کله ناکله په مرګونو نښتو، هوايي بریدونو او سرحدي جګړو هم اوښتی دی.

په لندن کې د «ملي مرکې» په غونډه کې د ښځو د حقونو او ملي یووالي پر پیاوړتیا ټینګار شوی

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۲۰ GMT+۱
100%

د «ملي مرکې» څوارلسمه غونډه د برېتانیا مېشتو افغانانو، مدني فعالانو او څېړونکو په ګډون په لندن کې جوړه شوې وه او په یاده غونډه کې پر ملي یووالي، د نجونو پر زده کړو، د افغان ډیاسپورا پر رول او د افغانستان د روان کړکېچ پر عملي حللارو ټینګار شوی دی.

د غونډې تنظیموونکو افغانستان انترنشنل ته وویل، د دې ناستې موخه د افغانانو ترمنځ د خپلواک او ټولشموله ملي ډیالوګ رامنځته کول، د ملي یووالي پیاوړتیا، د متقابل تفاهم پراخول او د افغانستان د روان کړکیچ په اړه د عملي حللارو لټول دي.

يه یاده غونډه کې د ښځو د حقونو، د نجونو او ځوانانو د زده کړو، د افغان کډوالو د ستونزو، د افغان ډیاسپورا د رول، د افغانستان پر ملي حریم د وروستیو تېریو، د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې او د یادو موضوعاتو پر حل لارو او د هېواد د راتلونکې په اړه بحثونه شوي دي.

د غونډې په پای کې ګډونوالو د لندن مېشتو افغانانو له منځه یو شپږ کسیز پلاوی ټاکلی څو په راتلونکې ملي جرګه کې د لندن د غونډې نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړي.

د نورستان پخوانی والي: پوهنتونونه د ملت علمي پانګه ده، د له منځه وړلو پر ځای دې پیاوړي شي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۰۵ GMT+۱
100%

د نورستان پخواني والي حافظ عبدالقیوم د طالبانو د یوه چارواکي د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د نورستان د پوهنتون اړتیا یې تر پوښتنې لاندې راوستې، ویلي چې پوهنتونونه د هر ملت علمي پانګه ده. هغه ټینګار کړی چې د دغو بنسټونو د له منځه وړلو پر ځای باید د هغوی پیاوړتیا ته کار وشي.

حافظ عبدالقیوم د چهارشنبې په ورځ پر فېسبوک پاڼه لیکلي، هېڅ هېواد د سپکاوي له لارې نه ابادېږي او هېڅ فکر د نورو په سپک ګڼلو نه لوړېږي.

نوموړي دا څرګندونې د طالبانو د کلمات تحقیقاتي ادارې د مسول سیف الله معتصم څرګندونو ته په اشاره کړي دي.

د طالبانو د کلمات تحقیقاتي ادارې د مسوول مفتي سیف‌الله معتصم تېره ورځ، د کانکور مخکښو ګډونوالو ستاینغونډه کې ویلي و په ختیځ زون کې کنړ، لغمان، ننګرهار او نورستان جلا پوهنتونونه لري، خو ځینې داسې پوهنتونونه شته چې د استادانو او کارکوونکو شمېر یې له محصلینو زیات دی.

هغه پوښتنه کړې چې، ایا د نورستان په څېر ولایت کې، چې د هغه په وینا شاوخوا ۲۰۰ یا ۲۵۰ محصلان لري او کلني لګښتونه یې ۳۰ تر ۴۰ میلیونو افغانیو رسېږي، د جلا پوهنتون اړتیا شته که نه. نوموړي وړاندیز کړی چې دا بودیجه د ننګرهار پوهنتون، په ځانګړي ډول د طب پوهنځي، یا د کابل پوهنتون د پیاوړتیا لپاره دې ولګول شي.

په غبرګون کې حافظ عبدالقیوم ویلي، که د کوم پوهنتون د کیفیت، مدیریت یا علمي کچې په اړه نیوکې موجودې وي، باید دا موضوع د علمي بحثونو او رغنده حل‌لارو له لارې وڅېړل شي، نه دا چې د یوه ولایت د علمي بنسټ د موجودیت حق تر پوښتنې لاندې راوستل شي.

د نورستان پخواني والي ټینګار کړی، چې د هېواد د لوړو زده‌کړو بنسټونه د ټولنې د علمي او بشري پانګې مهمه برخه جوړوي او د هغوی پیاوړتیا د هېواد د پرمختګ لپاره اړینه ده.

نوموړي په خپله څرګندونه کې دا نه ده روښانه کړې چې د چا یا کومې څرګندونې په غبرګون کې یې دغه دریځ خپل کړی دی.

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۰۲ GMT+۱
100%

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند ضیاءالله هاشمي د پخواني ولسمشر حامد کرزي وروستیو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې نوموړی د افغانستان د مسایلو په اړه د نظر ورکولو حق نه لري. د دغه وزارت ویاند حامد کرزي ته په اشارې ویلي، چې هېواد ته یې ښه تاریخ نه دی پرې ایښی.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند ضیاءالله هاشمي د پخواني ولسمشر حامد کرزي د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د نجونو او هلکانو پر زده‌کړو یې ټینګار کړی و، ویلي: «د لوړو زده‌کړو د چارو په اړه نظر ورکول له هغو کسانو سره ښه ښایي چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې د ملک د پرمختګ لپاره عملي او مثبت میراث پرې ایښی وي».

دغه طالب چارواکي په کلکه حامد کرزي ته په خطاب کې پر اېکس پاڼه لیکلي:« ته د افغانستان د مسایلو په اړه د نظر ورکولو حق نه لرې. افغانستان ته دې ښه تاریخ نه دی پرې ایښی».

یاد طالب چارواکي دغه غبرګون وروسته له هغه ښودلی چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د چهارشنبې په ورځ په هېواد کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره د ټولو نجونو او هلکانو پر عمومي زده‌کړو ټینګار وکړ.

ښاغلي کرزي د یونېسف راپور ته په اشارې، چې ۳،۷ میلیونه افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي، پر خپل اېکس لیکلي وو چې د بې‌سوادۍ له منځه وړل او د مسلکي بشري ځواک روزنه د ټولنې د ستونزو د حل یوازینۍ لاره ده.
طالبانو په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د نجونو پر وړاندې د شپږم ټولګي څخه پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي. که څه هم حامد کرزي په خپلو خبرو کې په مستقیم ډول د طالبانو د بندیزونو نوم نه و اخیستی او یوازې یې د خوارځواکۍ د مهارولو لپاره زده‌کړې یو اصل ګڼلی و، خو د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند دغه څرګندونې د خپلې تګلارې پر وړاندې نیوکه بللې او په شخصي برید سره یې د پخواني ولسمشر د نظر ورکولو حق رد کړی دی.

اروپایي ټولنه :د افغانستان د راتلونکې لپاره د ځوانانو ملاتړ کوو

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۰۶ GMT+۱
100%

اروپايي ټولنې د ځوانانو د مهارتونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د زده‌کړو، مسلکي او کاري روزنې له لارې د افغانستان پر ځوانانو پانګونه کوي. د دغې ټولنې په وینا، د دې هڅو موخه د افغان نجونو او هلکانو د وړتیاوو پیاوړي کول دي ترڅو وکولای شي د خپلو ټولنو په پرمختګ کې ونډه واخلي.

په افغانستان کې د اروپایې ټولنې استازولی پر خپل اېکس لیکلي، له افغانان ځوانانو سره د زده کړو او مسلکي روزنې له لارې مرسته کوي، څو مهارتونه ترلاسه کړي، سوداګرۍ پیل کړي او دوامدار معیشت رامنځته کړي.

یادې ټولنې زیاته کړې چې د دغو پروګرامونو موخه دا ده څو نجونې او هلکان وکولای شي پرمختګ وکړي او د خپلو ټولنو په ملاتړ او پرمختګ کې ونډه واخلي.

د ځوانانو د مهارتونو نړیواله ورځ هر کال د جولای په ۱۵مه د ملګرو ملتونو له لوري نمانځل کېږي. د دې ورځې موخه ځوانانو ته د تخنیکي، مسلکي او کاري مهارتونو د ارزښت څرګندول او د کارموندنې، کار جوړونې او دوامدار پرمختګ لپاره د هغوی د وړتیاوو پیاوړتیا ده.